پلان څه شی دئ ؟

نصير احمد څپاند

198

د پلان تعریف:
پلان جوړونه د اهدافو د پیژندلو او تعریف کولو پروسې ته ویل کیږي، د هغه د پلي کولو وخت سره د فعالیتونو مشخص کول، د مطلوب حالت ډیزاین کول او د اهدافو ترلاسه کولو لپاره د اقداماتو او وسایلو چمتو کول، او د لګښتونو دقیق اندازه کول او د لګښتونو توضیحاتو تنظیم کول.
په لنډه توګه ویلی شو چې د یوې ادارې یا سازمان لپاره پلان د ملا د تیر حیثیت لري چې نوموړې اداره د پلان په وسیله خپل اهداف ټاکي او د پلان د عملي کولو په وخت کې خپل اهداف لاس ته راوړي . یو مدیر په خپل پلان کې دا شاملوي چې یو فعالیت په یوه اداره یا سازمان کې د چا لخوا، چیرته، څه وخت، ولې، او د څه لپاره اجرا شي.
همداراز د مخه یوې جوړې شوې طرحې ته پلان وایي چې په منظمه توګه د یوه اجرائیوي کارنده مسلکي اومتخصص مدیریت له خوا پلی کېږي .
پلان د وخت په اساس په درې ډوله دی.
۱.لنډ مهاله پلان ۲.مینځ مهاله پلان ۳.اوږد مهاله پلان ؟
اوږد مهاله پلان: هغه پلان ته ویل کیږي چې د یو کال څخه شروع بیا تر پنځو یا لسو کلو پوري وي دغه پلان د لوړي کچي د مدیرانو لخوا جوړیږي.
منځ مهاله پلان : هغه پلان ته ویل کيږي چې د درو یا څلورو میاشتو څخه بیا تر یوه کاله پوري رسیږي دغه پلان د منځنۍ سطحی د مدیرانو لخوا جوړیږي.
لنډ مهاله پلان : هغه پلان ته ویل کیږي چې د یوې ورځې څخه شروع بیا د درو میاشتو پوري رسيږي دغه پلان د ټيټي سطحي د مدیرانو لخوا جوړیږي.
پلان ایښودنه: پلان ایښودنه د موخو د ټاکلو څخه عبارت ده او د هغه دپلي کولو وړاندلید او موده.
یا په بل عبارت: پلان ایښودنه داسي یو تصمیم نیول دي چې څه باید اجرا شي یانې پلان داسي طرحه ده چې د مطلوب د وضیعت،پیشبیني او د رسیدلو لاری ورته اټکل کیږي.
– رغنده کاري پلان :
په دې پلان کې اصلي موخه ، د پلان لومړیتوبونه ، د پلان ډولونه ، د پلان لارښود ، د پلان مهم پړاوونه ، د پلان اغېزمنتیا ، د پلان ښېګڼې ، د پلان په وړاندې پراته خنډونه اود ستونزو هواری ، د پلان جوړونې مهارتونه ، د پلان جوړونې ډول ډول اړخونه . د پلانونو اصلي ژمنې ، په اداروکې د اجرائیي پلان د عملي کېدوله پاره انعطاف پذیرۍ ته رغنده کاري پلان ویل کېږي چې د یوې ملي پروسې له مخې د یوه صادق کارنده او متخصص مدیریت له خوا پرمخ وړل کېږي .
پلانونه عموماً د لنډ مهال ، منځمهال او اوږد مهال له پاره جوړېږي ، ترڅوپه نږدې ، متوسطه اولیرې ماضي کې د یوه مطلوب وضعیت د طرح کولوانځوریزاستعداد په کې موجود اود داسې لاروچارو او وسايلوپیداکېدو او جوړېدو هڅې په کې شاملې شوې وي چې ورته د رسېدوامکانات برابروي . همدا رنګه په دې پلان کې دداسې عملیاتوطرح کول چې دهغې موضوع له پاره وارله مخه د یوې کړنلارې په توګه تعریف شوې ، بدلون ورکړي .
خو دا چې پلان جوړونه د یوې ټاکلې حقیقي موخې او هدف ترسره کېدو ته اړتیا لري ، نو دغه پلان جوړونه بیا څه شی ده ، اود کومې منبع له خوا بایدعملي او پلی شي ؟
دا خوټولو ته معلومه ده چې یوکاردعلت اومعلول له کبله را منځته کېږي چې ترسره کېدل یې فاعل ته اړتیا لري ، اوفاعل دلته مدیریت دئ چې اصطلاحي تعریفونه یې خورا زیات دي . د بېلګې په توګه :
ځانګړیو موخو ته د رسېدو په صورت کې د وګړو د بوځتیاوو او امکاناتو کنټرولولو او د اصولي او قانوني بنسټیزې محورې پلان جوړونې او په مختلفو اړخونو کې د هنرې پوهې په کار اچولو او رهبري کولوته مدیریت وایي ، خو په دې شرط چې اغېزمنه کاري برنامه په کې موجوده وي ، ځکه پرته له کاري برنامې څخه هېڅ مدیریت نه شي ترسره کېدای .
سره له دې چې پرپلان جوړونې باندې د سیاسي تصمیم نیولود ډېرنفوذ له امله لاهم نا انډ وله تعریفونه ، څېړنې ، تبصرې اوشننې روانې دي ، خوبیا هم د بېلګې په توګه موږ پلانونه په لاندې څوکټګوریو باندې سره وېشو:
د رغنیزوپلانونو ډولونه :
دغّه ډول پلانونه څو ډوله دي لکه : امنیتي پلان ، اقتصادي پلان ، سیاسي پلان ، پراختیا یي پلان ، ملي پلان ، صحي پلان ، کرنیزپلان ، ښوونیزپلان ، ټولنیزپلان ، تدارکاتي پلان، د کورنۍ پالېسۍ پلان ، د بهرنۍ پا لېسۍ پلان ، د طبیعي زېرمورا ایستلوپلان ، د ملي شتمنیوخوندي کېدوپلان ، د ملي زېرموتولیداتوته د بازارموند نې پلان ، د اوبود مدیریت پلان ، د برقي اوحرارتي انرژیوتولیدي پلان ، تجارتي پلان ، د طبیعي پېښود مخنیوي پلان ، (ورځنی ، اوونیز ، میاشتنی ، کلنی ، پنځه کلن ، لس کلن ، پنځلس کلن ، پنځه ویشت کلن ، پنځوس کلن اونورپلانونه )، چې دا ټول د مدیریت له خوا پرمخ وړل کېږي .
خو پلانونه ټول د مدیریت په واسطه پرمخ وړل کېږي .
پلان جوړوني لپاره متخصصینو مختلف او بېلابېل تعریفونه کړېدي چې د نمونې په ډول دلته د څو تعریفونو یادونه کوو:
پلان جوړونه عبارت ده له :
د موخې ټاکل او د هغې اصولو ته د یوې حل لاري پیداکول او جوړول د پلان په نوم یادېږي
د کارونو د ترسره کولو لپاره د تصمیم نیول د پلان په نوم یادېږي.
په راتلوونکي کي د یوه مطلوب وضیعت طرح کول او رسمول او د داسي لارو او وسایلو پیداکول او جوړول چې هغو ته رسیدلو زمينه برابروي.
د داسي عملیاتو طرح کول چې د هغې موضوع لپاره چې مخکي له مخکي د یوې لاري په وسیله تعریف شوېده تغیر ورکړي.
د پلان جوړوني موخې: هغه موخي چې په هره پلان جوړونه کې لټول کیږي په لاندی ډول دي
د فعالیتونو د تنظیم له لاري موخو ته د رسیدو لپاره د احتمال ډېروالی.
د اقتصادي اړخ ډېرول .
په موخو او مقصدونو باندی تمرکز او د اړتیا په وخت کې د خپلي لاري بدلول.
د کنټرول لپاره د وسایلو چمتوکول.
یو پلان څنګه جوړېږي ؟
د پلان جوړونې تعریف : په راتلونکې کې د یوه مطلوب وضعیت طرح کولو، ترسیم او د داسې لاروچارو او وسائلو پیدا کېدو ته پلان جوړول وایي چې پرمټ یې د داسې عملیاتو طرحې ته بدلون پرې ورکړي چې د هغې موضوع له پاره مخکې له مخکې د یوې لارې په وسیله تعریف شوې ده او د پلان جوړونې هدف ته رسېدل ورباندې ترلاسه کېدای شي .
حکومتونه دې همداسې پلانونه جوړ او مدیریت کړي ،ترڅو پر خپلو پښود درېدو او خود کفاء کېدو له مخې د نورو له مداخلو پرې خلاص شي، ځکه زموږ له پاره د لومړيتوب پلان او اصلي موخه همدغه ده.
پلان جوړونه د یوه سازمان، ادارې او شرکتونه د پایښت، ودې او بریا لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ګڼل کيږي، ځکه چې شرایط هر وخت بدلېدای شي او سل په سلو کې یې هېڅوک يي اټکل کولای نه شي.
د پلان جوړولو ځانګړنې څه دي؟
۱. مدیریتي ځانګړنه: پلان جوړونه د مدیریت لومړنۍ او بنسټیزه دنده ده، چې نورو دندو لکه د کارکوونکو تشکیل، تنظیم، هدایت او کنټرول لپاره بنسټ جوړوي.
۲. د موخې ټاکل: دا برخه یې د سازمان د موخو پر پېژندلو، د بېلابېلو لارو چارو څرګندولو او مناسبه عملیاتي پلان جوړولو تمرکز کوي.
۳. ټول شمولیت: یعنې د سازمان هره برخه، سطحه او واحد خپل کار ته په کتو ورته اړتیا لري.
۴. دوامداره پروسه: پلان جوړونه دوامداره پروسه ده، ځکه چې پلانونه د یوې مشخصې میاشتنۍ، درې میاشتنۍ، کلنۍ او داسې نورو دورو لپاره جوړېږي او چې پای ته ورسېږي د سازمان اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو او شرایطو او د تېر پلان ارزولو ته په کتو نوی پلان جوړېږي، یعنې د پلانونو جوړول، رامنځته کېدل او څارل د نورو پلانونو څخه په استفادې کېږي.
۵. ذهني پروسه: پلان جوړونه هغه ذهني بهیر دی، چې ماغزو، فکر کولو، اټکل کولو، دقیق انځورولو او نوښت ته اړتیا لري.
۶. د پلان کار له راتلونکي سره دی: د پلان جوړونې په بهیر کې د وړاندوینې، تجزیې او راتلونکو ننګونو سره په ښه بڼه تعامل کولو لپاره راتلونکي ته اجمالي نظر کېږي.
۷ پرېکړه کول: پلان جوړونه موخې ته د رسېدلو په بېلابېلو لارو کې د یوې داسې ښې لارې ټاکلو په موخه کارول کېږي، چې منفي پایلې یې په نشت حساب وي او مثبتې هغه یې ډېرې لوړې وي.
پلان جوړونه چې د سازمانونو اړتیا او د مدیرانو مسوولیت دی، د دې لپاره چې کار یې د موخو او مقاصدو ټاکل او ورته د رسېدلو لارو چارو سره دی، مدیرانو سره د ورځنیو شرایطو په تجزیه او تحلیل کې مرسته کوي.
د یو ښه پلان ارزښت په څه کې دی؟
د مدیرانو سره مرسته کوي، چې د سازمان د ګټې په موخه د موخو جوړولو او د فعالیتونو د ټاکلو په مرسته راتلونکي کارونه ښه کړي.
راتلونکي ته په کتو سره ګواښونه او سرګردانۍ راکموي.
فعالیتونو د همغږۍ لپاره سهولتونه رامنځته کوي، چې ورسره د فعالیتونو ترمنځ تداخل کمېږي او بې ګټې کارونه پکې لرې کېږي.
د پلان د جوړولو بېلابېل پړاوونه
د فرصتونو تحلیل
د موخو ټاکل
اټکل کول
د بېلابېلو لارو چارو مودندل
د بېلابېلو لارو چارو ارزول
د یوې لارې ټاکل
د کاري پلان پلي کول
بیا کتنه
د پلان جوړوني فلسفه:
د پلان جوړوني فلسفه د یوه نظر او د ژوند د یوې حل لاري د عنوان په څېر چې د یوه فکر، اندېښې ، او د یوه منظم ، دوامداره او د کلک عظم د پلان جوړوني د عمل پر بنسټ د تعهد ضمانت کوونکی وي نو د مدیریت یوه نه جلاکېدونکې او نه بېلېدونکې برخه ده.
د پلان جوړوني اړتیا :
شخص او سازمان خپلو موخو ته د رسیدو لپاره پلان جوړوني ته اړتیا لري نو پر همدې بنسټ د پلان جوړوني اړتیا د یوه جزیې واقیعت موخو ته د رسیدو لپاره نه قبلېدونکی انکار دی ، په دې معنی چې هر څومره وړه موخه هم ولرو نه هغې ته د رسیدو لپاره باید او باید یو منظم پلان شتون ولري چې په لږ مصرف او کم وخت کې مو هغه ته ورسوي ،( دا که د یوې میلمستیا لپاره وي ، د رخصتي د یوې ورځي د تېرېدو لپاره وي ، او که د یوه محصول د خرڅلاو لپاره وي ).
د پلان جوړونې ګټي:
پلان موږ ډاډمن کوي چې څه باید وکړو او ولي يې تر سره کړو.
د چارو د کامیابۍ لپاره د پلان له مخي قضاوت کېدای شي.
اهداف په کې ښودل کیږي.
همکاري رامنځ ته کوي او د وخت د ضایعاتو څخه مخنیوي کیږي.
د کار موثریت زیاتوي او په لګښت کې د سپماسبب کیږي.
د راتلونکي لپاره د پروګرام جوړولو په خاطر د اصلاحاتو د رامنځته کېدو سبب کیږي.
پلان جوړونه ټولو ډله ایزو موخو هڅي معلوموي او هغه پلانونه چې د یوه سازمان موخو ته مو رسوي هغه هم طرح کوي تر څو مدیر وپوهيږي چې څه ډول سازماني جوړښت (ساختار) باید وټاکي او د خپلي اړتیا وړ کارکوونکو په پېژندلو او د هر پسټ لپاره د شخصي ځانگړتیاو په پېژندلو باندي بریالی شي. نوهغه وخت یو مدیر کولای شي چې د لارښووني (هدایت) او سرپرستي گټور ډول وټاکي او د عملیاتو د کنټرول لپاره هم یو سټنډرډ ولري نو ویلې شو چې : پلان جوړونه د مدیریت خلاصه جوړوي .
د پلان جوړوني ډولونه : پلان جوړونه کولای شو په دری ډوله ترسره کړو:
بنسټيزه پلان جوړونه (سټراټیژیک پلان): دا پلان جوړونه یوه بنسټیزه او د سازمان اوږد فکره پلان جوړونه ده چې لاندي پړاوونه په بر کې لري :
الف) د اوږدمهاله موخو او مأموریتونو ټاکل،
ب) په لنډمهاله کمي او کیفي موخو باندي د مأموریتونو توپیر چې دا عمل په اصطلاح کې موخه جوړونه بلل کیږي ،
ج)د خط مشي یا سیاستونو ټاکل،
د) د اجرايي (تاکتیکی ) پلان جوړوني طرح
ستراتیژیکه پلان جوړونه د راتلوونکي په اړه وړاندوینه نه کوي خو کولاي شي چې له یوه مدیر سره په لاندنيو مواردو کې مرسته وکړي
الف) په اوسنیو غوښتنو یا مقتضیاتو کي بریالی کېدل،
ب) د نه قبلېدونکو غلطیو په سمولو کي د یوې موقع يا فرصت وړاندي کول،
ج) په یوه مناسب وخت کې د سم تصمیم نیول ،
د) په هغو اهدافو باندي تمرکز چې په راتلوونکي کې باید په مطلوب ډول ترسره شي.
پلان جوړونه د مدیریت په ټولو دندو باندي وړاندي والی لري. سټراټیژیکه پلان جوړونه په هغو پوښتنو سره پیل کیږي چې په اوس وخت کې د موخو او د موخو د عملیاتو په لاس راوړلو لپاره ځانگړي شوي وي ، د بېلگي په توگه:
موږ د کومو خدمتونو د وړاندي کولو لپاره هڅه کوو؟
په پلان جوړونې سره یوازې د یوه سازمان راتلونکی نه روښانه کېږي، بلکې ورسره مرسته کوي چې خپل راتلونکی خپله جوړ کړي. اغېزناک پلان باید واضح او جامع وي، یعنې پلان باید داسې جوړ شي چې د سازمان ټول اړخونه په نظر کې ونیسي عام فهمه وي او خلک په اسانۍ پرې پوه شي او د تطبيق وړ وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.