د افغانستان د ناکامې دیپلوماسۍ بیلګه!/ دوکتور صلاح الدین سعیدی

0 977

بې کفایته افغان ديپلوماسۍ بیلګه د طلوع نیوز سره د انگلستان د سفیر ښاغلي جرمي دومینک سره د هغه په روستۍ مصاحبه کې په ښکاره توګه لیدلای او اوریدلای شئ !
ښاغلی دومنیک چې تقریبا شل کاله د پاکستان د دومخي افغان دشمنه، افغانستان دشمنه، سولې دشمنه سیاست شاهد او د حوادثو په محراق کې قرار لري په خپله دغه مصاحبه کې په دقیقه توګه د اوسني پاکستان د استابلشمنټ د افغان دشمنه خبیث سیاست سره پوره پوره اړخ لګوي او افغان دیپلوماسي ورته رڼې رڼې، بې کفایته نظاره کوي او د مشخص تنویري او تدبیر متناسب کار جوګه خو لانه دی او داسې ثابتوي چې هریو خپلې چوکۍ ساتي.
دوی چې د افغان وژنۍ د تراژيدۍ ، د هیلمند د سنګین د واسوالۍ د تراژيدۍ او … د مخنیوی نه شي کولای څنګه به ملت دوی ومني او څنګه به ځانته د ملت او سولې خادمان خطاب وکړای شي او څنګه به ملت دوی ته د ملت د خادمانو په سترګه وګوري او څنګه به دوی وبخشي؟
ښاغلی جرمی دومینک په افغانستان کې د انکلیس د شل کلو راهیسې فعال جهت ورکونکی دیپلومات چې د پاکستان د تېرو نارواو حد اقل هو حد اقل ناظر او فعال شاهد وه اوس به خپل سیاست تغیر کړي؟ آیا د انګلیس له نظره د انګلیس د افغانستان دغه متخصص !؟ به په دغه عمر کې خپل لید لوري ته چې د پاکستان له ګټو سره پوره پوره اړخ لګوي اوس تجدید نظر وکړي او د افغانستان ملي ګټو ته به هم پام ونیسي او که نه؟
داهغه سوالونه دي چې ځواب یې زمونږ په ګټه نه وینم. هغه مشهور نړیوال متل را یاد شي: زړې پيشو ته نوي ترِکونه نه شې ښودلای. زړه پيشو به هغه او هماغه کوي چې تر نن یې کولې.
نو داسې شخص او دهغه سفیر پاتې کېدل افغانستان او پاکستان ته مناسب او عدم مناسبوالی، هغه سوال دې چې افغان سلیم منطق هغه ته یو او صریح ځواب لري.
هو يوه خبر د انصاف خبر هم ده چې وويل شي چې ښاغلي جرمی دومینک د هغه پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان د غیر متمرکز نظام په هکله او د هغه تجویز افغانستان څه نظر لري؟
نو ده د یو پاخه ديپلومات په توګه د اروپا د سفیر نه په تفاوت دا ګستاخي ونکړه چې مونږ ته یې د سیاسي نظام د تعین تکلیف په ځان اخیستلای وي. ده دغه کار او انتخاب د افغان ولس حق او کار وباله. خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې خو په واضح او ښکاره توګه افغان ديپلوماسي د افغان ولس د منافعو، ګټو او مصالحو په ساتلو کې متناسب کار نه شي کولای، نه کوي او یا یې د کولو توان
نه لري.
په صریح توګه دغه برخه کې کادري سیاست د تقسیم غنایمو او ۵۰+۵۰ پر بنیاد ولاړ دی.
د ويلو ګڼم چې تخلف د كار نه كول چې باید وشي او کول چې باید ونه شي، شمیرل کیږي.
د انگلستان د سفیر په خبرو کې د افغانستان او پاکستان د سرحداتو د تنظيم پرمسایل تأکید چې ددغه متخصص د افغانستان لع تاریخه عدم تخصص ثابتوي. او د افغانستان او پاکستان د خبرو پر ادامه تأکید کیږي او دواړه خواوې د مشترک کار په ښایسته لفافو او زرینو پوښونو کې خبرې او تأکیدات کیږي. خو دا نه وایي چې خبرې شوي او حتی څلوړ جانبه تعهدات شوي او اوس عمل په کار دی او دا پاکستان دی چې عمل نه کوي. سفیر د افغانستان مطالبات او د افغانستان برحقه مطالباتو باندې له سره هو له سره توجه او پام نه کوي او نه کیږي. کوم سرحد دخبرو او تنظيم خبرې او تأکیدات خو دا چې کوم سرحد او د 360 عبوري محلاتو د شتون په صورت کې د سرحد ټینګښت د افغانستان او پاکستان په تړاو د امنیت مسالې سره څه تړاو لري خبرې نه کیږي. شوو تعهداتو باندې د پاکستان نه عمل، د خبرو نه د عمل ‌‌‌‌‌‌ډګر ته د پاکستان غولونه، د ښه او بد تروریست پاکستاني ویش، د تروریست ویش د پاکستان پر معیار او نه د نړېوالو معیارو پر بنیاد د انګلستان سفیر يا له سره خبرې نه كوي او یا متناسب تفصیل نه ورکوي. د انګلستان سفیر افغانستان د پاکستاني د مالونو د خرڅلاو ښه بازارونه بولي او…. چې داسې لید لوري هماغه پاکستاني او د پاکستان د برترۍ سیاست ته کار کونه ده او افغان چارواکي کاڼه او وړانده دي. او …..
پای

12/2/2017

پر فیسبوک دعوت میدیا ۲۴ خوښه کړۍ

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply