Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

ولې د زیاتو کسانو شته والی اتاق ګرموي؟/ بسم الله عارف

0 1,257

له محور ورځپاڼې په منننې

انسان د سانتي ګراد په ۱۸ تر ۲۳ درجو حرارت کې ځان راحت احساسوي، که دغه اندازه زیاته او کمه شي د ناروغۍ باعث ګرځي او دې سټنډرډ ته په کتو انجینران هم د ودانیو د جوړلو پرمهال ورته خاص پام ساتي.
انجینران د ودانیو د جوړولو پر مهال دې ته پام ساتي چې د خونو په منځ کې څه ډول مواد وکاروي، چې که د یخېدو او ګرمېدو اسباب پکې ونه کارول شي هم دغه سټنډرډ سره یې هوا ډېر فرق ونه کړي.
نن سبا چې د کابل په شمول په اکثریت ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو پدې هم باید وپوهېږو، چې ولې هغه خونې ګرمې وي، چې ډېر کسان پکې اوسېږي او انسانان د خونو په ګرمېدو کې څه رول لري؟
د خونو د حرارت په تغیر کې یوازې بیروني اسباب ونډه نه لري، بلکې اوسېدونکي هم د دغه حرارت یوه برخه جوړوي. اوس پوښتنه داده چې انسان څه ډول تودوخه تولیدوي؟
د انسان د بدن هره عضوه په هر ساعت کې ۱،۵ کیلو کالوري انرژي تولیدوي. که یو عادي انسان ۷۰ کیلو ګرامه وزن ولري دا کس به ۲۵۲۰ کیلو کالوري تودوخه په یوه ورځ کې تولید کړي. په یاد مو وي چې یو کالوري دومره انرژي ده چې د یو ګرام اوبو تودوخه د سانتي ګراد یوه درجه لوړوي.
دغه ډول تودوخه اصلاً انسان چې کله ډوډوۍ خوري د هاضمې سیستم یې تولیدوي. د هاضمې له سیستم څخه ترلاسه کېدونکې انرژۍ کې کاربوهایدیټ ډېره ونډه لري.
کاربوهایدریڼ بیا د انرژۍ په تولید کې مهم رول لري، کله چی د انسان حجرات کاربوهایدریت مصرفوي، نو هغه په ګلوکوز تبدیلېږي. دا ګلوکوز بیا په کاربون ډای اکسایډ، اوبو او تر یو لړ کیمیاوی مراحلو وروسته د ATP په مالیکول بدلېږي.
له دغې کیمیاوي مرحلې څخه ترلاسه کېدونکې انرژي او تودوخه د انسان وینې ته انتقالېږي او په بدن کې ددې انرژۍ جریان د ناستې ځای ګرموي، چې که چېرې په اتاق کې دغه شان د څلورو، پنځو چاغو کسانو د ناستې ځای ګرم شي، نو پخپله اتاق ګرم دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply