زاخېلوال: د ضعف هغه نقطې له منځه وړو چې پاکستان یې د فشار لپاره کاروي

0 2,479

د ضعف هغه نقطې له منځه وړو چې پاکستان یې د فشار لپاره کاروي

د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې کړې دي.

هغه د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ترينګلتيا په اړه ويلي، څو پورې چې پاکستان  خپلو تګلارو ته بدلون ورنه کړي، دا حالات نه ښه کېږي.

د زاخېلوال په وينا، د اړيکو د ترينګلتيا او خرابوالي ډېر زيان پاکستان ته رسېږي او پاکستان به د دې لوړه بيه پرې کوي.

ده زياته کړې: ((موږ د پاکستان په اړه د خپل ضعف نقطې په ګوته کړې دي، اقتصاد، ترانزيټ او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو اوسېدل.))

د افغانستان سفير وايي چې پاکستان تل د افغانستان د ضعف له دغو نقطو څخه د فشار په توګه کار اخيستی دی.

زاخېلوال زياتوي: ((خو اوس موږ هڅه کوو چې له دغه فشار څخه په تدريجي ډول ځان وباسو له منځنۍ اسيا هېوادونو سره مو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پياوړې شوې، د چابهار بندر له لارې له نورو هېوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه پيل شوې ده.))

نوموړي ويلي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته تګ لړۍ تېزه شوې ده او اوس هره ورځ سلګونه کورنۍ ستنېږي.

د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، د (خپل وطن ګل وطن) په نامه پيل شوې پروسې هم په دې برخه کې مثبته اغېزه کړې ده.

د ډاکټر زاخېلوال په وينا، هېواد ته د کډوالو ستنېدل افغانستان او کډوالو دواړو لپاره سياسي، اقتصادي او امنيتي ګټې لري.

ده زياته کړې: ((په هېواد کې چې اوس ٣٠ ميلېونه وګړي اوسېږي، که دوه درې ميليونه پرې زيات شي، کومه اغېزه نه لري.))

د نوموړي په وينا، ډېر ژر به له ولسمشر اشرف غني سره وګوري او له هغه به وغواړي چې راستانه شوو کډوالو ته يوه يوه نومره ځمکه ورکړي.

د افغانستان سفير وايي چې د طالبانو ځينو مشرانو هم ورسره اړيکه نيولې او غواړي چې خپل هېواد ستانه او د عزت ژوند تېر کړي.

هغه ويلي: ((زه ورته هرکلى وايم او ډاډ ورکوم چې په هېواد کې به له ټولو مدني حقونو څخه به برخمن وي.))

ډاکټر زاخېلوال وايي چې پخوا په افغان کډوالو کې ملي انګېزه نه وه، خو اوس په کې پيدا شوې ده، هغوى اوس درک کړې چې بايد په خپل هېواد کې د عزت ژوند پيل کړي.

د افغان سفير په وينا، د افغان کډوالو پاتې کېدل، د پاکستان په ګټه ده؛ ځکه چې دغه هېواد هر کال له افغان کډوالو ميلياردونه کلدارې عايد ترلاسه کوي.

د سولې د خبرو په هکله ډاکټر زاخېلوال ويلي چې افغانستان نور پر پاکستان بې باوره شوى دى؛ ځکه چې د پاکستان هڅې صادقانه نه وې.

خو چين ته د طالبانو وروستي سفر ته په اشارې سره یې ويلي چې پاکستان اوس هڅه کوي د چين په مرسته د سولې پروسه له سره پيل او له لاسه ورکړى باور بېرته ترلاسه کړي.

د هغه په وينا، چين په سيمه کې او نړۍ کې د يو ځواکمن هېواد په توګه کولى شي چې د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي؛ ځکه چې د افغانستان سوله د چين لپاره هم ګټوره ده.

زاخېلوال وايي چې د شرقي ترکستان شخړه، په سيمه کې د طالبانو او داعش وسله والو فعاليتونه هم چين ته اندېښنې پيدا  کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply