غزل

عبدالباري جهاني

271

 نن سهار وختي مي د تاند  په ویبپاڼه کي یو خبر ولووست چي  د پنجاب حکومت د ټولو افغانانو څخه چي بهر ته مهاجر کیږي، د ټولو بین المللي، انساني او اسلامي اصولو په خلاف، د سړي پر سر، ۸۳۰ ډالره اخلي. پاکستان چي اوس حاضر د سختو اقتصادي او سیاسي مشکلاتو سره مخامخ دی نو په ښکاره یې راهزنی ته لاس اچولی دی. البته د لاري نیولو او داړه مارۍ دا وروستی قانون یې ځکه، یوازي د افغانانو لپاره پاس کړی دی، چي مظلوم افغانان په نړۍ کي هیڅ مدافع نه لري او د طالبانو اسلامي اِمارت یې ځکه دفاع نه کوي چي یو خو پاکستان ته څه ویلای نه سي او بل د هغوی په نزد غربی هیوادونو ته تلل په نه بخښل کېدونکو ګناهونو کي شمېرل کیږي. د بې وزلو افغانانو دي خدای مل سي. خو دا په پوره جرأت ویلای سم چي دا اوسنۍ غمیزه او دا غم لړلي حالات تر قیامته دوام نه کوي. که ملګرو ملتونو او د افغانستان اسلامي اِمارت د دې مظلوم ملت دفاع ونه کړه. که په بهر کي اوسېدونکو افغانانو د هغوی ننګه ونه کړه؛ نو په داخل کي اوسېدونکي افغانان تر ابده داسي خاموش پاته کېدلای نه سي او یوه ورځ به یې د غیرت چیغه جهان ولړزوي؛ او ورڅخه غصب سوي حقوق به د خپل مټ په زور واخلي.

یوه ورځ به داسي راسي چي اغزن سرحد به نه وي

نه به پوله چاته یاده نه به وېش چاته په زړه وي

له آمو تر اباسینه له هراته تر چتراله

ټول یوه ترانه وایی یو سرود به یې په خوله وي

له پښتونه تر تاجیکه هزاره او تر اوزبیکه

یو ملت یو به اولس وي لکه وروڼه سره مله وي

نه به لر وي نه به بر وي یو هیواد یو به لښکر وي

یو آواز یو به ټبر وي یو به سترګه بل رانجه وي

نه تربور نه به بدل وي پر دښمن به ګډ یرغل وي

اولسونه به وي وروڼه غلیمان به یې ړانده وي

لوړي څوکي به وي ښکلي له رنګینو بیرغونو

توتکۍ به زېری راوړي محتسب او شیخ به مړه وي

نه چړي نه به مُلا وی چي مکتب ته به بلا وي

کور به وران د ابوجهل زموږ زړونه په ساړه وي

پر مزار د مدرسې به د مکتب بیرغ رپیږي

د تیارې پاتا به اخلي که زاړه وي که واړه وي

جهاني خوب مي لیدلی چې بابا مي راته وايی

د پنجاب مړی به پروت وي ټپوسان به په ماړه وي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر دوه ویشتمه، ویرجینیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.