د داؤدخان  د ویاړ وړ ملی کارنامې او منفی کړنې

دوکتور عبدالقیوم کوچي  

675

سره د دی چی داود خان په یوې سلطنتی کورنۍ کې پیدا اولوی شوي ؤ مګرکړه وړه او ناسته ولاړه او عادتونه ېې ولسی او ملی ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍وه . ډېره درنده او باعزته ځوانی یې تیره کړې ده . دپادچا دکورنۍ اوچاپیریال ځوانان ډیر مست او عیاشه خلک وو چې د ځوان داؤد سره پرتله کبدلي نشول . لمړنۍ زده کړې یې په پاریس کې کړې وې . ظاهر شاه دده دتره ځوي  د افغانستان  پاچا اودده ورورمحمد نعیم هم دده سره یو ځاي د ځوانۍ کلونه په فرانسې کې تېرکړي وو . ځنی نور افغان زده کونکی چې د غازی شاه امان الله په پادشاهۍ کې فرانسې ته د زده کړې دپاره استول شوی ووهم په فرانسې کې استوکنه لرله اوپه زدکړوبوخت وو چې داؤد يې په منځ کې په مړانې او تقوایو پیژندل شوي ځوان ؤ. ده سره  په دغو کلونو کې ژورې ملی اندیښنې اود وطن پالنې مظبوط جذبات شتون درلودل .

کله چې اعلحضرت نادرخان په ۱۹۳۳ عیسوی کال کې شهید شو او ظاهر شاه پاچا شو ځوان داؤد هم هېواد ته راستون شواو سمدلاسه یې  دپوځی او نظامی زده کړو دپاره په پوځی کورسونواو کلاسونو کې ګډون وکړاو نظامی پوهاوی او مهارتونه يې تر لاسه کړل . ورسته تر پوځی زده کړو داؤد د اهموو ډنډو او کارونو د سر ته رسولود پاره چمتو شو . سمدلاسه دي د پوځی قوماندان او د قندهار د ګورنر په توګه وګمارل شو . ده خپلې ډنډی او  کارونه په ډېرې ایماندارۍ او صداقت او راستکارۍ سره سرته رسولې اوورځ په ورځ یې په ولس کې اعتباراو رسوخ اوچتیده او خلکو په درنه سترکه ورته کتل. دا هغه وختونه وه چې د ظاهرشاه په سلطنت کې د حکومت ټولې واګې د پاچا د ترونو په لاس کې وې . د پاچا ترونه چې د داؤد ترونه هم کیدل ډېر مدبر او محافظه کار ه مشران وواو هڅې یې کولې چې د سلطنت ځوانان ددوي تر رهبرۍ په تدریج سره د حکومت او دزمامدارۍ په چارو کې با تدبیره او پاخه وروزل شی.

داؤدغوښتل چې دلوړو زده کړو ځوانانو ته د کار اسانتیاوې د حکومت په چارو کې برابرې او غټ غټ کارونه دوی ته وروسپارل شی . د افغانستان ګاوڼدی هیوادونه په اقتصادی چارو کې تر افغانستانه د مخه وو او د خلکو د ژوند سطحه هم د افغانستان د خلکولوړه وه . داؤ د چې یو ملی شخصیت ؤ غوشتل چې په افغانستان کې زراعتی او صنعتی پرمختیاوی را منځ ته شی او وطن اباد شی او د خلکو په مادی او معنوی ژوند کی مثبت بدلونونه راشی .

کله چې داؤد د پاچا په سلطنت کې ددفاع وزیر شواو دپاکستان د واکدارانولخواد خیبر پښتونخوا پر خلکواوځنی سیمو اوښارونو باندې تېرۍ او ظلمونه وشول ډېر خفه او غمجن شو او دا یې نشوای زغملي چې زموږ پر پښتنوو وروڼو باندې بی ځایه ظلم زیاتۍ وشی . دکابل حکومت ډېرې هلې ځلې وګړې چی دډپلوماسۍ او خبرو اتروله لارې ستونزه اواره کړی مګر د پاکستان زمامداران خبرو ته چمتو نشول . ظاهر شاه او ترونو یې نه غوشتل چې د پاکستان سره مقابله و کړی . د داؤد او د پاچا او ترونوو په منځ کې دا لمړنۍ سیاسی او ملی ستونزه وه

چې دسلطنت په کورنۍ کې را برسیره شوه مګر داؤد بریالۍ شو چې خپل ملی هدفتر سره کړی .

داؤد قومی او ولسی مشران او مخور راوبلل او د جرګومرکو له لارې  یې هغوی پوه کړل د پر پښتنو د پاکستان تیرې د زغملو وړ ندي او دهغوی ملاتړ یې تر لاسه کړاو سفر بری یې اعلان کړه او تر اتلس کلن پورته ټول نارینه ځوانان یې دپوځ تر بیرغ لاندی دجګړې د پاره راټول کړل .

د افغانستان په ټولو ولا یتونو او ښارونو کې خوشحالی وه او زړو او ځوانانوو اتڼوڼه کول او چمتو کیدل چې د ملی پو ځونو سره یو ځای شی او پر پاکستان ورودانګی او ټول پوښتانه د پاکستان له منګلو او ظلم زیاتی نه خلاص او خپلواک کړی .

ددې بحران د لرې کولو دپاره د ایران پاچا او د عربستان پاچا چې دافغانستان او دپاکستان سره یې ښې او نژدې اړېکې لرلې منځکړ توب وکړ او پر خپلو هلو ځلو کې بریالی شول چې ددوو مسلمانو هیوادونو په منځ کې جګړه ونشی او ستونزی د خبرو اترو له لاری حل او په پاکستان کې د پښتنوو حقونو ته درناوي وشی .

داؤدخان ورسته تر دغو پیښوو دافغانستان پاچا او د سلطنت کورنۍ اړ او متقاعد کړل چې دپښتنوو ټولې سیمې او ولایتونه او ښارونه چې د انګریزانود استعمار او دسیسووپه وجه د افغانستان څخه بیل او پاکستان ته ورکړل شوی دی د پشتونستان په نامه و نومول شی او هڅې وشی چې ددوی خپلواکی دخلکو او ولسونودمبارزاتو له لاری خوندی شی . ددې کار سره جوخت یوه خاصه ورځ د بښتونستان په ورځ وټاکړشوه چې هر کال به په کابل کې د روڼ فکرو  او فرهنکی افغانانو لخواپه شانداره او عزت سره لمانځله کیدله او د پښتونستان د پښتنوو د حقونواو آزادۍ اوخپلواکۍ په برخه کی لکچرونه او بیانات ورکول کیدل . دې ورځ ته به هر کال د پښتونستان ځنی

مشران لکه پاچا خان او یا د هغه د کورنۍ مشهور او نامداره مشران لکه ولی خان او یا  د عواامی ګوند لیکوالان او شاهران راتلل او په غوڼډو او کنفرانسونوکې به یې برخه اخستله او سیاسی و تحلیلی نظرونه او غوښتنې به یې بیانول .

د شهیدداؤد خان دې کار ملی اوانقلابی بڼه درلوده او غوښتل یې چې لر اوبر پښتانه راویښ کړی او ورته وښیې چې تا سې یو ټبر اویوولس یاست چې نه پاکستان اونه ګاوڼدی اوزبر زواګ هیوادونه  موسره بیلولي شی . ستاسې ژبه ، فرهنګ ، تاریخ اوتاریخی ویاړنۍ مو سره شریکې دی او څوک مو سره بیلولي نشی . دنړۍ دتاریخ په شهادت سره داسې ملی کارنامې یوازې دملی قهرمانانو لخواسر ته رسیږی . همدا وجه ده چې داؤدخان دپښتنو د اتلانو په تاریخ کې یو نامتو ملی قهرمان نومول کیږی.

داؤد خان د افغانستان دتاریخ او په خاصه توګه د ۱۹ پیړۍ د تاریخی بد مرغیو او هغو ظلمونو څخه چې انګریزانو دهند په وچه کې خپل ناولي استعماری پلانونه خپاره کړی و خبر ؤ. دا چې انګریزانو درې ځلې پر افغانستان یرغل وګړ او د هندوستان د امنیت او ساتلو دپاره یې یو ځل په ۱۸۷۸ کې د ګندومګ په  نامه اوبیا په ۱۸۹۳ کې د ډیورند په نامه ماهده او قرار دادونه په زور سره د افغانستان پر کمزورو واکدارانو تپلی وو خبرتیا درلوده او د ملی شخصت په توګه یې زړه زخمی او خوړېن ؤ . داؤد خان د انګریزانواو دهغو د لاسپوڅوڅخه کرکه درلوده او نه یې غو ښتل چې د هغو سره په سیایی او اقتصادی چارو کې نژدیوالي ولری .کله چې په ۱۹۵۳ کال کې د افغانستان صدراعظم شو دده ډېره ېاملرنه د افغانستان اقتصادی جارو ته وه او غوښتل یې چې هیواد په اقتصادی برخو کې هر اړخیزه پراختیا

وکړې . دافغانستان په ګاوڼډیو هیوادونو کې د لویدیزو سترواو شتمنو هیوادونواو په خاصه توګه دامریکې د متحده ایالاتو پوځی او اقتصادی ډېرې مرستې شوې وې . په پاکستان او ایران کې لویدیزو هیوادونو ډېرې پانګونې کړې وی . همدا وجه وه چې ددغوهیوادونو د خلکو پر ژوند یې ګټورې اغیزې کړې وې او د عوامو خلکوپه ژوند کې  ځنی ښه او مثبت بدلونونه راغلی وه .

لکه چې موږ ټول پو هیږو چې ددوهمې نړۍ والې جګړې نه ورسته د امریکا او لویدیزې هیوادونو او د شوروی اتحاد په منځ کې سړه جګړه پیل شوې وه او امریکا او لویدیزوهیوادونو د اتحاد شوروی پر خلاف پوخی پکتونه په بیلا بیلو سیمو او وچوو کې لکه د بغداد تړون او سنتو او سیاتوبکټونه جوړ کړی وو او دافغانستان ګاوڼډی هیوادونو لکه پاکستان او ایران یې غړی وو او عراق اوترکیې هم په کې ګډون درلود اوامرېکې او د ناټو د هیوادونولخوا يې هر کلی کیده او هر اړخیزې پوځی او اقتصادی  مرستې ورسره کیدې . همدا وجه وه چّې ددې هیوادونو اقتصادی بنسټونه مضبوط او پر خپلو پښو ودریدل او د عوامو ولسونو پر ژوند یې مثبتې اغیزې وکړې . ّپه دغو کلونو کې د افغانستان واګې د اعلحضرت ظاهر شاه په لاس کې وې او داؤد خان لمړي وزیر و .

د افغانستان پا چا او صدراعظم دواړوغوښتل چې په هیواد کې اقتصادی پرمختیاوی وشی اوزرااعت او صنعت وده وکړی او د خلکو په ژوند کې بدلون راشی . افغانستان مادی او پوځی مرستو ته اړین و. پیسووته د اقتصاد درغونې دپاره او وسلوو ته د پوځونوو د پیاوړتیا او د ملی حاکمیت او د خاورې د بشپړ تیا دپاره اړینه وه .  واکدارانودمتحده ایالاتواونورو لویدیزو هیوادونونه د مالی او پیسوو غوښتنې وکړې چې د هغو لخوادمنلو وړ نوی . هغو غوښتل چې افغانستان دې په هغو پوځې پکټونو کې غړیتوت تر لاسه کړی چې د افغانستان ګاوڼډی هیوادونه یې غړیتوب لرل . لکه چې دمخه وویل شو دا پکټونه ټول د اتحاد شوری پر خلاف جوړ شوی وواوافغانستان نه غوښتل چې د خپل شمالی ستر ګاوڼډی هیواد پر ضد په نظامی پرو جنبو کې ګډون وکړی . افغانستان د نړیوالو اصولو پر بنسټ د ناپیلتوبNonalignment پر بنسټ ولاړ یو هیوادو او نه یې غوښتل چې د سترو او یا زبر ځواکوو هیوادو په رقابتونواو شخړو کې برخه ولری .

د ناپیلتوب بنسټی هیوادونه چې هند ، یوګوسلاویا ، مصر ، اندونیزیا او افغانستان وومشرانو یې په 1961 کال  په بلګراد کې یوه تاریخی غوڼډه وکړه او ژمنه یې و کړه چې د زبر ځواکوهیوادونو په پوځی پکټونو لکه نېټو او وارسا ګډون ونکړی او د سیاسی نړیوالوستونزو د اوارولو دپاره به د حق ملاتړ کوی د ناپیلوهیوادونود مشرانو دا غوڅ سیاسی دریځ د شوروی اتحاد د واکدارانو لخوا وستایل شواو ژمنه یې وکړه چې ددغو

هېوا دونو سره پرته له کومه شرطه اقتصادی  او پوځی مرستی وکړی . د افغانستان پاچا او داؤد خان چې په دغه مهال کې صدراعظم و د شوروی اتحاد د مشرانو ددې دریځ ستاینه وکړه او د افغانستان داقتصادی رغونۍ دپاره یې له شوروی اتحاده مالی او اقتصادی مرستې وغوښتلې چې روسان په لمړی سرکې چمتو شول چې ‪$ 120000

د درې فیصده سود سره د افغانستان په اقتصادی رغونه کې مرستې وکړی . د داؤدخان حکومت ددغو مادی مرستو څخه ډېرې بنیادی پروژی دروسی انجنیرانو او مهندسینو په ملاتړ سره جوړې کړې . د افغانستان ټولو ولایتونو ته پاخه او قیر سرکونه و غځیدل . د سیلو فابریکه جوړه شوه . دسمنټو او نساجی فابریکې په بیللابیلو ښارونو کې فعالې شوی . ترټولو ډېره مهمه پروژه د سالنګ تونل ؤ چې دافغانستان شمالی ولایتونه یې د افغانستان د پلازمېنې کابل سره ونښلول او د داؤد خان د پنځه کلن اقتصادی پلان سره بشپړه شوه . ددغوپروژو په بشپړیدو سره د افغانستان  یو مهم زیربنایی اقتصادی پلان پلۍ شو . ددغو زیربنایی پروژو په بشپړیدوسره چې دروسی

انجنیرانو او مهندسېنو تر مستقیم لارښود لاندی جوړی شوې ډیرځوان افغان کدرونه ورزل شول او د افغانستان ولس ته پّه ټوله کې د هیواد د ابادولو په درشل کې نوی هېلې او ارمانونه را ژوندی شول .په هغه کلونوکې چه د اتحاد شوروې پر خلاف نوی پوځی پکتونه جوړشول او د افغانستان دوه مهم ګاونډی یعنی پاکستان او ایران یې غړی شول او ډېرې پر مختلی وسلې یې تر لاسه کړې او غښتلی پوځونه یې جوړ او سنبال کړل افغانستان هم اړؤ چې د خپلو پو ځونو د تجهزاتو د پاره لاس پکار شی .

 د افغانستان زمامدارانو د متحده ایالاتوله چارواکو څخه وغښتل چې افغانستان سره پوځی مرستی وکړی . ښاغلی نعیم خان چې د باندنیو چارو د وزارت وزیر او د داؤد خان ورور ؤ د یوې پلاوې په مشرۍ واشنګتن ته د همدې مخې دپاره ورغي او دامریکې د دباندنیو چارود وزیر چې جان فاستر دالس نومیده ولیدل او د افغانستان د واکمنۍ په استازیتوب یې د وسلو د پیریدلو خبره ورته وکړه اوورته یې وویل چې د افغانستان د وسلو د پیریدلود پاره نور هیوادونه هم شته چې زموږ سره به مرستې وکړی . مګر افغانستان غواړی چې د لیا ښوو اړیکو د ټینګیدو د پاره زموږ دغه اړینه ستاسو له لخوا بشپړه شی .

ډالس نعیم خان ته وویل چې که افغانستان د سنټو پوځی پکټ کې ګډون وکړی امریکا به افغانستان سره هم پوځی او اقتصادی مرستی وکړی . کچیرې افغانستان د امریکې دا شرط او وړاندیز نه منی بیا افغانستان کولای شی چې د هر بل هیواد ځخه یې چې خوښه وی خپلې اړتیاوې بشپړې کړی . نعیم خان ددې دپاره

چې جان فاسټر دالس وهڅوی وویل چې شوروی اتحاد چمتو دي چې زمو ږ سره مرستې وکړی . دا خبره دډالس خو ښه نه شوه او وویل  چمتو دي چې داتحاد شوروی دسفیرد تلفون شمیره په واشنګتڼ کې ورکړی چې اړیکې ورسره ونیسۍ او خپلې ستونزې اوارې کړۍ .

کله چې د افغانستان واکداران د امریکایانو ځخه مایوسه او نا امیده شول دوی ته پرته له دې چې روسانو ته مخه کړی بله لاره نوه پاتې شوی . روسانو له خدایه غوښتل چې افغانان  له دوی څخه مرستې و غواړی . دا هغه وخت دي چې روسانو د ډېرو نا پیلو هیوادونو سره خپلې پوځی مرستې پیل کړې وې . په دې ترڅ کې هند ، مصر او اندنیزیا د روسانو څخه  پر مختللې وسلې پلورلې وی . د افغانستان د پاچا ترونه چې د هیواد د خپلواکۍ اوازادۍ او د ظالمو او غلو سقویان په شړلو کې لوی لاس درلود اود نوی نظام ساتونکی وو  او نوره ټوله شاهی کورنۍ  هم ددوی پلویان وونه غوښتل چې د روسانو څخه وسله و پلورل شی . د افغانستان ټولو مسلمانو ولسونو هم د کمونستو روسانو څخه ویره لره . روسانو په نو نسمې پیړۍ کی د آفغانستان د پاچایانو سره لکه امیر دوست محمد خان په 1940او امیر شیرعلی خان په 1978کلونو کې خیانتونه کړی وو چې افغانان یې هیڅ کله نشی هیرولی .

داؤدخان په ډېرې مړانې اوغیرت ددې ټولو ستونزو سره  سره ټینګه ژمنه وکړه چې د افغانستان د پو ځونو د سنبالولو د پاره به روسی پرمختللې وسلې پلوری او د خاورې دبشپړتیا ساتنه به کوی . دداؤد خان دا ژمنه پر هغه مهال او سیاسی او ولسی

چاپیریال کې یوه انقلابی د مړانې او تهور یو غټ کار و چې د بل هیچا په وسه کې نوه . دده دا شعارؤ چې ویل به  یې د هر کار د سر ته رسولو دپاره  ژمنه او فیصله د بری لمړي ګام دي .

روسان په ډېرې مېنه سره چمتو شول چې د افغانستان پو ځونه دخپلو پر مختللو وسلو سره سنبالې کړی . روسانو خبل مسلکی

افسران د افغانستان د افسرانو د روزولو د پاره افغانستان ته راوستل او هم یې ډېر ځوان منصبداران د نظامی زده کړو د پاره روسې ته واستول . دروسې مالی او اقتصادی مرستې ډېرې شوی . د روسیې سره د افغانستان فرهنګی اړیکې هم پراخې شوې او زرګونه ځوان افغانان  په بیلابیلو مسلکونو کې د لوړو زده کړو دپاره د شوروی اتحاد بیلا بیلو ښارونو ته واستول شول . ځوان افغان افسران او نورملکی او فرهنګی ځوانان چې د لوړو زده کړو دپاره روسیې ته استول شوی وو او ډېر کلونه یې په روسې کې زده کړه او ژوند کړی وو د سوسیالستی د نظام له فرهنګ او ټولنبزو چارو سره اشنا شوی وو . روسی چارواکو په ډیر مهارت سره هغه کمزوری اوټمبل او ناکامه پاتی شوی ځوانان د جاسوسۍ په لموکې اچول او د خپلو جاسوسی شبکو سره  یې یو ځای کول او ګټې يې ترې اخستلې .

داؤد خان څه کم لس کاله د لمړی وزیر په توګه په ډېر صداقت او پاک نفسۍ سره کار وکړ او د وطن په جوړولو او ابادولو کې  یې ستر خدمتونه وکړل چې هیڅوک سترګې ترې پټولي نشی . دده په واکمنۍ کې یوه ډېره ستره ټولنېز ه او فرهنګی کارنامه داده چې ده وکولای شوای چې ټولو افغان ښخو ته خپلواکی ورکړی چې له حجابه راووځی او د بورقې او دچادرۍ له اغوستلو

ځخه خلاصې شی او لکه داروپایې خبلواکو هیوادونو په شان  له نارینوو سره برابرحقونه ولری او په دفترونو اوبیلا بیلو موسساتو کې خپلې ډڼډې تر سره کړی . په افغانستان کې ښځو ته د لمړی ځل د پاره د غازی امان الله خان په پادشاهۍکې په 1920 کې ازادی ورکړل شوی وه چې  ډېرې ستونزې یې راو پارولې او د غازی امان الله خان د واکمنۍ د پرزیدو لامل شواود پرختګونو مخه یې بنده کړه .   ددې ناورین سره سم سقویانو چه د تمدن او د پرمختګ او د ښخو او میرمنو د ازادۍ دښمنان وو واکداران شول . دا دافغانستان په تاریخ کې یوه توره څپه وه

جې هېواد یې د سیاسی، اقتصادی او فرهنکی بدلونونو د کاران

د پرمختګ مخه ونیوله .

داؤد خان د خپل صدرات په واکدارۍ کې یوه لویه ګناه او غلطی وکړه چی پر یو خپل  ډېر د فکر او عمل نژدې ملګري او ملاتړ بې باوره شواو ټول صلاحیتونه او واګ یې ترې ونیوه او زندان ته یې واچاوه .  دا سړي عبدالملک خان نومیده چې یو ډېر د استعداد خاوند پوځی ؤ چې په ترکیې کې یې لوژستیکی لوړې زده کړې کړې وی او د افِغانستان د دفاع په وزارت کې یې ټول مالی او لوژستیکې چارې په ډېرې ښې طریقې سره سنبالې کړې وې . دده همدا برۍ دجنګ په وزارت کې ددې لامل شو چې پر داؤدخان ډېر ګران شو اودي یې د مالې دوزارت دمالی او د ټکسونو د تنظیم د چارو د انتظام د پاره پر خپلې کابینې کې د مالیې د وزیر په توګه وټاکه . عبدالملک خان پر خپلو کارونو کی

ډېرې بریاوې تر لاسه کړې . د افغانستان پاچا دده د کامیابیوو ستاینه کوله او ویل یې چې ملک خان یود الماسو غمۍ ؤ چې تر اوسه په  خاورو اویرو کې پټ ؤ اودداؤد خان نه  یې مننه کړې وه چې دي یې را پیدا کړي او پکار اچولي ؤ . ملک خان یومتدین مسلمان او دروند ملی شخصیت ؤ . د فساد لوی دښمن ؤ  او د بیت المال د ساتلو او په شرعی او علمی  توګه یې پکارول اود هیواد د ترقۍ په لار کې یې پکارول  . کله چې د مالې وزیر شو کوم غیر قانونی او شرعی امتیازونه او تنخواګانې چې د سلطنت د کورنۍ ځنی نارینه او ښځینه غړو ته ورکول کیدل منسوخ کړل چې په دې کار کې یې داؤود خان او پاچا ملاتړ وکړ مګر د کورنۍ محافظه کار او د نفوذ خاوندان دده سره دښمنی پیل کړه او دده پرخلاف یې داسې پرو پاکنډې پیل کړې چې  ملک خان د امریکا جاسوس دي او د روسیی پر ضد داسې اسلامی افراطی کارونه کوی چې غواړ ی سلطنتی نظام په جمهوری بدل کړی . نعیم خان دداؤد خان ورور چې دصدارت دویم مرستیال او دخارجه چارووزیر ؤ هم د ملک خان سره دښمن ؤ داخکه چې ملک خان دلوړو زدکړو خاوند او په اقتصادی او سیاسی چاروکوماهر او د ڼړۍوالوچارو او ستونزو ځخه  بشپړه پوه درلوده او د نعیم  خان سره به په ځنی چارو کې خلاف دریځ غوره کاوه. یو سیاسی کنفرانس چې په 1956 د اندونیزیا د باندونګ په ښارکې د ناپیلوو هیوادو لخوا جوړه شوې و د افغانستان د پلاوی مشری نعیم خان کوله او ملک خان هم د پلاوی یو غړي و. پدغه سفر او د کنفرانس په ترځ کې د نعیم خان

او ملک خان په منځ کې څو ځلې د نظر توپير او شخړه پیداشوه چې نعیم خان ورسته تر دې د ملک خان ضد شو او داسې ویل کیږی چې دملک خان په نیولو او بندی کولو کې د نعیم خان لاس و . حقیقت خبره داده چې دملک خان جرم  تر پایه پورې څرګند نشو او پرته دمحکمې د حکم څخه 21 کاله د دهمزنګ په ناولی زندان کې قیدی پاتی شو . داسې هم ویل کیږې چې داؤد خان خپلو ملګرو او خپلې کورنۍ ته ویلی دی چې ملک خان خاین نه و او کومه ګناهې هم نه وه کړې . دا دده غلطی وه چې  ملک خان ته پرته د محکمې د فیصلې او حکمه څخه جزا ورکړه شوه . ده دا منلې وه چې د یو مسلمان په توګه به الله (ج ) د محشر په ورځ په دې برخه کې ده ته جزا ورکوله کیږې .

څنګه چې دمخه وویل شو داؤد خان د ٌصدرات په چوکۍ کې ستر خدمتونه وکړل چې دافغانستان ټول ولس یې تر نن ورځې ستایې او دعاوې ورته کوی . د لسو کلو په تیرېدو سره سلطنت او شاهی کورنۍ غوښتل چې د حکومت واګې بل چا ته ورکړی او دحکومت په چارو کې ځنی بدلونونه راشی . ظاهر شاه په خوي خصلت کې یو دموکرات او سوله پسنده شخصیت ؤ . د تشدد دښمن ؤ او غو ښتل يې چې په هیواد کې دموکراسی پلې شی ،

سیاسی ګوندونه جوړ شی او خلکو  ته دبیان او نیوکو ازادی ورکړه شی . همدا وجه وه چې په 1964پاچا یوه دودېزه عنعنوی لویه جرګه جوړه کړه چې دټول افغانستان نه د ولس استاز ی  کابل ته وروبلل شول اوهم د سیاسی او ټولنیزو چاره مسلکی متخصصینو ته ډڼډه ورکړل شوه  چې د ولس د استازو سره په ګډه د نوی اساسی قانون مسوده یا پلان جوړ کړی .

ددغو سیاسی او حقوقی کار پوهو په منځ  کې موسی شفیق ، صمد حامد سید شمس الدین مجروح ، سید قاسم رشتیا اونور احمد اعتمادی پیژندل شوی شخصیتونه  ووچې د اساسی نوی قانون دجوړو دپاره د پاچا لخوای ټاکل شوی وو .  پا چا ځنی نور ولسی مشران او ځو تنه درانه اومخور پوځیان هم د ځان لخواد لویې جرګې  د ِغړو په توګه ټاکلی وو . تورن جنرال عبدالغنی خان احمدزی چې هم يې په 1919  کال‪دپکتیا دتل په سنګر کې د انګریزانو سره جګړه کړې وه اوهم دسقویانو په خلاف او ماتې کې ډېر خدمتونه کړي ود باچا لاخوالوې حرګې ته وروپیژندل شوی و .  د پاچا د خوښې درانه شخصیتونه د ولس داستاذو سره په ګډه  بریالی شول چه د هیواد د تاریخی ، سیاسی ، فرهنګی اواقتصادی چاپیریال سره سم د نوی اساسی قانون بنسټونه جوړ کړی . دوی په دې بریالی شول چې د نوی اساسی قانون داسې یوه مسوده جوړه کړی چه نه د اسلامی اصولو او نه د ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې راشی . دا مسوده ورسته د ډېرو خبرو او بحثونو پاچا ته د توشح او منلو دپاره وړاندې شوه . د دموکراسۍ ارزښتونه لکه ټول ټاکنې، دبیان ازادی ، د سیاسی ګوندونو جوړښت ، پارلمانی رقابتونه اود قضاء خپلوکی دا هغه بنیادی اصول وو چې دګاوڼډیو هیوادو او ډېرو نورو هیوادونو په اساسی قوانینو کې نه لیدل کبدی  او ټولو نورو هیوادونو دا منلې وه چې د افغانستان نوي اساسی قانون یو بې سارۍ او بې نذیره قانون دي .

یوه لویه ستونزه چې په دې اساسی قانون کې راغلې وه هغه  داوه چې ددغه قانون په 24 مادې کې  راغلې وه چې د پاچا د کورنۍ غړی نشی کولای چې په حکومت کې ګډون وکړی او هم نشی کولای چې سیاسی ګوند جوړ کړی اویا د نورو سیاسی ګوندونو غړی شی . ددغې مادې اصلی موخه داؤد خان ؤ. دپاچا په کورنۍ  کې پرته دداؤد خانه بل داسی څوک نه و چې د سیاست په ډکرکې د اتلولۍ توان او طاقت ولری . داؤد خان کله چې د حکومت له واګدارۍ څخه لری شواو تقریبا لس کال په کور کشیناست خپلې اړیکې او تعلقات یې د ولس له مخورو او روڼ فکرو سره ډېرې کړې او غوښتل یې چې د حالاتو په بدلیدو سره ده ته دا چاپیریال برابر شی چې د ځوانو عالی زده کړواو په خاصه توګه د ځوانو افسرانو په کډون او ملاتړ بریالی شی چې د یو سیاسی ګوند د مشرپه توګه دسیاست میدان ته ور ودانګی او د ټولټآکنو له لاری قدرت ته ورسیږی او خپلې خاورې او خلکو ته خدمت وکړی . کله چې د نوی اساسی قانون د 24 مادې پر بنسټ دده دسیاستونو د کړووړومخه بنده شوه دي ډېر خفه شو مګر دده ځوان پوځی ملګری پر ده راټول شول او دي یې وهڅاوه چې ددوی په مرسته او دده تر مشرۍ یوه پوځی کودتاه وکړی اود جمهوری نظام په جوړولو سره د افغانستان د خلکو مشر او جمهور ریس و ټاکل شی . داؤد خان په لمړی سر کې د کودتاه سره ضدیت وکړخو ځوانو افسرانو ده ته په ډاګه کړه چې که چیرې دي چمتو نشی چې ددوی مشری وکړی دوی به اړشی چې دکوم بل مشر تر قیادت لانې خپلې موخې ته ورسیږی .

داؤدخان وروسته تر ډېرو اندیښنو او فکرونو ومنله چې د کوتا مشری وکړی .

افغانانو پر خپلو سترکو ولیدل چې د سرطان پر ۲۶ اود عیسوی کال پر 1973 کې یوه سپینه کودتاد داؤدخان تر رهبرۍ لاندې په بری سره سر ته ورسیده. ددې سپینې کودتا تعبیر دادي چې د افغانستان افسرانواو پوځونو مقاومت او جګړه ونګړه او د چا وینه په کې تویه نشوه . د افغانستان ډېرو خلکو داسې اټکلونه هم کول چې ګواګې د اعلحضرت محمد ظاهرشا چې دداؤد خان دتره ځوي او اخشي ؤ په مصلحت او روغې جوړې سره  د کودتا په تش نامه  سره ددولت واګې داؤد خان ته و سپارل شی .

ډ کودتا په سر ته رسولو کې دهغوځوانو افسرانوو ڼډه او رول ِغټ او بنیادی ؤ چې دداؤدخان په واکدارۍ کې دلوړو زدکړو د پاره شوروی اتحاد ته استول شوی وو . ځنی سیاسی څیړونکی دا اټکل هم کوی چې د شوروی اتحاد استخبارتی کړیو ځوان افغان افسران لمسولی وو چې د داؤد خان تر مشرۍ او لار ښونې پادشاهی نظام  نسکور اوجمهوری نظام رامنځ ته کړی . حقیقت دادي چې په کودتا کې روسانو هیڅ شانته برخه نه درلوده . دا هم باید وویل شی چې داؤد خان یو سپیڅلي ملی شخصیت ؤ او هیڅکله یې نشوای زغملي چې دده په شتون کې روسان اویاد نوروهیوادونو جاسوسان د نظام په بدلولو کې لاس ولری . دنوی حکومت په جوړیدو سره چې زعیم یې داؤد خان ؤځوانو کودتاچیانو اداری ، سیاسی او حکومتی تجربې نه لرلی مګر داؤدخان اړین و چې کودتاچیان خوښ وساتی نو ځکه یې د وزارت ځنی چوکۍ ورکړی . داؤدخان غوښتل چې د یوې لڼډې مودې  نه ورسته د حکومت  په چاروکې بنیادی بدلونونه راولی او مسلکی او په کار پوه کسانو ته د حکومت  اهمې چارې وسپاری . د داؤد خان په کودتاکې یو ډېر مهم پټ راز داوه چې دکودتا دواړو لوبغارو ځانته پټه strategy لرله او هغه داوه چې داؤد خان  غوښتل دځوانو افسرانو په مرسته چې په وطن کې د سیاسی او ټولنیزو بدلونونو غوښتونکی وو پاچایې و پرزوی او جمهوری نظام د ځان تر قیادت لاندی رامنځ ته کړی اود چپی فکرونوځوانو افسرانو غوشتل چې دداؤد خان له نامه او دروند شخصیت څخه ګټې پورته کړی او واګدارۍ ته ورسیږی اوداؤد خان ترور یا شهید کړی . داؤد خان کله چې پوه شو چې دده ځوان ملګری چې د حکومت مهمې چوکۍ او ډنډې ورسبارل شوی دی پر خپلو کارنو کې بريالی نه دی او ولس هم خپه دی بیا یې نو ددې ډلې د لرې کولو هڅې پیل کړې او نوی مسلکی او پکار پوه کسان یې ددوی پر ځای وګمارل . داؤد خان چې د حکومت د جوړولو څخه لږ وزګار شو د اقتصاد د پیاوړتیا د پاره يې نوی  7 کلن پلان د  شوروی اتحاد داقتصاد پوه او متخصیصینوو په مرسته جوړ اود پلی کیدو د پاره چمتو کړ .

دکودتا د کامیابۍ سره سم څو نومیالیو کسانو چې دداؤد خان پخوانی ملګری او انډیوالان وو سره جرګه شول او غوښتل یې چې داؤد خان سره ووینی او دبشپړې همکارۍ ډاډ او ژمنه ورسره وکړی .  تر ټولو دمخه ددوی په منځ کې محمد هاشم میوندوال ؤ چې د داؤد خان په صدرات کې دده د کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزیر او بیا ددموکراسۍ په لسیزه کې د

صدراعظم په توګه ډڼډې تر سره کړې وې . جنرال خان محمد خان مرستیال چې یو ډېر میړنۍ او مسلکی پو ځی شخصیت و هم یو ه درنده ځېره وه .ډګر جنرال عبدالرزاق خان ، تورن جنرال محمد رحیم ناصری ، جنرال نیک محمد خان سهاک، برید جنرال عبدالحکیم کټوازي،  جنرال عبدالسلام ملکیار ، ډګروال سید امیر هوایې قوماندان ، ډګرمن کوهاټ خان اوډګرمن زرغونشاه شنوااري چې مشهور په ماما زرغون شاه وو. دوی ټول دافغانستان په پوځ  کې پیژندل شوي شخصیتونه وو . الله نظرخان دستو خیل چې یوغټBusnessman

تاجر او ولسی څېره او دولسی جرګې غړي و هم په دې ډلې کې شتون درلود . همداسې څو نور درانده ولسی او ملی شخصیتونو ددوی سره ملګرې وو.  په ټوله کې ددوی مطلب دداؤد خان سره لیدل داو چې داؤد خان ووینی اوخواخوږی ورسره وکړی او پوه یې کړی چې د داوؤد خان د چپی افسرانو ملګرتیا دده سره په اصل کې د  کمونستی نظام راوستل او په پای کې دده له منخه وړل دي . په کودتا کې چې کومو چپی افسرانو  ګډون درلود دا  ټول پر یوه یا بل نامه د پرچم او د خلق د سوسالستی ګوندونو په پټه یا ښکاره غړی او یاپلویان وو . د پرچم او د خلق د کوندونومشران او پلویانویې د میوند وال او دده د ملګرو او پلویانوڅخه کرکه لرله او ددوی پر خلاف یې په دروغو سره داسې پروپاګندې خپرولې چې دوی ګواکې ټول د امریکې پلویان دی اود شوروی ضد شخصیتونه دی . ددوی په اند دمیوند وال ډلې نّه غوښتل چې افغانستان د شوروی اتحاد سره نژدې سیاسی، اقتصادی او پوځی ارېکې او نژدیوالي ولری .  په دغه مهال کې د دداؤد خان په واکمنۍ کې د پولیسو او استخباراتی ټولې واګې د چپی افسرانو په لاس کې وی او د پرچم او خلق د ګوندونو تر لار ښونې د میوند وال او د هغه د ملګرو ټولې هڅې او لیدل کتل Meetings ددوی تر څار او پاملرنې لاندې وو . د پرچم او د خلق مشرانو نه غو ښتل چې میودنوال او ډله یې له داؤد خان سره ووینی او خپل ملاتړ او پیوستون ور سره اعلان کړی . همداوجه وه چې دوی داسې پلمه جوړه کړه چې ګواکې د میودوال لیده کاته د ملګرو سره د جمهوریت په ضد یوه لویه دسیسه او پلان دي . دپرچم او خلق استخباراتی کړۍ میونوال او دده ملګری پرته له کوم مقاومته ونیول او بندیان یې کړل او زجرونه یې ورکړل او ددوی بې عزته یې وکړه . داؤد خان ته یې وویل چې دوی کودتا کوله او غو ښتل یې چې جمهورت ړنګ او واګې تر لاسه کړی . سپینه خبره پدې کې داده چې میوندوال پوځی شخصیت نه و او ملګری یې هم  Retirred متقاعد شوي کسان  ووچې د  نوی پوځ سره  یې هیڅ اړېکې نه لرلې . دپوځ ټولې واګې د چپی افسرانو په لاس کې وې  او زړو او متقاعدو افسرانو هیڅ شانته اثر او رسوخ پر پوځ نه درلود ل.  میوندوال چې یو پوخ سیاستوال ، لیکوال ، متقی مسلمان او دمساوات د ګوند مشر اودتشدد او د جګړې ضد و هیڅکله نه غوښتل چې د جګړې له لارې په وطن کې سیاسی او ټولنیز بدلون راشی. میوندوال ته په زندان کې برقونه او ظالمانه زجرونه د پرچمی چپی پولیسو لخوا چې مشر یې صمد اظهر و    ي وورکړل شول . تر کومه ځایه چې دي یو مدنی او فرهنګی او سیاسی شخصیت و او هیڅکله د شخړو او ناخوالو سره مخامخ شوي نه ؤ نشوای کولي چې د ظالمانه او غیر انسانی زوجرونو سره مقاومت وکړی نو شهید شو . پرچمی پولیسو په ډیرې بی شرمۍ سره چې هیڅ چا منلي نشوای وویل چې میونوال پر خپله  ځان مړ او زېندۍ کړي و. میوندوال بر سیره پرنورو صفتونو چې لرل  په اسلامو علومو کې یو عالم شخصیت ؤ چې د ځان مرګۍ تور پر ده لګول د هیچا د پاره د منلو وړ نه دي . چپی پوځیانو د میوندوال نور ملګری  په ملی خیانت تورن او اعدام کړ ل او  ځنی نور یې دڅرخی په زندان کی  د ژوند تر پایه بندیان او زجرونه ورکړل . داؤد خان چې د ژوند هر اړخیزې تجربې لرلې اودزعامت مدعی ؤ چمتو نشوچې دمیوندوال او دده دملګرو په ناحق اتهام ځان پوه کړی بلکه د چپی افسرانو لخوا وغلول شونو ګرم اوملامت دي او دالله [ ج ] په وړاندې مقصر او ګناه کار بلل کیږی  اوخپله جزا به په اخرت کې وینی . لوی څیښتن چې د خپلو بې ګناهو بندګانو منتقم دي ظالمانو او ګناه کارانو ته ددوی د ناحقه کړونوپه مقابل کې جزاورکوی .

اوس مهال چې د میوند وال له شهادته څخه 52 کاله تیر شول د تاریخ په قضاوت د افغانانو او بهرنیانو د څیړونو په نتجه کې دمیوندوال پیښه د افغان چپی افسرانولخوا یوه ستره دسیسه وه چې هیڅ مستند ثبوت د هغه د جرم او ملی خیانت په برخه کې شتون نلری .

داؤد خان چې لږ ارامه  شواو د وطن د اقتصاد په رغونه بوخت  شود خپلو نژدې یارانواو خپلوانو  سره دا منلې وه چې د میوندوال په پیښه کې دي د چپی عناصولخوا ولوبول شو او خپل پخوانې مسلکی او کار پوه کسان یې له لاسه ورکړل .

د میوندوال له شهادت نه ورسته د ځوانو مسلمانو زده کونکو او دهغوی د استادانوچې دکابل د پوهنتون د شرعیاتود فاکولتی استادان او شرعی علومو کې مسلکی متخصصین وو هم د داؤدخان پر مشرتابه بد ګمانه شول او د حکومت پر ضد یې په کابل کې مظاهرې او پاڅونونه وکړل . د حکومت د استخباراتو چپی واګداران په ډار کې شول چې که چیرې ددوی مخه ونه نیوله شی ټول مسلمان وګړی به ددوی ملګری شی او دا به د چپیانوواکمنۍ ته تاوان ورسوی . ددوی  strategy داوه چې د دوی مشران ونیسی او وروورو ددوی پاڅونونه ته د پای ټکي کیږدی . دا ویښ مسلمان ځوانان د استخباراتی کړیو پر پلانونو خبر شول او سمدلاسه د ننګرهار د ولایت د سرخرود په ولسوالۍ ، پنجشیر او لغمان کې د حکومت پر ضد پاڅونونه وکړل .  ددوی شمیر کم و اوپر مخ تللې وسله یې هم نه درلوده او ولس یې هم ملا تړ ونکړ . دوی حکومتی چارواکو ته تسلیم نشول او پاکستان ته وتښتیدل اوپاکستانی چارواکو ځخه یې مرستې و غوشتلې . پاکستانی استحبارتی چارواکو ددوی ډېر استقبال وکړو او چمتو شول چې دوی ته پوڅی زده کړې ورکړی او د افغانستان د حکومت پر خلاف یې وکاروی . پاکستانی واکداران د افغانستان دواکدارانو او په خاصه توګه دداؤد خان د دریڅ څخه د پشتونستان دداعیې په حقله مرور وو او داسې یې انګیرله چې د پاکستان پښتانه چې خپله خپلواکی او ازادی غواړی دا ټول د افغانستان د واکدارانو تحریک دی اواوس دوی ته داموقع په لاس ورغلې چې پاکستان هم د افغانستان د واګدارانو ضد خلک ددوی په خلاف وکاروی . دداؤد خان د حکومت چپی واکداران د مسلمانو ځوانانو د پوځی پاڅون او بیا دهغوی تګ پاکستان ته ددښمنۍ نه ډکه پېښه وګڼله او سمدلاسه یې ځنی درانه اومسلکی  د شرعیاتود فاکولتې استادان ونیول او دملی خیانت په تورونو یې بندیان یا شهیدان کړل . دداسې پیښو پایلې داشوې چې  دداؤد خان په واکدارۍ کې  نورټول فرهنګی ، سیاسی او پوځې مسلمانان ویریدل او دا اندیښنې ورته پیداشوی چې نن وی که سبا وی  له دوی سره به هم همداسې چال چلند کیږی . د ولس په مینځ کې وروورو داسې ګنګوسې را پیداشوې چې د جمهوریت واګې د کیڼ فکرو افسرانو چې د شوروی اتحاد تر اغیزی لاندې دی په لاس کې  دی او هغوی پرته له خپلو ملګرو پر بل چا باور نلری اوهڅې کوی چې نور خلک د سیاسی ، فرهنګی او پوځی ډګر نه لرې کړی او هر څه تر خپل control‪  لاندې خوندی وساتی . داؤدخان هم دولس ددغو اندیښنو څخه خبر شو اوغوښتل یې چې په حکومت کې بدلونونه راولی او د کیڼ فکرو پو ځیانو د نقوذ مخه بنده کړی .

په دغه مهال کې د اتحاد شوروی د مشرانوپه رسمی بلنه  مسکو ته ولاړ او هلته دده ډېر  تودهر کلۍ وشواو روسانو ژمنه وکړه چې افغانستان سره به په اقتصادی ، تخنیکی او پوځی چارو

کې هر اړخیزې مرستې وکړی .دا سفر یو ډیراهم تاریخی سفر ؤ . داځکه چې ددغه سفر په ترڅ کې دشوروی اتحاد ِټول مشران  لکه بریژنف د کمونستی ګوند مشر ، پدګورنی ددولت ریس ، کسیګین صدراعظم اوګرومیکو د دباندنیو چاره وزیر چی ټول د کمونستی د ګوندد پلیټ بیرو بنیادی ِغړی وو په یوه رسمی ناسته کې د بریژنف لخوا داؤد خان  ته وویل  شوه چې د اتحادشوروی د استخباراتو د خبرونو پر بنسټ د نیتو NATO د هیوادو ځنی  جاسوسان د اجنیر او کار پوه تر نامه لاندی د افغانستان په شمالی سیمو کې ځای پر ځای شوی دی . برژنف داؤد خان ته وویل چې د نیټو ددغو جاسوسانو ځای پر څاې کیدل د افغانستان  پّه شمالی ولایتونو کې  د اتحاد شورو ی پر خلاف د جاسوسۍ او استخباراتی معلوماتو د ټولو د پاره دی  او زموږ هیله داده چې دافغانستان واګداران دوی ته اجازه ورنکړی چې پدغو سیمو کې ژوند او جاسوسی وکړی . داؤد خان په ډیرې حوصله مندۍ سره د برژنیف خبرې واوریدې او په  ځواب کې یې پر بر بڼډواو ښکاره کلماتو وویل چې د افغانستان اقتصاد رغونې ته اړدی او دا لویدیز انجنیران او د اتحاد شوروی انجنیران او افغان کار پوهان د افغانستان د واکدارانو لخوا ګمارل شوی دی چې اقتصادی پروژی progects بشپړې کړی . داؤد خان دا هم وویل چې هر کله چې افغانستان بریالی شی چې خپل افغان انجنیران او متخصصین ولری بیا به د نورو ټولو هیوادونو د اتحاد شوروی د انجنیرانو په کډون له دوی څخه په مننې سره دوی ټول رخصت کړی .ددې ناستې په پای کې داؤد

خان پر بربنډو کلماتووویل چې دي د افغانستان د جمهور رئیس په توګه هیڅ چا ته دا اجازه نه ورکوی چې د خپلواک افغانستان په چارو کې لاس وهنې وکړی . ددې بیان سره سم له چوکۍ وچت شو اود شوروی مشرانو ته وویل چې ددوی مجلس او خبرې همدلته پای ته ورسیدې او اعلان یې وکړچې دده الوتکه دې سمدلاسه وطن  ته دبیرته تګ د پاره چمتو شې . داسې هم ویل کیږی چې بریژنف پر خپله ده  ته ورنژدی شو او ورته یې وویل چې د پراګرام سره سم دده او داؤد خان په مینځ کی یوازې په یوازې یوه ځان کړې ناسته او مجلس د سبا د وریځې د غرمې لخوا پروګرام شوی ده او دوی   به په ځانکړی توګه خبرې او دزړه خواله  سره وکړی او ټولې ستونزی  به اوارې کړی .

داؤد خان د بریژنف څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې دي په خبره پوه شوي دي او نور نه غواړی چې د روسیې مشرانو ته سر خوګي جوړ کړی او سمدلاسه خپل هیواد ته ستون شو .

څنی سیاسی څیړونکی دداؤد خان غبرګون د بریژنف په مقابل کې یوه سیاسې تیروتنه بولی او داسی اټکل کوی چې دداؤد خان مخامخ تند غبرګون د بریژنف او د شوروی ټولو مشرانو په مقابل کې روسی مشران په غضب کړل او داسې انګیرنه یې و کړه چې د دا ؤد خان په واکدارۍ کې به افغانستان د روسیې پر خلاف راپورته شی او افغانستان چې اوس مهال د روسانو تر اثر او روسوخ لاندې دي غربی او په خاصه توګه امرېکې ته ورنژدې شی . دا څیړونکی داهم وایې چې دهمدې غبرګون پایلې دا شوې چې روسان افغان کیڼ فکره ځوان پوځیان راو پارول چې دداؤد

خان دپرزولوچاپیریال برابر کاندی . ددې کرښو لیکونکي چې ډیر کلونه يې د دپلومات په توګه  په ماسکوکې د افغانستان  په سفارت کې ډنډې تر سره کړی او د اتحاد شوروی پر سیاستونو یې سر خلاصیږی ددې نظر ضد فکر کوی . د اتحادشوروی Strategy او پالیسی ګانې دلمر ختیزو اروپایی هیوادونولکه چکوسلواکیه ، پولند، هنګری، بلغاریه ، رومانیه او یوګوسلوایه سره یو شان نوې. ددغو سوسیالستی هیوادونو هغه مشران چې ډارن او کمزوری وو د شوروی اتحاد هرې خبرې او دستور ته غاړه کیښوده مګر هغه مشران چې مضبوط او زړور رهبران وو لکه ټیټو د یوګوسلاواکی مشر او چایسسکو د رومانیې دیکټیټر سره له دې چې سوسیالستان وواو دروسیې تر چتر لانی ژوند کاوه خپلې ځانګړې پالیسی ګانې لرلی او روسانو نه غوښتل چې ددوی د لارې خنډ شي . داسې ویل کیږی چې  پرټیټود ستالین زور هم نه رسیده .  روسانو داؤد خان دډیرو کلونو په ترڅ کې پیژندلی و اوپوهیدل چې داؤد خان روسانو ته پاملرنه ډیره درلوده اود لویدیزو هیوادو په پرتله  پرروسانو  یې باور او ډاډ ډیر ؤ بر سیره پر دې داؤد خان یو کلک سر تیري ملی شخصیت Nationalist  ؤ او هیڅ کله له خپلو اصولو او بنسټونو نه تیرده  او روسانو باندې ګران ؤ او درناوی یې کاوه . ددې خبرې بر سیره افغانستان یو خپلواک هېواد اود نه پآیلتوب دخوزښت پیژندل شوی غړي و نو روسانو نه غوښتل چې داسې مضبوط او د نړۍ په پرتله پیژندل شوي شخصیت له لاسه ورکړی . ددې خبرې معنی داده چې روسانو ته د داؤد خان تند

غبرګون دومره اهم نوه چې دي وپرزول شی . ددې کرښود لیکونکي انګیرنه داده چې ګین فکره بې تجربې افغان پوځیان چې د خلق او پرچم د مشرانو تر اغیزې لاندې وو د داؤد خان څخه خپه او جذباتی شول اود داؤد خان پر خلاف یې نوی هڅې او خوزښتونه پیل کړل او غوښتل یې چې دداؤد خان واکمنی پای ته ورسوی .

داؤد خان چې د مسکو د سفر نه راستون شو دخپل ملی سیاسی دریځ د روښانولو، پراخولو او مضبو تولو په نیت ځنی ګاونډیو او سعودی غربستان ته په سفر ولاړ . لمړی پاکستان ته ولاړ او هلته یې د پاکستان له واکدارانو سره او په خاص ډول د بوتو چې د پاکستان لمړي وزیر و ولیدل او د افغانستان سیاسی دریځ یې د پاکستان په برخّه کې ورته بیان کړ او پاکستان ته  یې ډاډ ورکړ چې کّ چیرې پښتانه په پاکستان کې ونه ځورول شی او دنورو سره یې حقونه  بابرخوندی پاتې شی افغانستان به خپلې تجارتی ، فرهنګی او سیاسی اړیکې د پاکستان سره پراخې کړی.

پاکستانیانو  سره دا وېره وه چې دداؤد خان په واکمنۍ کې به  پښتانه او بلوڅ په پاکستان کې د پاکستان د واکدارانو په خلاف راو پارول شې او دې کار سره به دپاکستان امنیت  کمزوري شی .

کله چې بوټو ته د داؤد خان لخوا ډاډ ورکړ شو چې افغانستان به د پاکستان په کورونیو چارو کې کوتې نه وهی بوټو او د پاکستان ټول مشران ډېر خوشحاله شول او دداؤد خان ډېرعزت

اودرناوي یې وکړ. بوټو د ټولو پاکستانی چارواکو په وړاندې داؤد خان ته د پلار خطاب وکړ اووویل چې پاکستان چمتو دي چې دداؤد خان ترمشرۍ د پاکستان او افغانستان ټولو سیاسی او تجارتی ستونزو ته لاره اواره کړی .

داؤد خان د پاکستان له سفره وروسته تهران ته د ایران د پاچا په رسمی بلنه ولاړ اوهلته یې د پاچا او دایران له چار واکو سره لیدنې اوهر اخیزې خبری وکړې . دا سې ویل کیږی چې د ایران باچا داؤد خان ته په ډېرې درناوي سره وړاندیز وکړ چې ایران چمتو دي چې د افغانستان د اقتصاددرغونې د پاره دوه بلیونه ډالره مرستې وکړی . ایران چمتو شوچې د اوسپنې د لارې دجوړولو چې 1810 کیلو متره اوږده وه او داسلام قلعې څخّه پیلیده او هرات ، فراه ، لشکر ګاه، قندهار، مقر ،غزنۍ ، لوګر ( دعینکو مس ) کابل ، حاجی ګک (د وسپنې معدن )  ښارونه يې سره نښلول مالی او تحنیکی مرستې وکړی . داؤد خان ددې وړاندیز هر کلي وکړ او چمتو و چې دا پروژه د افغانستان په 7 کلن بلان کې راولی او ګتې ترې پورته کړی . د ایران پاچا داؤد خان ته دا وړاندیز هم وکړ چې افغانستان کولای شی چې ددغو پیسو په لګولو سره خپل پورونه چې له روسانو څخه یې اخستی ځان خلاص او دروسانو د نفوذ څخه ځان وژغوری . داؤد خان د ایران د پاچا څخه مننه وکړه او ډاډیې ورکړ چې افغانستان  که چیرې په راتلونکې کې ضرورت پیداکړی بیا به پر ایران غږ وکړی  .

سیاسی څیړونکی د داؤد خان دادریځ یو پوخ او پر ځای دریځ بللي او ویلی دی چې داؤدخان د پاچا ستاینه کړې او هم یې ډاډه کړي چې دروسانو سره ستونځه نلری او له روانو حالاتو څخه خوشحاله او قناعت لری . په خواشینۍ سره د داؤد خان په رسمی سفر کې جلالر دمالې وزیر چې په پټه سره د روسی KGB  جاسوس ؤ دداؤد خان ددغه ملی دریځ د ایران د پاچا سره

ناسم او غلط رپورت Report روسانو ته ورکړ او روسانو ته یې وویل چې داؤد خان د پاچا سره ومنله چې چمتو دي د ایران څخه پیسې تر لاسه کړی او روسانو ته یې ورکړی او روسان د افغانستانه څخه وباسی .داؤد خان  ورسته تر دې مصر ، سعودی ، لیبیا او کویت ته هم سفرونه وکړل او د عربی مشرانو څخه یې وغوشتل چې د افغانستان په اقتصادی رغونه کې  مرستې وکړی . په عربی هیوادونو کې دداؤد خان  شانداره هر کلی وشو او ټولو عربی مشرانو دداؤد خان په مسلمانۍ ، صداقت اوژور ملی احساس Nationalism باوری شول او دده یې ډېر درناوی کړي و . په مصر او نورو ټولو عربی هیوادونوکې د جمال ناصردهیواد پالنې او Pan arabism د تحریک اوجذباتو اثر اوولولې پر ټولو عربی واکدرانوخپرې شوې وې او دا هغه څه ؤ چې دداؤد خان احساس او غوښتنې هم په کې نغښتې وی . داؤد خان عربو مشرانو ته په ډاګه کړه چې افغانستان یو خپلواک هیواد دي چې د ناپایلتوب د سیاست په غوره کولو سره  بل  هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوی چې په کورنیو چارو کې یې ګوتې ووهی . افغانستان ټولو اوپه خاصه توګه مسلمانو هېوادونه ته په درنه سترګه ګوری اوهیله مند دي چې د فغانستان په بیا رغونه کې ور سره مرستی وشی . داؤد خان وویل چې شوروی اتحاد د افغانستان په بیا رغونې کې مرستې کړی چې د افغانستان وکړی ترې منندوی دی . داؤد خان  د عربو مشرانو سره په خپلو ناستو او مجلسونو کې درو سانو په برخه کې منفی نظر اوارزونه ونکړه . دلته بیا باید وویل شی چې د داؤد خان په هیات Mission کې دده د حکومت دتجارت وزیر جلالر چې روسانوخپل کړی ؤ او د KGB غړي پاتې شوي ؤ روسانوته غلط اوددروغو Report ورکړي او ویلی و چې داؤد خان عربې مشرانو ته د روسانو پر ضد خبرې کړی دی .

په کال 1976 او  1977 کې د کابل په ښار کې څوتنه په مرموز ه توګه ووژل شول او پلیس او استخباراتی کړۍ بریالی نشول چې څرک یې پیدا کړی او پوه شی چې دا وژنې او قتلونه د چا لخوااو ولې شوی دی . مجید کلکانی چې د ساما دډلې مشر او ماویست او ستمي و په شمالی ولایتونو کې څنی قتلونه وکړل چې موخې یې څرګندې نوی . په کال 1977 د اګست په میاشت  انورالحق ګران چې د اریانا د هوایې شرکت پیلوټ و په رڼا وررځ ووژل شو او چا ته پته و نه لګیده چې ولې او دښمن یې څوک و . ددغه کال د نوامبر په میاشت علی احمد خرم چې د پلان دوزارت وزیرو پر خپل وزارت کې د یوه اخوانی سرتیری  په لاس چې مرجان نومیده ووژل شو . سره له دې چې دا سړي ونیول شو او بندی شو مګر بنسټی علتونه ښکاره نشول .

ددې قتلونو په لړ کې  په کال   1978 د اپریل په 17 میر اکبر خیبرچې د ټولو کیڼ لاسو شخصیتونو په مینځ کې یو پوه او نامتو سړي و د مازیګر او ماښام په وخت ووژل شو . خلکو ولیدل چې د یو روسی جیپ ګاډی څخه پر ده ډزې وشوې او دی څاي پر ځای ووژل شو. انګیرنه داده چې  خیبر او نورټول قتلونه د روسیې د سفارت د استخباراتی چارواکو لخوا سر ته رسیدلی دی . او ددې ډلې مشری اوبلوف چې د سفارت د فرهنګی چارو مسئول و کوله . خلقیانو او پرچمیانو د خیبرد وژنې  پړه د حکوت پر واکدارانو پرته له کوم  ښکاره ثبوت او منطقه اچوله . داؤد خان که ژوندي پاتې شوي واي خامخا به یې د خبیر وژونکی او د وژولو انګیرنه پیدا کړې وای .  د حیرانتیا خبره داده چې کله خلقیان او بیا ورپسی پرچمیان واګدارۍ ته ورسیدل د خبیر د وژولو چې ولې او چا مړ کړ پوښتنه هم ونکړه او هر څه د خبیر په برخه کې هېر شول . دا مهال چې دخبیر د وژنې څخه 45 کال تیریږی په ځنې تلویزیونی  خپرونو کې د پخوانی پرچمیانولخوا چې دا مریکی متحده ایالاتو او څنی  اروپایې هیوادو کې میشته شوی دی  څیړنې پيل کړی او هڅې کوی چې د خبیر د وژلو انګیزه اووژونکې پيدا کړی . له نن څخه یو کال پخوا ددې لیکنې لیکونکی د بهار د تلویزیون  څخه چه د امریکې د لا س انجلس په ښارکې په پښتو او دری ژبو خپرونې لری د سلیمان لایق سره په یوې مرکې کې واوریدل چې د خبیر وژنه یوه  Mystereous یعنې د اسرارو ډکه یوه وژنه وه او هیڅ چا داجراء ت ونشو کړای چې هغه راوسپړی . سلیمان لایق چې د خبیر اخشي ؤ او خیبرته نژدی کس و اود هغه د هر څه نه  خبر و جراء ت ونشوای کړای چې د خیبر وژونکي د افغانستان ولس ته وروپیژنی . ده یوازی دا خبره وکړه چې نور احمد نور چې ببرک ته ډېر نژدی اعتباری و دخیبر د وژول کیدو څخه څو ورځې دمخه خیبرته واستول شواوخیبر نه  یې هیله و کړه  چې د کودتاد پلان په پلی کولو کې  خپل دریځ بد ل او مرستې وکړی . نور احمد نورد کمونستانو د کودتا په لمړیو ورځو کې دکورنیو چارو دوزارت وزیرشو او دټولو پیښو او بدلونو او ټولو وژنو څخه خبر و او پوهیده چې خیبرڅنګه  ولې او د چالخوا ووژل شو مګرنه ده اونه دده مشرانو د خیبر او نورو وژنو په برخه کې ّڅه و ویل بلکې پټه خوله پاتې شول . درې میاشتې دنن نه همدا نور احمد نور چې اوس په هالند کې دډیرو نورو پرچمیانوپه ګډون  هوساژوند لری د بهار د ټلویون په څپوکې د یوې مرکې په ترڅ کې د خبیر د وژولو په برخه کې وویل چې د نړۍ د حالاتو په نظر کې نیولو سره اوس مهال اړتیا نشته چې دا پټ راز بر بنډ شی . دده او دسلیمان لایق له څرګندونونه بریښی چې دوی اوس هم د KGB باوری او وفاداره غړی پاتې شوی او ویره لری چې د روسانو لخواد ستونزو سره مخامخ نشی . د پرچمیانود نژدې اړیکو پّه برخه کې چې دروسانو سره یې لرلې ددې لیکنې لیکوال چې د څرخی پله په زندان کې د خلقیانو په واکمنۍ کې  د شلو میاشو په موده کې بندی و یوه ډیره عجیبه قصه باید وشی. ددې زندان  95‪% زندانیان د ظاهر شاه د زمانې اویا دداؤد خان د واګدارۍ مسلمان اوملی پخوانی چارواکی او ولسی  او قومی مشران وو . ددوی سره یو ډله پرچمیان او څلور تنه  د حفیظ الله امین ضد کسان هم شتون درلودل . ددې لیکنې لیکوال د زندان په لمړی بلاک او په لمړی پوړ کې دډېرو نورو مخورو او لوړ پوړو چارواکو سره زندانی و . په دې ډلې کې درې کسه ځوان استخبارتی پرچمیانو هم شتون لرل . جګړن حکیم سروری چې دببرک کارمل په واکمنۍ کې د صدراعظم مرستیال شو ، دویم کس جګړن اصف پغماني هم دببرک په وخت کې د جنګ دوزا ت دستر حقوقی دیوان د رئیس په توګه د ډګر جنرالۍپه مقام وټاکل شو، دریم کس نصرالله منګل نومیده چې د ببرک کارمل او ډاکتر نجیب په وخت کې دخاد یو جګپوړي شخص و . کله چې حفیظ الله امین ترکي مړ کړ او بشپړ واګدار شو خپل ډیر ضد خلقیان او پرچمیان او نور ملی اوولسی شخصیتونه ووژل اود زندان  په چاپیریال کې هم د غم او دډار فضاه خپره شوې وه . کله به چې د زندان پیره دارانو زندانیان د غرمې په مهال لمر ته راویستلواو څنګ په څنګ به ناست وو حکیم سروری او نصرالله منګل چې زړور شانته وو موږ ته  تسل راکولو اوویل چې دوی ته دروسانو لخوا پیغامونه رارسیدلی چې ژر به ذندانیان خلاصیږی او ببرک کارمل به واګداره کیږی . اصف پغمانۍ  ددوی په منځ کې ډېر ډارن اوکمزوري ؤ اوویل به  یې چې د هیچا په خبره باور نلری. ددې کسې ‪Story اصلی مطلب دادي چې پرچمیانوسره روسانو مضبوېې اړیکې لرلې اودوي ته

یې لارښونې کولې . ددې خبرې څخه دااستدلال کیدای شی چې د داؤد خان په پرزولو کې د روسانوملاتړ روښانه او بر بنډ و .

خبیر د پاچاپه واکمنۍکې کله چې شاه محمود خان صدراعظم و د پلیسو په اکاډمۍ کې زده کړې کولی او په هغه کال چې دده د اکاډمۍ د خلاصیدو شهادت لیک Certificate ورکول کیده ونیول شو او زندان ته واستول شواو دډیرو کلو د پاره په زندان کې پاتی شو . کله چې په زندان کې و دده میرمن او دوه ماشومان دده له کوره  د ناپیژ ندل شوو کسانو لخوا وتشتول شول

اوژوندی او مړی یې ورک شول او دده تر ژونده هم پیدا نشول .ورسته له دې پیښیې خبیر د ټولو واکدارانو په خلاف شو او هیڅکله چمتو نشو چې په حکومت کې ډنډه تر سره کړی . په زندان کې ده د ببرک کارمل سره وپیژندل او ببرک کارمل دده نه د سوسیالیزم او کمونیزم په برخه کې ډیر څه زده کړل .  خبیر د پرچم او خلق په مینځ کې دپرچم پلوي شو او ډېر شاګردان  یې وروزل . کله چې د روسانو په لارښونه پرچم او خلق سره پیوستون وکړ او غوشتل یې چې دداؤد په خلاف کودتا وکړی خیبر ددې کار ضد ؤ او ویل یې چې د افغانستان د سیاسی ، ټولنیز اواقتصادی چاپيریال پر بنسټ دداؤدخان  Strategy او سیاستونه سم دی او ټولې کیڼ اړخې ډلې باید دده  ملاتړ وکړی . انګیرنه داده چې روسان دده د فکرونو او غوښتلو سره وران وو اودا يې پلان ؤ چې دی له منځه ولاړ شی او لاره کودتاته اود پرچم او خلق واکمنۍ ته اواره شی .

د خیبر په وژلوکې خلقیان او پرچمیان ډیر په غْضب شول او د ټولو کیڼ فکرو په کډون د خیبر په جنازه کې د بیرغونو په رپولو و ددولت په ضد شهارونو او چیغو او نارو سره خوزښتونه پیل کړل . دخیبر دجنازی په مراسمو کې زرګونه د کابل خلک د تماشا د پاره ورغلی وو. خلکو غوشتل چې د خلق او پرچم د مشرانو غبرګونونه د خیبر د مړېنی په وړاندې ووینی . د کین اړخو د ګوندونو مشرانو هر یوه د خیبر پر قبر جذباتی بیانونه ورکړل اودي یې د پوهې اودرانه شخصیت خاوند وباله او د وژنې تورونه یې دداؤد خان پر واکدارانو واچوله او داؤدخان  یې دیو ظالم او دکتاتور Dictator جمهور په نامه یاد کړل . داؤد خان دا ټول حالات څارل او غوشتل یې چې  له صبر او زغم څخه کار واخلی او دحالاتو هر اړخیزه ارزونه وکړی مګر دده ناپوه او مغرور نژدې ملګری او حکومتی چارواکی لکه حیدر رسولی ددفاع وزیر ، عبدالاله دمالیې وزیر، سید وحیدالله د دباندنیو چارودوزات معاون او قدیر نورستانی دکورنیو دچارو وزیرده ته غلط راپورونه ورکول اوغوشتل چې سمدلاسه د خلق او پرچم ټول مشران ونیسی او جیل ته یې واچوی . داؤد خان غوشتل چې ورسته له هر اړخیزو څیړنو او ارزونو فیصله وکړی چه  څه وکړی مګر دده متکبرواو ناپوهو ملګرو دي اړکړ چې ددواړو ګوندونو مشران ونیسی او جیل ته  یې واچوی . کله چې د حکومت چارواکو د خلق او پرچم غټان او مشران ونیول او دکابل د ولایت په زندان کې یې بندیان کړل ددوی ځوان او جذباتی کین اړخه د پوځ افسران ډیر خواشینی شول او چمتو شول چې د حکومت په ضد قیام وکړی . حفیظ اللّه امین چې خلقي ؤاو د خلقیانو په استازیتوب یې دچپی افسرانو سره نژدې اړیکې لرلی دوی ته لار ښونه وکړه چې سمدلاسه پوځی پاڅون وکړی او پر ارګ چې دداؤد خان د واګدارۍ ټآټوبۍ او مرکزؤرودانګی او هر څه ختم کړی . دلته د یادولو وړ ده چې ځوانو جذباتی کیڼ اړخو افسرانو خپلو خپلوانو او نژدې ملګرو ته ویلې وو چې په دې پاڅون او کودتا کې  به دروسیې  300  افسران چې ددوی استادان وو په پټه دوی هڅول چې دحکومت د ړنګولو دپاره چمتو شی . روسانو دوی ته ډاډ ورکړي وو چې دوی او دروسیې استخارتی کړۍ به په کودتا کې مرستې وکړی .

پرکال 1978 د اپریل پر 27  افغان څلورم پوځ او زره لرونکۍ پنځلسم فوځ او هوایې قووتونه کابل ته وخوځیدل اووطن جار چې د ټانکونو قوماندان  اود نورو ټانکونو سالار ؤ اوپر خپله یې ټانک چلاوه پر ارګ او ددفاع پر وزارت ډزې وکړی .  داؤدخان په ارګ کې دننه د کابینې غوڼډه بللې وه اود بندیانو په برخلیک یې خبرې کولې چې څه ورسره وشی . قدیر نورستانی اود څنی نورو متکبرو او مغرورو وزیرانو وړاندیز دا ؤ چې ټول بندیان دې سمدلاسه اعدام او مړه شې . داؤدخان په کلکه سره ددې وړاندیز ضد ؤ اوویل  یې چې ددې کار په سر ته رسولو کې به ددوی حکومت په ټوله نړۍ کې بې پته اوبد نامه شی . د حکومت غړی پر همدې مسئلې تودې خبرې پيل کړې وی چې ارګ له هرې  خوامحاصره اود ټآنکونو تر باران لادنې راغي . صاحب جان د

ارګ د پوځ قواندان ؤ او د دښمن سره په میړانې وجنګده او دښمن ته یې ډېر تاوان ورساوه او په نره یې مقابله کوله . ددغې ورڅې پر ماښام دهوایې پوځ د جټ الوتکې د قادر چې یو پرچمي کیڼ فکره څوان افسر و تر لارښونې لاندې کابل ته راورسیدې او سمدلاسه یې پر ارګ بمونه وغورځول او د ارګ ډیري افسران یې شهیدان کړل . کله چې داؤد خان د ارګ دځوانوافسرانود شهادتونو نه خبر شو صاحب  جان ته یې

وویل چې جګړه بس کړی او یوه سپینه ټوټه د سولې په توګه جګه اودجګړې د بندیدو اعلان و کړۍ.

کله چې دا کار وشو د بمونو او ګولیو باران بند شو . داؤد خان د حکومت غړو ته وویل چې کولای شی خپلو کورو ته ولاړاویا په ارګ پاتی شی . ځنی وزیران خپلو کوروته ولاړل او ځنې په ارګ  کې پاتې شول . داؤد خان په دغه وخت کې خبله ټوله کورنۍ د خپل ورور نعیم خان ، خوندې ، ځامن ، لوڼې ، لمسی  ارګ ته له ځانه سره راټول کړل او د ځان او کورنۍ برخلیک ته په انتظار شو. داؤدخان دخپلې ټولې کورنۍ سره  دغه بدمرغه شپه په ارګ کې تیره کړه او سبا ته  امام الدین ، یو ځوان خلقی افسر دډګرمن ګل اغا او دوونورو افسرانو سره ارګ ته ورغلل او سمدلاسه داؤد خان  او د هغه کورنۍ یې په  یوه لوی صالون کې پیداکړل . امام الدین پرداؤد خان غږ وکړ چې تسلیم شی داؤد خان تفنګچه له جیبه راوویستله او پر امام الدین یې ډزې وکړې او امام الدین پر اوږه ټپی شواو امام الدین او دده ټولو ملګروکلاشنکوفونه پر داؤد خان او د کورنۍ پر ټولو غړو د ماشومانو پر ګډون راتاوء او ډزې پیل او ټول یې ځای پر ځای شهدان او په وینو  ولمبول . دا غمجنه تراجیدی Tragedy د شلمې پیړۍ په تاریخ کې یوه داسې  خونړۍ پيښه کڼل کیږی چې د هرباضمیره انسان روح اوایمان پرې غمجن کیږی .

داؤد خان چې د مړانې او د غیرت او وطن پالنې یو ستر الګو او مثال ؤ نه ِغوشتل  چې د صدام حسین په څیر چې د عراق جمهور رئیس و دښمن ته تسلم او سپک شې . صدام حسین  دډېرې وسلې په لرلو سره څو میاشتې په سمڅو او غارونو کې پټ  پاتې شو . کله چې پېداشو لاسونه یې پورته کړل او دښمن ته تسلیم شو او بیا په څومره بی عزتۍ او بې شرمۍ یې محاکمه وشوه اوپه پای کې په دار وځړول شو ‪. د صدام حسین تسلیمی دښمن ته او بیا دده د زړولو مراسم چې د شرم اوبې عزتۍ نمایش و ټولو عربو مشرانو ته د بی غیرتۍ  او بی پتۍ یو  تاریخی پیغور پاتې شو . ددې لیکنې د لیکونکی په نظرشهید داؤد خان د خپلې ټولې واکمنۍپه کلونو کې ځنی تیروتنې کړی دی چې په همدې لیکنې کې رڼا پرې اچول شوې ده مګر په ټوله کې داؤد خان یو رښتین مسلمان، پر هیواد مین  ، یو بې نظیره NATIONALIST او میړني شخصیت ؤ چې نه یوازی د افغانستان په مشرانو کې بلکې د نړۍ په هېوادونوکې  یې هم مثال نه لیدل کیړي . د ده دغه میړانه چې دښمن ته تسلی نشو او شهادت او قربانی یې قبوله کړه د نړۍ دټولو زعیمانودپاره او  په خاصه توګه د اسلامی  هیوادونود مشرانو او وګدارانو د پاره د عبرت او د زده کړې یوه ستره نمونه او الګو ده . د یوه رښتین مسلمان د پاره شهادت او قربانی د یو کافر او ملحد په مقابل کې یو لوی ویاړ دي چې  شهید داؤد خان دا ویاړ تر لاسه کړ چې دتاریخ په زرینو‪کرښو کې به ولیکل شی

په جهان دننګیالی دی دادوه کاره.

یا به وخوری ککرۍاویابه کامیاب شی

ددې لیکنې لیکوال کله چې په کال 1968 د‪ افغانستان په پاچایې واکمنۍ کې په مسکو کې د افغانستان دسفارت دویم سکرتراو جنرال عارف خان سفیر وبه مسکو کې له داؤدخان سره له نژدې پیژندولی پیداشوه .داؤدخان مسکو ته په شخصی سفرد خپلو دوه ځامنو دلیدو دپاره چې په لیننګرااد کې یې زده کړې کولې راغی . ما روسی ژبه ښه زده کړې وه او د سفارت دسیاسی چارو د سر ته رسولو مسئول وم .

دا هغه مهال و چې داؤد خان له واکمنۍ لرې شوی او کور ناست واو د وطن سیاسی اوولسی چارې  یې له نژدې څارلې . د روسیې د باندنیو چارو خاص استازۍ په هوائی ډګر کې دداؤد خان سټړې مشې ته راغې اودده یې درناوی وکړ او وویل چې داؤدخان به په مسکوکې د روسانو میلمه وی . داؤد خان روسانو ته وویل چې دي په شخصی توګه مسکو ته راغلی او نه غواړی

چې د چا میلمه شی . کله چې داؤد خان سفارت ته ورسید جنرال عارف خان چې دداؤد خان په صدارت کې د کابینې دفاع وزیر او داؤد خان  ته نژدې ملګري و  وړاندیز ورکړچې دروسانو  میلمستیا ومنی او د رد ځواب ورنکړی. په هر حال داؤد خان ومنله چې دروسانو میلمه شی . سفیر عارف خان زه وګمارلم چې دداؤد خان سره دده په پرو ګرامونو  Programs  کې برخه واخلم او مرستې ورسره وکړم . ما د داؤد خان سره  له پخوانه پیژندولی لرله خو له نژدی او مخامخ خبرې مې ورسره نوې کړې . زما په اند داؤد خان به چې روسانو سره  د ژوند پر بیلا بیلو اړخونو خبر ې کولې دیوه پوه سیاستوال اود ژورو سیاسی      فکرونو او ارزونو ښکارندوي ؤ

روسانو ته دده ارزونې ډېرې خوندورې وې . روسانو ده څخه پوښتنه وکړه چې دده په نه شتون کې به د افغانستان او دروسېې دوستی او اړېکې کومې خواته ولاړې شی . ده په ډاډ سره وویل چې که چیرې روسان پر خپلو ژمنو چې افغانستان سره یې کړی دی او دا فغانستان د ملی واکمنۍ اود خاورې بشپرتیا ته په درنه سترګه وګوری اړیکې به لیا هم پراخې شی .

ده ویل چې د افغانستان خلک پر خپلې خپلواکۍ او ازادۍ مین خلک دی او  نه غواړی چې نور هیوادونه ددوی په کورونیو چارو کې ګوتی ووهی . ده روسانو ته د افغانستان د تیر ویاړلی تارخ اوپه خاصه تو ګه د انګریزانو سره د افغانانو د جګړو او میړانې او سرښندنو داستانو بیان کړل اوویل چې که چیرې انګریزانو د افغانانو په کورنیو چاروکې ګوتې نه وای وهلی انګرانو ته به

دومره سپکاوی او بې عزتی نوای پیښ شوی. ده روسانو ته وویل چې که چېرې څوک د افغانستان هر ګوټ ته ورشی او دافغانانو نه پوښتنه وشی چې دښمن څوک دي سره له دۍ چې د افغان او انګریزانو  د جګړونه پیړۍ تیرې شوی دی خویو معمولی افغان به په ځواب کې ووایې چې انګریز د افغانانو او افغانستان دښمن دي . ده روسانو ته ډاډ ورکړ چې افغانان روسانو ته ځکه درناوي لری چې روسان د افغانستان په اقتصادی رغونه کې د ستایلو وړ خدمتونه کړی دی . ده روسانو ته داپه ډاګه کړه چې که چیرې خدای مکړه افغانانو ته څرګنده او ثابته شی چې روسان د افغانستان په کورنیو چارو کې ګوتې وهی او یا دفغانانو داسلامې او ملې باورونو په خلاف خو زښتونه را مینځ ته کړی دا به دافغانانو د منلو وړنوی او ددې لامل به شی چې د افغانانو دوستی دروسانو سره په دشمنی بدله شی . ددغو مرکو په پای کې روسانو د داؤدخان څخه وپوښتل چې د بیا واګدارۍ نیت یاکوم پلان لری اوکه نّه . داؤد خان دوی ته وویل چې دي اوس متقاعد شوی اوپه کور ناست دي اوخوشحاله ژوند تیروی.

ددې لیکنې د لیکوال له نظره داؤد خان پر خپلو خبرو مرکو کې روسانوته وښودله چې دي په رښتیا سره یو ملی، پوه اوپه وطن مین رهبر دی او ټولې اندیښنې یې د افغانستان د خپلواکۍ اوابادۍ او سرلوړۍ په محورکې څرګندیدې .

داؤد خان یوه ورځ چې زما سره یوازې ؤ پوښتنه وکړه چې د یوه ځوان افغان په توګه  چې روسی  ژبه مې هم ښه زده کړې وه

او ډېر کلونه مې په مسکو کې تیر کړې وه د روسانو دنظام اوواګدارۍ او هم د افغانستان او روسیې داړیکو په برخه کې څه ده ؟ ما په ځواب کې ورته وویل چې که سپینې خبرې وکړم او هغه څه چې زه پرې پوه شوی یم ووایم هیریږم چې خدای مکړه دي چې دزړه له کومې را باندې ګران دي او درناوي یې لرم رانه خفه نشی . ده وخندل او ډاډ یې راکړ چې دي به ډېر خوشحاله شی چی د یوه ځوان افغان ارزونه چې په روسیې کې یې زده کړې واوری . ده زه ډاډه کړم چې زما سره مینه لری او هیڅکله به زما له خبرواو ارزونې خوابدي نشی . ما هم غوشتل چې داؤد خان ته هغه خبرې وکړم چې ده نوې اوریدلې او ده ته نوې وې  . ما ورته وویل چې روسیه په پوځی ډګر کې یو غښتلی هیواد دي اود روسیې د مشرانو ډېره پاملرنه همدې خواته ده. روسیه یو دیکتاتوری نظام  Structure او                     Establishment دي . ډموکراسی په روسیې کې شتون نلری . ټول ټاکنو یا انتخاباتو سره خلک پیژنولی نلری عوام خلک او ولس د بیان اود شغل د خوښولو او انتخاب حق نلری .  په دې هیواد کې د مذهب ازادی نشته . مسلمانان ، عیسویان او یهودان په دې هیواد کې ډیر دی خو عبادت او مذهبی مراسمو ته نه په  کور، نه په بهر کې اجازت شته . ددې هیواد وګړی نشی کولای چې خپل استوګنځی بدل کړی. ددې خبرې معنی داده چې کوم  سړي او یاکومه کورنۍ چې په کوم ښار یا کلی کی ژوند اواستوګن شوی وي پرته د حکومتی چارواکو له اجازې بل ښار یا کلی ته مهاجر او استوګن کیدای نشی . تر ټولو مهمه ستونزه داده چې د عادی خلکو او د ګوند د غړو ژوند یو تر بله ډیر واټن لری . د کمونست د ګوند ِغړی د ډیرو امتیازاتو څخه برخمن دی . کورونه لری ، دخوراک او د کالیواود ژوند دنورو مصرفونو د پاره پیسې او امتیازات ورکول کیږی . عوام الناس له دغو ټولو مادی امتیازاتو څخه بې برخې دی . ګوند پر خپله یو شتمنه او ممتازه طبقه class  ده . د کوند دغړو کورنیوته ډېر څه ورکول کیږی

چې عادی خلک یې په خوب کې هم نشی لیدلي .

کومه غټه لاسته راوړنه چې د روسیې په ټولنه کې لیدل کیږی هغه زده کړه اوتعلیم دي چې دروسیې ټول وګړی ترې برخمن دی . هر روسی اویا دنورو ملیتونو ماشوم چې د روسیې په خاوره کې ژوندکوی باید ښونځی ته ولاړ شی او د زدکړو څخه برخمن شی .

همداسې هر روسی وګړي روغتیایې بیمه لری او که چېرې ناروغه شی درملنه یې وړیاده او دولت یې باید درملنه په وړیاتوګه سر ته ورسوی . دا هغه د ژوند اسانتیاوې دی چې د روسیې په سوسیالستی ټولنه او د ختیزو اروپایې سوسیالستی هیوادونود خلکو دپاره شتون لری .

روسیې په درنوصنعتی چارو کې ښه پرمختګونه کړې دی او همدا وجه ده چې  دډ ېرو پر مختلیوپوځی وسلواو الوتکواو ټانکونو خاونده ده . روسیه د سپکو صنعتونو Light Industry

په برخه کې د لویدیزو ارپایې هیوادو په پرته ډېره وروسته پاتې ده . ټول روسی وګړی په دې برخه کې د خپلو واکدارانو څخه خپه دی او نیوکې پرې کوی .

دداؤد خان بله پوښتنه یا دده اندیښنه د افغان پوڅی او ملکې زده کونکو  په برخه کې چې د روسیې په بیلا بیلو ښارونو کې  په زدکړو بوخت وو دا وه چې دوی به وکولای چې د افغانستان په ساتلو او رغولو کې ملی رغنده خدمتونه وکړای شی اوکه څنګه ؟  ما داؤدخان ته په ډاګه کړه چې د ځوانو افغانو زده

کونکو په منځکې دوه ډلې ځوانان دی . ډېري دا افغانان هغه کسان دی چې د کلک او مضبوط کرکتر Carector  او ملې جذباتو خاوندان دی اوډېر زیار باسی چې خپل سبقونه او تعلیم پای ته ورسوی او وطن ته ستانه او په خدمت وګمارل شی . په خواشینې سره دویمه ډله ځوان افغانان هغه کسان دی چې خپل وخت په چړچو او عیاشۍ تیروی او پر خپلو سبقونو او درسونو کې بیرته پاتې کیږی . د کلتور ی ژمنو او قراردادونو پر بنسټ دوي باید سمدلاسه وطن ته ولیږدول شی او نورې مرستې ورسره ونشی . ډیري دا کسان نه غواړی چې وطن ته ناکامه ستانه شی . دا ډله هر جنایت او خیانت ته چمتو کیږی خو چې په روسیې کې پاتی شی. دا ډله ځوانان  ډېر ژرد روسیې د استخباراتی کړیو ښکار شی او دهغو په منګلو کې د جاسوسۍ د پاره وروزل شی . دا کسان پر خپلې خوښې سره د سوسیالیزم او کمونیزم زده کړې کوی او چمتو کیږی چې د سوسیالستې او کمونستی ائدیالوژۍ  د تبلیغ او خپرولوپه برخه کې د روسانو د خوشحالولو دپاره  په افغانستان او هر بل ځاي کې خدمت وکړی .

داؤدخان په ډېر ځېر سره زما خبرې واورېدې اوپه پای کې یې وویل چې ډېر خوشحاله دي چې زما سره یې له نژدې پېژندولی وشوه  له ډېرو ځبرو څخه خبر شواو زما دسپینو او رغنده خبرو ستاینه یې وکړه .

زماروستۍ خبره د داؤدخان په برخه کې داده چې ما پر خپل ژوند کې ډېر افغان او دنورو ملکونو وزیران ، صدراعظمان ، عالمان ، ولسی مشران ، دپلوماتان ، ژورنالستان ، هنرمندان او لیکوالان ولیدل او خبرې او مجلوسونه مې وکړل مګر څومره چې زه دداؤد خان دخبرو اوارزونو څخه متاثر اومحسوس شوم د بل هیچا څخه مادومره خوند نه دي اخستي .

ما دداؤد خان په شخصیت او دده په خبرو کې ژوردروندوالې او لیونۍ مینه دوطن او ولس سره ولیده چې هیڅ کله یې هېرولۍ نشم . زما په اند داؤدخان که ژوندي پاتې شوی وای او د افغانستان جمهور رئیس وای افغانستان کې به ډېر ژوراقتصادی، سیاسی او ټولینیز بدلونونه او پر مختیاوې رامنځ ته شوې وای .

داؤد خان د ِغیرت او مړانې یو ستر الګو اومثال دي چې افغان ولس یې باید هیڅ کله هېر نکړی . زما په اند دده پر مزار دا لنډۍ باید په سرو زرو ولیکل شی .

دننګ ټوټه به مې هرهډ وی

که پس له مړینې مې په ګورراشې مېنه

دداؤد خان د شهادته ورسته په افغانستان ، سیمه او شوروی اتحاد او لمر ختیزو اروپایې هیوادونو کې ستر بدلونونه اوناورینونه را منځ ته شول چې په ټوله کې د نړۍ پر سیاسی حالاتو یې بربڼډه اغیره لرله .

دروسیې په ملاتړپه افغانستان کې يوه داسې سوسیالستی واکمنی قدرت ته ورسیده چې د مسلمانو او په وطن مینو افغانانود تاریخ او ملی او ولسی دودونو سره په ټکر کې راغله نو ځکه غوڅ ولس  راپورته شو اوجګړه یې ورسره پيل کړه . روسانو

سره ددې چې 120.     زره پوځیان دلسو کلو دپاره د سوسیالسی نظام د ټینکښت او مضبوتولو د پاره په افغانستان کې وساتله مګر ګټه یې ونکړه اود خلکو د کرکو او پاڅونونو په پایله کې را وپرزیده او نسکوره شوه.

دننه په روسیې کې د روسیې وګړی چې هم یې خپل ځامن د افغانستان په جګړو کې له لاسه ورکړی وواوهم د ډیرو مالی ، سیاسی او ټولنیزو ستونزو سره لا س او ګریوان وو دخپلو واکدارانو په خلاف شول او د ژورو سیاسی او ټولنیزو بدلونونو غوښتونکی شول . ددې ناخوالو په پای کی د روسیې زاړه کمونست مشران یو په بل پسی مړه شول اوګوربچوف او یلسین چې دواړه د ژورو سیاسی او ټولنیزو پلویان وو رامنځ ته شول .

سوسیالستی روسیه چې 78  کاله په روسیې کې بشپړه واکمنی درلوده او یوه پراخه  او مضبوطه سوسیالستی امپراطوری یې جوړه کړې وه ړنګه او ډلی وړې شوه .

دننه په روسیې کې پنځلس جمهورتونه  خپلواک شول . لمرختیز اروپایې هیوادونه د روسیې له ولکې او منګلو څخه خپلواک شول او ځنی یې سمدلاسه د نیټو په پوخی ټړون او پکت کې غړی شول . د برلین دیوال چې د لمر ختیز او لمر لویدیز المان په منخ کې د سرو روسی پوځیانو لخواپه ظلم او جبر سره جوړ شوی و ونړیده او ویشل شوی المان بیرته یو ځای شو اودا پیوستون د متحده ایالاتو او د لویدیزې نړۍ د پاره یو ستر بري و . په پاکستان کې د بوټو په خلاف جنرال ضیاءالحق کودتا وکړه او ورسته له یوې مودې بوټو په دار وځړول شواو ضیاءالحق د امریکا د CIA  لخوا په الوتکې کې د بم په چاودنه کې ووژل شو.بیګم بینظیربوتو د پاکستانی طالبانو لخوا ترور او ووژله شوه. جنرال مشرف د نواز شریف پر ضد راپورته شو اوله واکمنۍ څخه یې لرې کړاو په پاکستان کې یې دکتاوری نظام جوړ کړ .

رضاشاه پهلوی د ایران پاچاچې په منځنی ختیز او په خلیچ کې تر ټولو غښتلی و او دسیمې د ژاندرام ډنډې یې تر سره کولې او امرېکې  ته ډیر نازولي و د امام خمینی له خوا د امرېکې په مصلحت له واګې وپرزول شواوایرانی ملایان پر ایران واکمن شول .

 د مجاهدینو د 7 تنظیمونو مشران په پاکستان کې او د8  تنظمونو مشران په ایران کې په ګډه سره د امریکا ، پاکستان او ایران په مرسته کابل ته وروستل شول او د مجاهدینو په نامه یې واکمنی تر لاسه کړه او یو ناکامه واکداری یې جوړه کړه .

د مجاهدینو د ناورین په بهیر کې د طالبانو خوزښت د پاکستان او برطانیې اوامریکا په لار ښونه کابل ونیوه او د طالبانو واکمنی په افغانستان کې مظبوطه شوه او په دې ترڅ کې د بن لادن تر لار ښونې د سپتامبر د ۱۱ نیټې غمیزه را منځ ته شوه او امریکایان په غصه شول اوپر طالبانو یې یرغل وکړاو هغوی یې له واکمنۍ لرې کړل او د بن د غوڼډې پر بنسټ یې جمهوری نظام د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې جوړ او واګې یې وروسپارلې . نوم د حامد کرزی و مګر واګې ټولې د شوراې نظار او د جمعیت د ګوندونو د مشرانو په لاس کې وی .

دبن په غوڼډې کې دوې سترې سیاسی او تاریخی تېروتنې وشوې چې تر نن ورخې پورې یې د افغانستان پر ولس منفی نښې اونښانې شتون لری . لمړۍ تیروتنه داوه چې  نه دطالبانو استازو او نه د ګلبدین اسلامی دګوند استازو ته په دې غوڼډه کې د کډون دپاره بلنه ورکړ شوې وه  . دویمه لویه تېروتنه داوه چې په دې کنفرانس کې د شورای نظار او د جمعیت د ِغړو شمیر تر ټولو ډېر ونو ځکه یې د غونډو پر پریکړو اغېزه ډېره او پراخه وه . بیا کله چې د حامد کرزی تر مشرۍ په کابل کې نوې واکمنې جوړه شوه ټولې واګې د شورای نظار او دجمعیت په لاس کې وې او مشری یې مارشال فهیم کوله . شورای نظار او جمعیت خپل وزرونه دواکمنۍ په ټولو برخو کې خپرې کړې او پر ټولو وزارتونو ، ولایتونو  ، قضاء او ځارنوالیو کې واګې ددوی په لاس کې وې . د بن دِغوڼدې د ناسمو او غلطو پریکړو پایلې دا شوې چې هم طالبان اوهم دګلبدین جنګیالی خپه شول او بیا د جګړو د پاره غرونو ته وختل او خونړۍ جګړې یې پیل کړې .

د بن د پریکړو په پلی کولوکې روسانو ، ایرانیانو او د نیټو د پکټ ټولو ِغړو هر اړخیزې مرستې وکړې .  د جمهوری نظام په جوړه ولو کې امریکایانو او د نیټو غړوډېرې پوځی ، امنیتی ،  مالی او اقتصادی مرستې وکړې . دامریکایانو د خپرونو پر بنسټ دو ټریلیونه ډالره مرستی د شلو کلو په ترڅ کې شوی دی . داسې هم ویل کیږې چې  80‪% ددغو پیسو څخه پر خپله امریکایې  NGO  ګانو پیسې غلا کړی او د افغانستان په چارو کې نه دی لګیدلی .

اوس تر ټولو ِغټه پوښتنه داده چې امریکایانو ولې 360  زره افغان ننګیالی پوځیان د شلو کلو په ترڅ کې وروزل او پر  مختللو وسلو یې سنبال کړل او دطالبان سره  یې وجنګول او ددواړو خواوء څخه په زرګونه ځوانان مړه او شهیدان شول  دا د څه دپاره او موخه یې څه وه ؟ ورسته له شلو کلو د خونړیو جګړو پایلې څه شوی ؟ د طالبانو بیرته راوستل اوواکمنۍ ته رسول دا هغه پوښتنې دی چې تر اوسه پورې پټې پاتې شوې دی  اوځواب نلری .

د شهید داؤدخان د شهادت څخه  وروسته دا ټولې غمیزې او  ناورینونه په لمړی سر کې پر افغانستان راغلې  او پر خلکو یې ډیر ظلمونه وشول او دغمونو میچنی پرې تاوء راتاوء شوې .

لکه چې د مخه وڅېړل شوه په سېمۍ ، روسیې اونورو هېوادونو کې هم د ولسونو په زیان ډېر ناورینونه راغلل .

ومن الله توفیق

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.