خبر ياست زيتون مو مخ او بدن ته څومره ښکلا ورکوي؟

0 1,720

تميم ځاځی

د زيتون تېل له زرګونو کلونو راهيسې له دې امله د ښايست له پاره کارول کېږي، چې مخ او شکل ته ډېرې ګټې لري. زيتون تېل د زيتون د ونو له ميوې ويستل کېږي چې اصلي سيمه يې د مديترانې شاوخوا هېوادونه دي.

زيتون په پخواني مصر کې د ګڼو سينګاريزو موخو له پاره کارول شوي دي. د زيتون ګټې يوازې د انسان شکل يا څېرې پورې ځانګړې نه دي، بلکې په غذايي سېستم کې هم ستره ګټه لري. د البوابه په نوم خبري وېبپاڼې پر مخ د زيتونو تېلو د پورې کولو ګټې ښودلې دي:

۱- زيتون ويټامن اي لري او د اکسيډېشن ضد دي، چې د مخ او د بدن پر نورو برخو پورې کولو سره د زړښت نښې نښانې له منځه وړي او ګونځې لرې کوي.

۲- له زيږه مالګې يا زيږه بورې سره د زيتونو ګډول او بيا يې پر مخ پورې کول د مخ د پوستکي د ښايسته کولو له پاره کار کوي، چې وروسته په تړمو اوبو ووينځل شي.

۳- د ميک اپ د لرې کولو له پاره زيتون د يوه طبيعي له منځه وړونکي په توګه کارول کېږي.

۴- د زيتون تېل، د هګۍ سپين او لږ ليمو سره ګډ شي، بيا پر مخ پورې شي، دې سره مخ ځلا کوي او ژونديتوب وربښي.

۵- پر زيتونو هره ورځ د پنځو دقيقو له پاره مخ مالش کولو سره مخ له زيتون تېلو غذايي توکي اخلي او ګونځې له منځه وړي. مېرمنو کې مياشتنۍ ناروغي د ښه والي پر لور بيايي.

۶- هره ورځ له خوب وړاندې د سترګو شاوخوا برخې پر زيتونو غوړول توروالی له منځه وړي او له سترګو چاپېره نری پوستکی ژوندی ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply