دکب اتلسمه دمارس اتمه دښځو نړېواله ورځ/ محمداقا شيرزاد

0 1,486

د ملگرو ملتونو داعلامېه چی په ۱۸ ديسامبر ۱۹۷۸زکال تر دی عنوان لاندی چی د ښځو پر وړاندی د هر ډول تيری او تجاوز مخه ونيول شي

دا ورځ ياني ۸ د مارس ۱۸۷۵زکال د نيويارک په شهر کې د لومړي  ځل لپاره سوليز اعتصاب وشو چی ددوی غوښتنې خورا ساده وی ياني د لسو ساعتو څخه بايد  کار کم شي يا را ټيټ شي د معاش اندازه يي لوړه شي خودا غوښتنې دامريکايي اسبدادگرو ،اثتثمار کونکولخوا په قهرجنه توگو ځواب شوی ددی بهير ملاتړ په مختلفو هېوادو کې وشو اودا د امريکايي ژاندارم او قهرجن عمل وغندل شو .تر څو چی د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د يوی اعلاميي او مصوبه په وړاندی کولوسره داورځ   د ښځو د نړېوالۍ ورځې په توگه اعلان شوه اود ښځو روا غؤښتنې ومنل شوی.

زه غواړم د خپل هېواد دښځو پر اوسني حال اوددوی روا حقونو او پېښو باندی رڼا واچوم.

ډیر ځله دا خبره له میرمنو او هم نارینه وو نه اوریدل کیږی چې حق نه غوښتل کیږی، باید واخیستل شی. زما په اند، د ښځو حقونه د نارینه وو لاس ته ورکړل شویدی او دا حتی خپله د ښځو لخوا هم. دا پروسه ډيرې لرغونې جرړې لری چې د یوه قانون په صادرولو او په یو دوه کنفرانسونو د دغو جرړو را ایستل ممکن نه دی. نو څرنګه کیدای شی د ښځو حقونه بیرته ورکړل شی؟ یا د نورو په خوله، څرنګه بیرته واخیستل شی؟

ډیر ځله داسې لیدل شوی د همدغو حقونو د حاصلولو له امله، د کورنۍ ښیرازه له مینځه تللې او ماشومان یی لومړني قربانیان ګرځیدلی. د کورنۍ د ښیرازې د ساتلو په خاطر بیا هم ښځې قرباني ورکړې چې نه یواځې له خپل حق څخه تیره شوې، بلکې ظلمونه او تيري یی هم پر ځان منلي دی. دلته هغه ښځه چې خپل حق یی غوښتی، بدکاره او بد خُلقه معرفي شوې او هغه چې ظلم ته یی سر ټيټ کړی، باشرفه افغانه پيژندل شوې ده.

نو اوس تاسې ووایی، چې افغانه ښځه خپل حق وغواړی که ورنه تیره شی؟

نو له دې امله زه وایم چې د خپل حق د غوښتنې لپاره د ښځو د هڅولو پر ځای، باید له نارینه وو سره کار وشی دوی د ښځو اسلامی، انسانی، ټولنیز او کورني حقونه وپيژني او د هغو مراعات وکړی، او دا هماغه بشری حقونه دی چې نارینه او ښځې یی په یو شان د درلودلو هیله من دی او هر انسان ته په کار ده د یو بل په مقابل کې هغه مراعات کړی.

دلته د ښځو او نارینه وو تر منځ کرښه ایستل خپله د بشری حقونو پر خلاف دی.

د ښځې حق، یعنی بشری حق. ښځې کوم نامأنوس حقونه نه لری چې د نورو لخوا د هغه، د مراعاتولو وړ نه وی. زه بیا هم له نارینه وو هیله کوم چې بشری حقونه مراعات کړی چې د هغو په ډله کې د دوی د میندو، خویندو، لوڼو او میرمنو حقونه مراعاتیږی.

ډیر ځله لیدل شوی چې ورور یا پلار، د خور یا لور په خاطر د هغو د خسرګنۍ سره په شخړه لاس پورې کړی، دا د دې  مانا لری چې دوی ته د دوی خویندې، لوڼې او میندې، درنې او د ارزښت وړ دی. خو په خپلو کورنیو کې د دوی دغه ارزښت له نظره غورځوی یا پرې نه پوهيږی.

هر کال د په نړېواله کچه ددی ورځې په وياړ لمانځغونډې جوړيږي د ښځو دحقونو اودرناوي لپاره لوی شعارونه راباسل کيږي خو په تاسف چی په عمل کې کوم روا انساني او بشري حقونه چی ښځې لري نه دي ورکړل شوي دا به ومنو چی په تيرو ۱۵ کلونو کې د ښځو د تعليم او تعلوم لپاره يو شمېر چاری سرته رسيدلي خو هيڅکله دا کارونه بسنه نه کوي زه يو څو بېلگې وړاندی کوم .

د زکال 2015د مارچ په 19 د کابل په ښار د شاهی دوبشم شيره مسجد تر څنگ د فرخندی په نوم د يوی افغانې وژل  دانسانيت په کوم قاموس کې ځای لري د طلوع تلويزون کار کونکې شيما رضايي، سايمه مقصودي شکيبا څانگۍ اماج زکي ذکي ناهيد او په لسگونو نوری افغان ميرمنې په خورا وحشيانه توگه ونه وژل شوی په لسگونو افغان ميرمنې د جنسي تيري پزی پريکولو،دغوږونو پريکولو ژوندی سنگسارولو دمری پريکولو وژلو سره نه دي مخ شوي ايا تراوسه په يو شمير سيمو کې افغان پېغلوټی نه پلورل کيږي، دبدو په مقابل کې نه ورکول کيږي دا ټولې ناخوالی او ظلمونه دافغان ميرمنو سره سرته رسيږي .

زما په آند  ټول سياسي گوندونه، مدني فعالان د بشري حقونو څانگۍ او نور خپله مبارزی افغان مير منۍ  دنورو مبارزو ميرمنو په څېر په يو اواز دخپل حق لپاره ګډه مبارزه پيل کړي د خلاصون لاره يوازی په جدي او نه ستړيکيدونکې مبارزه پوری تړللی ده .

دويم د حکومت ميډا ټولنيزو رسنيو مدني ټولنو سياسي گوندونو  دنده وه اوده چی د خلکو دپوهاوي سطحه لوړه کاندي دزور زياتي د مخنوي لپاره امنيتي ارگانونه او د هېواد محکمې سارنوالی او نور کشفي ارگانونه د زور زياتي په مخنوی کې رښتني گامونه واخلي او د جرم د کولو په صورت کې بايد مجرمين او تيري کونکي سخته سزا سره مخ شي، زه دامنم چی حکومت يا په کل کې دولت به يوشمېر قوانين پاس کړي وي خو دقانون عملي کول رښتيني کار غواړي ايا داسی بېلگې نه دي ليدل شوي چی پر يوه معصومه کوچنۍ نجلی ډليز تجاوز شوی وي ايا يو زورواکي په زور د نورو معصومي لورگانۍ په زور ځانته واده کړي دا ټول شوي خو يوه مجرم ته هم تراوسه داسی سخته او درنه سزا نه ده ورکول شوی چی دبل لپاره دعبرت لامل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply