۲۱۸/لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

آصف بهاند

276

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌اته‌لسمه برخه

تورې تیارې به خدای کړي ورکې

د رڼــايـي څــرکـــونــه پــل رالــنــډویــنــه

 

که جهان ټول غنم ــ غنم شي

زموږ په کور کې لا مړۍ نه شته میٔینه

 

څنگ به دې وبښم لالیه

له خدای راکړې خندا تا بې برخې کړمه

د لنډیو د دې برخې لپاره، دا لنډۍ غوره شوې دي:

خدایه د عقل باران وکړې
چې له خیرنو زړونو یوسي نفرتونه

 

یاره شوده به درته ښکارم

شوده مې مه ګڼه قسمت خوار کړی یمه

 

ستا په یارۍ کې داسې خوښ یم

چې ناست ایرو ګې، ځان پـر تخت حسابومه

 

زما راستي دې لیونى کړه
چې سرې مرمۍ به اورېـدې، بیا هم درتلمه

 

پر کومه لاړې، رانه ورکه

د سترگو ديد مې ورځ په ورځ کمی کوينه

 

د خدای کرم چې پر چا وشي

هغه څه وشي چې په خيال کې نه راځينه

 

تورې تیارې به خدای کړي ورکې

د رڼــايـي څــرکـــونــه پــل رالــنــډویــنــه

 

که واکمني مې لاس کي راغله

قـلـم کـتـاب بـه پـښـتـنـو تــه ورکــومـه

 

زه د بېلتون د جګړې نه يم

بېلتون مې هرڅه ـ هرڅه اور باندې سېځینه

 

دا نيمه شپه بوی د لونگو

چېـري به مستو پېغلو کړي اتڼونه

 

که جهان ټول غنم ــ غنم شي

زموږ په کور کې لا مړۍ نه شته میٔینه

 

د نفرتونو بازار تود دی

جانان ته وایه خوله دې پټه گرځوینه

 

نوره مې ټوله ولیدلې

پیکی دې لرې که چې سترگې ووینمه

 

څنگ به دې وبښم لالیه

له خدای راکړې خندا تا بې برخې کړمه

 

د غوړېدو هیله مې نه شته

جانان په تمه د باران کرلې یمه

 

په څوک څه وايي کې دې نه یم
لالى هندو ښه دى چې نه مې ﺯوروينه

 

په گل کې ته راته ښکارېـږې

چې چېرې گل ویـنـم دَمه ورته کومه

 

زموږ شوې دواړه برخې خوارې

دلـتـه بـې یــاره هـلـتـه واړه دوزخـونـه

 

د سر زورۍ انجام دې وليد

د لښکر سر ــ سر ته کيدې، کونډه دې کړمه

 

ادې اوبه راپسې پاشه

په سختو لارو قاچاقي له ملکه ځمه

 

 

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.