د شعرپه ویلوکې د دروني عناصرو کشمکش

همت عمرزوی

391
شعر د دروني جوش د بې مهاره توښ ګرم فوران دی، داچې دروني جوش ولي رامنځته کېږي، اوددې جوش د لا خوټکېدو اوګرمېدو سببونه او لاملونه څه دي، د ګرمی اوتبخیر تاثريې د انسجام اوانتظام ارادي هڅه غواړي اوکنه؟ د انسان دروني جهان د دغو زلزلو او ولولو د څپانده چوپو د تاب او زغم څومره توان لرلای سي، او د یاد مداوم انقلاب دروني هیاهوی ته څه غبرګون ښيې؟ دا او ورسره اړوندي پوښتني مونږ د ادبیاتو او ارواپوهني په ګډ چهارچوب کې څېړلای اوشنیلای سو، د اوسني سرلیک په محورکې مونږغواړوچې په شعرکې د شاعرانسان د اګاه اوناخوداکاه دروني عناصرو ترمنځ د تناسب، توازن او غلبې کیفیتي وضعیت وشنو.
کله چې د هرعامل په سبب، د شاعرانسان په دروني دنیاکې دده د عواطفو، احساساتو، فکر، خیال… د غومبسو شېرګنی په ښورسي، دلته نو د شعوراوتحت شعور پر پراخه ډګر هغه شوراو وږ وږ جوړسي چې لکه د زومبرو بٌزهاراو ګورهار جوړکړي، کله عاطفه چغي وهي، کله احساسات د وجدان غوږونه کشوي، کله خیال د الوت داسي لوړ پروازونه کوي چې فکر وېروي اوکله بیا فکرلکه سړی چې د لیونو د جنګ منځ ته  لوېدلی وي او د ګواښ اوخلاصون سرېښته ورنه ورکه وي دغسي ناګاراوناقرار غورځنګونه وهي، په دغسي دروني ټېل ماټېل کې د تناسب اوتوازن ارادي هڅه څومره شوني ده؟
حمزه بابا وايې:
عقله ته به سیال د محبت نه سې.
دنګه مناره څه وي په غره پوري.
نو دلته هم په یادي نړی کې کله کله د دغو عناصرو د غلبې او ولولې کچه په ډېرلوی توپيرپه شعرکې چوپې وهي، له بله اړخه د تناسب شتون د ښکلا شرط دی نوپه دغسي (غراو د مچ وزر) حالت کې شاعر بېچاره څرنګه ارادي هڅه وکړي اود فکر په یوازي ځان او  بې واکه لاسونو دا نور زورور لیوني څنګه را وتړي؟
د غزل د بابا په خبره په محبت کې عقل محوه دی، کله چې سړی د غره غټوالی اولوړوالی ګوري نو د جګ منار ارتفاع ورته د ټوکو اوخنداښکاري، د محبت د سيندچپې هم د عقل يو يو څاڅکی داسي تېروي او نېست کوي چې هډو محسوسېږي هم نه، نوشاعربه څه کوي؟ د ټولنیز جبر د بې مورده تنقید له وارو به څنګه ځان ژغوري؟ که د زړه له تله په طبيعي پېرایه کې څه وايې نو خود به د (ماماکډه بارېږي) که یې نه وايې نو بیا(يوپټ غلی احساس دی چې آرام مي نه پرېږدي!) فکر خو لکه د آس جلب د دانورو لیونيو د رامېدلو او کنترولولو هڅه کوي، خو د عاطفې جوش او د خیال خروښ (بله دنیا جوړه کړې وي) نو د دې داخلي جنګ د اوربند او پخلایني چاره څنګه اوڅوک ترسره کړي؟
ځکه دا هریو یې ځان ته من او ځان ته باچادی!هغه د غني خان خبره (په یوملک کې دوه خودسره بادشاهان) دي، په دې جنګیزه نړی کې خو څو خودسره اوسرزوره باچاچاهان دي چې تل ډغري اولښکري سره وهي.
عقل ته دهوکه ورکوي حسن که دلدار دی.
ځان ته تښتېدل دي عبادت دی که خمار دی.
غني خان.
پایله اولنډون:
د شعرالهام ترډېره بریده نابللی مېلمه دی، نه صلاح کوي اونه اجازه اخلي د زړه په عاطفي دنیا داسي ورننوزي، چې هلته دغه بانه ګر بلاوي(دروني عناصر) سره په شدید ښوراوجګړه اچوي، دغه دروني جګړه په پایله کې د دردونو د چغو او څړیکو ترجمانه سي اوداسي غمکده اوماتمکده راجوړه کړي چې د ګدازاو آواز شوريې (عالمونه خبروي)، ياد جنګ په خرپ اوترپ روان وي او زه فکر کوم چې په جنګي ماحول که هرڅو هم لوژستیکي، محاربوي او جګړه ایز ترتیبات ونیول سي بیایې هم پایله ګډوډي او بې نظمي ده دلته ترتیب ترډېره حده ساقط دی، ولي، یوڅه شکلي شعوري هڅه هم ورته اړینه ده، اما بیاهم دا پایله ترې اخلو چې دغه جنګ به روان وي او د بلغاکو به يې فوران وي، شاعربه سر په ګریان وي.
اورته دي نیولی یم پولاد جوړوې زمانه.
ښه چې زه پولادسمه نوڅه زما جانانه؟
جسوله، پولادوله، جوهروله کمال له.
بس خاوري کېده دي ورکېده دي له دنیانه.
غني خان.
سرچینې اوماخذونه:
شعرستان، ډاکتراحسان الله درمل.
د غني کلیات.
د الفت کلیات.
په پېرزوینه اودرناوي.
٢٨\٤\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.