د دانته (کمیډى الهى) اثر او اسلام

سید اصغر هاشمي

435

په قرانکریم کې د محمد صلی الله علیه وسلم د شپې د روحاني سفر (ایثري) یوازې یو ځل په دې ایت کې یادونه شوې ده. دا یوه الهامي تجربه ده چې محمد صلی الله علیه وسلم په یوه شپه کې له مکې څخه بیت المقدس ته سفر کړی دی، له هغه ځایه د یهودو د معبد له پاتې شونو څخه اسمان ته وخوت چې په اسلام کې معراج ورته وايي. د تیږې ګنبده چې په ننني بیت المقدس کې ده، هغه ځای دی چې محمد صلی الله علیه وسلم له دغې نړۍ څخه بلې نړۍ ته ولاړ. د پېړیو په اوږدو کې د دې پېښې په اړه ډېرې کیسې او افسانې جوړې شوې. همدغه کیسې وې چې دانته ته یې الهام ورکړ او مواد یې په لاس ورکړل چې خپل کتاب پرې ولیکي.
میګویل اسین پلاچیوس په خپل کتاب «اسلام او الهي کومیډي» کې د هغو شیانو او پېښو یو اوږد لست جوړ کړی دی چې په الهي کوميډي او د معراج په هکله د مسلمانانو په کیسو کې سره ورته دي. په تېره بیا الهي کوميډي د قرطبې د شاعر محي الدین ابابکر محمد بن العربي له کتاب الفتوحات المکیه (د مکې ایات «نښې»)سره ورته خبرې لري. دا کتاب د دانته له زېږېدو څخه پنځه ویشت کاله مخکې لیکل شوی و. د ابن العربي په کتاب کې ډېر بحثونه دي او ډېر توضیحات لري چې وروسته په مسیحي اشعارو کې ګټه ورڅخه اخیستل شوې ده. څه چې ډېر په زړه پورې دي، هغه دا دي چې ابن العربي له عرف څخه وتلی، دودونه یې مات کړي او ځان یې د محمد صلی الله علیه وسلم پر ځای ودرولی دی. د دانته په کتاب کې هم همداسې شوي دي او په کې یو ګنهګار انسان روحاني سفر پیلوي، نه یو مهم دیني شخصیت.
دواړه پېښې په شپه کې پیلېږي او د کیسې راوي یو ناڅاپه د یوه روحاني لارښود له خوا راويښېږي. دوی د دوزخ هغه وره ته رسېږي چې یو لیوه او یو زمری یې د دروازې پهره کوي (دانته یو پړانګ هم ور زیاتوي)، کله چې دوزخ ته ننوځي، ګوري چې دوزخ د یوه مخروط په بڼه جوړ شوی دی او هر پوړ یې بېلابېلو ګنهګارانو ته ټاکل شوی وي. له زناکارو څخه بیا تر لواطت کوونکو پورې، له منکرانو او مرتدانو څخه تر خاینانو پورې ټول په دوزخ کې دي. په دې خوفناکه دنیا کې دوزخیان هرې خوا ته لالهانده ګرځي او سرونه یې په لاس کې نیولي دي.
په زړه پورې خو دا ده چې د دانته لپاره د جنت حوره بل څوک نه ده، بلکې بیتریس ده. بیتریس د ده افلاطوني مینه وه چې هغه یې په خپل کتاب (نوي ژوند) کې ابدي کړې ده. جالبه دا ده چې ابن العربي هم عین کار کړی و. هغه د (نظام) لپاره د افلاطوني مینې شعرونه لیکلي وو، «نظام» هغه ښایسته نجلۍ وه چې ابن العربي په مکه کې لیدلې وه، العربي په خپل کتاب «د اشتیاق ترجمان» خپله ورکه شوې مینه په یوه تمثیلي روحاني داستا کې په یوه ښایسته فرښته اړوي چې روح یې خدای ته د رسېدو په هڅه کې وي. کټ مټ هماغسې لکه دانته چې نیمه پېړۍ وروسته دا کار کوي.
دا شعرونه یوازې د وخت تېرۍ لپاره د وېرې او حیرانۍ کیسې نه دي. دا شعرونه د روح د بیا ژوندي کولو لپاره لارښود کتابونه دي چې په ګرافیکي تفصیل انځور شوي دي. د صوفي ابن العربي او همدارنګه د دانته په باور، ابدي حقیقت په انساني منطق نه تر لاسه کېږي؛ بلکې د الهي مرحمت په رڼا کې تر لاسه کېدای شي.
دا هغه ټکي و چې دانته احساس کاوه چې باید یې یادونه وکړي. دغه غیرتي سړی چې د کلیسا سخت مدافع و، ولیدل چې د منځنیو پېړیو عقیده په تهداب کې مخ په چاودېدو ده. د ده د خپګان سبب روښانه و. اسلام او ډېرو لارو د کلیسا مشروعیت ړنګاوه. صلیبي جګړې هم د مسلمانانو په لاس له ماتې سره مخ شوې او مسلمانانو فاتح راووتل. په دې وخت کې اروپایانو د مصر او عربو لوکسو شیانو ته بېخي تږي وو، قابونه، غالۍ، کالي، کتابونه، کولالي لوښي او نور. ښايي تر ټولو بده یې لا دا وه چې د دو راهبانو او پوهانو به عربي ژبه زړه کوله او ویل به یې چې د مسلمانانو فلسفه تر مسیحي تفکر لوړه ده. د دانته د مقدسو عقیدو لپار تر ټولو لوی ګواښ عربي فلسفه وه چې په طبیعي سانیس او انساني منطق کې یې ژورې ریښې درلودې.
دا امکان شته چې دانته به د اسلام په اړه معلومات، په خاص ډول د ابن العربي په اړه معلومات د خپل استاد او ښوونکي برونیتو لاتیني څخه تر لاسه کړي وي. په ۱۲۶۰ م کې لاتیني په هسپانیه کې د فلورانس سفیر و او د هسپانیې پایتخت، تولیدو کې به هرومرو د عربي لیکنو او ژباړو له ګڼو کتابونو سره اشنا شوی وي. کله چې لاتیني بېرته فلورانس ته ستون شو، ډېرې لیکنې یې وکړې چې له مسلمانو لیکوالو څخه یې ډېر څه را اخیستي او په خپلو لیکنو کې یې کارولي وو. دا ډېره په زړه پورې ده چې دانته بیا په الهي کوميډي کې د خپل دغه خلاص ذهنه استاد، مرشد او ګران ملګري روح په دوزخ کې اچوي.
سره له دې چې دانته هڅه کوله خو د اسلامي تفکر له اغېزې څخه بچ نه شو پاتې. ده په خپلو لیکنو کې له ابن سینا او ابن رشد څخه په کراتو اقتباسونه کړي دي او حتا دوی یې په برزخ کې درولي دي چې د لرغوني روم او یونان له لویانو سره خيل ځواک یو ځای کولی شي؛ خو د ده قدراني تر همدې بریده پورې وه. (اسلام او موډرنه نړۍ، ۱۰۸ ـ ۱۱۱)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.