پاکستانۍ کلداره د زوال پر لور /محمدحامد اکبري

0 864

په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې چلښت له ډېر پخوا راهيسې ښه په زور کې و،د افغانستان په ځينو لويو ښارونو کې د افغانۍ پر وړاندې د پاکستانيو کلدارو چلښت دومره زيات مروج و چې فکر کېده د دې ښارونو لومړنی پولي واحد به کلداره وي،د بېلګې په ډول مياشت مخکې به دې چې کله د کندهار ښار کې ځينې توکي رانيول نو د پلورونکو له خوا به يې بيه درته په کلدارو ښودل کېده او وروسته به يې افغانيو ته حساب کاوه.

خو په دې وروستيو کې داسې ښکاري چې دې مسئلې ته د چارواکو پام وراوښتی او د ولس په ملاتړ يې د بهرنيو اسعارو د کارونې پر ضد ګډ کمپاين پيل کړی چې دې کار د افغانۍ پر وړاندې د خلکو  نا هيلۍ په هيلو بدلې کړې او داسې ګومان کيږي چې دا کار به د يو غښتلي پولي واحد د رامنځ ته کېدو  سبب وګرځي.

د اقتصادپوهانو له نظره په افغانستان کې د بهرنيو کرنسيو له جريانه وېستل د هېواد د پولي واحد د غښتلتيا او اقتصادي پياوړتيا سره ډېره مرسته کولی شي،دا ځګه چې په دې سره په افغانستان کې د کورنۍ کرنسۍ کارولو ته پاملرنه زياتيږي او په اعتباري ډول په جريان کې لويږي او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې يې ارزښت زياتوالی مومي.

په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې چلښت تر اوسه پورې د پاکستان د اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره ښه فرصت ګڼل کېده او هغه د چا خبره ښه کاروبار يې پکې جوړ و.دا ځکه چې د پاکستانيو کلدارو د جريان زياتوالي د افغانۍ د ارزښت پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی و چې دې حالت زموږ خپله کرنسي له پښو غورځولې وه او له پاکستان سره د سوداګرۍ بهير مو هم د کلدارې په منګولو کې راګير و.

خو دا مهال چې په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې چلښت په ګونډه کېدو دی او ورځ تر بلې يې ارزښت کمېږي ،دا حالت د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره هومره ګټور دی لکه څومره يې چې اقتصادي زيان درلود.

پياوړی افغانی پولي واحد نه يوازې زموږ د ملي هويت استازيتوب کوي بلکې په لويه کچه د اقتصاد او سياست د پياوړي کېدو ښکارندويي کوي، په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې ټغر ټولول به له يوې خوا زموږ په هېواد کې د پاکستان د اقتصادي ګټو مخه ونيسي او له بلې خوا د پاکستان د دوه مخي سياست پر مخ درنه څپيړه وي.

هېره دې نه وي چې پولي سياست د اقتصاد په نړۍ کې يوه ډېره پېچلې او ګونګه موضوع ده او په څرګند ډول دهغه راسپړل زموږ لپاره ستونزمنه خبره ده،ځکه چې پولي سياستونه له بېلابېلو ټولنيزو،سياسي او اقتصادي فکتورونو څخه اغېزمن کيږي او په دې اړوند تصميم نيول د اقتصاد پوهانو لپاره ژور فکر او تحليل غواړي،تاسې بايد دا په ياد ولرئ چې ډېر وخت هېوادونه  د اقتصادي تصماميمو پر بنسټ په قصدي ډول د خپلو پولي واحدونو د ارزښت ټيټولو هڅه کوي او دا مو هم په ياد وي چې په هېواد کې د پولي هېواد ارزښت يوازې د بهرنيو اسعارو له چلښت سره ندی تړلی بلکې ګڼ نور لاملونه هم په کې ښکېل دي، د هېواد مرکزي بانک دا دنده لري چې د افغانيو د ثبات لپاره مناسب سياستونه پلي کړې چې له بده مرغه تر اوسه زموږ په هېواد کې دا کار نه دی شوی.

خو هغه څه چې يادونه يې اړينه بولم د افغانستان لپاره د غښتلي پولي واحد اقتصادي ګټې دي.

که افغانستان يو غښتلی پولي واحد ولري،پرته له شکه به د سيمې په کچه د راکړو ورکړو او سوداګرۍ لپاره نوی فرصت رامنځ ته کړي او د سوداګرۍ په اعتباري کېدو کې به مرسته وکړي.

د يو غښتلي پولي واحد د شتون په صورت کې موږ کولی شو چې د لږو پيسو په مقابل کې زيات توکي وارد کړو او نورې پيسې د هېواد په د ننه کې په اقتصادي خوځښت راولو.

دا چې د افغانۍ د ارزښت په  لوړېدلو سره د بهرنيو پيسو ارزښت نزول مومي او موږ کولی شو چې د افغانيو سره د تبادلې په واسطه ډېر بهرني اسعار تر لاسه کړو او په دې ډول د بهرنيو کرنسيو زېرمې غښتلې کړو،اوسمهال ښايي دا د حکومت لپاره ښه فرصت وي.

په افغانستان کې د کلدارو د چلښت مخ پر ځوړ حالت د دې سبب کيږي چې د افغانيو تر لاسه کولو ته د خلکو په تقاضا کې د پام وړ زياتوالی راشي چې دا پخپله د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره مرسته کوي.

بايد ووايم چې زموږ د هېواد څخه د پاکستانيو کلدارو ټغر ټولول  او پښو غورځول بايد د حکومت له اقتصادي لومړيتوبونو څخه وي چې ولس بايد اوږه پر اوږه ورسره کار وکړي،دا کار ملي اراده او غښتلي هوډ ته اړتيا لري.

هر افغان بايد د خپل افغاني واحد د کارولو احساس ولري او بايد په خپلو ورځنيو چارو او  راکړو ورکړو کې د بهرنيو اسعارو په ځانګړي ډول د پاکستانۍ کلدارې پر ځای افغانۍ وکاروي.د کاروبار پر وړاندې د کلدارو دروازې تړل او په ريښتيني ډول د افغانيو کارول د هر افغان مسووليت دی؛نو تاسې هم افغانۍ وکاروئ او د يوې  پياوړې اقتصادي راتلونکې په لور ګام واخلئ.

په همدې هيله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply