تالانګر لاسونه

شاجان هاجره حرکت

177

څه ځـانځاني څه و غرور او څه په ځان مېنتوب
ټـولـه زمونږه  پر سـر خاوره شـوه راو دوړيــد

د زلــمـیـتـوب د مېنتوب يـوه تــوده ولــولــه
په سور تنورکې شوه خامسوزه ډوډۍ وسوزیـده

په  مرغـلين تار کـې د ميـنې پـيـل شـوی هـيـله
د مـحــبــوبـا لـه صــراحــې  غـاړې راوتـلـیـده

د ناهیلیو پـه تـيـاره نظـر کـې پـاتـې نـه شــوه
د آزادۍ نـاوې لــه لــوړې  څـــوکـې وسکیده

پر دې سپيڅلې خاوره شنه نه شوه زرغونه نه شوه
کـه د زلـمو ويـنـو خـــړوبـه کــړه خونــه رغيـده

لوړې وړتـيـاوې د ځــوانـانـو مـو وړيـا بـايـلـودې
د رڼـا څــرک  تت شــو پـه ذهــن کې ونـه زلـیـده

د تـالانـګـرو لاس و اوږود پـيژنـدل يـې ګران وو
د ســيـده لار نـظــر کمزورې ورتـه نـه رسـیده

هـغـه د ميـنـي نـږديـوالـي لــوریــنـې جـذبــه
د ګل پـه بوټي کې غوټۍ نه شوه  ونه  غوړيده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.