زابل کې د یرغمل شویو ناڅرګند برخلیک – خوشال خلیل

0 843

 دا دی څه کم یوه اونۍ کېږي چې د هغو دېرش تنو تښتول شويو او یرغمل شويو کسانو برخلیک څرګند نه دی، چې د کابل کندهار په لویه لار کې د نامعلومو وسلوالو له خوا له بسونو ښکته او بیا کوم ناڅرګند ځای ته بیول شوي دي. دغه پېښه د خپل نوعیت او بڼې له پلوه بیخي جلا او بي ساري بلل کېږي، ځکه بسونو ته مخ پټي وسله‌وال ورختلي او د هغوی تذکرې یې کتلي، هزاره او شعیه یې ورنه راښکته کړي او نور يې خوشي کړي دي. دا چې تښتول شوي ټول د یو قوم او مذهب پورې تړلي کسان و او  تښتونکو ولي او د څه لپاره داسې کار کړی دی، په دې اړه ډول ډول فرضیې مطرح کېدای شي، څوک وايي دا به د داعش په نوم د نوي ډلې چې د زابل شاوخوا سیمو کې یې تازه سر راپورته کړی کار وي، څوک ورته قومي رنګ ورکوي، څوک هم وايي ښايي دا د ایران یا بل هېواد دسیسه وي، خبره چې هر څه وي، افغانستان کې د جنګ استخباراتي بڼه ورځ تر بلې پېچلي کېږي، له همدې امله دلته هم ددغه یرغمل نیونې په اړه لا هم ابهام موجود دی او د دغې پېښې اصلي انګیزه معلومه نه ده. دولت هم وايي چې د یرغمل شوي کسانو لټه یې پیل کړي ده، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم ویلي چې دوی له لومړۍ ورځې په دې هڅه کې دي چې دا خلک روغ رمټ را خلاص کړي او ددې لپاره دا هلي ځلي  نه رسینزي کوي چې د یرغمل شویو ژوند ته ګواښ پېښ نشي. خو موږ د دغې قضیې په اړه څو ټکو ته اشاره کولای شو.

اول، د یرغمل شویو په اړه ابهام، د لومړنیو معلوماتو له مخې دا وګړي ټول هزاره ګان ول، چې د ایران له مزدورۍ وروسته کورونو ته راستنیدل او په لاره کې د هزاره او یا شعیه په جرم راښکته شوي او له وسله والو له ځان سره بیولي دي، له کله نه چې دا کسان تښتول شوي دي،  لا هم ورسره چا اړیکه نه ده ټینګه کړې، چې دوی چېرته بیول شوي او په څه ډول شرایطو کې ساتل کېږي، دوی سره به د یرغمل نیونکو چلند څنګه او څه ډول وي. ایا ټول له ایرانه راستنیدونکي کسان ول، که په منځ کې نور کسان هم شامل ول، دلته یوازې دومره معلومات شته چې ټول هزاره ګان دي، بس خلاص.

دویم، ابهام د یرغمل نیوونکو په اړه دی، څوک څه نشي ویلی چې دا به څوک او کومه ډله وي. خو له دې مخکې په زابل کې د داعش د راپیدا کېدو اوازې او خبرونه رسنیو خپاره کړي و او ځايي خلکو هم تایید کړې ده چې د تورو جنډو ولا وسله وال یې سیمه کې میشته شوي دي او څه موده مخکې حکومتي چارواکو هم تایید کړه چې دغه سیمه کې يې داعش په نوم نوې ډلې ته لیږدونکي د وسلو ډک کانتینز نیولی دی.  تر اوسه خو اکثره ګومانونه او اټکلونه په دې راټول دي، چې دا خلک به د داعش په نوم وسله والو نیولي وي، خو تر دې هاخوا نور احتمالات هم نشي ریدیدلی. ځکه کله چې قضیه روښانه نه وي، د هغې په اړه هر ډول نظر او خبره کېږي او هر احتمال باندې خلک فکر کوي او رسنیو ته راوځي.

درېیم، ابهام په دې قضیه کې د دولت د اقدماتو په اړه دی، چې تراوسه یې د نیول شویو کسانو کورنیو او خواخوږو ته هیڅ داسې خبره نه ده کړې چې د هغوی قناعت حاصل شي، په دې اړه تر اوسه حکومتي چارواکو خبرې ټولې ناهیله کوونکي دي، حتا د ولسمشر دویم مرستیال هم په دې اړه زیات څه نه دي ویلي چې څومره پرمختګ شوی دی، هغه یوازې دومره وویل چې هلي ځلي یې روانې دي، خو د زابل محلي چارواکي هغه خپرې شوې اوازې ردوي چې ګني ددغو یرغمل شویو د څرک لیږیدو په اړه خپرې شوې وې، تر دې مهاله حتا د قومي او قبیلوي مشرانو هڅو هم نتیجه نه ده ورکړې، یعنې د حکومت او قومي مشرانو هلي ځلي هم د ابهام او تردید سره مخ دي.

څلورم، دلته د قضیې نوعیت او یادو نښو نښانو ته په کتو ددغو خلکو برخلیک په اړه ډېر وحشتناکې وړاند وینې کېږي، که خدای مه کړه په دوی څه وشي او دا یرغمل شوي کسان روغ رمټ را خوشي نشي، دا موږ ته واقعا د یو نوي تاوتریخوالي چې په افغانستان کې مخینه نه لري د راتلو خبرداری راکوي، داسې تاوتریخوالی چې مذهبي بڼه به لري او پیل به یې له همدې یرغمل نیونې کېږي، افغانستان هغه هېواد دی چې ډېرې زیاتې ستونزې لري، خو د سیمې او اسلامۍ نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله دلته مذهبي حساسیت او شخړې هیڅ سابقه نه لري او تر بل هر هېواد دلته شعیه او سني وګړي خپلو کې ګډ ژوند کوي او ګډې راکړې ورکړې لري، ډېری په دې باور دي چې دښمنان په هر وسیله هڅه کوي، چې زموږ هېواد کې دغه له زغم او تحمله ډک چاپیریال لکه د نورو هېوادونو په څیر په مذهبي لانجو او شخړو بدل کړي، چې دا بیا ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول شعیه مذهبو ته لوی ګواښ ګڼل کېږي.

 پنځم، دا چې د داعش په نوم ډلې په عراق او سوریه کې په مذهبي اقلیتونو او شعیه ګانو باندې برید او د هغوی وژل د خپلو تعابیرو په اساس روا عمل بولي او په دې لار کې له هیڅ ډول ظلم اوبربریت نه مخ نه اړوي، اوس چې دلته هم د داعش د راپيدا کېدو اوازې پيل شوي، بلکې د رپوټونو په حواله اکثره ځایونو کې د داعش بیرغ لاندې وسله وال ترسترګو شوي، دا د دولت مسوولیت دی، چې ددغې ډلې د مخنیوي په خاطر جدي اقدمات ترسره کړي، چې خدای مه کړه د عراق او سوریې غوندې د تاوتریخوالي دغه نوې بڼه په افغانانو عملي نشي، دولت ته په کار ده چې لومړی ددغو یرغمل شویو کسانو د راپيدا کېدو غم وخوري اوبیا هر هغه هڅه چې داعشي افکارو او ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي په نطفه کې خنثا کړي، که داسې ونه کړي او دولت خپل مسوولیت او دنده ترسره نه کړي، نو دا هېواد د یوبل کړکیچ خواته روان وبوله، چې پایلې به یې ډېرې بدې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply