چې کرښه مالومه وي، / نجیب ننګیال

0 1,367

چې کرښه مالومه وي
ما ته بيا بيا په دې اړه مسجونه او کمنټونه مه کوئ، چې نجيب ته “شهيد” وايم او خواخوږی يې يم.

زه پرديپاله خودکش بېګانه پرست نه يم. هيڅوک حق نلري، زما د وطن سپی لا په کاڼو وولي. ولسمشر خو يې لرې خبره ده. نجيب “افغان” و او د افغانستان “ولسمشر” پاتې شوی و. ښه و، که بد- حساب کتاب به ور سره افغانانو کوه او له يوې قانوني لارې ترې پوښتنې کېدای شوې. ان محاکمه کېدای شوای. د تور پنجاب غلامانو هيڅ حق نه درلود چې په توره شپه يې د ملګرو ملتونو له دفتره وباسي او په خورا بې رحمۍ يې ووژني. کالي يې ور څيرې کړي او زما د وطن “ولسمشر” نيمه لوڅ بدن په دار را ځړېدلی وي. په دومره ناځوانۍ يواځې نهايي ټيټ، پست خصلته، مزدور او غلام انسان څوک وژلی شي. دا خبرې او دا تاريخي پيغور يواځې هغوی حس کولی شي چې په تن کې د يوې افغانې مور وينه جريان کوي او لږ تر لږه د بابا د غيرت يو جين يې په وجود کې موجود وي.
دا خبرې هغوی نشي حس کولی چې د دوی د ګوند تر ټولو سر کرده مشر يې پنجابيانو د ښځو له منځه را وويست او د پنځه زره ډالرو په بدل کې يې په امريکايانو وپلوره. هغه وخت د کارخانو، خيبر بازار او فردوس د پوډريانو رېټ هم پنځه زره امريکايي ډالره و.
دا خبرې هغوی نشي حس کولی چې د دوی په رسميت پېژندلی سفير يې لوڅ لپړ په هوايي ميدان امريکايي يهودو ته وسپاره، خو دوی هيڅ ټکان ونه خوړ.
دا خبرې هغوی نشي حس کولی چې د امارت له نسکورېدو وروسته يې د حقانيې دارلعلوم په ليليو ور منډه کړه. هلته د مولانا سميع الحق ورور مولانا انوار الحق او د هغه شېر خواره زوی حامد الحق به د مور، ماينې او خور ښکنځلې ورته کولې. چې وځئ، مونږ په امريکا مه بمباروئ.
دا خبرې هغوی هم نشي حس کولی چې اميرالمومنين يې په زهرو ور مړ کړ. ګور و کفن يې مالوم نشو. دوهم مشر يې تر ننه له سختو شکنجو لاندې په زندان کې ژوند کوي.
مونږ ته د انسانيت، عدالت او عاطفې کيسې دې هغوی نه کوي، چې زرداد يې اتل وي او حبيب الله کلکاني يې شهيد. يوه لوفر ته خادم دين رسول الله وايي.

دريغه چې په دا ځينو کې خو د خالص بابا هومره غيرت هم وای، چې ويل به يې له شورويانو به ان د “حفيظ الله امين” د مرګ پوښتنه کوم. ځينو ته “ننګ” تعريفول غواړي. د ځينو په قاموس کې د “پور او پيغور” ټکي وجود نلري. افسوس…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply