نوی تعلیمي نصاب (لومړۍ برخه)

بریال حبیبي

363
څو ورځې وړاندې خبر خپور شو، چې تر شپږم ټولګي پورې نصاب چمتو شوی او له اووم نه تر دوولسم ټولګي پورې په نصاب جوړولو کار روان دی؛ څرنګه چې له یوې خوا تر اوسه پورې زموږ و ستاسو په ګډون د نوي نصاب په محتوا ډېری خلک نه پوهېږي، نو له بلې خوا ځینې داسې سندونه شته، چې ښیي د جمهوریت دوره کې په دولتي ښوونځیو کې په دولتي نصاب سربېره د هغوی د مخالفینو نصاب هم تدریسېده.
یاد نصاب هغه وخت د (تعلیم و تربیې د عالي کمېسیون) له لوري په ټوله کې له دریو برخو نه جوړ شوی وو؛ یوه برخه یې عمومیات، دویمه برخه یې د نصاب، ښوونکو، تدریسي مهالوېش او ورته نورو مواردو اړوند نولس مادې او درېیمه هغه یې له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې د نصاب هغه نیمګړتیاوې او نواقص (د دوی له نظره) په بر کې نیسي، چې باید لرې او یا تدریس نه کړلي شي؛ عمومیات دادي:
((د تعلیم او تربیې د عالي کمېسیون له لوري د ……. ولایت د تعلیم او تربیې مسؤل ته!
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
الله جل جلا له مو په خپلو ټولو جهادي او تعلیمي امورو کې  مؤفق او بریالي لره.
محترمه! لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې تعلیم و تربیه د انساني ټولنې هغه بنسټیز ضرورت دی چې د ټولنې ټولې نېکبختۍ ورپورې تړلې دي آن تر دې چې الله جل جلا له انسان ته په نورو مخلوقاتو د همدغه علم او پوهې پر بنیاد امتیاز ورکړی دی همدا سبب دی چې د اسلام مقدس د نورو الهي ادیانو په لړ کې په علم او پوهه ډېر ټینګار او تاکید کړیدی تر څو له یوې خوا خپل حقانیت او حقیقت د علم په رڼا کې وښیي او له بلې خوا انساني ټولنه د هلاکت او بربادۍ څخه وژغوري نو ددې اصل په نظر کې نیولو سره تعلیم او تربیه زموږ د ټولنې یو مبرم ضرورت شمېرل کېږي نو ځکه د افغانستان.ا.ا ددې حقیقت په درک کولو سره دغه ټکي ته متوجه دی چې که څه هم د افغانستان شرائط د ستونزو څخه ډک دي خو بیا هم تعلیم او تربیه باید هیڅ وقت او هيڅ ځای کې له پامه ونه غورځول شي.
محترمه! دغه حقیقت هم باید په نظر کې ولرو چې کفري نړۍ خصوصاً یهود او نصاری غواړي چې د همدغه تعلیم او تربیې تر نامه لاندې د اسلام د سپېڅلي دین پر ضد هغه تجربې عملي کړي کومې چې یې د خپلو منسوخو دینونو او مذاهبو په انحراف او له منځ نه وړلو په برخه کې ورنه ګټه اخیستې چې په ډېر ماهرانه ډول یې خپل مذاهب له منځه وړي او بیا یې د خپلو فاسدو خواهشاتو تابع ګرځولي دي نو اوس هم زموږ افغاني او په اسلام مین ملت ته د همدې فاسد نیت سره راغلي تر څو د نورو مادي ګټو ترڅنګ زموږ راتلونکی نسل د انحراف او بې دینۍ طرف ته تشویق کړي خو د لوی الله جل جلا له په فضل د افغانستان مسلمان ولس د دوی دغه شوم نیت له وخته پېژندلی نو ځکه د خپل ځمکني حریم له ساتنې سره سره غواړي چې د خپل تعلیم، فکر او مذهب له حریم څخه هم په کلکه دفاع او ساتنه وکړي ددې هدف لپاره دوه شیان بنیادي ضرورت دي:
۱ـ د تعلیم او تربیې یو سالم نصاب.  ۲ـ مسلمان او با استعداد استاذ.
د لمړي ټکي لپاره د ا.ا.ا د تعلیم او تربیې عالي کمېسیون یو باصلاحیت هیئت ته وظیفه ورکړه تر څو د افغانستان د مکاتبو موجوده نصاب چې د غلامې ادارې تر نظر لاندې جوړ شوی دی وګورئ تر څو هغه نواقص او نیمګړتیاوې چې په ډېر ماهرانه ډول د شاګردانو د فکر او عقیدې د تحریف او انحراف په غرض پکې درج شوې دي اصلاح او یا له منځه یووړل شي او یا هم استاذان ورته متوجه کړل شي نو دادي ځینې هغه اهم موضوعات چې په اوسنیو شرائطو کې د توجه وړ دي په لاندې ډول په ګوته شوي دي… .
۱ـ د روح لرونکو موجوداتو تصویر:
د تصویر او عکس په اړه سربېره پر دې چې شرعي ممانعت موجود دی خو ځنې داسې تصویرونه هم موجود دي چې د شاګردانو او هم استاذانو پر اخلاقو بد اثر او اغېزه کوي لکه د بالغو ښځو او نجونو ښایسته تصویرونه او ځنې بیا داسې تصویرونه دي چې په ډېر مرموز ډول د شاګردانو ذهنیت تحریفوي لکه یو استاذ په خارجي یونیفورم کې لیدل کېږي خو په بل ځای کې په اسلامي لباس کې په اسلامي لباس کې تصویر راوړي چې یا معیوب وي او یا د چرسو په حالت یا په شاقه کارونو لګیا وي چې دا ډول تصویرونه باید محوه شي.
۲ـ د تلویزیون موضوع: د تلویزیون موضوع چې په ډېرو کتابونو کې تکرار شوې ده او په عمومي ډول شاګردان ورته تشویق شوي دي په داسې حال کې چې په تلویزیون کې زیاتره تحریفي او غیرمفید او حتی ډېر فاحش پرواګرامونه هم شته نو ددې مضمون په ویلو سره باید استاذان د داسې غیرمطلوبو پروګرامونو بد اثرات شاګردانو ته توضیح کړي او هغوی ورڅخه منع کړي.
۳ـ د موسیقۍ موضوع: دغه مضمون هم په ځنې کتابونو کې ذکر شوی ده او یا هم د موسیقي آلات ذکر شوي او شاګردان ورته تشویق شوي دي چې دغه کار هم د شاګردانو د انحراف وسیله ګرځي او شرعاً هم جواز نه لري نو د دغه مضمون له ویلو څخه دې په کلکه ډډه وشي.
۴ـ د ښځو د حقوقو موضوع: د ښځو د حقوقو موضوع چې همېشه د مسلمانانو او کفري نړۍ ترمېنځ یو جنجالي موضوع ده.
کفارو زیار ایستلي ترڅو دغه موضوع د خپلو معیارونو په چوکاټ کې داسې تعبیر کړي چې ګویا نر او ښځه برابر حقوق لري او کولای شي چې نرانو سره یو ځای په کور دباندې کار وکړي په دې اړه د مسلمانانو د تېر ایستلو لپاره ځنې داسې دلائل راوړي چې هغه اصلاً په دې اړه د استدلال وړ نه دي د مثال په توګه د حضرت ام سلمه رضی الله عنها حدیث راوړي چې د حدیبې په صلحه کې یې حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم ته مشوره ورکړه استاذ باید ددې حدیث په اړه د کتابونو په حواله تشریح ورکړي او ښځو حقوق او د حجاب مسئله د شریعت په رڼا کې ورته تشریح او توضیح کړي.
۵ـ د ښځو د بیان ازادي: دغه موضوع هم په ځنې کتابونو کې د ملګرو ملتونو او یا هم بشري حقوقو د کمېسیون په حواله داسې تعبیر شوې ده چې کفار غواړي د خپل هدف لپاره چې د ښځو بې حیایي ده ورڅخه ګټه واخلي په دې اړه هم د ځینو ناپوهو مسلمانانو د تېر ایستلو لپاره د حضرت زینب رضی الله عنها قصه رانقلوي چې د یزید په مقابل کې یې سختې او تُندې خبرې کړې، نو استاذ باید دغه مضمون د موجهو دلائلو په بناء شاګردانو ته توضیح کړي او د ښځو د بیان آزادي د شریعت په رڼا کې تشریح کړي.
۶ـ د ښځو د تعلیم موضوع: دغه موضوع هم په نصاب کې په مختلفو عنوانونو ذکر شوې ده او کفار د یوې وسیلې په توګه کار ورڅخه اخلي، په دې هکله هم ځینې دلائل راوړي چې هیڅکله هم د دوی د هدف لپاره چې هغه په مطلق ډول د ښځو او نرانو په عامه ځایونو کې یو ځای زده کړه او اوسېدل دي، نه شي توجیه کېدلای او دغه مسئله هم باید د استاذ لخوا د شریعت په رڼا کې تشریح شي.
۷ـ د بشر حقوق: دغه موضوع هم ډېره ذکر شوې ده او د ملګرو ملتونو د اعلامیو په اساس استناد ورباندې شوی دی په داسې حال کې چې اسلام تر بل هر چا د بشر په حقوقو او ضرورتونو ښه خبر او پوه دی نو په دې اړه هم باید استاذ د بشر او انسان حقوق د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې تشریح کړي.
۸ـ بشر دوستي: دغه موضوع هم ددې لپاره تکرار شوې ده ترڅو مسلمانان د کفارو دوستۍ ته وهڅوي او هر څوک باید د هر چا سره مینه ولري په دې اړه د اسلام مقدس دین د انسانانو په مېنځ کې د روابطو او اړیکو مکمل او پوره قوانین لري او مسلمانانو او کفارو سره یې د روابطو حدود ټاکلي دي چې دغه روابط او حدود باید د استاذ له خوا تشریح شي.
۹ـ د حیثیت او حقوقو د لحاظه مساوات: په دغه عنوان هم مضامین راغلي چې دا هم د تېرې موضوع په څېر د مسلمانانو د ګمراه کولو یوه وسیله ده په دې اړه د بخاري شریف په حواله د یهودي د جنازې په ارتباط یو حدیث رانقلوي چې نبي علیه الصلوة و السلام د یهودي جنازې ته ولاړ شو نو دوی استدلال کوي چې مسلمانان او کفار یو ډول دي نو استاذ باید ددغه حدیث تشریح د احادیثو د کتابونو په استناد وکړي. د مثال په توګه پورتنی حدیث د بخاري شریف په شرح فتح الباري ـ ج۳ ص ۲۰۷ کې وکتل شي او د هغه علیه السلام د ولاړېدلو وجوهات دې شاګردانو ته توضیح شي.
۱۰ـ سوله: د سولې مضمون هم په ځینې کتابونو کې کله د ترانې په عنوان او کله د نثر په عنوان راغلی چې پکې د جنګ، وسلې او قتل څخه نفرت څرګند شوی چې د کفارو مطلب د مسلمانانو د جهاد د سپېڅلې فریضې سره نفرت پیدا کول دي نو استاذ باید په درسي مضامینو کې د جنګ او جهاد پوره تفکیک وکړي او د جهاد د ضرورت اړخونه دې شاګردانو ته تشریح کړي.
۱۱ـ په ناحقه وژنه: په دغه عنوان کې هم ځان وژنې ته اشاره شوې ده او هغه یو ناروا عمل بلل شوی دی دلته دې هم استاذ د ځان وژنې او استشهاد فرق شاګردانو ته توضیح کړي.
۱۲ـ جرګه: دغه مضمون هم ډېر تکرار شوی دی چې د دوی مطلب ورڅخه دغه پخپله جوړې کړې جرګې دي چې د دوی ادارو ته یې د مشروعیت ورکولو ذرېعه ګرځوي استاذ دې د جرګې، شوری او مشورې په اړه پوه توضیح ورکړي د جرګې د غړو اهلیت، صفتونه او هغوی صلاحیتونه دې تشریح کړي.
۱۳ـ تروریزم: دغه اصطلاح چې همېشه کفارو د مسلمانانو د تهدید او ځپلو لپاره وسیله ګرځولې او زیاتره ناپوه مسلمانان یې پرې تېر ایستلي، نو ضروري خبره ده چې استاذ باید د تروریست معرفت او پېژندنه د شریعت په چوکاټ کې شاګردانو ته وکړي او د نړۍ لوی تروریستان چې یهود او نصاری یې په سر کې دي ور وپېژني.
۱۴ـ د نوروز د ورځې تجلیل: څرنګه چې ددې ورځې تجلیل په اسلام کې اصل نه لري او په اسلام کې د تجلیل ورځې معلومې دي نو استاذ باید د تجلیل ورځې معرفي کړي تر څو د جاهلیت د رسومو او رواجونو څخه ډډه وشي.
۱۵ـ د بتانو موضوع: په دې اړه په ځینو ځایونو کې د بودا مجسمې په اړه چې د ا.ا.ا لخوا تخریب شوې خواشینې څرګنده شوې چې هیڅکله هم د خواشینۍ وړ خبره نه ده استاذ باید دغه لفظ محوه او شرعاً دې د موضوع وضاحت ورکړي.
۱۶ـ د غیرحنفي فقهې تعلیم: د اهل سنتو په مناطقو کې جعفریه فقه هم په نصاب کې راغلې ده چې په دې مناطقو کې ضروري نه ده، باید و ایستل شي… .
او دوه مضامین چې یو (۱) د ژوند مهارتونه (۲) مدني زده کړې دي، چې د مختلفو صنفونو لپاره چاپ شوې دي مطلقاً ددې کتابونو تدریس منع دی، باید له نصاب څخه خارج کړل شي ځکه چې له یوې خوا د شاګردانو له سویې څخه لوړ دي او له بلې خوا ځنې خرافات پکې درج دي چې د شاګردانو ذهنیت خرابوي… .))
نور بیا!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.