نېټه: اګسټ اوومه، ۲۰۲۳
په پخوا زمانو کې ټلوېزيوني سريالونه و فيلمونه، ټيکټاکي بانډارونه، او فېسبوکي يارانې نه وې – خلګو چې به د ماخستن ډوډۍ وخوړه او له لمانځه به يې ځان فارغه کړ؛ سمدستي ويده کېدل چې بيا د سهار جومات تېر نه شي.
پوره پېړۍ وړاندې، د ۱۹۲۳م د اپرېل پر ۱۴مه؛ خداسته د شپې به يوه بجه وي، دوې به وي خو د ترږمۍ شپه د ارامۍ په غېږه کې پرته ده، څراغونه مړه دي، او په شاوخوا کليو کې دانه مانه سپی غاپي. د پوځي چوڼۍ [= بېس] منځ ته يو، دوه، درې، څلور ډبل ډبل پړي راوغورځېدل. ورپسې جوخت يوه توره ګګنه بلا ستمېږي؛ په پړي د دېوال سر ته راوخته، روسته بله راپورته شوه، بيا درېيمه ښکاره شوه، او څلورمه هم. په چوغو سرو او ځيرو سترګو یې يوه خوا بله خوا وڅارله چې ډاډه شول؛ څوک نشته – سا نيولي د کلا منځ ته راکښته او موخه يې پر خوله ورکړه. ساتونکو ته دا ونه او ها دېوال په مخه ورکړه او په دې تياره کې پټ شه… څلور واړه نېغ؛ بې سلامه و ستړې مشې د تورن [= مېجر] اېلېس پر ۳۶م لمبر بنګلې ورننوتل.
دوی داسې رانښلولې وه چې ګنې مېجر اېلېس به ژوندی ژڼی د خپلې ښځې له غېږې راتښتوي.
توره شپه ده؛ توره خونه. ډلمشر ډېر ورو خپلو ملګرو ته وايي چې [دی؛ (غټ ګورا)] چېري دی؟
– نه پوهېږم لالا؛ نه ښکاري!
د خدای و بنده اراده يوه نه وي – پر دې شپه دا پرنګی زومړی نوکري دی – ارومرو به یې په ژوند کې کوم د ښمر و ښېګڼې کار کړی وو چې خدای د ادمخېلو د سردرو د شاهين له پنجو بچ کړ.
د مېجر مېرمن؛ مېس اېلېس د دوی پر کړپي او پوسڼي راويښه شوه؛ نارې و خرخچې يې پیل کړې چې پوځيان راخبر کړي. ډلمشر په مېجر اېلېس پسې کوټې او پخلنځی لټوي او شور و زوږ وار په وار زور اخلي. پر ورور يې غږ کړ:
– ويړکېه (هلکه)!، شهزاديه! وشهزاديه! – غرق شې يو انګرېز نه شې غلی کولای؟! غلی یې کړه کنه! [ده ګومان کاوو چې کوم نر دی.]
– ښه لالا!
د بدې ورځې بد ساعت وي؛ شهزاده خان ستوه [= پېش قبضه] د کس په سینه کې ور خښه کړه او لږ یې کښته پورته کش کړه؛ کس پر ځمکه راوغورځېد. چې پر سر او ټټر یې لاس ور تېر کړ – اوږده وېښته او غټ مګر پاسته تي یې تر ګوتو لاندې شول او پوه شو چې ښځه یې وژلې ده خو اوبه تر ورخ تېرې وې!
د ډلې مشر په مېجر اېلېس پسې کوټې ګوري – اخېر یې باور شو چې سړی پر کور نشته او مېرمن یې هم له شهزاد خانه په تېروتنه کې د مذهب ژۍ ته شوه. د روستۍ کوټې ور چې یې بېرته کړ؛ ګوري ټنډه منډه پېغله پر تخت په مچرۍ کې پرته ده – له ځانه سره يې وويل چې راځه تر خالي تلو؛ انګرېزه نجلۍ وړل ښه دي. سمدستي یې د نجلۍ پر خوله پلن لاس او پر څټ ستوه ورکېښوده. نجلۍ پوه شوه چې تر غوڅې غاړې پته خوله بهتره ده! مولې اېلېس له وېرې لړزېږي؛ د امممما په بدرګه یې سر د هوکې په دود وښوراوو، نور یې نو تت پت يو دی او رڼې و خړې يې ګډې. ده هم په شړۍ کې راونغښته، پر غاړه يې راواړوله، او ملګرو ته يې وويل چې درغورځئ. دی مخکي؛ پر يوه اوږه یې نجلۍ، په بله کې يې توپک، او په لاس کې يې خنجر دی. د ملګرو يې ګوتې پر ماشوو او پر ورنو يې ځانګې خنجرونه او د انګرېزي پوځيانو د قاغوشو د کټونو و خرهار په منځ کې په خورا ځيرکۍ لارې باسي.
سهار چې ملايانو اذانونه کول؛ دوی نجلۍ لوڅې پښې اورکزو ته ورکښته کړه. چې سا یې جوړه کړه او لږ لمر را ګرم شو؛ مولي اېلېس يې پر خره سپره د مموزو/تيرا پر لور ور هی کړه. هله، هله، هله؛ پر هغه غاښي یې پورته کوه او پر دې خوړه یې راکوزوه – دا دی څلورمه پينځه ورځ یې د محمد اخونزاده دېرې ته راورسوله.
وبښئ له خبرې در تېر نه شم، سهار چې مېجر اېلېس کور ته راځي؛ ښځه یې په وينو کې دانګې وانګې پرته ده – سره څېره یې سپينه واوښته، خوله يې وچه شوه، لږ شېبه د مېرمنې سر ته پر ګونډو شو، او له شنو سترګو یې اوښکې راماتې او پر برېتو ورګډې شوې. کېمپ و کور پرې سور تنور شو. مخامخ راغی؛ د کوهاټ د مرستيال کمېشنر ډګروال بروس پر دوتر ورننوت او ځان يې له ډاګه ډاګه ورته وويشت چې د خدای پار دی؛ تباه شوم، برباد شوم – مېرمن مې مړه او لور مې ورکه ده.
بروس هم هک پک دی؛ توا لکه د ماغزو ساکيټ چې يې خطا شو. له غم و غوسې يې اسمانرنګه سترګې په سترغالو کې ډوبې شوې او په چپ لاس ټېکونه د تندي لوري ته راموښي او کله اوښښښ تر خوله وباسي. مېجر اېلېس ته يې وويل لږ غلی شه چې کمېشنر ته زنګ وهم او له پېښې يې خبروم. په لړزانده لاسو يې د جان مورفي شمېره ووهله او غوږۍ یې راپورته کړه:
– سلام، سر. مرستيال کمېشنر چاليس ايډوارډ بروس يم.
– ښه، وايه بروس.
– ښاغلیه! ډېره بده پېښه شوې ده، ډېره بې خونده.
– څه څه، څه وايې – څه کيسه ده؟
– تېره شپه باغيان کېمپ ته راوښتي؛ د سرحدي کنډک د بولندوی [= قوماندان] تورن اېلېس ښځه يې وژلې او لور یې له ځانه سره وړې ده.
– امم What the F*CK are you saying?!!! [دا څه غ.. خورې!)
– له بده مرغه؛ هو، مشره!
– وشرمېږئ بزدلانو؛ ستاسو لاسونه تړلي وو او …
– ښاغليه! بې پروايي شوې ده؛ اوس څه وکړو؟
– تاسو نشه واست که مړه؛ هيڅوک خبر/راويښ نه شوئ؟
– نه. تورن هايلنډ یې در پر دروزاه ګاونډی دی؛ ارومرو به خبر شوی وي خو له ډاره یې ځان غلی کړی وو.
– پر چا مو شک راځي؟
– ښاغليه! بل نو څوک دی؟! بس د ادمخېلو درې، د بوستيخېلو د شېردل خان؛ ډاکو دی ځکه تېره پنجشنبه [اپرېل ۷مه، ۱۹۲۳] يې ګواښليک [= اخطار] رالېږلی وو چې دا ځل د وسلو او اسپو پر ځای ښځې درڅخه راولم!
– ومې نه پېژند؛ څه نومېږي او څه کاره دی؟
– مشره! پینځه کاله وړاندې په انګرېز پوځ کې سرتېری وو. دنګه ونه، پراخه سينه، پياوړې مټې، غټې سترګې، ډبل تور برېتونه لري، او خدای مې دې غاړې نه بندوي؛ اوس به د ۳۷ – ۳۸ کالو وي. يوه شپه یې په پیره کې له پوځي ملګري سره شخړه شوه، شخړه په شخې شولانګې و جګړې واوښته چې هغه يې سخت ژوبل کړ او هغه د غچ په نمت توپک ورڅخه پټ کړ. سهار تورن الېکس ورته وويل چې که دې وسله پیدا نه کړې؛ نور پوځي نياوتون [= محکمې] ته چمتو شه. بس، سړی هغه ورځ له کېمپه غلی وتلی؛ دوې يې خپلې وې او دوې يې پور کړې.
– څه نومېږي؟
– اجب کان (خان) اپرېدي
– ښااا، هغه عجب خان چې وړم کال يې پر چوڼۍ بريد کړی وو – ۱۱۵ توپکې، ۱۲ تورې، کاړتوس، اسپې، او اته دوربينونه يې وړي ول؟
– هو، مشره. عجب خان درې کاله وړاندې په کوهاټ کې ډګروال فولکيس او د هغه مېرمن هم ووژله. ها بله ورځ يې د دوهلارۍ پوستې له عسکره ۳۰۳بور توپک هم تروړلی دی.
– دا خو ډېر سور سترګی دی. ډله ټپله يې څوک ده؟
– کشر ورور يې؛ شهزاده خان د سيوري په څېر ورسره وي. هغه پخوا په بلوچستان کې په انګرېز پوځ کې برتي وو. ګل اکبر اپرېدی او حيدر شاه يې هم تر کونې دورې هورې ګرځي.
– د دوی هډ غېم! د دې کار انګېزه څه شی ده؟
– سم نه پوهېږم خو ملګري يې وايي چې د هيندي خپلواکي غوښتونکو غورځنګو په تېره د «علي وروڼو» کيسې ډېرې په شد و مد کوي.
– لعنتي!
– د پېښې جرړه او موخه څه ده؟
صاحب! تېره اونۍ مو د عجب خان پر کور چاپه ووهله؛ دی کور نه وو. نو، د هغه تره او د تره زامن مو راپورته کړل او له کوره مو ترې وسلې و مرمۍ هم راوړې. دی چې کله کور ته راغی؛ ادې يې ورته ويلي «انګرېزان راغلي ول – د تلاشۍ پر مهال یې زموږ د حريم سپکه؛ د ښځو بې ستري وکړه. نو، که په رښتيا زما له لمنې وې؛ له دې سورمخو خنځيرانو به بدله اخلې او که ناغېړي وکړې؛ خپلې شيدې مې نه دې دربښلې.» اوس عجب خان وايي چې د پښتني دود له مخې مو زما د حريم په ځانګړې توګه د تورسرو نادرناوی کړی دی او ما ته مو سپکه راړولې ده. د دې سربېره؛ د اوغان-انګرېز تر درېيمې جګړې روسته چې مو دوی ته سياسي خپلواکي ورکړه؛ موږ په ټول واک و ځواک د خيبر د اورګاډي پټلۍ جوړولو ته خري شوو او د خدای زور سره و سپين مو په سيمه کې ووېشل چې د خلګو خولې پټې شي او زموږ نيونې [= ګرفتاریانې] په درز کې روانې وي. ولس په ظاهره چوپ وو؛ خو ها بله ورځ زموږ دوه خره [تورن اينډرسن او مارټين هال] په شرابو مست لوړاګې ته تللي او هلته يې پر اول خان او داوود شاه د توپکو باړې چلولې دي. ارومرو دې نادودې هم د عجب خان د غوسې پر اور تېل پاشلي دي. که يې رالنډه کړم؛ هم خپل غچ اخلي او هم يې د خپلواکۍ هوا په سر کې ګرځي.
– امممم؛ ښا – دا خو مو د مچيو ځالې ته لاس ور وړی دی!
– اوس مو امر څه دی؟
– ټول ځواکونه مو ژر چمتو کړئ؛ د عجب خان لارې ګودرې وتړئ او سمې، هوارې، غرونه او کمرونه ټول پسې وګورئ. پام کوئ چې نجلۍ خوږ نه شي او دی د سپي په مرګ ووژنئ.
– ښه، که زموږ د ولکې له ساحې وتلی وو؛ بیا؟
– د تېرا واګستازي [= پوليټيکل ايجينټ] کُلي خان ته خبر ورکړه او په ټوله سيمه کې خپل څرکباڼي [= جاسوسان] را ميدان ته کړه.
– امر ومنل شو.
د بروس ځواکونو ټوله سيمه لوېشت پر لوېشت په عجب خان پسې چاڼ کړه خو عجب د برېښنا څرک وو چې ورک شو. پرنګيان چې د خان له موندلو ناهيلي شول، نو یې د انګرېزي د دروه و درب بوخڅې راخلاصې کړې. د تېرا پر لور یې د مرکې او ننواتو جرګې ماتې کړې او تر څنګ يې خپلې ملکې ملېشې؛ ملايان او ملکان/ډاګيان رامخته کړل او ورته ويې وويل چې که هر چا د عجب خان خرک و درک راکړ؛ دوه شلې لس زره (۳۰۰۰۰) روپۍ ورکوو او … له تاسي څه پټه؛ هغه مهال انګرېزانو یوازې په پښتونخوا کې کابو دوه شلي زره تنخواخواره درلودل چې انګرېز ته يې چوپړ واهه. د کوکيخېلو نواب؛ زمان خان چې دا د زرو چرګ په خوب ولید؛ نو یې شپه و ورځ پر ځان يوه کړه چې نجلۍ د اخوندزاده له ګوتو وباسي او خپل بادار ته یې وسپاري خو مړۍ یې د انګرېز پر دې غوړو غوړه نشوه.
څه سر به مو ګرځوم؛ پينځلس ورځې روسته د محمود اخوندزاده پر کور جرګه کېناسته. په جرګه کې؛ خان بهادر کُلي خان، عجب خان، اخوندزاده، لېلين سټار، او دوه درې نور کسان هم ول. اغلې لېلين سټار په پېښور کې د انګرېزانو په پوځي روغتون [اوس یې لېډي ريډينګ بولي که څه بلا] کې روغتياپاله [= نرسه] وه خو ځان ته يې د ډاکټرۍ ډبره ښوده او پينځه شپږ کاله وړاندې يې مېړه؛ ډاکټر ويرنون سټار يوه اپرېدي وژلی وو.
چې تر خبرې در تېر نه شم؛ تر جرګې وړاندې لېلين د عجب خان په اجازه د مولي اېلېس خوا ته ورغله. د هغې چې سترګې پرې ولګېدې؛ تر جوړ په خیر وړاندې یې ور غږ کړل چې ادې [= ممي] مې څنګه ده؟ لېلين ورته وويل چې ادې دې د «شهزاد خان له چاړې ډېر فرياد کاوونه – ها د هېوادمشر غني په اصطلاح؛ حق ته ورسېده.» نجلۍ ساعت و نيم چيغې و بغارې ووهلې، پښې يې ډېر وټپولې، او موټ و نيم موټ وېښتان یې وشکول خو څه پر لاس نه ورتلل – غلې شوه. چې ژړا یې کېناسته؛ لېلين ته يې وويل ته چې د څه لپاره راغلې یې – بېخي بېغمه اوسه؛ زه روغه رمټه او خوندي یم. عجب خان داسې ساتلې يم لکه خپل خور!
لېلين جرګهمارو ته راغله او په لوړ غږ يې وويل چې “She is bachelor” مانا شی کاغذپېچ دی. خدای مې دې پر دې خبره نه نيسي او نه مې نيسي!؛ ګومان کوم د شهزاده خان په وينه کې لږ ډېر د دختربازۍ او دخترخوښۍ خواږه ګډ ول. کېدای شي کوم سترګه مرګه به يې ورته کېکښلې وي او يا به يې لاس ماس ور وړی وي. خو ها، د مينې او ناز په پار – والله اعلم…
په جرګه کې د خان ټولې غوښتنې ومنل شوې؛ پرنګيانو يې تره او د تره زامن خوشي کړل، وړل شوې وسلې یې بېرته ورکړې، د عجب خان د کور د سوزېدو ناغه و تاوان هم پر انګرېز کېښول شو، او اوربند وشو.
تر ګردو ارزښمنه خبره دا چې په دې وياړمنې کارنامې کې بنسټيز پښتني اصول لکه غچ اخيستل، ننواتې منل، جرګه و مرکه کول، د ښځې پت و درناوی ساتل، او له بندي په ځانګړې توګه کاپیر سره ښه چلند کول په خورا ښه توګه ترسره او په اوغان تاريخ کې د زرو په اوبو وکښل شو. که خدای مکړه يو اصل هم ژوبل و زيانمن شوی وای؛ نو کس و ناکس ته به مو د مېړانې او باتورۍ پوزه غوڅه وای.
دا به مو اورېدلي وي چې د انګرېز کينه د اوښ او وار د لټکې دی. دا چې خان په ټوله سيمه کې د پرنګي امپراتورۍ غرور له خاورو سره خاورې او پوزه پر ځمکه ور وموښله. همداراز د عجب خان دا کار یې پر سينې د مار تېرېدو لاره وګڼله. نو، پرنګی پر خپله ژبه و نه درېد – لس دولس ورځې وروسته یې د خپلو څرکبنو/واګستازو په زور د سيمې ملکان، ملايان، او پیران ان محمود اخوندزاده له خان سره په کړو ژمنو پېښمانه کړل او پر خان یې سيمه سره تبۍ کړه. په ځانګړې توګه؛ اخواندزاده ته یې په خړو اوبو کې ورښکاره کړ؛ يانې د تېرا بمباري يې زړه د پښو تر تلو ورتېر کړ او خان ته يې کړل چې سړیه! تا خو زما ژوند را تريخ کړ – يوه دې نه ده، دوې دې نه دي؛ هره ورځ دې يو غم راته کتلی وي. ياره؛ نور مې پل غيه، پل دې غيم؛ زما له سيمې پښې سپکوه!
سبا و بله ورځ اختر وو؛ خان او شهزاده خان په مات زړه تېرا پرېښوده. لومړی د اورکزو غونځې ته ولاړ خو کليوالو رډ ځواب کړ او اړ شو چې شينوارو ته راواوړي او د سيد انور شاه په سلا د هغه د اشنا؛ ملک منصور سنګوخېل پر کور دېره شو. هو، د شينوارو پر مېړانه او پښتنواله دې شاباسونه وي ځکه له خان سره پر سر و مال ودرېدل. هرګوره؛ بيا هم د انګرېز خوا سړه نه شوه – په خان پسې پيسې په لاس کې ګرځوي او څرکبه يې د خان پل وهي چې د شينوارو تر مندتو کلي ته يې راوړ او انګرېز پوځ غوښتل چې دا ځی بمبار کړي خو پاچا غازي امان الله خان يې مخه ونيوله.
کله چې خان دلته د ارامه سا واخيسته او د خپلې خېلخانه له خونديتوبه ډاډه شو؛ يو مازديګر يې تر لمانځه ورسته د جومات پر جوتره د کلي ځوانانو ته خپل سرګذشتونه تېرول او په پای کې د خوشال بابا دا بيت ژبې ته ورغی:
*يګانه ځوانان که لس له ما سره وای
نور زما وو؛ پر پرنګ باندې يرغال
د خان زړه راښکونکو کارنامو؛ شينواري ځوانان دومره هيجاني او اورني کړل چې پر همدې ځي یې له له واره له خان سره د پوځي ملتيا لوړه وکړه او د ده تر مشرۍ لاندې يې څېړجګړو [= ګوريلايي جنګو] ته مټې و بډې راونغښتې.
خدای دې وکړي چې ليکنه و نه غمېږي؛ د خان يوه بله کارنامه هم پر لنډو در وړاندې کوم.
خان او ملګري يې مياشت نيمه روسته له تېرا خوست ته او له هغه ځي ټوټکې او پاړه چينار ته ولاړل. ښه سم نابلده ول او د څرکبونو له وېرې له خلګو ګوښه ګرځېدل نو يې همدلته يوه کوټه پیدا او په کې واړول چې د انګرېزانو چوڼۍ او لارې ګودرې مالومې او وڅاري – ښکار يې پر نښه کړ. سبا ورځ يې د مکبلو په غرو کې تېره کړه. چې لمر و غر سره ورغلل؛ دوی له غرو راکښته او د پرنګي پوځي افسر پر بنګله ور وختل. ښه ډېر مدار په کوم کونج منج کې غلي ول؛ چې انګرېز او مېرمن يې ويده شول – د دوی نمت [= نيت] دا وو چې انګرېز به وژني او مېرمن به يې ژوندۍ راتښتوي. بس، د خدای کړه او د بنده ورته کاته وي؛ چې کوټې ته وردننه شول؛ د مېړه و مېرمنې وار پار خطا او غړي وتښتېدل او پر تخت لکه بېسا مجسمې کېناستل. هو، مېرمنې يې پر سپي غږ وکړ – چې ونيسه! سپي لږ و ډېر پېشرو او حملې ووهلې – پوره يې وه؛ د خان د کوم ملګري د ډز ښکار شو. پر انګرېز يې دوه ټکه وکړل؛ خو خطا شو. بيا کوم ملګري غېږ پرې ډکه او پر ځمکه وويشت. جالبه ده، انګرېزو ښځو ته لکه د مرګ ګفت چې شوی وي؛ په ناپامۍ د شپې په تياره کې د شهزاد خان د توپک شپېلۍ ته سيخه او ووژل شوه. دا چې اصلي کس (انګرېزه) له ګوتو ووته؛ خان اړ شو چې د انګرېز پوځي په سينه کې ستوه ورخښه کړي. خان وايي چې د همدې کور د څنګ په کوټه کې انګرېزان ول او زموږ زوږ يې هم اورېد خو ها د کابلیانو په اصطلاح له ډاره يې ځان «به کوچه حسن چپ زد». زياتوي چې نور موږ هم خپل خنجرونه پاک کړل – غره ته راغلو او له اتو واړو شنيوارو ملګرو سره يوځای؛ درې ورځې ورسته خپلو کورو ته راورسېدو.
د عجب د باتورۍ او غزاګانو پر کيسو کتابونه ډکېږي – زه ورڅخه تېږم. دا خو تاسو ته مالومه ده چې کله د غازي بابا په وخت کې د افغان دولت وسلې له هينده راتلې؛ پر لاره انګرېزانو ونيولې او حکومت ته يې وويل چې عحب خان په لاس رانکړې؛ موږ دې دا ناقانونه او قاچاقي وسلې ايساروو. غازي بابا د پاڼ و پړانګ تر منځ شو؛ په پای کې يې خان ته شپېته شلې (۱۲۰۰) جريبه ځمکه په مزار کې ور پر نوم او بلخ ته بار کړ.
کله چې کابل د سقاو د زوی اړو دوړ وځاپه او روسته يې لمن د هېواد شمال ته خپره شوه؛ خان دوه درې ځلې له سقاوي سپه سالار؛ عبدالرحيم سره ښکر پر ښکر او دوه ځلې بلخ ازاد کړ. په درېيم وار دا پښتون سُنی توريالی صوف درې ته راغی او د اړو دوړ تر پايه هلته د هزاره شعيه ګانو بولندوی [= قوماندان] وو او سقاويانو ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې.
خان له ننه درې شلې او درې (۶۳) کاله مخکې د پينځه کم سلو (۹۵) کالو په منګ د ۱۳۴۰م په زمري مياشت کې د لوی څښتن لور ته وروکوچېد. اروا يې ښاده، ياد يې تل، او لاره يې ودانه!
يادونه: د دې ليکنې لپاره مو لسګونه بهرنيو او څو پښتو سرچينو څخه ګټنه کړې ده چې راوړل يې لیکنه اوږده او بېخونده کوي. هو، د خان د زوی؛ نېک محمد خان له مرکې څخه هم ډېر ټکي راخيستل شوي دي.
* د بيت آربڼه:
يګانه ځوانان که زر له ما سره وای
نور زما وو؛ پر پنجاب باندې يرغال
Comments are closed.