«انا کارینینا» شهکار ناول چاپ شو

0 1,618

«انا کارينينا» د وتلي روسي ناول ليکونکي، ليف تولستوی يو له شهکارو ناولونو څخه دی چې په څلورو کلونو کې يې د (۱۸۷۳ – ۱۸۷۷) کلونو ترمنځ ليکلی دی.

دغه ناول د وتلي افغان ژباړن او ديپلومات، ډاکټر لطيف بهاند له لورې پښتو ته ژباړل شوی دی او اوس چاپ او بازار ته وتلی دی. بهاند وايي چې دغه ناول روسي ليکوال، ليف تولستوی په څلورو کلونو ليکلی، خو د بيا کتنې او نورو چارو سره په اوو کلونو کې بازار ته وتلی دی.

ډاکټر بهاند دغه راز وايي چې هغه هم دغه ناول په اوو کلونو کې ژباړلی او د بياکتنې او نورو چارو له ترسره کېدو وروسته اوس چاپ شوی او بازار ته وتلی دی. ژباړن دغه ناول د (۲۰۱۰-۲۰۱۶) کلونو ترمنځ ژباړلی دی. هغه وايي چې دغه موده کې يې د رسمي او ديپلوماتيکي بوختياوو سربېره پر نورو کتابونو او څېړنو هم کار کړی دی.

د روسي ليکوال، ليف تولستوی ناولونه نړيوال شهرت لري. د هغه سوله او جګړه د نړۍ د ګوتو په شمار ناولونو څخه شمېرل کېږي. بلې خوا افغان ژباړن، ډاکټر بهاند پخوا هم د نړۍ د سترو ليکوالو ستر شهکارونه ژباړلي. هغه د تولستوی سوله او جګړه هم ژباړلې او دغه راز د نورو روسي ليکوالو مشهور کتابونه يې.

ځلاند ویبپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply