ملي روغې جوړې/سيد حسين پاچا

0 1,151

د کورني وملي يووالي يا د ملي روغې جوړې او ملياسلامي ګټو لپاره لپاره تېره منفي مخينه رايادول قرآني سپارښتنه نه ده

د پړې ګوته يوازې حکمتيار ته نادرست ((ناسم انصاف)) دی. که سيالان يې د ((ملي اتل))، ((د سولې شهيد))، ((د ملي وحدت شهيد))، ((خالد بن وليد)) او ان تر دې چې تاريخ ته پړ خادم دين رسول الله ((شهيد)) بولو، نو حکمتيار ولې بيا د ((سولې اتل)) ونه بولو؟ هغوی خو د نورو په خوښه راغلي او حکمتيار خو نسبتًا پخپله خوښه سوله وکړه، نو بدي يې په څه کې ده؟

ناسمه انګېرنه ((ناسم پوهاوی)) او غلط برداشت :

ناسم پوهاوي و غلط برداشت او هم خپلې سرزورۍ وځانغوښتنې د قتل، تبعيد، وهلو ټکولو، څاه اچونې، وړيا پلورنې، مذمت ((بدي ويلو)) پلار او ورور ته درواغو او ناسمو پلمو، ناوخته راتګ ((قصدي ځنډونې))

او مخامخ پر غلا تورنولو ناسمو پرېکړو ته ورسول

اذ قالوا ((ليوسف واخوه)) احب الی ابينا [منا] – ونحن عصبةان ابانا لفی ضلل مبين

له سرزورۍ تېرېدل او منښته :

خپلو تېروتنو او ورور منښتې بښنې او يووالي، تلپاتې سوکالۍ او متضمنې روښانې راتلونکې ته ورسول

لقد اثرک الله علينا وان کنا لخاطئين؛ لاتثريب عليکم اليوم؛ واتونی باهلکم اجمعين؛ وجاء بکم من البدو؛ ادخلوا مصر ان شاء الله امنين

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا ۖ وَقَالَ يَا أَبَتِ هَٰذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ (۱) وَ جَاءَ بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ (۲) مِن بَعْدِ أَن نَّزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي ۚ إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (يوسف: 100)

د دوی د قتل (۱) او د تبعيد (۲) پلان، وهل و ټکول (۳)، څاه ته اچونه (۴)، مذمت ((بدي بيانولو)) او وړيا پلورنه (۵) او مخامخ تورنول (۶) يې ټول شا ته کړل، خو د ژوند خپله بله ترخه خاطره يې وروڼو ته ياده کړه، ځکه چې هغه خپله پر ده د دوی په غياب کې تېره شوې وه او د الله تعالی استحسان يې هېر نه کړ او هم يې وروڼو ته له بدوي ژونده د يو سوکاله و ارام او د ښې راتلونکې زيری او تضمين ورکړ

د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ له څو مياشتو پر له پسې خبرو اترو وروسته بالاخره تېره مياشت د دغه ګوند مشر د سولې په اړه ترتيب شوې موافقه له يو نامعلوم ځای څخه د ويډيو کنفرانس په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لاسليک کړه، دې اقدام ته د عوامو له لوري ګډ غبرګونونه وښودل شول ځيني يې د دغه تړون سخت خلاف و، دوي حکمتيار ته د کابل د ((قصاب)) نوم ورکړ ځکه نوموړی د کورنيو جګړو پر مهال زرګونه افغانان وژلي و خو پر همدې مهال نورو بيا خوښي ښودله حکمتيار ته يې د ((سولي اتل)) ووايه او ولسمشر غني يې په دې وستايه چې هغه څه يې تر لاسه کړل چې مخکينی ولسمشر يې په تر لاسه کولو نه و توانېدلی.

د پورتني ايات په رڼا کې کله چې د يعقوب عليه السلام کورنۍ يعنې وروڼه بيرته  پخپلو کې سره يو يا يوځای ((متحد)) کېدل، نو حضرت يوسف دوی له خپلو ټولو تېروتنو سره سره له منښتې سره وبښل او ټولې تېرې ناخوالې يې له پامه وغورځولې ((هېرې کړې))، بلکې لا ډاډيېنه يې ورکړه چې ((هېڅ خبره نشته)) او دوی يې ټول له پلار سره مصر ته راوبلل چې راځئ.

قرآن دلته ځېنو ټکو ته اشاره کوي چې :

  • له ناسم پوهاوي وغلط برداشت نه ځان ساتنه
  • له سرزورۍ (سرتنبه ګۍ) نه لاس اخېستل چې ((ونحن عصبة))
  • د خپلې تېروتنې منښته چې ((لقد اثرک الله علينا وان کنا لخاطئين))
  • د ورور بښنه چې ((لاتثريب عليکم اليوم))
  • له بښنې سره سم ځان ته د خپلې ټولې کورنۍ را بلنه چې (واتوني بأهلکم أجمعين))

تجربو ه دا ثابته کړې چې ډېرې ستونزې له ناسم پوهاوي وغلط برداشت نه رامينځته کيږي، خو سمونه او اصلاح يې وخت، زغم، سم پوهاوی او د راتلونکې مسووليت احساسول دي. دا سمه نه ده چې يو څوک وبښې او نورې پر ميدان پرېږدې، بلکې د هغوی ځانته رانژدې کول او په ټولنه کې جذبول، کار ګومارنه او نور د ژوند عادي سهولتونه تيارول ورته په کار دي. حضرت يوسف عليه السلام له بښنې سره سم بې له ځنډه ټولنه کورنۍ راوبلله. قرآن سپارښتنه همدا ده چې له بښنې سره سم بايد هغوی ته د ژوند د سهولت ټولې لارې چارې برابرې شي او له فقر وغربته د يو سوکاله وارام ژوند پر لور قدم واخېستل شي.

الله تعالی ورته له سر زورۍ (سرتنبه ګۍ) نه د راګرځولو لپاره وخت ورکړ چې د وخت په تېرېدو سره سم (اصلاح) شول او ذهنًا يې مننې ته روادار کړل، ورور وبښل او له بښنې وروسته يې ټول مصر ته راوبلل او ټوله کورنۍ يې هلته بيرته سره يوځای کړه او يوه سوکاله تلپاتې روښانه راتلونکې يې ورته جوړه کړه.

کله چې دوی راغلل حضرت يوسف عليه السلام ښه راغلاست ((استقبال)) لپاره يې ورته مخې ته ور ووت او د درناوي وښه راغلاست لپاره ورته سترګې پر لار او منتظر په درناوۍ ولاړ وو. پلار يې چې راورسېده، راکښته شو او د زوی خوا ته ورغی او له روغبړ وروسته يې تيار شوي ځای ته يووړ ((فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُوا مِصْرَ إِن شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ)) درناوی يا د درنښت پيرزويېنې ورته وړاندې کړې. د دې په څنګ کې قرآن موږ ته آداب هم راښيي. ننني ديپلوماتيک اداب وسلوک، ارزښتونه، پرنسيپونه او د متقابل درناوي تعاملات له همدې سرچينه اخلي.

د ليکنې د لنډيز په موخه نه غواړم چې د پورته ياد شوي ايات په تفسير کې ژور ننوځم، خو د خپلې ټولنې د پوهاوي او زموږ د استنباط لپاره ترې دومره لازمه ګڼم چې موږ ترې د خپلې څلور لسيزې اوږدې جګړې ته د پاي ټکي اېښوونې، سوکالۍ وارامۍ او د خپلو ملياسلامي ګټو لپاره څه ګټه پورته کولی شو؟

کله چې د يوسف عليه السلام وروڼو خپله تېروتنه ومنله او د خپل ورور تفاضل ((غوره والی)) يې ومنلو، نو هغه مبارک وبښل، نو د راتګ بلنه يې ورکړه :

  • بلنه [وأتوني بأهلکم أجمعين]
  • د راتلو، ښه راغلاست ويلو طريقه او متقابل درناوی ((اداب وتشريفات))
    • راتلل [فلما دخلوا علی يوسف]
    • ښه راغلاست طريقه ((أدخلوا مصر))]
    • درناوی [آوی إليه]
  • مثبت اړخ يا مثبته پايله [ورفع أبويه علی العرش، وخروا له سجدًا ...] د درناوي لپاره ورته ټيټ شول.
  • منفي اړخونه يا منفي ټکي له پامه غورځول (هېرول) چې :
    • [((أقتلوا يوسف (۱) أو اطرحوه أرضاً (۲) ))
    • ((وأجمعوا أن يجعلوه في غيبت الجب (۳) ))،
    • ((وشروه بثمن بخس دراهم (۴) ))
    • او تورنول ((إن يسرق فقد سرق أخ له من قبل (۵) ))]
  • د الله تعالی نيکي (استحسان) يادول [وقد أحسن بي] او هم په أحسن مثوای کې زليخا ته يادونه
  • د ژوند يوه ترخه خاطره [إذ أخرجني من السجن]
  • کورني تېر ژوند ته يوه اشاره [وجاء بکم من البدو]
  • د نوي ژوند د پيلېدو ډاډيېنه [إن شآء الله آمنين] له دې دا راجوتيږي چې مصر په هغه وخت کې هم د يو ښه تمدن او د ښې حکومتولۍ څښتن وو.
  • او په پای کې د الله تعالی د احسان او د سولې او د نعمت يا د راتلونکې ارام وسوکاله ژوند منندويي [إن ربي لطيف لما يشاء]

دلته که موږ د دې ترخې او له پنده ډکې کيسې يو اړخ ته ته وګورو، دا جوتيږي چې هلته د وروڼو ترمينځ په کورني تاوتريخوالي او زړه بداوي کې ورور له خپل واکه ناوړه ګټه پورته نه کړه، بلکې د کورني يووالي او بيرته عادي ژوند ته د ګرځېدو لپاره او هم يې د پلار او وروڼو د تأثر ((خفګان)) او د زړه بداوي او د ټيټ نه راتلو لپاره ډېر څه له پامه وغورځول او ټولې ورسره شوې ناخوالې يې هېرې او يادې نه کړې، بلکې د هغو ټولو سختو ناخوالو پر ځای يې د ژوند يوه بله ترخه خاطره راياده چې ګوندې ذهن ته يې هغه تېرې خاطرې وريادې نه شي او د خجالت يا کموالي ((ټيټوالي)) احساس ونه کړي.

د خوب يادونه يې وکړه، ځکه چې دا د ټولو په مخکې شوې وه،. پلار او وروڼه ټول خبر ول. د وژنې او له وطنه د ورکولو پلان پټ وو. د وهلو ټکولو، څاه (کوهي) ته د اچولو او خرڅولو او پرې تور پورې کول دا د وروڼو ترمينځ پېښه شوې وه چې پلار پرې خبر نه وو. دوی دا ټول راز پټ وساته، الله تعالی هم پټ وساته او يوسف عليه السلام هم پټ وساته. الله تعالی د وخت په تېرېدو سره دوی اصلاح (سم) کړل او د دوی ذهنيت يې له سرتنبه ګۍ څخه راټيټ او د خپلې تېروتنې منښتې ته تيار کړ او ورور خپل وروڼه وبښل او بيرته کورنۍ سره يوه (متحده) او خپل عادي ژوند يې شروع کړ. تنګسه ، غربت (فقر) ختم شو او راتلونکې يې تضمين شوه چې بيا به تنګسه نه وي.

دلته يو بل مهم ټکي ته اشاره کيږي او هغه دا چې په اتحاد ((يووالي)) کې برکت، ارام او هوساينه ((سوکالي)) وي. په کوم کور، ټولنه او وطن کې چې بې اتفاقي وي هلته بېثباتي او جنګ وي چې د هغې په پايله کې يې ټول هر څه له مينځه ځي. له لوږې او غربت او هم له بېثباتۍ ناارامۍ سره مخ کيږي چې موږ يې پخپلو سترګو ډېرې ترخې پايلې ولرلې چې مو هر څه له لاسه ورکړل او هېڅ راپاتې نه شول.

دا خو د وروڼو ترمينځ يوه کورنۍ مساله وه، نن چې د ټولنو، ملتونو، هېوادونو او د لويو وچو ترمينځ ملي مسالې او هم پخپلو کې د ملي ګټو خبرې دي، نو د ډلو او ډلګيو پرځای بايد پر ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ګټه وشي او پر هماغه کچه دې ترې ګټه پورته شي. وخت ډېر مسايل حلوي او خلک، ټولنې او حکومتونه او هېوادونه دېته رواداره کيږي چې يو بل سره وزغمي. ډېره څه شا ته کړي او په ډېرو کې يو بل ته سره تېر شي. اګر چې د مظلوم حق د مظلوم حق  دی او دا حق ورته الله تعالی ورکړی دی.

ښاغلي حکمتيار ته له اخلاقي پلوه دا په کار دي چې له ملته د خپل استازي ((سعيد)) پر خولې نه، بلکې پر خپله خوله بښنه وغواړي. دوعا ((استغفار))، جرمي او حقوقي مسايل سره توپير لري. همداسې نورو ډلو ټپلو ته چې له لاسه يې خلک متضرره شوي دي بښنه او تاوان ورکړي. تنظيمې ټلو ټپلو په ډېرو ملياسلامي او د هېواد په لوړو ګټو کې د هېچا نه ده منلې او خپله سرزوري او سرتنبه ګي د نورو غمازانو په نغوته کړې ده او د هغو لمسونه او هڅونه د دوی او هم د هېواد په ګټه نه وه. دا هغه څه دي چې دوی يې پخپله مرتکب شوی او بښنه يې هم بايد پخپله له ملته وغواړي. الله تعالی به دوی ملت ته په دې دروند او ښه ښکاره کړي. جمعتيان ((ستميان وماويستان))، جنبشيان، حزب وحدت واتحاد اسلامي او دا نورې ډلې ټپلې هم ځانونه سپينې پرېښتې ونه ګڼي او خپله ملامتيا ومني.

قرآن دوه ټکيو ته له مکاني و زماني يا تاريخي و ژبني يا ترمېنالوژي اړخه يادونه کړې چې يو يې د ((ملک King)) او بل يې د ((فرعون Pharaoh)) ته چې يو ((ملک)) يې د ابراهيم عليه السلام او د کورنۍ د وخت او بل ((فرعون Pharaoh)) د موسی عليه عليه السلام چې يو د نمرود او بل د فرعون وخت او عصر رانغاړي او د حکومت يا د هغه وخت سيستم ته اشاره کوي چې دوی خپلې چارې څنګه سمبالولې. د ابراهيم عليه السلام په وخت کې لوړ پوړی چارواکي ته د ((پادشاه)) ويل کېده او د موسی عليه السلام په وخت کې ورته ((فرعون)) ويل کېده  ځکه خو قرآن دلته په همدې سورت کې د ((صواع الملک)) او د ((في دين الملک)) د ((ملک)) کليمه دوه ځلې کارولې چې هغه وخت ابراهيمي رانغاړي نه فرعوني چې په ابراهيمي زمکه land-e-Ibrahim کې د بلاد شام دغه ټوله سيمه رانغاړي چې نن پکې څو دولتونه دي.

د خزانې يا د يو ښه مالي سيستم بنسټ رغاونه يې او نيمګړتياوې او د چارو ښه سمبالونه يې بيا حضرت يوسف عليه السلام د عزيز مصر د ټول واک د وړانديز په صورت کې ترې يوازې ((خزانه)) غوره کړه او د ۱۵ کلونو اوږد پلان يې د مصر د رعيت لپاره تر لاندې ونيوه او هغه يې سمبال کړچې په پايله کې يې هم ملک اباد پاتې شو، هم سپما وشوه، هم لګښت په سمه طريقه وشو او هم ملت له اوږدې وچکالۍ او تنګسې نه راووته او هم د ټولو منقول وغيرمنقوله شتمني پاتې شوه او هم يې ټولنې ته بيرته ورکړه او هغوی پرې بيرته خپل عادي ژوند ته راوګرځېدل چې ټولنه له فقر وغربت څخه خلاصه شوه. اړوند سيمو ته هم غله ورسېدله او هم د يعقوب ټولنه کورنۍسره بيرته يوه شوه او د راتلونکې لپاره د يو متضمن ژوند څښتان شول.

له دې دا برېښي چې هغه وخت هم د هېواد او د ټولنې د چارو د ښه سمبالښت لپاره زراعت او د مالي چارو روڼوالی، سپما او پر ځای لګونه او له بېځايه لګښتونو نه ځانته څومره اهميت او ارزښت لرلو. زراعت، مالداري، د اوبو ښه مديريت او خلکو ته د دوی منقول وغيرمنقول اموال، کورونه ((سرپناه)) جايدادونه او د عادي ژوند لارې چارې برابرول د هغه وخت د حضرت يوسف عليه السلام د يو ښه مديريت ښکارندويي کوي. ځکه په زراعت ومالدارې، ځنګلونو، معادنو او د اوبو په ښه مديريت سره پانګه بهر نه وځي او په داخل کې پاتې کيږي او د پيسې ارزښت ورسره لوړيږي او هم يې په نورو دفاعي چارو کې لګولی شي چې دا ټول شيان زموږ د ژوند او د لا ښې راتلونکې لپاره اړين دي. هسې بېځايه توکل او د خلکو په تشو اسلامي شعارونو ځان تېر ايستل ښه خبره نه ده. بس دی تېر زموږ لپاره ښه تجربه شوه.

پايله و وړانديز :

دا چې له پيله زموږ جنګ نه وو او له پيله تر ننه د نورو په جنګ کې سوځو او تل راباندې د نورو جګړه راتپل شوې، نو د قرآني او سياسي پوهې په رڼا کې دا موږ ته په کار دي چې څنګه له دې راتپل شوې جګړې څخه ځانونه خلاص کړو چې د سون توکي يې موږ او ګټې يې د نورو دي.

نن موږ ته د يو ملت او هېواد پر کچه دا په کار دي چې د جنګ دې پديدې ته د پای اېښوولو په پار زړې خاطرې له پامه وغورځوو او تېر هېر کړو او د زغم او د بښنې له نعمته ګټه واخلو. داسې کور به نه وي چې څوک دې پکې له يو يا بل لوري نه پر يو او بل نوم نه وي داغل شوی، بلکې هر څوک داغل شوی.

دا چې اجتماعي يا انتقالي عدالت د ولس حق دی، خو دا بيا هم انصاف نه دی چې يو څوک دې د جهادي حکومت له بښنې نه د ځان په تړاو ګټه پورته کوي، او بل دې بيا د وخت د مشروع حکومت پرېکړې ننګوي او بل چا ته دې د ((کابل د قصاب)) کليمې کاروي او نورو ته بيا د ((ملي اتل))، ((د سولې شهيد)) د ((ملي وحدت)) شهيد او يا ((خالد بن وليد)) وايی. نور ډېر هم شته چې د بښلو نه دي او له قضايي مصوونيت پرته ازاد او خوندي ګرځي. که د کابل قصاب پړ وي، نو نور هم پړه دي چې څلور بښل او يو نه بښل بيا هم بې انصافي ده.

تېر تاريخي و قرآني لاسوندونو ته په کتو ظلم، جنګ او بې اتفاقي ټولنې ته وچکالي فقر او غربت راولي او انصاف او اتحاد بيا ټولنې ته ارامي وسوکالي راولي او د يو ارام وهوسا او د ښه ژوند زيری (تضمين) ورکوي. د ټولنې د رفاه او سوکالۍ لپاره حکومت او ښه سيستم جوړونه په حقيقت کې د الله تعالی پېرزويېنه ده چې الله تعالی ورته يو زړه سوانده مشر او ښه مربي ورکړي.

موږ ته د يو واحد ملت په توګه دا په کار دي چې ټول په شريکه د ښاغلي غني هر ډول اخلاقي ننګه و کلک ملاتړ وکړو. د الله تعالی په اميد سره چې موږ به وکولی شو چې ډېر ژر بيرته پر خپلو پښو ودريږو او له خپلو سيالانو او نړيوالو سره له هر اړخيز پلوه بيرته سيال شو. نن زموږ سيالان کوم ځای ته ورسېدل او موږ لا په کوم ځای کې روسته بند پاتې يو. ځان بسيا کونه او ځان جوړونه، هېواد ورانونه او زده کړه خو کومه بده خبره نه ده، بلکې همدا د اسلامي ارزښتونو غوْښتنه ده.

خو دوه مشورې مې د حزب اسلامي مشرتابه او پيروانو ته دا دي : يو دا چې دوی بايد له ځانه د سوخت ((انحراق)) هغه ماده لېرې کړي چې هغه د دوی تند غبرګون، خشونت او نه زغم دی. د تېر جهادي وهجرتي پير په شان له افغان وژنې او ترورونو لاس واخلي. جوش، خشونت او نه زغم او سملاسي غبرګون دوی په ملي ونړيواله کچه له سياسي صحنې لېرې او منزوي يې کړل. په دې هيله چې پر دغې نيمګړتيا ((تشه)) باندې له سره ښه ژور سوچ وکړي. تر اوسه لا په هوا کې ځوړند دي، داسې نه چې لا زمکې ته رارسېدلي نه وي او بيرته د بالون غوندې پر هوا شي.

او دويمه دا چې بيا د چا په پوچو اسلامي شعارونو تېر نه وځي. د کاکا صاحب سترګور درملپلور به چې هغه وخت خپل سوشياليست سيکولر ورته پرېښته برېښېده او شهيد داود خان يې د خپل روا و مشروع سياسي حق لپاره د پاکستان واسلام دښمن بللو، خو افغانستان هم دا حق لرلو چې هغه يې د افغانستان واسلام دښمن بللی وای، خو افغانستان او مشرانو يې هېڅکله د اسلامي ارزښتونو نه عدول نه دی کړی او د سياسي مسالې لپاره يې پر چا باندې هېڅکله مذهبي تکفيري ټاپه نه ده لګولې. په دې هيله چې د سندهي سوشياليست سيکولر کورنۍ او د مردان او د سرګودهۍ د نظامي چارواکيو او هم د هندي الأصله مهاجرو او هم د پنجاب د مياګانو کورنۍ او د دېره اسماعيل خان، کاکا صاحب وباجوړ او د خقانيه مشر سياست واسلام سره جلا کړي. سياسي ستونزې سياسي هواری غواړي نه مذهبي. سياسي تفکيري فتواوې د اعتبار وړ نه دي، بلکې عندالله او عندالرسول او هم يې قانوني واخلاقي مجازات شته.

قاضي حسين احمد :

درهنگام حکمروايى داوود خان دشمن پاکستان و اسلام، پس از آنکه استاد ربانى از راه مهمنددره به پاکستان رفت، شش ماه او رادر منزل خود، از حکومت آن وقت مخفى نگهداشته بود.

کاشکې چې دا د سولې مخامخ وړانديز مو له روسانو سره منلی وای، نو دومره خرابي او مرګ ژوبله به نه وه راغلې. کاشکې چې بيا مو له ډاکټر نجيب الله منلی وای، نو دومره خرابي او مرګ ژوبله به نه وه پېښه شوې. اوس هم لا وختي دي او ناوخته نه دی. په دې هيله چې حزب اسلامي، طالبان وحقانيان او ټولې ښکېلې اړوندې خواوې پرې سوچ وکړي او بيا دغسې دوکه او تېر نه وځي. درست ده چې دلته د نړيوالو قدرتونو سيالي وه، خو خلکو ترې زموږ د هېواد په ځپنه، بېثباتونه، کمزوري کولو او له هر اړخيز پلوه زيان رسولو کې هڅه وکړه. ناخوالې يې موږ زغمو او لا نن هم راته سرنوشت نور ټاکي او د خپلو ګټو تضمينول زموږ په ضرر کې د ځان حق ګڼي.

په درنښت

ايا له ګلبدين حکمتيار سره روغه به افغانستان کې سوله راولي؟

ایا له ګلبدین حکمتیار سره روغه به افغانستان کې سوله راولي؟

ملګرو ملتونو ګلبدين حکمتيار د بنديزونو له نوملړ واېست

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38866240

حکمتيار نوم د امنيت شورا د بنديزونو له لست لرې شو

http://www.pashtovoa.com/a/hekmatyar-name-removed-from-un-security-council-sanction-list/3706025.html

د بشري حقونو سازمان د بنديزونو له نوملړه د ګلبدين نوم لرې کول خواشينوونکې بللی

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38870577

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply