مېنه ولی تل ناکامه وې !/ناصرخان شیرزی

0 2,023

فرهاد چې په یوه خصوصي اداره کې یې دنده لرله ، هره ورځ به خپلې دندې  ته تللو او خپل ورځنی ژوند یې پرمخ وړلو.

یوه ورځ دفترته په لاره روان وو ، مبایل ته مې دوه پرلپسي خالې پیغامونه راغلل ، ټلیفون يې پورته کړ ويې لیدل ناپیژانده شمېره وه ، او هیڅ یې هم نه دې لیکلي ، دپیغام ترلیدو وروسته يې ژر مبایل جیب ته واچولو او ددفتر په لورې همغسي روان شوو .

دفترته په رسیدو سره په کارونو بوخت شوو ، خو دتګ پروخت یې یوځل بیا خپل مبایل پورته کړ ، چې دچازنګ خوبه نه وي راغلی.

بیا یې پرهمدغو دوه خالي پیغامونو سترګې ولږیدلې ، داځل ورته په تشویش کې شوو ، چې دابه څوک وي او ولي یې خالي پیغامونه رالیږلي دي؟

دپیغامونو شمیرې ته یې زتګ ووهلو ، زنګ یې  دوه ځله اوکی کړو،خو دده دغږ په اوریدلو سره به یې مخاطب  اړیکه پرې کړه،  تشویش یې لاپسی  زیات شوو.

پرسبا ورځ یې یوځل بیا دسهار مهال نمبر ته زنګ ووهلو ، داځل یې مخاطب ټلیفون پورته کړ او خبرې یې ورسره وکړلې.

دټلیفون په اوکی کولو سره یې ورته وویل ((سلام ، شما کی استین؟ ))

فرهاد هم ورغبرګه کړه تاسی څوک یاست ، چې دوه خالي پیغامونه مو راغلي وه ؟

ورته يې وویل: من یک محصله هستم وشما ؟

ده هم ورته خپله پیژندنه وکړه ، له یوې خصوصي ادارې سره دنده لرم.

په دغه ورځ که څه هم له یوې خوا تشویش یې کم شوو ، ځکه خبرې یې ورسره وشوې ، خو بلخوا بیا په تشویش کې شوو ، چې دانو اوس څوک ده ؟

او ایا په ریښتیا هم ښځینه ده او که دښځینه و په غږ کوم نارینه راسره خبرې وکړې؟

بیانو تر دریو ورځو ددوی خبرې ونشوې ، نه  دنجلۍ او نه دفرهاد لخوا یوبل ته مزاحمت وشولو.

فرهاد یوماښام په کور کې ناست وو ، چې ټلیفون ته يې یوځل بیا څو پرلپسی پیغامونه راغلل ، دغه پیغامونه ډیر ګټور وه او تر ډیره اسلامي معلومات پکي لیکل شوې وه .

کله به چې پیغام راغی او ګټور معلومات به پکي شامل وه ، نو ده به هم د پیغامونو په اخیره کې ورته وویل (خورجانې ډیره مننه ، خورجانې خوشحاله اوسې ، نیکبخته شې اونور نیک الفاظ به يې ورته استول . )

دغې لړۍ تر څوکلونو دوام وکړ ، خو دفرهاد شک نه وو لرې شوی ، چې دغه معلومات ماته نارینه او که ښځینه را استوي ؟!

اخیر فرهاد یوه ورځ نجلۍ ته  وویل،  غواړم درسره نژدې نه وګورم او مطمین شم ، چې تاسی ښځینه او که نارینه یاست؟

یعنی  ستونزه درته نه جوړوم که دهرې طبقې څخه یې فقط یوځل لیدل دې راته مهمه ده ؟

نجلۍ په ځواب کې یې ورته ډیرې خبرې وکړې خو دده باور بیاهم نه کیدلو ، اخیر نجلۍ راضې شوه او ادرس یې  ورکړ ، چې دګلانو پارک کې به سره وګورواوهلته به زما خور هم راسره وې ، دواړو په دې خبره سره سلا وشوه.

فرهاد د څه مودې له تیریدو وروسته ټاکلي ځای ته ورغی ، ګورې چې دوه دحیاء ډکې پیغلې او فرشته صفته انسانانې ناستې دي.

ټلیفوني پیغام یې ورته واستولو ، دګلانو په پارک کې چې دوه نجونې دې ، تاسې یاستۍ ؟

نجلۍ ورته وویل ، هو !

فرهاد مطمین شوو او هغه ځای ته ورغی  .

فرهاد  ترسلام کولو او احوال اخیستلو وروسته یې ورته دځان په اړه معلومات ورکړل او هغوی هم په لنډو ټکو کې ځانونه معرفې کړل.

دانو دومره باحیاء نجونې وې ، چې فرهاد يې په لیدلو سخت متاثره شوو او  ټول مخکیني شکونه یې ختم شول او پوه شوو ، چې هلک نه بلکې نجلۍ ورسره دټلیفون پیغام دلارې خبرې کولې .

دغو لیدلو لس دقیقې وخت ونیولو ، نجلۍ او دهغې خور په بیړې سره له فرهاد سره خدای په اماني وکړه  او په خپله مخه لاړې، فرهاد هم ورڅخه بیرته ستون شوو او خپلو ورځینو کارونو کې بوخت شوو.

فرهاد او نجلۍ تر دغه وخته به یې دټلیفوني پیغام دلارې یوبل ته اسلامي او نور ګټور معلومات استول، او دهر پیغام سره به یې یو بل ته دخور او ورور خطاب کولو.

یوه ورځ نجلې ورته وویل ، هغه څه چې خدای ترې خبر دی ، نو له انسانو یې نشم پټولی او نن درته دزړه یوه خبره کوم.

فرهاد هم ورته په مینې سره وویل ، مهرباني وکړئ !

جینۍ خپله خبره ورته داسې وکړه :

((مه هرشب برادرمه درخواب میبنم اوچهره زیبایش که در ده  دقیقه دیدم.

همانجا همان میز هرشب هرشب.

او اهسته اهسته ګپهای باسنجش او تبسم های پر ازحیا ونذاکت وادب.

درخواب ودر بیداری  هرلحظه))

فرهاد دنجلۍ ددې خبرو په اوریدو سره ورغبرګه کړه ، خورجانې واقعاً ماته هم ډیره یادیږې او نور چپ شوو او هیڅ يې هم ورته ونشوویلی.

ورځي او شپې تیریدلې  ، یوه ورځ نجلۍ ورته یوپیغام ولیږلو ، فرهاد دتیر پشان بیا ورته وویل خورجانې مننه کوم.

نجلۍ ژر ورغبرګه کړه ((تو برادرم نیستی نیستی. صرف بخاطری اینکه ایجاد فساد نشود، اخلاص وحس پاک درجایش باشد  برادر برادر میګم بس همین.

ودراسلام جای ندارد مطلق کسی ره خواهر  وبرادربخوانیم . دلیل سورت مدثر.))

فرهاد   ددې خبرو په اوریدو سخت خفه شوو او ډیرناراحته شوو.

فکر یې وکړ ، چې شاید کومه تیروتنه مې کړې اوسي او راڅخه خفه شوې وي .

فرهاد نجلۍ ته ډیرې خبرې وکړې اخیرولی داسی وایې ؟

نونجلۍ په ځواب کې ورته وویل :

((یک سوال دارم  برایم حقیقت بګو.

کفرنمیشی راحت باش!

سوال : تمام عمرمه به غرور و حیا ګذشتاندم خدا مره نبخشد اګر دروغ ګفته باشم. وحالا هم برایت ګفتم ومیګویم هزار بار برادرم هستی تا مرګ.

ولی یک سوال ( اینکه علاقه مندت شدم ګناه کردم ؟))

فرهاد ورته  وویل ، مفتي نه یم ، چې فتوه درکړم ، خو مېنه راته ګناه نه ښکارې او مېنه ناڅاپې انسان ته پیداکیږي ، چې دانسان له وسې پورته خبره ده.

دفرهاد په زړه کې نجلۍ هم له وخته ځای نیولی وو ، نوددې خبرو په اوریدو ډیر خوښ شوو.

نور نو هره ورځ دمینې خبرې شروع وې ، او ارمان ارمان چې کاش!! ورسیږو.

فرهاد یوه ورځ  په کور کې وویل:

غواړم یوې فرشته صفته نجلۍ سره واده وکړم او نجلۍ هم راته دخپلې مینې خبره کړې ده ، نو که زمونږ واده وشې ښه ژوند به ولرو !

کله چې دفرهاد کورنۍ دهغه خبرې واوریدلې ، کومې خبرې ، چې  ټولنه کې ورته خلک دکفر په سترګه ګورې یعني دمینې خبرې ، نو فرهاد ته یې بلا ډیرې ستونزې ورمخته کړلې  او ډیر زیات یې تحدید کړ، اخیر کورنۍ یې فرهاد دې ته مجبور کړلو ، چې له خپلې مینې سره خدای په اماني وکړې .

فرهاد هم په ډیرې سختۍ سره نجلې ته  دکورنیو ستونزو خبره وکړه او ورته یې وویل ، دکورنۍ رضایت راسره نشته او تاسره واده نشم کولی .

جنۍ ددې خبرو په اوریدو سره تر ډیرې چوپتیا وروسته دغه شعر ورته وویلو:

شعر

بروای خواب من ، هم بغض دریا شو، خدا حافظ  !

بروبا بی کسی هایت هم اوا شو ، خداحافظ         !

تو رابا من نمی خواهم که (ما ) معنا کنم دیګر

برو بای یک (من) دیګر (ما) شو ، خداحافظ      !

***

دنجلۍ لخوا فرهاد ته د شعر په رالیږلو سره ، دفرهاد زړه او ستونی له دردنو ډک شوو،او ځواب کې یې ورته هیڅ نه لرل.

فرهاد او نجلۍ که  څه هم یودبل له کورنیو او نورو ستونزو خبر شول، خوبیا یې هم امید او طمع لرله ، چې یوه ورځ به معجزه کیږي او یوبل ته به ورسیږو.

احوال پرسۍ او دمینې خبرو دوام لرلو ، چې یوه ورځ نجلۍ ورته وویل ، نن غواړم زنګ درته ووهم او یوه مهمه خبره درته لرم!

فرهاد هم ورته وویل ، زه درته زنګ وهم !

فرهاد زنګ ور و وهلو ،

جنۍ چې څنګه دټلیفون اړیکه پورته کړه په ژړغونې غږ یې ورته وویل :

(( امروز ارمانهایم اتش ګرفت ، پدرم مره نامزاد کرد  (!)  ))

فرهاد چې دجنۍ  ارمان ماتونکې خبرې واوریدلې  سترګې یې له اوښکو ډکې شوې

او په ژړغونې غږ يې ورته وویل:

دلته همیشه افغان ځوانان او  نجونې  د رسم ، رواجونو او اقتصادي ستونزو ښکار شوي دي .

دنوي ژوند مبارکي درته وایم او دتل لپاره دې الله مل شه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply