لغمان کې څه تیریږئ ؟/ اجمل جان

0 1,119

د لغمان امنیت یادوم .امنیت دهېواد په کچه ښه نه دی تقریباً هره ورځ دناامنۍ کڼ خبرونه د رسنیو سرټکي  جوړوي.  دملي دفاع وزارت د ۲۴ ساعته راپور پراساس چې یوازې نن يې ځواکونو د نورو کوچنیو عملیاتونو ترڅنګ په شپږ ولایتونوکې لوی عملیات لرل. خو پوهیږئ چې د شپږو ولایتونو په عملیاتو کې د ۲۴ ساعتونو په اوږدوکې ددښمن تلفات څومره  وه؟یوازې ۲ تنه .

د ابېخې د نه منلو ده چې ددومره قوت، مصارفو، تجهیزاتو،امکانانو،وسایطو، ټانکونو، توپونو او هوايي ځواک دي   پر کلاشینکوف ،پيکاه او راکټ انداز  سمبال دښمن مات نه شي.پخوا خو به زموږ پلرونو د تورو او تبرګیو پرمټ د روسانو لوی پوځي قطارونه تارومار کول ولي اوس زموږ مجهزه اردو ،پولیس او امنیت دغه یوڅه لنډغر نشی ماتولی .اصلاً که ووایو اراده  هغه پخوانۍ اراده نشته .

لغمان کې د امنیه  قوماندانۍ  او ملي امنیت ترڅنګ  ملي اردو مجهزه لوا پرته ده، شاوخوا تر ۶۰۰۰ زرو پورې وسلوال قوت په دغه ولایت کې شتون لري. دهغو شمېر و لمخې چې دملي امنیت څخه مو ترلاسه کړې  په دغه ولایت کې د دولت د وسلوالومخالفینو شمېر تر ۲۰۰۰ زرو کم دی.سړی دلته حیران شی چې دومره قوت  او پر وړاندې يې دمخالفینو سپين سترګي ؟

د لغمان والي ښاغلي نعیمي د امنیت لپآره پرلپسې منډې تر ړې کړي دي. ستونزې يې د ملي دفاع او کورنیو چارو  وزارتونو  او امنیت شورا پورې بار بار رسولې او له هغوی يې په دغه ولایت کې دځمکنیو او هوايي هدفي عملیاتونو غوښتنه کړې. ان یوځل خو ورسره د ملي دفاع  وزارت ژمنه کړې وه چې د کابل جلال اباد د لوی لارې او لغمان د خوندیتوب لپاره به په دغه ولایت کې میشتې قول اردو ته  دوه څرخکې ورکړي. خو چیري وعدي یوازې وعدې وي او بس.

 په همدې جریان کې د ولایت په سطحه هم کار شوی. دوه قوماندانان  پرلپسې یو په بل پسې په همدې موخه چې بدیل به يې دامنیت په تامین کې ښه رول ولوبوي تبدیل شوي دي . دمليامنیت رئیس هم تغیر شوی اوس اوس د لوا قوماندان هم په همدې موخه چې ګواکې ځای ناستی به يې میشته اردو ښه رهبري کړي تغیر شوی او لا نوی کس نه دی راغلی.

دا چې میشت شپږزره ځواکونه ولې دفاعي حالت لري  اوغوڅ اقدامات نه کوي په دې موږ هم نه پوهیږو.خو دا هره ورځ وینو چې ان د ملي اردو د لوا او امنیه قوماندانۍ د دیوالو په څوسوه مترۍ کې د مخالفینو ډلې له خلکوباج اخلي.دلغمان وضعیت کاملاً ترینګلی دی که يې میشت ځواکونه همداسې په ټپه ولاړ او مرکز ترې بې پروا وي نو لیري نه دې د نه جبرانیدونکي حالت سره به دغه ولایت مخ شی .

دلغمان ولسونه د امنیت په تامین کې ددولت  په پاتي راتلو سره  له نظام مایوسه شوې او په کلکه له اړوند وزارتونو غواړي چې یادې په دغه ولایت کې ښه قوي عملیات چې دښمن پکې وځپل شي ترسره کړي او یادې هم  په امنیت سکتور کې ژر ترژره کوټلي اصلاحات رامنځته کړي او ددښمن پروړاندې دي تعرضي حالت غوره کړي.

همدا نن د مرکز اړوند د امنیه قوماندانۍ او لوا په نیم کیلومترۍ کې یو محصل د مخالفینو لخوا ویشتل شوي او په شهادت رسیدلی دی.

د لغمان وضعیت د د اندېښنې وړ دی. ښاري سکون نشته او خلک له غرمې وروسته د مرکز او ولسوالیو ترمنځ تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي او ان داسې خو هم ویل کیږي چې په یو شمېر سیمو کې وسلوال مخالفین د ملي او محلي پولیسو د پوستو تر دیوالونو رسیدلی او پر وړاندې يې هیڅ غبرګون نه ترسترګوکیږي.

درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې یو پولیس چې کورته په رخصت راغلی وو دمرکز اړوند یوکیلومترۍ کې وسلوالومخالفینو په رڼا ورځ له  کوره وویستو او په عامه محضر کې يې د خپلو ماشومانو،مور او ښځې پروړاندې په مرمیو سوری سوری کړ.

دا ډول پېښې اوس دلغمان دهرې ورځې معمول دی.که يې د مخنیوي او امنیتي خوندیتوب لپاره د په ولایتي او مرکزې سطحه رسیده ګي او پاملرنه ونه شی نو دغه ولایت به دنه جبرانیدونکي حالت سره مخ شی چې ورسره به ټول ختیځ دستونزو یولوی ګرداب ته پریوځي.جدي غوښتنه مو د ملي دفاع وزارت،کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا څخه داده چې دلغمان امنیت ته څومره چې ژر کیږي بېړنۍ پاملرنه وکړي او دغه ولایت  له اوسنیو ناخوالو را وباسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply