پـر ســرونــو او پــر زړونــو لـوبـې وشوې
د هـېـواد پـر ارزښـــتــونــو لـوبـې وشــوې
د نـړۍ پر مـخ يې ســارې لـيـدل ګـران دي
چـې پـر مـوږه د غـمــونـو لـوبـې وشـــوې
د نـظــر مـزې يـې هسـک تـه رسیـــدل بـه
هــم د هـغــو پـر خـيـالــونـو لــوبې وشـوې
غليم داسې جال کړ خپور په کې ښکيل کړو
نـنــګالـيـو پـر هـــوډونـو لــوبـې وشــــوې
جـنتـي وطـن يـې ټـول راتـه خـوږلــن کـړ
لا پـر مـوږه د اورونـو لــوبـې وشـــوې
ستـرو مـوخـو ته يې خـپل ژوند نظرانه کړ
څـه په ځـوانـو امـيـدونـو لـوبـې وشـــوې
د دې خـاورې سره لـعـلونه يـې ليـدل چې
د هـغـوي پـر بـاورونـو لــوبـې وشــــوې
پرسپيره دښـتـه يې شین چمن زرغـون کړ
پـر دا سـتـرو نـوښــتـونـو لـوبـې وشـــوې
د ژوند نـوي بـدلون هـڅو هاند ته ژمـن وو
د هـغـوي پـر ارمـانــونـو لـوبـې وشــــوې
د وطـن مـيـنـه کږليــچ لـري پـرې درومـو
د مجــنـون پـر پـرهــرونـو لـوبـې وشـــوې
پـيغلـو اوښـکې د ډـيـوو ځل ته کړي تــلـي
د مـيـن پـر شــوګـيـرونـو لـوبـې وشــــوې
زلمي وايې زمونږ مينه کی زواک شته دی
خـيــر که اوس د نـاتـارونـو لوبـې وشـوې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.