د استاد پسرلي په شعرکې تصوفي څرکونه

همت عمرزوی

355
د استاد پسرلي په شعرکې تصوفي څرکونه:
که دي د ناز جلوه د لمرغوندي سینا ونیسي.
د طور ډېوې ته به موسی ید بیضا ونیسي.
مسلمانانوته تلقین کړه بیا هغه خبري.
چې د ایمان په نور د لمر غوندي دنیا ونیسي.
خدایه ”پسرلي“ ته هغه عشق هغه جذبه وبخښه.
چې د سلمان غوندي لمن د مصطفی ونیسي.
تصوف د معنی په دنیا کې د حقیقي محبوب سره د محبت د رازاونیاز روحاني بهیر دی، اخلاصانه عابدانه چاري دي، عشق دلته د حقیقت پر رڼه لاره تر حقیقي وصاله روحي ریاضت او دروني قدوسیت دی، له مادي لحاظه محوه او ځان ډوبول دي، د نفسي اوجسمي خودسریو مهارول او کنترولول دي او د قلبي استغناتر مقامه ستنېدل او رسېدل دي، دا محبت صوفي په ذهني اوشعوري لحاظ دومره معنوي مدارجوته ورسوي چې ددې فاني دنیا  مال اومنال، جاه اوجلال ته په معنوي مړښت د تل لپاره لته اولغته ورکړي، د ژوند مادي اړخونه او مصنوعي بهیرونه ورته د لوبوتماشه او بې مورده نشه ښکاري، د مادې جال او د فایدي چال ته ځیراو په ویردی، د خپل دور له رواله باغي اوله جلاله یاغي دی، نه طامع دی نه تطمیع دی بس په خپل حالت قانع دی، د دوهي ملنګ دی، له زمانې په څنګ دی او د نفس سره په جنګ دی، صوفي بېل جهان او ځان ته ځان لري، د شهرت، قدرت او دولت سره يې ورانه ده، په خپلي خودی کې ترخپل خدای ج د معنوي عشق د لاري خودجوشه ګړندی لاروی دی، لنډه داچې د تصوف اوعرفان د ملنګانه اومستانه مزل منزلونه د نفسیاتي او شهوتي طهارت مخلصانه اورندانه غسل اوپاکي ده.
د رښتینو شاعرانو نړی لید ددې لاري پر بهیراومسیر تل په یون اوخوځون دی، دوی هسي هم هغه د چاخبره(د مولاطالبان خلاص له کاروباره)، د مادي نړی له ولو اونالو معاملواو مراودو څخه په امان دي، دوی په خپلي جدا او ماورا دنیاکې ځان ته بوختیا او لېوالتیا لري، د وخت دور ته نه سرښوروي اونه زر ښوروي، د عامو وګړو له دستور سره همغاړیتوب نه لري، د مادې مشرب نه بلکه د معناپه تندي اوتلوسې پسې روان او سرګردان دی، د صوفي اوشاعر نړی ترډېره بریده یوله بل سره ورته والی اویورنګي لري، صوفي ممکن شاعرنه وي ولي دا ترډېره حده شوني ده چې  شاعر دي یابشپړصوفي وي اویادي د صوفي خویونه په يو ډول نه يوډول ولري، مونږ په دې بحث کې د پښتو ادب په معنوي جهان کې د شلمي پېړی د یوداسي سرغانه او یو دانه ملنګ شاعر د مغتنمي شاعری پرهغو اړخونو لږ تم کېږو چې تصوفي رنګ اوخوند، کیف اوکان لري، ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی څېړو، هغه پسرلی چې د خپلي استغنااوخاکساری په جوهريې د معنا نړی تل بهار بهار اوسینګار سینګارده.
خاونده عشق مي د زړه رهبرکړې.
کین اوغوسې يې دود اوشررکړې.
چې يې هرچاته وي غېږپرانستې.
لیونی زړه مي د جومات ور کړې.
په دې التجايې څلوريځه کې استاد پسرلی د کوم عشق تر رهبری لاندي مینه ګر زړه غواړي؟ مونږ ډېر کله د خدای تعالی ج له مهربانه دربارڅخه داسي التجاوي اوغوښتني کوو چې زمونږ د نفس او مادي خواهشاتوخونداو بوی ترې محسوسېږي، اوبله يې لا داچې د نفس د ضبط څخه بې مهاره تمي اود اېګو د اورنیو تلوسو ترسيطرې لاندي ناپایه هیلي پالو، خپل د نفسي لوږي سره مو صلاح نه وي کړې چې آیا زما لیسک اوممسک نفس د دغه پرهېز جوګه دی اوکنه؟ آیا زما دروني دنیا دا وړتیااوژمنتیالري ترڅو د غريزې له خزې څخه د وجدان تیارسی سپاهیان روغ اوسالم وژغورم.
استاد پسرلی چې کله دغسي سپېڅلې معناداره استدعا مطرح کوي نوطبعا” چې د نفس په پهلوانی کې غالب او بریالی دی، دی په خپل نفس مطمین دی چې د حقیقي عشق ترمشری لاندي د معنا په دنیاکې معنوي ژوند تجربه کوي.
مونږ ډېر کله د الهي هدایت غوښتنه کوو ولي د عملي کړنو هڅه او پلټنه یانه کوو یايې د کولو په چاره دقیق نه پوهيږو، د ځان سره جګړه د انسان په اګاه اوناخوداګاه شعور کې یو طبیعي پدیده ده اما دا جګړه هم خپل جلا، جلا غريزې اوانګېزې، لاملونه اوسببونه لري، انسان کله کله د خپلو مادي ګټود خوندیتوب اوزیانونو د مخنيوي په پار هم د ځان دننه په سخته روحي جګړه اوکشمکش اخته وي د بېلګي په توګه کله چې مونږ د دخانیاتو له استعمال څخه شعوري ډډه کوو دامو صحت او اقتصاد ته زیان دی، نوخودبه به یې نه کاروو، ولوکه د فخراوغرور څپې هجوم هم راباندي راوړي ولي مقابله ورسره کوو او د جسمي لذت دې غوښتني ته نه وایو! خوکله چې د انساني ریا اومادي مشهورتیا څخه ځان ژغورو دا نو یو پټه اسرارامیزه او دروني ژمنه ده چې د نفس د تورطامع مخ په بارخويې ورګزاروو، کله چې انسان د قلبي استغناداسي مرحلې ته رسېږي چې مادي ګټه پس وهي اوخپله دا وږي اسره راموي، دانو لوی بری او پرنفس تېری دی، د استاد (پټه ژمنه)، مونږته د تصوف د شرطونو اورنګونو واضح څرک راڅرګندوي، استاد په ویلو نه بلکه په کولو د نفسي ضبط او مهار ثبوتونه وړاندي کوي، د اکبر جهاد له میدانه ډېر لږخلک بریمن او هستمن راوزي، کنه ډېرو دواړي دنیاوي پکښې دوکړي اوبایللي دي.
زړه چې په مینه کې کامل سي مشکل نه پېژني.
څاڅکی چې دٌرسي بیانو بحر اوساحل نه پېژني.
زاهد دي وايې ښکاره کفردی له حٌسنه انکار.
(پسرلیه) ډېردي چې لا حق اوباطل نه پېژني.
استاد پسرلي د یومعتدلي، مستقیمي تصوفي لاري په خپلولوسره د الهي میني په عشرت کې د کمال پوړی سرکړي دي، دی د هغي ابدي ښکلا د تندي جل وهلی مسافردی چې د کاینانو په ذرې ذرې او قطرې قطرې کې نغښتي ده، اوپه هره پدیده کې يې جوهرګوري، کله چې د شاعر د روحي ریاضت کار اوزیار دې مرحلې او دې ولولې ته ورسي هلته نو پرته له ابدي اوحقيقي ښکلا بل څه د زړه د دیدار سترګوته نه څرګندېږي، شاعر یوازي د زړه په ښکلو منورو سترګو د الهي نور د انوارو ځلا اورڼا ننداره کوي.
هرزړه ته الهام د میني نه ورځي.
هرسړی چې جام ولري جم نه دی.
دلته چې نه پور سته، نه دیت نه تور.
چاویل د میني بل عالم نه دی؟
پرېږده د پسرلي زړه درته وچوي.
مه کوه ترې سترګه ګوره بم نه دی.
هو! هر زړه د مقدسي میني د کوربه توب بخت اوطالع  نه لري، ددې جوګه نه وي چې د نفسي اوشهواني هوس څخه خالي د پاکي میني مینه تون د زړه په حرم کې ورغوي، د میني داسې دنیا جوړه کړي چې هلته د مادې اوفایدې پر ترازو انساني ارزښتونه نه تلل کېږي، انساني چم او شیطاني خَم نه وي، مکارانه کږليچونه، چپ اوچوړ پيچمونه او کاږه واږه نیتونه نه وي، له ریا پاک او له دنیا بې باک مستغني پرتم حاکم وي.
استاد پسرلی د شخصیتي لحاظه یو خاموش اوسنګین خویه دروند انسان وو، ده د خپل شخصي(رمز) په اساس له نورو خلکو متفاوت ژوند کړی دی، سړی چې دده د باصلابته شخصیت درانه اړخونه او پاخه ګوټونه سپړي نو دا انتباه ترې کېږي چې استاد فطرتا” شاعراوصوفي پيداسوی وو، که چېري مونږ په غور ځيرسو نو دا مسله درک کولای سو چې استاد پسرلی په دغه مروج انساني روال نه قلبا” خوښ وو اونه ورسره او موافق اوهمږغی  وو، زمانې ته چې ددې عیب ورپه ګوته کوې، نوغبرګون يې درته څه وي؟ طبعا” د (زړونو) اوفکرونو خاوندانوته به د احتجاج په رویه څټ کوي اودوی به د تجرید اوانزوا وڅنډي ته ور ټېل وهي، دا د وخت انصاف؟ دی چې لکه د مسافرو د روان بهيره چې سړی جلاکېږي اوپاتېږي، اما داپاتېدنه اوبېلتون قصدي اوعمدي دی او خوشبختي يې په دې کې ده چې پاته سوی سړی خپله دا غواړي ولوکه د لارویو د هجوم په څپوکې له دې پرې لوېدلی هم وي.
دا خبره د یادوني وړده چې که څوک شعورا” د نفس ضبط او مهارول کوي نو اړینه ده چې د صوفیانو پر کوڅه به داتجربه پخوي، ددې تجربې منازل اومدارج هم سلسلې اومرتبې لري، هرصوفي انسان د خپل وس، پرهيز اوریاضت په اساس ددې پوړیوتردرشله ځان رسوي.
یوباطني قوت باید د نفسي تطهیر له ازمون څخه په بریالیتوب سره ووزي او صوفي انسان د خپل خالق ج د عشق تر درشله ورسوي او دی په ځان کې ورک سي اویو ماوراقدرت ته ځان وسپاري.
ادبیات خصوصا” شعر د تصوفي پيغامونو د افادې اورسوني اغېزمنه وسیله ده، صوفي په ښه توګه کولای سي چې انسان ته د خپل اصلي استقامت او لوړ کرامت د تحفظ او خوندیتوب ګټوري لاري چاري د تصوفي شعرونو په مضمون او قالب کې وړاندي کړي، په اسلامي ټولني کې تصوفي اوعارفانه شاعري ترنورو مضامینو ژوراغېز او ډېر مینوال لري، ځکه ددې دنیا پېغام د انسان د نجات پېغام دی.
خاونده راکړې د مسلمان زړه.
له میني روغ اوروڼ په ايمان زړه.
د نړی پېښوته مي خیبرکړې.
د تا په ډاډ اوپه اطمینان زړه.
ارواښاد پسرلي په خپلو شعرونوکې له خپل رب ج څخه د میني التجاغوښتې ده، دی په دې پوه دی چې سپېڅلې مینه د زړه هنداره داسي صیقلوي چې هرڅه د ميني اومحبت له جلاداره زاوې ګوري، اوکله چې زړه داسي مین سي نو د کامل ایمان وږم پرې لګیږي او پرې رڼېږي.
د تصوف د لاري ډوب او مرغوب لاروي د باقي اوابدي میني د عشق په سیند کې داسي لاهو دي چې هره عابدانه کړنه يې د خپل محبوب خدای ج لپاره ځانګړې اوترسره کړې وي.
رهبرمي څوک دی؟ امام د میني.
مرام مي څه دی؟ مرام د میني.
د پتنګانو له سویو زړونو.
راوړم جهان ته پیام د میني.
استاد د خپل موخي اومرام، رهبراوامام په اړه څومره روښانه خودي مناقشه اومباحثه کوي، دی مونږ ته د هغي میني د الهام پېغام راوړي چې جهان ورڅخه پيدا دی، د یو واضح دیالکتیک بحث په مطرح کولوسره مونږ د ژوند حقیقي معنااو واقعي مسيرته متوجه کوي.
پایله اولنډون:
زمونږ ددې شنني پایله داده چې ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی یو خاموش عملي اوبې ریا صوفي شاعر دی، د معاصري نړی په مادي اولباسي ژوند کې د استاد بېل مزاج، جلا خوی او خصلت چې د زمانې له کلیشه ای او تقلیدي بهیره ماسیوااوماورا ماهیت لري دامونږ ته په زغرده څرګندوي چې استاد د خپل ځان په جهان کې یو بله متواضع اومعتدله تصوفي لار پرانیستي ده، ترټولو اهمه خبره داده چې د استاد منفرِد شخصیت او بې جوړې کردار ملنګانه اوتصوفي دی، د دنیا تصنعي مخ ته يې شاکړې او د حقیقت پلټني په ریاضتي اوزینتي لارکې يې په خپل اختیار اوخپل زیار خودداره او بااقتداره مزلونه وهلي دي، دروني ستړي يې ګاللي او ازمایلي دي اومونږ چې نن دده د شخصیت اوتخلیق کیفونه څېړو نو په دې معنوي بحرکې نوي نوي ګوهرونه اوقیمتي جوهرونه مومو.
د استاد د غنیمت تخلیق د سپړلو اوشنلو سره سړی ارومرو د هغه د غوره اومنفرِد شخصیت د منورو ګوټونو د اِدراک شعوري نظاره هم کولای سي، که د اوسنی نړی روان بهیرته سړی د زړه په سترګو ځيرسي، او ددغه کاذبانه انساني لوبو څخه جرئتمندانه پریکون وکړي زه فکرکوم چې ترهغه به بل لوی اورښتینی صوفي نه وي، چا چې دې وراني اوبې ساماني تېرایستونکي دنیا ته ددې د ارزښت په تناسب وکتل هغه به خاماخا ترکستان ته نه بلکه د حقیقت جهان ته درومي.
بشرمادي سو، معنايې پرېښوه.
مینه يې ترک کړه ښکلايې پرېښوه.
څوک به د حٌسن نخڅېري پیايې؟
مجنون بسیاسو صحرايې پرېښوه.
د ګټې اخستني سرچېنې:
١_ ماته شپېلۍ، د استاد پسرلي د شعرونوجونګ.
٢_ پسته اور، د استاد د څلوريځو ټولګه.
٣_ عبدالقادربیدل دهلوی، پروفیسورنبي هادي.
په پېرزوینه اودرناوي.
١١\٦\١٤٠٢

 

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.