وطن داسې جوړېږي؟ د ۳۰۰ کارخونو له تړل کېدو سره ۱۱زره کسان وزګار شوي

0 1,173

وطن داسې جوړېږي؟

د ۳۰۰ کارخونو له تړل کېدو سره ۱۱زره کسان وزګار شوي

په تېرو دريو کالو کې د کندهار په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د نه موجوديت له امله تر ۳۰۰ ډېرې کارخونې تړل شوې چې له ډلې يې ۲۰۰ په تېره اوونۍ کې وتړل شوې. د دغو کارخونو له تړل کېدو سره کابو ۱۱زره کسان وزګار شوي دي.

په ۱۳۸۴ کال کې چې د کندهار ولايت صنعت‌کاران له همداسې يوه بحران سره مخ شول، نو د امريکا پرمختيايي ادارې (USAID) د دې فابريکو د فعال ساتلو ټټر وډبولو، د پنځو کالو له‌پاره يې ډېزلي برېښنا ورفعاله کړه او وروسته يې دا چاره د محلي ادارې په غاړه واچوله. اوس مالومات دا دي چې د پرمختيايي ادارې ۴۰۰ ميليونه ډالري مرستې لويه برخه غلا شوې او مدرک يې نامالوم دی.
د کندهار د صنعتي پارکونو ۳۰۰ کارخونې په منظم ډول ۲۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتيا لري، ترڅو وکولای شي، ۲۵۰ قلمه مختلف توکي توليد او بازار ته وړاندې کړي.

تېره اوونۍ په کندهار کې ۲۰۰ کارخونې د برېښنا د نه موجوديت له امله وتړل شوې، چې ور سره ۴۵۰۰ کارګران په کورونو کښېناستل.
دغو فابريکو ۱۵ مېګا واټه برېښنا ته اړتيا لرله، خو دوی ته له تېر يو کال راهيسې ايله درې مېګاه واټه برېښنا ورکړل شوې وه چې يوازې د کارخونو دروازې ورسره پرانيستې پاتې وې، نور يې نو توليدات نه شوای کولای او د کارګرانو لويه برخه يې کال د مخه رخصت کړي وو.

صنعت‌کاران او پانګه‌وال ادعا کوي چې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له لوري د صنعتي پارکونو او کندهار ښار د برېښنا له‌پاره د ځانګړو شويو ۴۰۰ ميليونه ډالرو لويه برخه د ځايي پخوانيو چارواکيو له لوري غلا شوي، نو ځکه خو يو په بل پسې د کارخونو دروازې تړل کېږي.

د صنعتي پارکونو مرستيال او صنعتکار حبيبي وايي، په ۱۳۸۴ کال کې يو ايس‌اې‌ای‌ډي د پنځو کالو له‌پاره دې پارک ته د برېښنا رسونې چاره په غاړه واخيسته، ماشيني برېښنا يې ورته فعاله کړه، خو کله چې يې پنځه کاله وروسته محلي ادارې او برېښنا رياست ته دا چاره وسپارله؛ نو په دې برخه کې فساد وشو، له هغه راوروسته د برېښنا د کموالي يا نه موجوديت له امله په پارکونو کې د کارخونو د تړل کېدو چارې پيل شوې، يوه په بله پسې قلف شوې، ګنې صنعتي پارکونو د منظمې برېښنا له‌پاره پيسې لرلې.

“داسې ډېر وخت راغلی چې له لسو تر ۲۰ ورځو پورې صنعتي پارکونو ته برېښنا نه ده راغلې او پر صنعتکارو باندې د کاريګرو معاشونه او نور لګښتونه اوښتي دي، نو ځکه خو مو په يوه ځای د ۲۰۰ کارخونو د تړل کېدو هوډ وکړ. له محلي ادارې او برېښنا رياست څخه مو په بيا بيا غوښتي چې مرسته شوې پيسې په سرکل کې واچوي چې عوايد راوړي او له درکه يې برېښنا توليد شي.”

د کارخونو د تړلو چارې له تېرو دريو کالو دوام لري، په مختلفو وختو کې لويې او وړې کارخونې تړل شوې دي، ډېرې هغه تړل شوې چې د دې ډول کمزورې برېښنا په مټ يې توليد نه شوای کولای.

که د کندهار صنعتي پارکونو ته منظمه ۲۰ مېګا واټه برېښنا ورکړل شي، تر ۳۰۰ زياتې کارخونې به پرې فعاليت پيل وکړي، ۱۱زره کسانو ته به په‌کې د کار زمينه برابره شي او همدا ډول تر ۲۵۰ قلمه زيات مختلف توکي به توليد او بازار ته وړاندې کړي.

په کندهار کې د هېواد په کچه د اوسپنې د ويلې کولو، تار، کاغذ، خوراکي توکيو، پي‌وي‌سي پايپونو او نورې لويې کارخونې موجودې وې، خو اوسني بحران، د سرکار او محلي ادارې بې‌غوري د دې لامل کېږي چې د صنعت په بر کې اوچت شوي ګامونه بېرته ټکني او يا هم ځای پر ځای ودرېږي.

خو د کندهار د برېښنا رياست مرستيال امان الله فاروقي وايي، دوی د چا د پيسو او مرستو په تړاو مالومات نه لري او نه هم دوی ته هيڅ مرجع د برېښنا له‌پاره پيسې ورکړې دي.
ښاغلی فاروقي زياتوي د يوې اوونۍ په ترڅ کې به اته مېګا واټه ۱۰ ساعته برېښنا د کندهار صنعتي پارکونو ته چمتو کړي.
“همدا اوس په دې برخه کې خبرې روانې دي، دغه برېښنا به لس ساعته شمالي پارک او لس ساعته سوېلي پارک ته ورکول کېږي.”

د برېښنا رياست مالومات په ډاګه کوي چې صنعتي پارکونه ۴۰ميليونه افغانۍ له تېرو څلورو کالو راهيسې د برېښنا د بېلونو له درکه پوروړي دي، خو په دې وروستيو کې صنعتکارانو ورسره ژمنه کړې چې خپل پورونه به په کيشتونو پرې کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply