غزل

ذبیح الله احساس

388
يوه نه ده، دوه نه دي، پوره لس ګوتې مجبوره دي
نغوته پرې کوی نه شمه بس ګوتې مجبوره دي
چې پلار مې پر دېوال ځوړند ټوپک سره رالوی کړمه
يو څوک خو به پرې وژنمه خلص ګوتې مجبوره دي
ناراستو مړۍ خولې ته پورته نه کړه اوس يې ګوره ته
له ولږې به ضرور ګروي نس ګوتې مجبوره دي
که نيت دې وي، د عشق لمانځه ته پورته کړې لاسونه نو
بايد پرې د باور وکړي اودس ګوتې مجبوره دي
د ژوند ژمي يخنۍ پسې اخيستی دی وطن وجود
يو يو به ټولوي لمبو ته خس ګوتې مجبوره دي
احساس د وچېدو ونې ته کېږي له ريښو مدام
چې باسي مې له خپل تنه نفس ګوتې مجبوره دي
د جوزا ۲۸مه، ۱۴۰۲لمريز

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.