د مرسلې پر سر ستوري / څلورمه برخه

لیکوال: ع. رشید

471

الله گل دانه دانه ، دانه دانه

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

د مرسلې پر سر ستوري

(ناول)

 

 

(۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

لیکوال: ع. رشید

(۵)

تــــورتمــــونه او تــــا بــوتـــونه

                 د ۱۹۸۲ کال داوړي تودې شپې ورځې نوې پیل شوې وې،د روسانو اوافغانانودپرله پسې درنې اونامعلومې جګړې پای لاهم چا ته نه ښکاریده، په ټول افغانستان کې درانه پوځي عملیات دروسانو له خوا پلان اوعملي کیدل…اودانوهغه کال وچې نورنوروسانونه ویل چې ددوی سرتیري په افغانستان کې ددغه هیواد له خلکوسره یوځای دسولې اودوستۍ نیالګي دسولې اودوستۍ په پارکونو کې کینوي.اوس دوی پوهیدل چې جګړه  جګړه ده اودوی هم په داسې توده جګړه کې سره ښکیل شوي وو،لکه لیوه چې نه یې د ښکاري له لومې ځان خلاصولای شواونه یې د تیښتې لاره موندلای شوه،ځکه نونورناچاروو چي باید لومه له خپل ټول دروند والي اوپیچل والي سره پرځان پسې وروکاږي هغه چې په خپل وار خورا درنده هم وه …

درانه عملیات روان وو،دولتي اوشوروي سرتیري ووچې چا به پرمخ حرکت کاوه ،څوک به شا ته راروان وو،چا ته به مډالونه او بهادرۍ ورکول کیدې اوڅوک به بیا د تورن اوجزایي په نومونوشوروي ته استول کیدل اویا به دلته په افغانستان کې سزا ورکول کیده…داچې هلته به بیا څه ورباندې راتلل،په دی یې بیا څوک نه خبروواونه پوهیدل… خویوڅه چې انسان نه پرې ویاړل هلته ددغې جګړې مخالفینوته وردغاړې وو…

  شورویان هم اوس دغه ناپایه سفرپه منځ کې حیران وواونه پوهیدل چې پای به یې پرڅه باندې پای ته رسیږي…په جسمي او روانی لحاظ هم دوی نارام شوي وو…ان داسې چې دمرکزي آسیا یوزیات شمیر مسلمان سرتیري خویې په بې صبرۍ له مجاهدینو سره یو ځای کیدل اویابه ورتښتدل…اوددې ټولو خبروموخه بیاهم داوه چې دوی نه پوهیدل چې بری به څنګه اودچا وي ؟رښتیا خبره خوداوه چې ددواړو لوریوپوځیان په یوه تور تورتم او توره خړه کې د جګړې په دوه لارې کې حق حیران مخ په وړاندې روان ول،په دولتي سرتیرو کې زیاتره خلقیان افسران ووچې هغوي خپل واک  دنړیوال سترځواک دجبرپه وړاندې له لاسه ورکړی و،ځکه نوهغوی هم اوس مات زړه وو اوپه ډیره سختۍ به یې جګړه کوله، دامین وژل کیدو دهغوی مورال ګرد سره کمزوری کړی و،همد اوه چې زیاتره یې د روسانو تربري د مجاهدینوپربریو باندې خوشاله وو.دوی اوس پردي هم ښه پوهیدل چې دا جګړه یوه پردۍ جګړه اولوبه ده ځکه یې بری هم روسانواوهم دولتي سرتیرو ته شوني نه و.اوس دغه جنګیالي خلقي سربازان هم پردغه ټکي باندې دریدلي وو چې ویل به یی:موږ دتیارو په زړه کې له تیارو سره مخامخ یو، ترڅو او تر کله ؟ اوولې؟اوموږنه غواړو چې دپردیواودهغوی د ګوډاګیانوله پاره دملت دارادې په وړاندې خنډشو… ځکه خودجګړې تله دهرې ورځې په تیریدوسره ترروسانو دمجاهدینوپه ګټه درندیده اودرندیده…

         دوږي دمیاشتې څوویشتمه ورځ وه،په دغه ورځ هم په لوګرکې درنه جګړه وشوه،دواړولوریوته درانه زیانونه ورسیدل، دمجاهدینو دری مهم قوماندانان روسانو ونیول،کله چې سرتیرو اونوروخلکو ددغو نامتوقوماندانانو دنیولو خبره واوریده ،ټولوهمدا ویل چې نوربه په ټول لوګرکې خولا څه چې په ټول افغانستان کې به حالات کابو کیږي … جالبه خولا داوه چې له روسانو سره په یوه وخت کې مجاهدینوهم له روسانو دری منصبداراوترلسو زیات سرتیري  نیولی وو. په دغه جګړه کې دواړې خواوې په دې پوه شوې،چې یوه خوا هم وړونکې نه وه…اوجګړې یوازې انسان واژه اوانسان ته یې دانسان په سترګې نه کتل…

جګړه یوڅو ورځي نوره هم دلته روانه وه.نیول شوي قوماندانان په بیړه کابل ته واستول شول اود روسي یرغملو لپاره هم بیلابیلو شبکو په خپلو کړو وړوباندې پیل وکړ،جاسوسان وګمارل شول، ان په کابل او ماسکو او پاکستان کې هم دروسي یرغملو د خلاصون په خاطر هڅې پیل شوې، ځکه چې په نیول شویو کسانوکې یوهم د لیننګراد دولایت دیوه لوړرتبه کمونست مشر زوی یوري هم و.

په هغه ورځ چې هغه د افغانانو پرلاس کیوتی و،دهغه د ښوونځي د دورې دملګرې  (انا) لیک د عملیاتو په قرارګاه کې د لوړرتبه امرانو ترمنځ لا س په لاس کیده . دوی ټول دهغه په یرغمل کیدو ډیر خواشیني وواوفکریی کاوه چې پرهغه به خامخا یو څه کیږي ؟ او څنګه به کیږي ؟ اویاداچې هغه به اوس په څه حال وي ؟ مړ به وې ، ژوندی به وي ؟  دغه لیک هم په داسې یوه وخت کې دلته رارسیدلی و چې نه یوازې دهرسرتیرې ترزړه وینې ورته څڅیدې، بلکه دیوه ځوان اویونجلۍ دمینې کیسه یې هم هرچا په خپلو لیدوسره وریادوله اوټول ورباندې پوهیدل (ځکه چې په دغه وخت کې روسي تیروته ددوی لیکونه له سانسور پرته نه رسیدل) په لیک کې یو شمیر خبرې داسې هم وې چې هغو په افغانستان اوشوروي کې دهغواودغوخلکو د زړونو تعبیرهم کاوه، په یوه ځای کې هغې نجلۍ لیکلي وو :

« زما دمینې دجنت دباغ یوازنی هیلې !

کاشکي چې ستا په سمندري رنګه سترګو کې مې دخپل بایللي اوزخمي زړه خونړي او په وینو رنګ زخمونه لیدلی وای، کاشکي ستا د ژوندۍ سړي اوستړې آه شمال زما په رنګینه باړخوګانو باندې خپل ستړی وزرونه  لکه د پخوا په شان همدا اوس  یوځل بیا راخواره کړي وای ، ډیرمې یادیږې … هو، تیره اوونۍ هوایی ډګر ته  دپلار هرکلي ته تللې وم، په هغه ورځ مې پلار رانغئ، له یوې الوتکي  یې دماښام په تورتم کې بې شمیره تابوتونه را کښته کړل،ما هغه له لرې ولیدل ، یوچا مې په ډیراحتیاط سره په غوږ کې د کنګوسي په چل رازمزمه کړه چې: داټول له افغانستانه را روان دي،په خپل پښو یې بیایي او په تابوتونو کې یې بیرته پرموراو پلارسپاري … په هغه شپه مې ستا په باب هم ځورونکي خوبونه لیدل، داسې چې تراوسه یې هم را یادوم ځوروي مې،کله چې هغه تابوتونه اودهغه لوی سړي خبره را یادوم  ویښته مې را زیږه شي … په دي هیله چې یا دخپله وګورم او یادی لیک زر را ورسیږي … له لرې لرې دې په مینه مینه مچوم … پوپ  … پوپ …  ستا انا …. »

دجګړې بدمرغیو لاد لوګر،غزني او وردګو په درواو رغو کې خپلې ناخوالې اوناشولته انګازې کولې ، خو دومره هم نه لکه د څو تیرو ورځو په شان،د نادرجان او کرچکوف لپاره اوس بله موضوع هم را پیدا شوه،هغه داچې په هغه ورځ چې د سمسو رکلي د رڼو اوبو پرچینه یې د ټکنده غرمې پرمهال اوبه وڅښلې،دکبانو دمستیو په زړه پورې ننداره یې وکړه ،کرچکوف داخبره نادرجان ته کړې وه :

ـ  زموږ روسانوپه منځ کې دا آوازه ده،چې د لیننګراد د… زوی یوري چې په هرډول کیږي باید را خوشی او له مرګه وژغورل شي …

ـ څنګه او په کومه لاره ،

ـ  زیاتی خبرې خوداشان دي چې یوازې دهغه په بدل کې باید د افغانانو ښایسته ډیر زندانیان چې دکابل له حکومت سره دي خوشي شي .

ـ یوازې هغه باید وژغورل شي ؟

ـ هو، هغه دمهم سړي زوی دی ، دنورو خبره دومره مهمه نه ده ځکه چې نور خواران خوزموږد واکمنانانو په نظرهسې د پیشو بچیان دي، دا ډول کسان خوهره ورځ په سلګونه بسمچیوته ورتښتي او یایې ژوندي نیسې، یوازې په دي یوه تیرکال کې څومره روسان دلته ورک شول چايی پوښتنه وکړه،اویابه یې څوک په فکرکې هم شي …

ـ زموږ دکندک سیاسی مرستیال خوهم په همدغه لانجه کې له یوشمیر سرتیرو سره اسیرشوی دی،دهغه په باب موڅه اوریدلي ؟

ـ  نه بابا ، ستاسې منصبدار خوکه جنرال هم وي،په پوښتنه نه ارزي،افغانان بد بخت خلک دي،مجاهدین یې پردې ټینګارکوي چې افغان پوځیان خو باید چې یوهم ژوندی پاتې نه شي …دوی اوس یوازې روسي سرتیری اومنصبداران له ځان سره ساتی هغه هم د معاملې او بدې ورځې لپاره بس …

دوی دواړو په هم هغه ورځ دا خبرې هلته وکړې اوله هغه ځایه مخامخ بیرته دصحرایی قرارګاه پرلور روان شول… کرچکوف پرهغه ورځ ترهغو شنوونو لاندې دا خبره هم ورته کړې وه  چې که د بندیانو دتبادلې خبره توده شوه ،کیدای شي چې دی دغونډ له قوماندان سره پردغه موخه کابل ته ولاړ شي.هو،کابل ته،وهغه ښارته چې نن سبا د دغه ښارد نااهلو بچو له لاسه د دوو هیوادو پلازمینه غوندې شوي و ، پلازمینه،د شوروي اوافغانستان !

د لیننګراددلوی کمونست مامورزوی یوري اوس دافغانستان ترپولوهم ایستل شوی و،خود بیلابیلو ملګرواودوستانولیکونه اوتلګرامونه لاهم په پرله پسې توګه ورته راتلل…اودغونډ دقوماندان پرمیزباندې به یوپربل خره کیدل،هرچابه چې ولیدل ،دخواشینۍ یوه درنه آه، به یې ورته وایسته او ترې تیربه شول،د انا لیک تراوسه هم د قوماندان دمیزپریوه څنډه باندې پروت و…هلته چې یوازې همدې یوې جملې به یې دلیدونکي پاملرنه وراړوله…«څو تابوتونه یې راکښته کړل،ما هغه ولیدل،خو پوه شوم چې هغوی څوک وواوله کومه یې راوړي وو…په هغه شپه مې ستا په باب ځورونکی خوبونه لیدل،داسې چې تراوسه پورې پرځوریږم …»

 یوه دوې ورځې نوره هم خبره همداسې پاتې شوه، یوازې پرله پسې شفرونه ووچې په دغه برخه کې دغونډ لوی قوماندان واسیلوف ته راتلل اوهمدایی پوښتیدل چې دا معلومه کړي چې د دوی کس ژوندی دی که نه،که ژوندي وي چې دکابل،ماسکواو اسلام آباد په کچه هغه هم یوازې ددغه سترکمونست مشردزوی لپاره خبرې پیل کړي …

روسی قوماندان ښه وارخطا و،په دې څوورځوکې یې په سګریتوڅکولوکې دیوې شیبې لپاره هم ځند نه وراغلی،لامل یې هم داوچې داسې مهم کس چې هغه د شوروي په لوړې پوړۍ پورې اړه درلوده،د دوی په دومره لوی ځواک سره دافغان مجاهدینو په اولکه کې و،د دوی کشف خو په دغه سیمه کې ګرد سره ناکام وځکه یې نه شوای کولای چې دهغه د ژوند اومرګ په اړه ډیرلږ معلومات هم ترلاسه کړي.د نادرجان د کندک مرستیال ته یې ویلي ووچې که دوی دخپل چینل له لارې هرډول معلومات ترلاسه کولای شي، په هرقیمت چې وي باید له دوی یي ونه سپموي…حکیم خان  عښتلی ځوان و،اوږده قد اولوړوبریتونویې چې هرچابه لیدل،په رښتیاهم دده له میړانې اوغیرت سره یې خوند ورکاوه … دی چې له کومې ورځې کندک ته راغلی و،لکه دنورومنصبدارانوغوندي یی روسانو ته سرنه ټیټیده او نه یې دهغوی زیاته پروا ساتله،د روسانو ترراتګ دمخه دی په کابل لوی منصبدارو،خواوس یې له دې امله چې دتیروخلقیانوله ډلی څخه و،دی یې هم دلته لرې را استولی و.دده له روسانو سره ځکه نه لګیده چې دده دملګروپه وینا دی دډیرکلک (امیني) په نامه نامتو شوی و. ځکه خوبه کله کله سرتیروهم په خپلو منځوکې دا خبره کوله :« که دحکیم خان وارهم کله روسانو ته برابریده ،خدای ښه پوهیږي چې دی به څه شان نخرې ورباندې وکړي …»

په دغه شپه هم روسي قوماندان له ده څخه هیله کړې وه چې له دوی سره د دوی دیرغملودمعلومات په موندلوکې مرسته وکړي،دوی یوازې دومره معلومات غوښتل چې هغو مړه دي اوکه ژوندي …

       ښه تصادف وشو،په دغو ورځوکې دحکیم خان دوی دکندک وسلي اومهمات مخ په خلاصدو وو،څوڅو ځلی یې له دوی هیله کړې وه چې له دوی په دغه برخه کې مرسته وکړي،خوهغوی له دی امله چې پرحکیم خان اونوروافغان ځواکونو یې باورنه و،له دغې ورکړې اویامرستې یې انکارکړی واو ورته ویل به یې چې موږ شته یو فکرمه کوئ …چې دوی هم څه نه شوای ورته ویلای،خو په دغه شپه هم  دوی ته خدای یوښه چا نس برابراوه اوورته برابرشو،حکیم جان خپلو دریوتنو سرتیروته چې دده له باوري کسانو څخه وو، وطنی کا لي ورواغوستل، په نیمه شپه کې  یې روسی قوماندان ته احوال ورکړ چې ده د دوی د اسیرانو په برخه معلومات ترلاسه کړي، باید زرترزره ورسره وګوري …خپل دری تنه سرتیري یې دشاه وخوا کلیو کسان وروپیژندل اوډاډ یې ورکړ چې دوی کولای شي د پیسو اووسلوپه بدل کې موږ ته ټول معلومات راوړي،چې روسي یرغمل چیري اوله کومي جنګی ډلې سره دي …دوی کولای شي له موږسره د هغوی د ژوندي پاتې کیدوپه اړه هم مرسته وکړي …

ساده روسی قوماندان اواړوندانو یې هم خبره ومنله،خو ستونزه داوه چې له دوی سره دم ګړۍ دومره افغانۍ نه وي چې دوی ته یې ورکړې وې، د وسلواومهماتو په برخه کې خو دوی ستونزه نه درلوده، له دریو کسانو څخه یوه قوماندان ته په خورا ډاډه زړه او خلاص تندي وویل :

ـ  خیردی،موږ ته دهاوان شل ګولۍ راکړئ هغه به پرمجاهدینو خرڅې کړو،داخپله زموږ لپاره پیسې دي،نادرجان همدغه خبرې قوماندان ته وژباړلې،په خوشالۍ یې حکیم خان ته وکتل او ورته ویی ویل :

ـ  د شلو صندوقو پرځای به دیرش درکړو،مقصد موږ ترسبا ماښام پورې زموږ د اسیرانودبرخلیک په اړه د کره معلوماتو غوښتونکي یو …

جګړن حکیم خان دده وړاندیز په زړه پورې وباله او په هم هغه شپه کې یې هغه ګولۍ د حکیم خان په منځګړیتوب دروسانو له صحرایي قرارګاه څخه راویستي  اوترلاسه یې کړې،خو روسانو ته معلومه نه شوه چې ګولۍ چا او چیرې یووړې ، خو ګولۍ او نورهرڅه چې له روسانو څخه ترلاسه شوي وو،هغه حکیم خان په هم شپه کې خپل کندک ته ورسول ، ګولۍ یې په هم هغه شپه د شاوخوا پرپوستو باندې وویشلې اوروسي قوماندان په هغه شپه یوڅه آرام خوب وکړ …

قوماندان فکر کاوه چې سبا به په رښتیا هم داسیرانو په اړه کره معلومات ترلاسه کړي،هغه ورځ ترماښامه پورې خورا ورباندې اوږده شوه،خو چې کله ماښام شو ، له پرونیو سرتیروچې له لرې پوستویې راوستي وواود ډرامي په ټولواړخوښه پوهیدل،دوی له حکیم خان سره یوځای دقوماندان دفترته ورغلل، قوماندان دچا خبره په جامو کې نه ځایده لکه تندې وهلی مرغه دسرتیروسترګو اوخولوته یي کتل،چې څه ورته وايی اوڅه زیری ورته لري،دسرتیرو یا په بله وینا دارتباطي کسانو یې تود هرکلی وکړ،داسې چې تا به فکرکاوه دوی له یوه اوبل سره له کلو کلو یاران او ملګري دي،جنګ یو بدمرغه چلند دی چې انسان باید تل پرې وشرمیږي،ځکه چې دا دانسان د ټولو بدمرغیو مورده …

حکیم جان هم داد نه منلو وړډرامه ولیده، له هغې ورځي پردې باوری شوی واوله هرچا سره داخبره کوله:چي په پردیو باندې باورله لړم اوما رسره دیاراني سرنیول دي …

  کله چې د دوی تود هرکلی پای ته ورسید نو بیا قوماندان په هغه ټول ځواک سره چې ده  دلته درلود په خواره څیره ورته وویل :

ـ په خیرراغلئ ،دوستاو په لیدومود زړه له کوي خوشاله شوم …اصلي خبره راته وکړئ …

سرتیرو یا ارتباطي کسانو خپلي خبرې مخکې له مخکې سره جوړې کړي وې ، ځکه  نویوه د نورو په استازیتوب ورته وویل :

ـ  ته خوراهوښیا راوتجربه لرونکي افسر یي،که موږ پرون له مجاهدینو سره تماس نه وای نیولی کیدای شو چې نن به مو یو یرغمل هم ژوندی نه وای پاتې، هغو ګرده ژوندي دي، پرون هغوی تر پکتیا پورې رسیدلی ،کیدای شی سبا یی ترپوله واړوي ، خو یوه شي ته مو پام وي چې سبا باید د پکتیا پرلورهوایي بمبارۍ ونه شي،ځکه دوی په ډله ییزډول له یوه ځایه بل ته حرکت کوي …هو،دوی باید ستا ددغې هوښیارۍ ستاینه اومننه وکړی …

د قوماندان لپاره دغه معلومات دومره په زړه پورې وو،چې فکردې کاوه هغه ته چا نوی ژوند وربښلی دی،د میزسرتیب ریکارد اونورزینتی شیان اوڅه روپۍ یې له ډیرې خوشالۍ ارتباطی کسانو ته چې ده فکرکاوه دا له نژدي کلیوراغلي کسان دي ټولوته ورډالۍ کړل،ان چې مشرته خویی خپله مکروف تومانچه هم ورکړه …

دجګړن حکیم جان ډرامه پای ته ورسیده اوروسي قوماندان په هغه شپه خپلو ټولو مقاماتو ته د خپلو یرغملود ژوندیتوب دزیري تاوده تاوده شفرونه تران ترماسکوه پورې وراستول…په هغه شپه یې له خپلو منصبدارانو سره د خوښې یوه درنه غونډه جوړه کړه چې ټوله شپه یې په کې وڅښل او وڅښل …

     نادرجان دغه ډارمه له کرچکه پټه وساتله،په هغه ورځ چې نادرجان روسي قوماندان د ژباړې پرموخه ورغوښتی و،دغرمې د ډوډۍ پرسرسره یوه ځای شول ، یاده شوې ډرامه یې په داسې ژبه چې ګواکي پرکوم بل قوماندان باندې تیره شوې د بیلګي په توګه ورته کیسه کړه،هلته داخبره ځکه سره یاده شوه چې کرچکوف په خندا کې وارد واره ورته وویل :

ـ وایي چې اوږد قدي خلک ډیرنادان وي،لکه حکیم خان اوزموږ دموټرلرونکي ټولي قوماندان موخین …

نادرجان بیا ورزیاته کړه :

ـ د لنډ قدو بي عقلی او نادانی که ووینئ پردوی به شکر وباسې و ما چې د لنډ قدي قوماندان ساده ګي اوناداني ولیده،په حکیم خان او موخین کې دهغې نادانۍ سلمه برخه هم نه ترسترګو کیږي،د تیرو دریو ورځو مثال یې هم د همدغې یادونې په ترڅ کې ورته ووایه… خودکرچکوف زړه ته ورسیده اویابه هم خبرو،ځکه یې ترخوله ورته راووتل :

ـ  زه فکرکوم چې دنادانۍ دغه کیسه به بل ځای نه وی تیره شوې، په موږکې هم یوله نادانواوبي عقلانوڅخه (قوماندان ) دی،چې ددووخرو اوربشي نه شي سره ویشلای …

په خوړن ځای کې داله پګچوا سندرې نري نري انګازه کول،چې پرغوږو باندې له شکه پرته ښه لګیده.منصبداران یوپربل پسې تلل اوراتلل،ډوډۍ یې خوړه اوتلل،خو یوشمیربه تر ډیروپورې هلته ناست وواوخبرې به یې سره کولې…د دوی په قرارګاه کې داترټولو لویه خیمه وه،داسې چې دیوسالون بڼه یې درلوده،کله چې نادرجان او کرچکوف له خیمې راووتل، بیایې ورو ورو په قدم وهلو پیل وکړ، داسې چې ګواکي چا ته انتظار باسي،په همدغه شیبه کې کرچکوف داخبره ورته کړې وه چې د دوی دیرغملو خبره اوس د تبادلې پړاو ته رسیدلې ده،دمجاهدینوچې کوم قوماندانان په کابل کې بنددي،هغوی به ټول خوشي کیږي اوزموږ یرغمل شوي کسان به ټول پرموږ باندې سپاري.سبا زه له یو شمیر نورو لوړرتبه مصبدارانو سره چې هغوی پرون له پنجشیره راغلي اوهلته یې له مسعودڅخه چې زموږقراردادي دۍ مرسته غوښتې وه اوهغه هم دمرستې ژمنه ورسره کړې کابل ته روان یم.موږ دهغوی یرغل له کابله راباسو،دلته یې راولو،زموږ یرغمل به هم یا دلته راولي او یا به یې په پنجشیرکې مسعود ته ورسپاري. کرچکوف داخبره هم ورته کړې وه چې:تاته به معلومه وي که نه زه فکرکوم چې زموږ یرغمل به نن سبا ترمسعود پورې ورسیږي.ځکه هغه زموږ پروتوکولي اوموږ له هغه سره له هغه وروسته چې په پنجشیرکې مومحاصره کړ،بیامودهمدغه تړون پربنسټ خوشي کړ،اوس دلنینګراد دلوړرتبه مامورد زوی په خلاصوناو تبادله کې دی هم بی برخې نه دی …

خو کرچکوف پردغه کارخوشاله نه و،ځکه چې څه موده پخوا په کابل کې دکانو د وزارت یوروسی سلاکارهمداسې یرغمل شو،هغه سلاکارده پیژاند اودده د ولایت و ، هغه په کاني انجینری کې دروسیی په کچه ډیرمهم کارپوه و،دهغه په اړه زیاترو پوه روسانوان له ماسکوڅخه غوښتنه وکړه ان موږ ته یی لیکونه را استولي وو چې دهغو دخلاصون په اړه باید لاس په کارشی خوداکاردهغه په اړه ترسره نه شو ، مجاهدینودهغه د خلاصون په بدل کې دری تنه جنګیالی وغوښتل،خو روسي چارواکو اوافغانی لاسپوڅو دادخپل واک او قدرت لپاره کسرشان اودخپلې واکمنۍ د کمزورۍ نښه بلله،ځکه نو پردي سره یوه خوله شول،چې داکار ناشونی دی،پردغه کاراو دغه تبادله به د روسانو دلویۍ شمله را ټیټه شي،دوی،لاداخبره هم ورپسې وتړله چې ګواکي روسان دکانو په برخه کې ډیرکارپوهان لري،ځکه نوتریوکان پوه موږ ته زموږ په انترناسیونالستی لویی اودریځ کې د پاملرنې وړنه دي…

خو اوس چې دیوه لوی چا دزوی خبره رامنځ ته شوه،دلته بیا نه د لویی خبره وه او نه هم د انترناسیونالیزم پوښتنه اوبدنامي … ؟؟؟

سم دوی له یوه او بل سره خدای پامانی وکړچې دقرارګاه پرشاوخوا باندې د دوی په وینا دبسمچیود لیونیو ګولي دربی جوړشو،چې شاوخوا یي ټوله لیونیو دوړواوګردونو په سرواخیسته اوهرچا ځان اوس دخپل مورچل پرلوررساوه، د دواړوخواو ترمنځ لنډه لیونۍ نښته وشوه داسې چې دماښام تروروستیو یې دوام وکړ،ډیرمرګ ژوبله په کې نه وو، یوازې یې دروسانودغره پرسرپوستې څخه اته تنه سرتیري له یوه قوماندان سره یرغمل بیولی وو،خودعملیاتو قوماندان درګرده شفرونه لیږل چې جګړه وشوه خوکومه لویی بایلنه په کې نه وه،پرته له دغواتوتنوپوځیانوچې هغوی ژوندي بسمچیو له ځان سره بیولي اوبس …

او له هغې لنډې نښتې وروسته هغه شپه ډیره آرامه وه،خودهغو اتوتنوخبره لکه چې په هم هغه شپه همداسې چوپه پاتې وه،همداسې چوپه پاتې شوه … اوهیچا هم ترډیروپورې دهغوی په باب څه لکه دلیننګراد دلوی چارواکي دزوي یوري په شان وانه اوریدل ….او دا وسوسیالیزم ؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.