یوه افغانه ښاپېرۍ په کیف کې

عبدالمالک بېکسیار

2,029

یوه افغانه ښاپېرۍ په کیف کې کتاب چې ښاغلي محمد طارق بزګر لیکلی ولوست . کیسه د لیکوال له قوله چې د رښتینې پېښې انځور دی، د اکراین پلازمېنې کیف ښار کې پیلېږي چې جرړې یې تر افغانستان- کابل – پروان -کورنیو جګړو او ناروې پورې غځېږي .

د ادبي ژانرونو او صنفونو له مخې چې زه خاص ورته ژمن هم نه یم او ډېر ځله یې تر منځه د پیاز تر پوټکې هم مهین دیوالونه وي دغه کیسه البته زما د ناقصې ادبي پوهې په معیار زیاته یوه راپورتاژ ته پاتې کېږي . حوادث د ډیالوګ په بڼه د یوه متکلم او مخاطب له خوا ډېر په ماهر ډول، ښکلې سلیقه او انځوریز ډول راسپړل کېږي او کیسه ګام پر ګام مخته ځي .

لیکوال: عبدالمالک بېکسیار

د کیسې په شروع کې لکه هماغه ډول چې تجربه کار او استاد سندرغاړي الاپونه، ګمکونه او زمزمې کوي، شابیتونه وایي او رباعیانې کوي څو په اورېدونکو هم د خپلو سندرو دم واچوي او هم خپله استادي ثابته کړي همدغه ډول پدغه کیسه کې لیکوال د پښتو نوموتو شاعرانو د بیتونو په راوړلو هم دا په ذبات رسولې چې د ادب پراخه مطالعه او مشاهده لري او هم کیسه په یوه ښکلي انداز د لوستونکي ذهن ته پداسې یوه مهارت ور دننه کوي چې لوستونکی له ځانه هېڅ نه خبرېږي خو د تلوسې په لومه نښلي .

کیسه له تلوسې ډکه او حتی زما له نظره لا لږ زیاته ډکه ده.

  زموږ د یوه خپلوان خبره چې د جمهوریت د وخت د تلویزوني ډرامو غوندې کله کله بېخي د لوستونکي ملا ورته خوله شي چې اوس به نو څه پېښېږي ؟.

که د لیکوال د چای، ډوډۍ او کافۍ دمې پکې نه وای راغلې، چې زه فکر کوم لیکوال په عمدي توګه د speed breaker په توګه خو په مناسبو ځایو کې کارولي، نو تلوسه به بېخي پولیسي ناولونو او ډاروونکو فلمونو ته ورته وه، چې د کیسې په ژانر یې هم اثر ښندلی شو . د زلمي خلیلزاد په استازي کتاب کې مې یو مهارت ته پام ور اوښتی و چې کله دی د یوې سترې پېښې، غونډې یا خبري کنفرانس په باب خبرې کوي او بیا څنګه ژر او په خاص مهارت د دغې پېښې صحنه بدلوي او وړاندې ځي .

د پښتو ډېری کیسه لیکوالو یوه تشه همدا ده چې لکه زاړه هندي فلمونه په یوه صحنه کې ډېر تم کېږي . په کیف کې د یوې افغانې ښاپېرۍ لیکوال ته هم لکه زلمی خلیلزاد دا مهارت ورځي چې د یوې صحنې څومره برخه د ده پکار ده او څنګه بېرته ترې وځي.

زه ګومان کوم، ګومان څه چې عقیده لرم دغه مهارت به د لیکوال د کلونو کلونو خبریالۍ میراث وي .

د افغانې ښاپېرۍ دغه کیسه سره له دې چې له پیله تر پایه په یوه کافي کې بیانېږي خو جرړې یې لکه هماغسې چې د دغې لیکنې په شروع کې ورته اشاره وشوه تر لرې لرې پورې ځي او بېلابېل اشخاص پکې په اصطلاح کله کشک کوي، خو هېڅ ځای او هېڅوک پکې تر ضرورت زیات نه پاتېږي چې دا د دغې کیسې د لیکوال یو ستر بریالیتوب دی.

 

 د کیسې ژبه تر ډېره د ژورنالیزم او خبریالۍ ژبه ده چې ګومان کوم باید هم تر یوې کچې همداسې وي، ځکه پېښه د سوالځواب په بڼه مخته ځي

 اړینه بولم چې دلته دا یوه خبره روښانه کړم، ډېری خلک هغو فلمونو، ناولونو او کیسو پسې ډېر زور کوي چې په رښتینو او واقعي پېښو ولاړ وي، پداسې حال کې چې دا باید برعکس وي، ځکه هنري ښکلا او ځلا خو د لیکوال احساسات، عواطف او تخیلات دي چې هنري اثر پرې ښکلی کېږي، زموږ د ژوند واقعیتونه خو اکثر وچ او بې خونده وي .

په اصل کې خو دا د لیکوال د تخیل او قلم ځواک دی چې سلګونه او زرګونه پاڼې ناولونه، رومانونه او کیسې په موږ لولې او په ساعتونو ساعتونو د تلویزیون له ښیښې سره زموږ سترګې ګنډي .

وروستی خبره دا چې په کیف کې د یوې افغانې ښاپېرۍ کیسه پداسې بڼه او چاپېریال کې پېښېږي چې ډېر خلک به یې د بیان جرئت و نه کړي، ډاډه یم چې دغسې ډېرې کیسې به د ډېرو خلکو له سترګو او خیاله تېرې شوې وي خو د ویلو او لیکلو جرئت به یې پدې نه وي کړي چې بېرته یې بیا خپله غوټه شوې لمنه لدغسې چاپېریاله نشوای رانغاړلی، مګر بزګر چې ټول ژوند یې لدغسې مرداریو اړخ ته په پاکۍ، صمیمیت او ایماندارۍ ژوند کړی د یوه زړور، بې پرې او بې باکه ژورنالیست په توګه د کیسې له دغه اړخه په پوره بې فکرۍ او صلابت سره تېر شوی او دغه کیسه یې له خپلو ټولو هغو څنګزنو تاوانونو ( عوارض جانبي ) سره سره رانقل کړې، چې دغه جرئت یې د ځانګړې ستاینې وړ دی .

په پای کې ټول د دغې خوندورې او جلا سټایل کیسې لوستلو ته رابولم او پښتو ادب کې د دغې کیسې په زیاتولو له خپل دوست او ملګري ښاغلي او منلي بزګر څخه مننه کوم .

د کتاب د لاسته راوړلو له پاره لاندې لینک ته ټک ورکړۍ:

یوه افغانه ښاپیرې په کییف کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.