شپني

همت عمرزوی

414
چې د رمو د ږنګولو شرنګهار
د کېږدی مخته د بَل اورګورهار
د نَغري د سرولمبو بوږهار
د کبابي پتيرو بوی مزه دار
زما د خورجين دواړي پلې ډکي وي
يو پتک يخي اوبه بل ژيړغوړي
يوه د لم سپينه ټوټه ورسره
لکه د واوري سپين غوښن غټی وي
بل هم د تورو غوښو تريوکباب
د څپټیو منځ کې  غوټه دسمال
لکه د زوم برخه سهارته پاته
د توروچايو ښه هېل داره مزه
ورسره غبرګ چې هراتي زعفران وي
يوه اوډلې قندانې د نُکلو
منځ کې بادام ياد پليومغزک
بل مي د ټيپ سره دوه دري پيتې وي
يوه د خان قره باغي آوازکې
زه د کوتک سره سرکښ ته ولاړ
د پای تاوو اود چوټوټېنګښت
ښه په دقت او سريښته وکړمه
کوسی اغوستی مي وړين ملايم
ژېړي وړی يې روښنايې کوي
بياد خورجين په چمتوسوي منځ کې
د خپلوشيانو ننداره وکړم
رښتيا! شپېلی چې رانه پاته نه سي
بيا دمبورې ته لږ ډکه وکړم
رمه وږ وږکړي رمېدل غواړي
د توروغرو پرغوړېدلې لمن
لکه د سپينواوبووبهېږي
زه هم لوړشپيل وکړم او وخوځېږم
لکه د اوږد مزل پردېس لاروی
ټينګ ملاتړلی د سفر په څېره
ځم په کمرونو او درو سر سم
کله سندري کله غاړي اورم
کله د مېږو د غاړګیو شرنګا
کله شپېلۍ د زړه د تله فوران
د زلمیتوب د مستی جوش ږغوي
د خیال په نرمو او وريښمینو شېبو
د کوچی پېغلي د ګنډلي غاړي
د رنګارنګ منظر احساس را کوي
لکه د شوخ ماشوم د ناز خرخښې
دا سې د ناز اومکېزونو لمحې
عجيبه حِس عجیب واس واس راکوي
هلته چینې کې د شنو ژیو ځلا
زما د سترګو کونج کې و تخنېږي
دغه د بل جهان د بل کیف څکه
يو څولحظې زما د زړه پرځمکه
د پوره سوو آرمانو تجربه
لکه برغکه یو سترګک ووهي
ماته د ژوند د اصلي خوند ذایقه
راکړي د میني د پيوند ذایقه
د تصنع او د ریا خالي وي
دلته دنیا له ناروا خالي وي
دغه سوچه بې تکلفه زمان
کله به راسي د شپنیو دوران؟
٦\١١\١٤٠٠

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.