لیکنه : خوشحال آصفي / ملا هيبت په خپل رنګ کې کوټ شو

0 731

د آی ايس آی او د طالب د يارانې بل ثبوت

په داسې حال کې چې د امریکا نوي ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په افغانستان کې به سرتیري زیات کړي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ  شته بې باوري به له منځه یوسي او د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې به مرستې نورې هم زیاتې کړي؛ وسله والو طالبانو په يو پرانيستي ليک کې له ټرمپه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د پوځې لارې پر ځای د خبرو وړانديز کړی دی. ټرمپ ته د طالبانو له ليک يوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم په رسمي توګه د طالبانو د اعلاميې سره په ورته ټکو له ټرمپه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د پوځې لارې پر ځای د خبرو وړانديز کړی دی.

د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د طالبانو په لیک کې ويل شوي : «په افغانستان کې ستاسې د جګړې پنځلس کاله پوره شول او لا هم دوام لري چې ستاسې تر ټولو اوږده جګړه همدا ده او دې جګړې مو هيڅ کومه نتیجه نه ده ورکړې. بايد د جګړې د دريدلو لپاره خبرې وشي او که امريکا په جګړې بريالي کيدای پنځلس کاله يې پوځي امکانات وکارول»

د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وسله والو طالبانو له پرانيستي ليک وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپور شوي بيان کې ټرمپ ته د نفيس ذکريا له قوله ويل شوي: «په تيرو پنځلسو کالونو کې د پوځي ځواک کارولو په افغانستان کې نتیجه نه ده ورکړې، په کار دا ده چې د افغانستان د جګړې مساله د پوځي طاقت کارولو پر ځای د خبرو اترو او سياسي لارو چارو پر مټ حل شي، ځکه همدا يې يواځينۍ لاره ده».

دا لومړی ځل نه دی چې  طالبان او پاکستانی حکومت په مهمو سياسي مسايلو کې ورته نظر څرګندوي بلکې دواړو لورو (طالبانو او پاکستان) په ډرون حملو، د طالبانو دمشر ملا عمر د مړينې په خبر، د طالبانو د بل مشر ملا اختر منصور د وژنې په خبر، په افغانستان کې د امنيت په اړه شکونه پیدا کول، په افغانستان کې د امريکايې ځواکونو د شتون اړوند او په ځينو نورو مهمو مسايلو يې ورته دريځونه نيولي دي.

له يوې خوا که د وسله والو طالبانو له لوري د امريکا ولسشمر ته پرانيستی ليک ليکل نوې خبره ده؛ بل لور ته سياسي حيرانتيا دلته پيدا کيږي چې د افغان سولې او جګړې په تړاو د طالبانو او پاکستان نظر ورته او په يو شان ټکو مطرح شوی دی. د افغان سولې او جګړې په تړاو د پاکستان او طالبانو همدغې د نظر او د اعلاميو ورته والي؛ له وسله والو طالبانو سره د پاکستان له يارانې يو ځل بيا پرده پورته کړه. په حیرانونکې توګه د افغان جګړې او سولې اړوند ټرمپ ته د طالبانو او اسلام اباد ورته بيانونه او په کې ورته کلماتو له کارولو داسې معلومیږي لکه یوه خبره چې دوؤ بیلا بیلو کسانو کړي وي. اوس هغه شکونه لا هم پسې قوي کيږي چې د طالب په خوله کې د آی ايس آی ژبه ده. طالب خپلواکه نه دی او هر هغه څه چې طالب يې ترسره کوي؛ د پاکستاني پوځ او استخباراتو په مستقيمه لارښوونه يې ترسره کوي.

آيا له طالب سره سوله امکان لري؟

په دې کې خو هیڅ شک نشته چې هيڅ جګړه له سولې پرته پایته نه ده رسيدلې او خبره په خبرو حليږي؛ خو اصلي موضوع اوس دا ده چې د سولې ادرس لومړی بايد معلوم شي  او بيا ورسره خبرې پيل شي. اوس دلته د افغان سولې ورک سرنوشت هم د طالبانو په ورک سرنوشت پورې تړاو لري. افغان حکومت بايد له طالب سره په خبرو کولو باندې خپل وخت ضايع نه کړي. تر هر څه لومړی د پاکستان سره خبرې کول اړين دي. پاکستان د افغان سولې اصلي او ستر اړخ دی او که له پاکستان سره سوله وشي په يوه ورځ به ملا هیبت هم د سولې خبرو ته حاضر وي. بيا يې هم وایو چې په افغان جګړه کې طالب اوس تش سمبول پاتې شوی دی او د جګړې ټوله رهبري د پاکستاني پوځ او استخباراتو په لاس کې ده، تر هغې چې له پاکستان سره د افغانستان خبره يو طرفه نشي؛ امکان نه لري چې د طالب په نوم د آی ايس آی د لاس آله دې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د ميز تر شاه کېني.

لیکنه : خوشحال آصفي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply