Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

پر اماني دورې دپوهاندکاکړ کتاب ته يوه کتنه  (لومړۍ برخه)

0 1,111

dr abdul rahman zamani 1

ډاکټر عبدالرحمن زماني:-

محترم پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ، د کابل پوهنتون د تاريخ پخوانې استاد او سپين ږيرې مشر ته د هغوې ځينو شاگردانو دنوميالي افغان مؤرخ  خطاب ورکړې اوځينو هم د هيواد د معاصر تاريخ د متخصص په نامه ياد کړیدئ .

ما د٢٠١٢ م  کال دجنوري دمياشتې په اوه ويشتمه نيټه دکليفورنيا په شمال کې دافغاني کلتوري ټولنې په نوښت  هغې غونډې کې چې د پوهاند صاحب حسن کاکړ په وياړ جوړه شوې وه، ويلي وو چې «زمونږ په  گران هيوادافغانستان کې لکه د ارواښاد  احمد على خان کهزاد، ميرغلام محمد غبار او پوهاند عبدالحۍ حبيبى په شان ستر مؤرخين  تير شويدي . خو کاکړ صاحب  يواځينې کس دئ چې په تاريخ کې عالى علمي زده کړې لري،  او پى ايچ ډي (دکتورا) يې پکې آخيستې ده،  دوې  د تاريخ  د استادئ دنده هم پر مخ بوولې او د هغو لږو کسانو په ډله کې هم دئ چې هم يې دافغانستان د خارجه چارو د وزارت  د آرشيف او هم دافغانستان  دملى آرشيف د لټولو چانس درلودلې، د انگلستان د بريتانوي هند آرشيف خو به لا نه يادوم. او تر ټولو مهمه لا دا چې اوس خو د مستبدو او مطلق العنانه رژيمونو د تهديد او سانسور  ويره هم نشته، نو ځکه  هيله لرم چې په نژدې راتلونکې کې د دوې په قلم د افغانستان  دمعاصر تاريخ  په  ډيرو تيارو برخو رڼا واچول شي» .

«د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه» د پوهاند صاحب د هغه کتاب نوم دئ چې په ۱۶۲ مخونو کې په ۲۰۰۵ ميلادي کال کې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې د ټولنې په همت، او په پيښور کې د دانش  خپرندويې ټولنې د تخنيکي څانگې لخوا چاپ شويدئ .

د کتاب محترمه خپرندويه ټولنه د کتاب په پيلامې کې د يادښت په توگه د دغه کتاب د اهميت په هکله ليکلي چې «د استاد کاکړ “د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه” داسې يو اثر دئ چې د اماني دورې په هکله د يو شمير نويو منابعو په رڼا کې ډير نوي ټکي هم د تاريخ څيړونکو، شاگردانو او مينه والو مخې ته ږدي . دغه اثر په افغاني تاريخي څيړنو کې يوه په زړه پورې اضافه ده». 

زه پدغه لنډه ليکنه کې د محترم کاکړ صاحب د دغه کتاب  محتوی ته لنډه کتنه کوم، او ګورو چې ددوې د دغه کتاب دنوم او محتوی تر منځ څومره تفاوت موجود دئ؟  ددوې په وينا دغه نوې کتنې کې څه شئ نوي دي؟ د واقعياتو او تحريفاتو په گډولو (يوځاې کولو) سره څنگه تاريخي پيښو ته جعلی روايات جوړ يږي، او په پاې کې په تاريخ کې د درواغو د ثبتولو دپاره  په موجودو منابعو او اسنادو کې څرنگه لاسوهنه شوې ده.

د کاکړ صاحب د کتاب نوې منبع يا سرچينه

مخکې لدې چې د پوهاند صاحب کاکړ د کتاب نورو اړخونو ته لاړ شم ، د تاريخې ليکنو د سرچينو د اهميت په نظر کې نيولو سره  به  لومړې د دوې د دغه کتاب تر ټولومهمې سرچينې باندې غږيږم . زه په پوره ډاډ سره ويلاې شم چې ډاکټر صاحب کاکړ د تاريخ ديوه استاد او مؤرخ په توگه په تاريخ ليکنه کې د اسنادو او مدارکو د سموالي او کره توب په اهميت تر بل هر چا ډير ښه پوهيږي . ماته د هغوې هغه وينا هم ډيره ښه په ياد ده چې په شمالي کليفورنيا کې د افغاني کلتوري ټولنې په يوه محفل کې يې د محترم انجينير صاحب وکيل متين او زما د«جنگ استرداد استقلال افغانستان، جبههٔ فراموش شدهٔ چترال و کنر (حقايق نهفته و حرف های ناگفتهٔ جبههٔ چهارم) د کتاب د مخ کتنې په مناسبت کړې وه:

«تاريخ چې تر څو په ښو ثقه معلوماتو باندې بنا نه وي، هغه (کې)حقيقت ته رسيدل بيا مشکل وي . تاسې داسې وگڼئ چې يو خټگر که غواړی يو تعمير جوړ کړي، هغه اصلي مواد چې ورسره نه وي، هغه تعمير شوړيږي. په بل عبارت سره د تاريخ ليکلو دپاره لومړې شئ ضروري ثقه مواد دي، او ډاکټر صاحب ډير کوشش کړی…».

کاکړ صاحب د خپل دغه اثر د سرچينو او اسنادو په هکله د خپل کتاب په سريزه کې ليکلي چې «دپاچا امان الله د واکمنۍ په اړه په انگريزي او فارسي کې ليکنې ډيرې دي . دلته ما له هغو ليکنو نه کار اخيستی، چې د هغه وخت کسانو کښلي لکه د منشي علي احمد د پاچا امان الله لويدنه، د فيض محمد کاتب کابل تر محاصرې لاندې، دمير غلام محمد غبار افغانستان در مسير تاريخ،.. » (۲ مخ).

کاکړ صاحب د خپلې لومړنۍ سرچينې د اهميت په هکله، په خاصه توگه ديوې نادرې نسخې په اهمیت چې له لندن څخه ورته ښاغلي ډاکتر عبدالعلي ارغنداوي استولې ده، داسې ټينگار کوي چې گواکې « منشي علي احمد، د امان الله نسکوريدنه، د برتانيې د حکومت خپرونه، لندن، ۱۹۲۹، ۳ ليکونکې د غزني مومند، او د امان الله د دربار منشي او د معلوماتو خاوند و. د ده  دامان الله د دورې په فارسي کې دغه ليکنه د سکاټ په نامه يوه انگريز په انگريزي اړولې  او اوس په لندن کې په برتانوي کتابتون کې خوندي ده. په دغې ليکنې کې  د امان الله د واکمنۍ په هکله دغسي دقيق معلومات شته، چې په نورو اثرونو کې نه موندل کيږي » (۱۵۴ مخ).

په دغه کتاب کې  ددغه نوې منبع پر اهميت او داچې ليکونکې يې د امان الله خان د دربار منشي او طبعاً د اماني دورې په هکله د لومړي لاس او مهمو معلوماتو خاوند وو، څو- څو ځله اشاره او ټينگار شوې، بلکې تر شلو ځلو زيات ترې مطالب نقل شويدي .

دلته د يادونې وړ ده چې د اماني دورې د تاريخ  سره زما د بې کچې مينې او تندې له امله څو کاله مخکې زه د کاکړ صاحب سره ددغه سند په موجوديت خبر او د هغوې سره د ښو اړيکو او کتابونو او اسنادو د تبادلې د سابقې په نظر کې نيولو سره  ډاده وم، چې زما هيله به ومني او دا سند به د لوستلو دپاره راکړي . خو جناب کاکړ صاحب نه يواځې دا چې ماته ددغه سند دکاپي کولو، او یا دهغوې په موجوديت کې د لوستلو اجازه رانکړه، بلکې د حيرانتيا خبره خو لا دا وه چې ماته يې د هغه دښودلو څخه هم ډډه وکړه. زه د محترم کاکړ صاحب په دغه رويې لومړې متاثره شوم، خو بيا مې د ځان سره فکر وکړ چې خير دئ، ځينې کسان غواړي چه مهم اسناد يواځې د هغوې په انحصار کې اوسي، خو ددغه مهم اثر د پيدا کولو تلوسه مې لا نوره هم زياته شوه . په پاې کې زه بريالې شوم چې د خپلو څيړنيزو کتابونو د پاره د اسنادو د پيدا کولو په لړ کې د بريتانوي هند د ارشيف څخه د نورو اسنادو په ترڅ کې دا اثر هم لاسته راوړم، او کاکړ صاحب ته يې هم وښايم، او پر هغوې يې تصديق کړم چې «هو! دا هماغه ليکنه ده»  .

زه ددغه اثر په لوستلو سره د کاکړ صاحب د دغه غير عادي  چلند په راز پوه شوم، اوپوه شوم چې دا آشنا ليکنه مې څو کاله دمخه د انگلستان په آرشيف کې کتلې وه.  او دا راته ثابته شوه چې دا ليکنه نه يواځې د منشي علي احمد خان نه ده، بلکې منشی علی احمد خان هم هيڅ وخت د غازی امان الله خان منشی نه وو او د خپريدو کال يې هم د ۱۹۲۹ پر ځای ۱۹۳۰ م کال، او د خپريدو ځاې يې هم لندن نه بلکې د هندوستان ډيلې وو .

د ډاکټر کاکړ دا منبع د انگريزانو د استخباراتو يو رپوټ دئ

هو! هغه ليکنه چه کاکړ صاحب پرې د خپل کتاب تر ټو د معتبرې، نادرې او مهمې سرچينې په توگه استناد کوي، او دغازي امان الله خان د دربار د منشی (؟) د غزني د مومندو دعلي احمد خان په نوم يې يادوي،   The Fall of Amanullah يا د امان الله سقوط نوميږي ، چې د خپريدو کال يې ۱۹۳۰ م کال دئ .

دا ليکنه د افغانستان او د هغې د پولو (سرحدونو) په هکله د انگريزي استخباراتو د پټو اسنادو د دوسيو په فهرست کې چې اوس له محرميته راوتلي او يوه برخه يې د څيړونکو پر مخ پرانيستل شوي، په لاندې ډول پيژندل شويده:

د امان لله سقوط

د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ ژباړه

د باندنيو او سياسي چارو څانگه، د ۱۹۳۰ کال د مارچ مياشت

فزيکي مشخصات :  ۶۱ پاڼې او نقشه

د دوسيې نمبر L/P&S/20/B289

يادونه : پټ (محرم)

ډيلې، د هند د حکومت چاپځاې . ۱۹۳۰

 

 

دا ليکنه چې د پوهاند کاکړ او نورو لخوا په جعلي توگه د غازي امان الله خان د دربار پر جعلي منشي باندي تپل شوې، دافغانستان د خپلواکۍ د گټونکي  غازي امان الله خان پر وړاندې د انگريزي ډيرو تخريبي تبليغاتو سرچينه،  ( ۶۱) مخه لري، او دغزني او د هغې د شاوخوا سيمو يوه هغه نقشه هم پکې ځاې پر ځاې شوې چې  په بريتانوي هند کې د انگريزانو استخباراتي مامورينو جوړه کړيده.

دا ليکنه په لسو  برخو کې تنظيم شويده چې لومړۍ برخه کې يې د سر خبري، دوهمه کې دافغانستان د پرمختگ دپاره د غازي امان الله خان اصلاحاتو، دريمه برخه کې اروپا ته د غازي امان الله خان سفر او هغه پيښې چې په دغه موده کې شوي، څلورمه برخه کې د سفر نه د غازي امان الله خان راستنيدل و د لويې جرگې جوړول، پنځمه برخه کې د اغتشاشاتو عوامل، شپږمه برخه کې  د شينوارو اغتشاش، پر کابل د حبيب الله کلکاني حمله او قندهار ته  د غازي امان الله خان روانيدل، اومه برخه کې د کندهار پيښې ، اتمه برخه کې قندهار ته د عنايت الله خان رسيدل، د مقر پيښې او هرات ته د تگ تياری، نهمه برخه کې د غازي امان الله خان په چارو کې د روسيې او ايران دلچسپي، او لسمه برخه کې د غزنی پر لورې د غازي امان الله خان پرمختگ او بيا د افغانستان نه وتل راغلي دي .

د افغانستان په هکله په لندن کې د بريتانوي هند په دفتر پورې مربوط د انگريزانو په آرشيف کې د موجودو اسنادو په لړ کې پر محرمانه رپوټونو، مکتوبونو، تلگرامونو او ورځنيو استخباراتی رپوټونو سربيره چې د څيړونکو او مؤرخينو دپاره اهميت او تاريخي ارزښت لري، د لارو، پولو، اشخاصو او قامونو، او کلنيو رپوټونو په شان داسې اسناد هم شته چې د انگريزي استعمار دپاره يې سوق الجيشي ارزښت درلود.

البته د څو کلنو رپوټونو په ترڅ کې دا د آرشيف يواځينې رپوټ هم ندئ . په لاندني جدول کې داډول گڼ شمير رپونه شامل دي:

د بريتانوي هند  د انگريزي مسلمانو ايجنټانو او مأمورينو لخوا د ۱۹۰۷ او ۱۹۴۱ کلونو ترمنځ دجوړو شوو رپوټونو څو بيلگې
په کابل کې د انگريزانو د ايجنټ فقير سيد افتخارالدين لخوا د افغانستان په هکله وروستنې رپوټ  [ د هند د حکومت د باندنيو چارو دفتر]، ۱۹۰۷ تر ۱۹۱۰. Final report on Afghanistan by Fakir Saiyid Iftikhar-ud-Din, British Agent at Kabul. [Government of India Foreign Department], 1907-1910.
په کابل کې د انگريزانو د ايجنټ ملک طالب مهدي خان لخوا د افغانستان په هکله وروستنې رپوټ  [ د هند د حکومت د باندنيو چارو دفتر]، ۱۹۱۰ تر  کلونه۱۹۱۳. Final report on Afghanistan by Malik Talib Mehdi Khan, British Agent at Kabul, [Government of India Foreign Department], 910-1913.
د ډگرمن چارلس جوزيف ويندهم لخوا د افغانستان د چارو لنډيز  [ د هند د حکومت د باندنيو او سياسي چارو دفتر]. Précis on Afghan affairs. Lt-Col Charles Joseph Windham, Indian Army [Government of India Foreign & Political Department].
د ۱۹۱۹ کال د فبروري څخه د ۱۹۲۷ کال د سپتمبر پورې د ريچارد مکوناچی لخوا راټول شوې د افغانستان د چارو لنډيز [ د هند د حکومت د باندنيو او سياسي چارو دفتر]. A précis on Afghan affairs from February 1919 to September 1927. Compiled by Richard Roy Maconachie Foreign and Political Department, Government of India.
د هند د حکومت دپوځي قوماندانۍ لخوا د ۱۹۲۸ د جولاې د لومړۍ نيټې څخه د ۱۹۲۹ کال د جولاې تر ۳۰ مې نيټې پورې د افغانستان د پيښو لنډيز. Summary of events in Afghanistan 1st July 1928 to 30th Jun 1929. Compiled by the General Staff.
د امان لله سقوط، د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ ژباړه، د باندنيو او سياسي چارو څانگه، د ۱۹۳۰ کال د مارچ مياشت . ډيلې، د هند د حکومت چاپځاې . The fall of Amanullah. Translated from the Persian of Shaikh Ali Mahboub by Maj Robert Noel Girling Scott Foreign & Political Department, Mar 1930. Delhi: Government of India Press, 1930.
د ۱۹۳۱ د جولاې د لومړۍ نيټې څخه د ۱۹۳۲ کال د جون تر ۳۰مې نيټې پورې د هند د حکومت دپوځي قوماندانۍ لخوا راټول شوی د افغانستان پيښو ته کتنه . Review of events in Afghanistan 1st July 1931 to 30th June 1932. Compiled by the General Staff. Simla: Government of India Press, 1932. 

 

 که چيرې دتل په شان د پوهاند کاکړ صاحب دا ادعا رښتيا وي چې په انگلستان کې يې د خپلې اوه کلنې زده کړې په موده کې د انگريزانو د آرشيف څخه گټه اخيستې او د دغو دوسيو دومره دوړې يې تنفس کړي چې سږي يې لا تر اوسه خوږيږي، نو بيا خو به ددغو آثارو په موجوديت هم خبر وي، او دا به ورته معلومه وي چې د امان الله خان د سقوط يا پريوتنې ليکنه د منشي علی احمد خان نه ده، بلکې د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ هغه ژباړه ده چې  د باندنيو او سياسي چارو د څانگې لخوا د  ۱۹۳۰ کال د مارچ په مياشت کې په ډهلې کې خپره شويده.

(د لومرۍ برخې پای)

سرچينې

 

  1. دپوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د وياړ غونډي راپور، لر او بر ويب پاڼه larawbar.net/31617.html
  2. پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، «دپاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه».
  3. د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ ژباړل شوې، د انگريزانو استخباراتي رپوټ L/P&S/20/B289
  4. ډاکټر عبدالرحمن زمانی، «بازنگری دورهٔ امانی و توطئه های انگليس»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply