د بهسودو پل که د بسوګۍ واده؛ درې واليانو يو پل جوړ نه کړ

0 1,126

د ۱۳۹۳ کال د غبرګولې په مياشت کې په ننګرهار ولایت کې د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي سره د بهسودو د پله د جوړېدو چارې پيل شوې. خو له کابو درې کاله تيریدو وروسته لا هم د بهسودو پل بې سرنوشته لکه د زانګو په څېر ټالۍ وهي. د دغه پله چارې د فوايد عامې وزارت په مالي لګښت سره د الينګار الکوزي شرکت ته ورکړل شوې دي. دغه پل د بهسودو د پخواني پله سره په څنګ کې جوړېږي، چې پرې به د ننګرهار ولایت د بهسودو، کامې، ګوشتې، دره نور او کوزکونړ سربېره د کونړ او نورستان خلک هم تګ راتګ وکړي، چې اوسمهال په پخواني پل کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله زرګونه خلک په ساعتونو انتظار کوي. په زوړ سړک چې موټرې تيريږي؛ پل لکه د زانګو په څېر ټالۍ وهي او هره شيبه يې د نړيدو امکان شتون لري.

اوس د دغې پل د جوړيدو په چارو کې بله معما راپورته شوې ده، دویم پله د جوړیدونکي شرکت مشر وايې چې له قراداد سره سم د دغه پله چارې د ليندۍ میاشتې په وروستۍ ورځ بشپړې شوې، خو حکومت تر اوسه پورې د پله تسلیمي نه ده اخستې. نوموړی وایي، د پله ټولې چارې یې د دویم ځل کاري مودې له قرارداد څخه یوه میاشت وړاندې بشپړې کړې دي خو حکومت يې پوښتنه نه کوي. همداراز د شرکت مشر يوې بلې موضوع ته هم اشاره کوي. نوموړی زياتوی، د پله دواړو خواو ته د سړک جوړونې کارونه له دوی سره قرارداد کې نه دي ذکر شوي، خو د والي ګلاب منګل په امر یې تر اوسه پورې ۴۰ په سلو کې چارې مخکې وړې دي. ډاکټر ماهر زیاتوي، که چېرته د پل دواړو خواوو ته د سړک د جوړولو قرارداد له دوی سره لاسلیک شي؛ نو په را تلونکو درېیو میاشتو کې به د سړک چارې هم بشپړې کړي.

دغه پل که څه هم د طول له مخې کوچنی دی خو د اهميت له پلوه ډير لوی دی. په دې معنا چې دغه پل، جلال اباد ښار د ننګرهار ولايت له شپږ ولسواليو، همداراز د کونړ، لغمان او د  نورستان ولايتونو سره نښلوي او د همدې سيمو د سلګونه زره اوسيدونکو تر څنګ د کابل او له ګاونډي هېواد نه راتلونکو مسافرو، سوداګرو او کارو باري خلکو ته د تګ راتګ او د اموالو د لېږد اسانتياوو برابرولو ستراتيژيک پل دی. هغه مهال چې د دغې پل د جوړيدو پرانيسته کيدله نو د ننګرهار والي مولوی عطاءالله لودين و. له لودينه وروسته سليم خان کندوزی او له کندوزي وروسته اوس د ګلاب منګل د ننګرهار والي دي. وخت ناوخت د دغې پل په جوړيدونکو چارو کې د خنډونو خبرونه هم خپاره کيږي.

جوړونکی شرکت د فوايد عامې وزارت د دغه پل په جوړيدونکو چارو کې خنډ بولي. یاد شرکت داسې هم ويلي و چې د فوايد عامې وزارت لخوا د دغې پروژې د عملي کيدو لپاره ځانګړې شوې پيسې نه ورکول کيږي. په ورته مهال ولسي وګړي هم په دې برخه حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي، که حکومت د دغه پله کار په سم ډول څارلي وای، نو دوی به د ګڼې ګوڼې او ساعتونو انتظار شاهدان نه وای. اوس په زاړه پل ګڼه ګوڼه هومره زیاته شوې، چې نور یې خلک پر دغه لاره له تګ زړه توري کړي دي.

ستونزه که په هر ارګان يا شخص کې وي خو زيان يې د ختيځ زون ټول ولس ته دی. د شرم خبره دلته ده چې درې کلونه تيريږي چې په دې پل کار روان دی خو تر اوسه سر ته نه رسيږي، دا پل دی کوم زر کیلومتري سړک نه دی چې جوړول يې ډير وخت ونيسي. او بيا په درې کلونو کې خو آن په زرګونو کلومتره سړکونه جوړيږي خو د دې له امله چې د ننګرهار ولايتي اداره ضعيفه ده  او خپل مسوليت نه پيژني؛ د دغه پل د جوړيدو چارې نيږدې دي چې آن څلورم کال ته وغځيږي.

دا د ننګرهار ولايتي ادارې لپاره د شرم ځای دی چې د درې کلونو په تيريدو د ۳۵۰ متري پل په جوړولو نه بريالي کيږي. لږ فکر وکړئ په ننګرهار ولايت کې د درې واليانو په تيريدو سره هيڅ والي په دې نه توانيږي چې د دغه پل د جوړيدو چارې چټکې کړي. والي که والي او خپل مسوليت وپيژني سمدستي د داسې يوې ارزښتناکې پروژې د خنډ په معلومولو پسې کيږي، که ستونزه په جوړونکي شرکت کې وي خو قرارداد بل شرکت ته ورکوي او که په ځايي زورواکانو کې وي هم يې په اړوند لازم اقدام کوي. خو ټول پوهيږي چې غوا توره ده او شيدې يې سپنې دي.

ستونزه ټوله په اداري ضعف کې ده، حکومت ته په کار ده چې ددغې پل د جوړيدو چارو د څيړنې لپاره يو صلاحيت لرونکی پلاوی وټاکي او شيدې له اوبو بيلي او په کې غفلت کوونکي چارواکي د خپل عمل په سزا ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply