سرغانه سرونه: لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي صاحب

همت عمرزوی

383
سرغانه سرونه:
لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي صاحب:
د وطن د ادب اوتاریخ، ژورنالیزم او فرهنګ لایق اوصادق نومیال اوایډیال ادیب علامه حبیبي، نه یوازي د تاریخ په زړه کې بلکې د ملت په زړه کې هم د ځای اومقام مستحقه اومسلمه حقدار دی، ويښ ولسونه د خپلو منورو اشخاصو د قدروني او یادوني په غوره دود کې نوري ژوندی محسوسي مادي اومعنوي ګټي هم پلټي او ترلاسه کوي، هغه داسي چې: یو خو د ټولني د قدرشناسی او درناوي ټولنیز شعور لوړېږي او د خپلو معنوي ارزښتونو سره يې لاهم مینه اوژمنه پخېږي او زیاتېږي، بل د ټولني د فکري خلکو د هڅوني او خوځوني د انګېزې د ایجاد سبب هم ګرځي، له بله پلوه د الګواخستني او اډیال جوړوني ګټوره روحیه هم په اوسنیو ژوندو انسانانوکې راټوکوي.
د لوی استاد د ګټوراومنور ژوند د څېړلو اوشنلو هراړخېزه هڅه اوزیار له پخوا څخه ترسره سوی دی، یاد یې سوی، علمي اوڅېړنیز سمینارونه پرې دایرسوي دي، لوی لوی پوهان اوعالمان پرې ږغېدلي دي، ولي کارلا پای ته نه دی رسېدلی، داسي وړ خلک د زمانې په هره مقطع کې د خپلو خلکو او ولسونو لپاره نوي او هم مهاله فکري اوشعوري غنایې رغونکي پيغامونه او معنوي درسونه وړاندي کوي، د علامه حبیبي بیا بیا یاد زمونږ لپاره د وطن د تاریخ، ادب، ژورنالیزم، فرهنګ… سره د میني اوژمني د تعهد تار لا ټینګوي، د استاد د ژور علمي تحقیقي اوتخلیقي کار هر اړخیزه شننه او پلټنه پردې جوت دلالت کوي چې د نوموړي (ملي نیت) څومره پاک اوخالصانه دی، مونږ که نن دده د وطن د ادب تاریخ لولو، یايې د ژبنیو څېړنو او پلټنو محصول ګورو، اویا د وطن د جغرافیا او تاریخي اباداتو د موندنواوکشفولو لاسته راوړني مطالعه کوو نو دا د استاد د هیوادني عشق پرشتون د کره دلایلو پاخه ثبوتونه اوسندونه دي، مونږ که چېري خپل دا لوی ادبي اوفرهنګي مورخ وپېژنو زه فکرکوم چې افغانستان به لا ښه ترا وپېژنو د استاد او افغانستان پېژندل سره تړلي دي، ځکه د وطن د پېژندني په برخه کې چې زمونږ دې لوی عالم کوم کار اوزیار ترسره کړی دی هغه ددې وطن د مادي او معنوي پېژند په باب کې زمونږ سره غوره مرسته کولای سي، اوبرعکس که مونږ د وطن معاصرتاریخ، ادب، فرهنګ، مطبوعاتو، لرغون پېژندني… په اړه هڅه او پلټنه کوو نو علامه حبیبي به زمونږ د هرفکري ګام سره ملګری، لارښود اومرستندوی وي، د پوهنتون په دوره کې یوه ورځ د تاریخ استاد د وطن پرادبي، فرهنګي اومطبوعاتي تاریخ بحث کوی، د خپلو توضیحاتو په لړکې يې دا خبره د یو تاریخي حسرت اوتشي په روحیه یاده کړه چې د وطن د هراړخیزتاریخ بې مادي امتیازه اوبې سیاسي نازاو نوازه بې بدیله مورخ بل علامه حبیبي به خدای ج خبر چې پردې خاوري بیا کله را څرګندېږي! نوموړي زیاته کړه چې استاد حبیبي ددې ټاټوبي د تاریخي معنوي پانګي ملاتړلی بې معاشه پاسداروو، داسي ساتونکی چې خپل ټول غنیمت ژوند يې ددې لاري د مطلوب ملي مرام لپاره وقف کړی اوځانګړی کړی وو.
د استاد د شخصیت څخه زما انتباه داده چې د وطن لپاره يې (نیت) پاک، خالص او بې جوړې وو، هره علمي اوادبي کړنه يې ددې خاوري سره د زړه له کومي د محبت له عمقه را ولاړېدل، ځان يې هیر خو د هیواد عشق يې ډېر وو، تخلیق يې د تحقیق اوتحقیق يې د تخلیق له خوږلنو خوند اورنګ اخستی دی، هم يې د خیال عروج  لوړ وو او هم يې د حال حضور پوخ اوسنجیده وو، دده د حضوري څيړنیزي زحمتکښی وس او وړتیا لا اوس هم بې سیاله اوبې مثاله ده، ده د وطن په هره شګه اوهره ډبره کې د ملي هویت او تاریخي اصالت راز لیدلی او پلټلی دی، دده د هڅو اوهاند اسلوب ځانته جدا، بېل طرز او کیف لري.
زمونږ لپاره د لوی استاد ارواښاد علامه حبیبي صاحب روحي اومعنوي شتون بیا بیا غوره غنیمت او ښه فرصت دی، که مونږ غواړو چې په پاک نیت اوپرته له کوم غرضه د ځان نه بلکه د وطن د تعالی او پرمختګ په پار څه وکړو نو د ددې مخلص او بې ریا لوی انسان د زرین ژوند حکمتي درسونه په دې لاره کې زمونږ لاسنیوی په ډاډسره کولای سي.
د استاد په دروند او مغتنم شخصیت کې نوې او د ده د شان متناسبه خبره کول ډېره سخته او ناشونې ده، خو مونږته بویه چې د نوموړي د پرانستي لاري د (رسی سر) و مومو او د خپلو ويښو فکرونو په شعوري مزو يې لا ټينګ ونیسو.
پر سپېڅلي روح دې د نوراو رحمت سيوری خپور وي.
او زمونږ پر زړونو دې د یادونو شور وي.
په پېرزوینه اودرناوي.
٣١\٦\١٤٠٢

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.