خپل خوږ خوب ته

همت عمرزوی

408
ته چې راسې لاشعور راباندي راسي.
د يو تېر زمان ظهور راباندي راسي.
چې راويښ سم زړه ولاړ لکه ماشوم وي.
د آرمان جوپې ضرور راباندي راسي.
لاس نیولی مي د لاري سرته یوسې.
د زړو پلونو انځور راباندي راسي.
د ځانګو د غېږ نازکه ژړا وڅکم.
د یو میني د زړه ګور* راباندي راسي.
د اتلسو کلونو زلمکی سم.
تجربه د تېر غرور راباندي راسي.
د اوږدې نوستاليژياڅپې مي واخلي.
سرې لمبې د سره تنور راباندي راسي.
خاطرې يې په احسان همته یوسم.
په سهارکې يې منظور راباندي راسي.
د (زړه ګور) يو عامیانه اصطلاح ده يعني د زړه جوله مي ور ولاړه سي.
٢٦\٢\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.