پر ادبیاتو خبري: د خیال په خول کې

همت عمرزوی

244
پرادبیاتو خبري:
د خیال په خول کې:
زمونږ د هنري سرخېلانو د تخلیق د راز اونواز، خوند اورنګ شننه اوسپړنه:
د هستی وجود د هنرغوره منظردی او د هنر د ماهیت اومنشا تلپاته شتون هنرمند ته دا فرصت ورکوي ترڅو د خپل هنري قوت او تخیلي ظرافت په اساس په هنري قالبونوکې فقط تراشل، اوډل او بدلول وکړي، زه د ژوند اوهستی په لویه غېږکې د لومړني او يوازني هرایجاد د اختراع او ابتدا پلوی نه یم، ځکه هرڅه اوهره ښکارنده وه اوسته، خو د ژوند اوهستی پلټونکي اوشنونکي يې د انسان د خیراو یاشر لپاره په خپل کسب کړي شعوري اوناشعوري ځواک توږي، تراشي او کاروي، دغه نظریه د ادبیاتو په غیرمادي نړی کې هم د صِدق او اجرا وړده، لومړنی شعر، لومړنی داستان، کیسه، ناول، رومان… چې چا وویل اوچا ولیکل دا مسله یوڅه د شک، تردیداوتامل وړ ده، د ادب تخلیق ترډېره حده د خیال په مټ په ناخوداګاه توګه ترسره کېږي، داسي بېلګه لري لکه د اوبو بې مهاره څپې چې د خپل مزل اومسیر په بهیرکې چوپې او جټکې وهي اومخ په وړاندي درومي، ولي همدا دهقان انسان د خپل کښت د پایښت لپاره ویالي او لښتي ورته جوړوي او دغه وحشي اوبه اهلي کوي او ګټه ورنه اخلي.
خیال تل بې اختیاره اوبې مهاره دباو راوړي اما واقعي هنرمند ددې دباو څخه د خپل هنري تخلیق د ایجاد لپاره ګټه او وټه اخلي، مونږ چې د ادب د دنیا د لویو خلکو نوم یادو هغوی د خیال دباو ته ويښ اوبیداره پاته سوي دي، اوهرکله يې د خیال د تاو اودباو له سېلاب څخه د خپل هنري کرکېلي د خړوب ګوهري څاڅکي را بېل کړي، غلبېل کړي اوچوڼولي دي، نوهغه دی چې په دې جهان کې يې د خیال خول په ویاړ سره په سر دی او ددې دنیا بې تاجه سالار او واکداروي.
د معنا د دنیا خاني اوسلطاني د زړونو په مینه پوښه او ګلپوښه  حسنداري او جلاداري نړی کې حکمراني کوي، هلته ډار او ناتار، کبراوجبر، لاسبره اولاس لاندي، وږی اوموړ،… اوبلاخره د مادي دنیا، څټلي، خوړلي او لړلي نسته، که ته غواړي که نه غواړي د هنر جادو دي ناخبره په دام کې بندکړي، ته خبرنه يې د هنري پير د مريدی او اخلاصمندی په حلقه کې د پرې یاراو خماريې! ته متوجه نه يې خویو وخت چې ګوري د زړه پرحرم دي د کوم هنري سالار د حکومت سپاهیان حاکم وي او ته د ناخوداګاه په خوبونو کې د لاشعور د نامریي ځواک د واک په قلمرو مطیع اوتابع يې.
زه غواړم چې د یادي نړی د خیال د خٌولداره خانی يو داسي اغيزناک اومینه ناک سلطان را یاد کړم چې د يادي دنیا د هنرمندځواک یو غښتلی اومنلی ملنګانه اومستانه باچادی.
ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی یادوم، استاد پسرلی د خپل تخیلي_ هنري ځواک په مټ زمونږ د درون پر اګاه اوناخوداګاه دنیا نامریي حکمراني کوي، نوموړی د خپلو کمالي کلیماتو او جادویي لفظونوپه کشش او تپش کې خیالونه په غورځنګونو راولي، ادبي متانت او تخیلي کفایت يې دومره لوړ او عالي دی چې د هنرخوښونکوزړونو تسلیمي اوسلامي ورته حتمي اولازمي ده، استاد هنرپنځوال شاعر دی، د کایناتو په ذراتوکې يې د ښکلا د جلوو رنګونه اوسنګارونه کشف او مشاهده کړي دي، لومړی يې د خیال په ناخوداګاه رنګ رنګولي اوبیايې د تخیل په منفرِدانداز د لفظونو په تارونوکې د نظم اونثر اطلسي جامي وراغوستي دي، د استاد د هنر په اړه خورا زیاتي شنني اوګروېږني سوي دي، هره څېړنه او یادونه چې په دې اړوند سوې ده د ارزښت او پایښت وړده، مونږ يې ستاینه اوقدرونه کوو، خو مونږ يې په دې بحث کې د خیال د لوړ کیف او خوندور خوند د لذت اوخوږلت د څکي هڅه کوو.
په دې مادي عالم کې نیسي تقدس د کتاب.
چې لکه توری د زړه غېږه کې معنا ونیسي.
عادي توري اوبې کششه لفظونه چې کله د میني شندونکي زړه  له عاطفي اوکوثري اوبوسره را و ورېږي نو د معناپه دنیاکې د تقدس اوسپېڅلتوب سحرامیزه پرتم خپل کړي، رښتیني اوبې مرضه زړونه په جذبو او ولولو راولي او د میني په فوران او د حسن په باران يې ولمبوي.
کاشکي لږخو یې د حسن پېڅی ښکل کړای.
ستړی خیال مي ورته څومره غرپه غرږدي.
که خلقت نه وي د حسن په خدمت کې.
د سېپۍ په زړه کې څوک چاته ګوهر ږدي؟
د ښکلا لوږه اوتنده د هنر د ایجاد مهمترینه وسیله ده مونږ یو ورکه لرو! د هغي په لټون کې په داسي ناپایه سیند لاهوسو چې بیا سر ورڅخه را ایستل غیر ممکن اوناشوني دي،( این مزل بې پایان واین منزل ناعیان!) درومو، اوخوځېږو که د هنر هرټوک او هره پارچه را بېلوو خو (د فرهاد د تبر په وارو د خپلي ښکلایزي تلوسې تنده سړوو، او د خپل هنري ايډیال جهان تر درشله به تل تورډبرین لاخونه همداسي سوري کوو!).
پایله اولنډون:
استاد محمدصدیق پسرلی د خپلو هنرمندانه اوشاعرانه ځانګړونو له مخي مونږ د ادبي دنیا په خیال پالونکي او حواس خوځونکي میدان کې په داسي لید اوشالیدکې ارزولای او تحلیلای سو چې د ښکلا په تلوسه د خیال په سفر د هنر د ایجاد، مین پنځوونکی او ایجادونکی هنرمند دی، د نوموړي حسن پرستي او هستي شناسي د شاعرانه لیدلوري په اساس خورا جوته او پراهمیته ده، هنريې رښتینی او طبیعي دی، د هستی د ښکلاوو زړه ښورونکی ذربین يې کارولی، د طبیعت د رازونو اورمزونو د سپړني او شنني هنري ځواک او تخیلي واک يې درلودلی دی، د جهان ننداره يې په بېل انداز او نوي نوراز ترسره کړي ده اوبلاخره پایله داچې ددې درو ټکو په اډانه کې د استاد هنري_کمالي سفر خلاصه کولای سو: ١: د ښکلارښتینې تنده، ٢: د لوړاومین خیال خوږ سفر، ٣: د هنر له دنیا د معنا د سوغاتونه غوټي راسپړل او راوړل.
ځم لکه بې مېره زاڼې خوا راڅخه ورکه ده.
ګرځم په فضاکې خو فضا راڅخه ورکه ده.
هسي نه په تاپسې تیاروته لار وکړمه.
خضره! را ښولې لار دي بیا راڅخه ورکه ده.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.
د ګټي اخستني ماخذونه اوسرچینې:
١: ماته شپېلۍ د استاد پسرلي شعري ټولګه.
د ایراني ادیب شفيع کدکني ادبي بحثونه.
٧\٥\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.