د سلمان خان د کور مخته د ډزو قضیه څه وه؟

دویچه ویله

131

د یکشنبې په سهار د بالي ووډ ستوري سلمان خان کور مخته د ډزو پيښه د فلم صحنې ته ورته یو وضعیت وو. کله چې ډزې وشوې سلمان خان هم په خپل کور کې و.

د پولیسو په حواله د برید طرحه په امریکا کې جوړه شوې ده او په ممبي کې بیا د حرفوي جنایتکارانو له خوا عملې شوې ده.

دوه کسان چې پر موټر سایکل سپاره ول د یکشنبې په سهار شاوخوا پنځه بجې د ممبي په ډېره قیمتي سیمه باندره کې د سلمان خان د استوگنځای «ګلیکسي اپارټمنټ» مخې ته راځي، څلور دورې ډزې کوي او بیا د پيښې له ځای څخه تیښته کوي.

په څارونکو امنیتي کامرو کې لیدل کیږي چې بریدګر د دغه فلمي ستورې د استوګنځای پر لور ډزې کوي. په دوی کې یوه یې سپین ټي شرټ او تور جمپر او د ډینم کمپنۍ پتلون اغوستی وو، په داسې حال کې چې دویم یې بیا سور ټي شرټ او ډینم پتلون درلود.

د پولیسو په حواله دوی دواړو د لارنس بیشنوئې بدنامې مافیایي ډلې سره تعلق درلود. بشنوئې د مشهور پنجابي سندرغاړي سدهو موسی والا په ګډون د یو شمیر مشهورو کسانو د قتل په قضیه کې د ډهلي په «تهاړ جیل» کې بندي دی. پولیس وایي کله چې ډزې کیدلې سلمان خان په خپل کور کې موجود وو.

طرحه په امریکا کې، عملي کیدل یې په ممبي کې

پولیس وایي چې د ډزو پلان په امریکا کې جوړ شوی دی، چیرې چې د لارنس بشنوئې ورور انمول بشنوئې هم اوسیږي. هغه د دې طرحې د عملي کولو پروګرام هم هلته په امریکا کې میشت یوه بل ګینګسټر یا بدماش روهت ګودارا ته سپارلی وو.

د پولیسو په وینا د دې احتمالي دلیل دا دی چې د ګودارا د حرفوي نخښه ویشتونکو پراخه شبکه د هند په ډیر شمیر ایالتونو کې موجوده ده.

سلمان خان په دې تورن دی چې په ۱۹۸۹م کال کې یې دوې تورې هوسۍ ښکار کړې وې

پر فیسبوک د انمول بشنوئې هغه پوست هم د پولیسو دغه قیاس تقویه کوي چې په کې یې لیکلي وو «سلمان خانه! دا یوازې سرفلمي وه، څو ته زموږ د توان او لاسرسي په اندازې پوه شې او زموږ صبر نور مه ازمویه… دا ستا له پاره لومړی او وروستی خبرداری دی. راتلونکي ځل به مرمۍ یوازې پر دیوالونو او کورونو نه ورول کیږي. ته داود ابراهیم او وړوکی شکیل خپل باداران ګڼې، خو موږ په دې نومونو دوه سپي ساتلي دي. دغه اشاره کافي ده او زه فکر نه کوم چې زه باید نور څه ووایم. جی شري رام.»

ویل کیږي چې انمول بشنوئې په امریکا کې اوسیږي، خو پولیس وایي چې د دې پيښې د مسئولیت منونکي د فیسبوک آي پي ادرس د کاناډا دی.

مخکې تر دې هم سلمان خان او کورنۍ ته یې د بشنوئې ګینګ په څیر د مافیایي ډلو لخوا د وژل کیدو ګواښونه شوي دي.

بشنوئې په اصل کې د هندوانو داسې یوه فرقه ده چې د تور آهو یا هوسۍ عبادت کوي. د هغې ښکار د هند د قانون له مخې منع دی. سلمان خان په دې تورن دی چې په ۱۹۸۹م کال کې یې کله چې په راجستان کې د یوه فلم شوټینګ کولو په هغه وخت کې یې دوې تورې هوسۍ ښکار کړې وې. لارنس بشنوئې ویلي وو چې د تورې هوسۍ د وژلو له کبله به هیڅکله هم سلمان خان ونه بخښي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.