د نړۍ تر ټولو کم لګښته واده

0 1,451

د واده ستر لګښتونه د افغانستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې کې ډېرې پېغلې او ځوانان له ودونو ځنډولي.

کينيا چې يو وروسته پاتې افريقايي هېواد دی، ډېر خلک يې د ودونو ستر لګښتونه نه شي پوره کولای، ځکه خو يوه سړي او مېرمن يې پرېکړه وکړه چې د نړۍ تر ټولو ارزانه واده ترسره کړي.
اووه ويشت کلن ويلسن او څلورويشت کلنې آنا تیر کال د واده اراده کړې وه، خو دوی ونه شو کولای چې درې سوه امريکايي ډالر پيدا کړي، تر څو د واده لګښت پوره کړي.
سږ کال دوی پرېکړه وکړه چې د نړۍ تر ټولو ارزانه واده به وکړي. نجلۍ او ځوان د واده پر مهال خپل ساده او عادي جامې پر تن کړې وې، د ټول واده لګښت يو امريکايي ډالر شو او هغه هم د هغې ګوتې لګښت و چې وېلسن خپلې مېرمنې ته اخيستې وه.
په کينيا کې د تر ټولو ارزانه واده له ترسره کېدو وروسته دغه میړه او میرمن د نړۍ د عجايبو په کتاب کې ثبت شو.

Sputnik Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply