د نظامونو نړولو زمريان، خو د جوړولو ګيدړان

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

726

د تيرو ترخو تجربو او مشاهدو په رڼا کې موږ افغانان باید اوس  پوه شوي واى چې د حکومتونو نسکورول هيواد ته د څومره ستر توپان لامل ګرزيدلى شي او د نظامونو نړول ولس ته څومره ستر ناورین رامنځته کولاى شي، خو متأسفانه زموږ ډيرى سياستوال دَ هېواد د تباهي او د ولس درد د درک له وړتیا څخه محروم دي،  د واک او ثروت تندې يې په عصبي سیستم حمله کړې ده. د تعصب سرطاني ويروسونو ځپلي دي، د وطنپالنې او ولس پالنې احساس يې فلج شوى دى. هغوى له تير تاريخ څخه د زده کړو هڅه نه کوي، يا له تير تاريخ څخه د زده په اهميت باندې نه پوهيږي او اوس هم د نظامونو نسکورول د ستونځو حل ګڼي.

عجيبه خو لا داده چې که  له واک څخه بى برخې شوي سياستوال په خپله له خپلو افغانانو سره  اختلافاتو ته د حل لارې په لټون کې پاتې راځي، نو د قوم ژبې او سمت په نوم د تعصب لمبو ته په لمن وهلو خپل سياسي دوکانونه چلوي، له پرديو څخه  داسې هيله کوي چې  راشي،  د هغوى د ګټو خوندیتوب ته په ژمنتیا، د هغوى د خواهشاتو او فرمايشاتو په چوکاټ کې  افغان واکمنان ورته ووژني او واک هغوى ته وسپاري، خو دَ نړيوالې ټولنې لخوا د تير نظام نيمګړتياو او بالاخره نسکوريدو ته په کتو داسې ممکن نه ده.

له پردیو څخه د پرديو په بمونو ټانکونو او توپونو باندي د خپل ښه يا بد حکومت د نړولو غوښتنه هغه ناځوانمردانه او شرموونکې هيله مندي ده چې موږ ته يې دوه لسيزې مخکې  بوږنوونکې عواقب رامنځته کړل او فاجعو ته يې لاره پرانیسته. د حيرانتيا خبره ده چې پرديو له خپلو تيرو تېروتنو څخه د عبرت درس واخیست او داسې ښکاري چې د راتلونکې لپاره به کله هم د ځواکونو د را استولو له لارې د نظام د نسکورولو نوښت ته زړه ښه نه کړي، خو پوښتنه داده چې موږ ولې له تيرو سهوو څخه د زده کړو کولو همت نشو کولاى او لاهم له پرديو څخه تمه کوو چې راشي، زموږ حکومت راته نسکور او واک موږ ته وسپاري؟

لرې او نزدې پرديو د تيرو پنځو لسيزو په اوږده موده کې په يو او بل ډول په افغانستان کې خپل ډيرى ستراتيژيک اهداف ترلاسه کړل.  يوازې موږ افغانانو هر څه وبايلل. ملي وياړونه مو له لاسه ورکړل، ملي يووالى مو ټکنى شو، ډير نظامونه او حکومتونه مو ونړول خو د ولس د ارادو ممثل نظام مو تر اوسه پورې جوړ نکړاى شو. هېواد مو له بې شمېره ننګونو سره مخ دى، خاوره مو د پرديو د نيابتي جګړو ډګر وګرزيده او ډيرى ولسي وګړي مو د فقر له کرښې څخه ښکته ژوند کوي. له پنځو لسيزو راهيسې د تاریخ په پاڼو کې دَ نظام جوړولو ثبت نه لرو. متأسفانه موږ لاهم نه پوهيږو چې په پردي توپک او پردي لګښت د نسکورولو زمريان خو د جوړولو ګيدړان يو.

د  واک په ماڼيو کې ناست خلک هم پريښتې نه دي. هغوى هم د واک حرص ليوني ګرزولي دي. د هېواد ښيزازي، د ولس هوساينې، د ملي يووالي شاخصونو او د ملي مشارکت پرنسيپونو ته له کتو پرته واک او ملي شتمني شخصي ملکيت، هېواد مفتوحه  خاوره او ولس غلامان ګڼي، خو دغه ډول اتوکراتيک حکومتونه هم په يويشتمه پيړۍ کي د منلو او چلن وړتیا نه لري.

په زغرده وايم چې د طالبانو په حکومتولي کې د انحصاري بڼې او يوازې په زور باندي  د تکيې کولو  د دوکتورين مخالف يم. تصور هم نشم کولاى هغه استبدادي فکر توجیه کړم چې په سترو ملي پريکړو کې د ولسونو له هر اړخیز ملاتړ او مشروعیت پرته، په ځانګړي ډول د داسې نظام ملاتړ وکړم چې له هر ډول علمي او منطقي استدلال پرته د نيمايي ملت په زده کړو باندي د توپک په زور بنديز لګوي او په عين حال کې د اسلامي نظام د پلى کولو د دعوې پاراډوکس ته  د مشروعیت ورکولو استدلال وړاندې کوي.

البته داهم وايم چې د تاریخي، سیاسي، ټولنیزو او پوځي عواملو له هر اړخیزې ارزونې او زموږ په هېواد کې د بدلونونو ځوروونکي شاليد ته په کتو به داسې تصور کول خيال خوب او محال وي چې د طالبانو د حکومت نسکورېدل او يا هم نسکورول به اوسني ترينګلي او کړکېچن وضعیت د ښه کېدو لامل وګرزي.  طالبان ښه او که بد دي خو دروند ځمکني واقعیت او له لسیزو راهیسې په افغانستان کې په يو او بله بڼه واکمن او ځواکمن اړخ دی. تاريخ شاهد دى چې د زور له لارې د هغوی د لیرې کولو هر ډول هڅه به په ټولیزه توګه د هېواد او سیمې لپاره د پام وړ بوږنوونکې پایلې ولري.

د دې لپاره چې په زور د طالبانو د حکومت د نسکوریدو احتمالي اغیزې درک کړاى شو، اړینه ده چې د افغانستان تاریخي بدلونونو ته سرونه ورښکاره کړو او د تاريخ پريکړو ته ځير شو. دغه هېواد د جګړو، نا امنيو او بې ثباتۍ اوږده سابقه لري، چې بېلابېلو ډلو د واک لپاره له مختلفو ادرسونو څخه جګړه کړې، په مختلفو نومونو او عنوانونو يې د واک او ثروت ترلاسه کولو لپاره خپلمنځي سيالي کړې ده، هېواد يې کنډواله کړى او د تاریخ په سخت قضاوت محکوم شوي دي.  طالبان په ۱۹۹۰ لسیزه کې د واک په سر د ځينو تش په نامه جهادي ډلو  د جګړې او د کابل د کنډواله کيدو په پايله کې د یوه مهم ځواک په توګه راڅرګند شول او په 2001 کال کې د امریکا په مشرۍ  یرغل يې حکومت نسکور کړ، خو  دوه لسيزې وروسته يې امريکا ماته او افغان حکومت نسکور کړ او د دوهم ځل لپاره په افغانستان باندې حکومت کوي، خو ستونځه لاهم پاتې ده.

د پرديو لخوا د زور له لارې د طالبانو د حکومت نسکورول به  په افغانستان کې له پخوا څخه کړکېچن حالت نور هم ترينګلي کړي، په سيمه او ګاونډیو هېوادونو به ناوړه اغېزې ولري. دغه کار به يقيناً په افغانانو کې د وسلوال پاڅون روحيه پياوړې کړي د پام وړ ملکي تلفاتو لامل شي، کورني سخت غبرګون راوپاروي او د بشري فاجعو رامنځته کيدو لامل شي.  د ځواک کارول يقيناً د یو باثباته هېواد جوړولو او ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره سياسي مبارزه  زیانمنه کړي.

د نظامونو نړول به  په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او سولې له امله د هغو سيمه ييزو هيوادونو مشروع ګټې هم له ننګونو سره مخ کړي چې په افغانستان کې د ثبات په لټه کې دي.  د پرديو لخوا پوځي مداخله په بالقوه توګه سیمه ایز تاوتریخوالی زیاتوي او د پراخو جیو پولیټیکل بدلونونو لامل ګرزي. د طالبانو د حکومت د نسکوریدو پیچلتیاو او احتمالي منفي پایلو ته په کتو، بدیلې لارې باید په پام کې ونیول شي.  ډیپلوماټیکې هڅې، د نړيوال تعامل تسلسل او په ااا باندې د تعامل په وړاندې د ورته غبرګون ښودلو لپاره داسې فشار چي ولس ته يې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زيان نه رسيږي، د OIC د هڅو تسلسل، د اسلامي علماو او ټولنيزو کادرونو د هڅو تداوم، د سمون او بدلون لپاره د افغان علماو، مدني ټولنو، قومي مخورو او رسنيو  هڅول او ملاتړ  کولاى شي په افغانستان کې د ننګونو د حل لپاره بديلې تلپاتې حل لارې وړاندې کړي. د زور له لارې د حکومتونو نړولو احتمالي پایلې په دقت سره وڅیړل شي او بدیلې لارې چارې ولټول شي چې په افغانستان کې ثبات، سولې او د اسلام د سپيڅلې دين له اساساتو سره سم بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.