لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۵۷مه برخه
خدای دې وطن کې سوراور بل که
چې درمالوم شي د کډوال مجبوریتونه
زړونهی ترکاڼو نه هم کلک دي
پــر ایــرانـیـانــو د کافــر گـمـان راځـیـنـه
زما د زړه سلا رانغله
پر ایران نهځم، چې په اور به مې سېځینه
د «ردمرز» خط یې راکړی
لکه کډوال دېوال ته شپې سباکومه
د دې برخې لهپاره دا لنډۍ غوره شوې دي:
که حقیقت راباندې وایې
د چا گناه نه، موږه خپل ملامت یونه
دوی په نامه مسلمانان دي
دا بدمرغي شوه چې ایران ته زه راتلمه
پوهه درخپله کړه جانانه
چې ناپوهي سړی جگړې ته هڅوینه
د پوهې شپول به ترې چاپېر کړم
چې ځوانان وروزي په سمه خپل نسلونه
زړونهی ترکاڼو نه هم کلک دي
پــر ایــرانـیـانــو د کافــر گـمـان راځـیـنـه
له زړه به وینې راجدا شي
که دې د تور پنجاب اسلام ولید میٔنه
زه خپله پټ گرځمه یاره
ته راته وايي چې اسناد به څنگه شینه
زما د زړه سلا رانغله
پر ایران نهځم، چې په اور به مې سېځینه
د پېغور وړ یو موږ خاونده
چې مو باور پرخپل دوښمن باندې کاونه
زموږ ځواني دې راتباه کړه
د تهران دود باندې برباد شول عالمونه
تهران هرڅه راتباه کړي
الله دې دوی له غمه نه خاليکوینه
د چا به پلار ورته ټینگ نه شي
دومــره ظلـمـونــه اتــلان راڅـمـلـویـنـه
خدای دې وطن کې سوراور بل که
چې درمالوم شي د کډوال مجبوریتونه
په مُزدورۍ کې یې بوډا شوم
پردی وطن دی، اوس مې هم ازاروینه
خلکو له ما نه عبرت واخلئ
ما په ایران کې ډېر وهل خوړليدینه
د «ردمرز» خط یې راکړی
لکه کډوال دېوال ته شپې سباکومه
ته زما نه شوې، ملا ټگ دی
په شویستو باندې مې ځان وپـړساونه
نور سفر نه کوم ډارېـږم
د ایران لارو کې د مرگ شته خطرونه
د سفر زور راته مالوم شو
ایران مې وژني، تُرک مې بیا دیپورت کوینه
ظلم دې پټ نه دی ښکار شو
لکه بېکور کډوال پرډاگ دې پرېښودمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.