رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۴برخه)

0 1,375
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم (۳۳) بې بېلګي ځانګړتیاوې
۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو مخکې نبوت ورکول شوی او تر ټولو ورسته راغلی دی.
۲: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم ماشومتوب له ټولوانبياء علیهم السلام څخه بې بېلګې دی،  دنبي کریم صلی الله علیه وسلم د پیدایښت پر مهال ډېرې نړيوالې پیښې رامنځته شوي، د ده د ماشومتوب په ژوند کې بې شماره داسې پیښې رامنځته شوي، چې دیوه پېغمبر په وخت کې هم نه دي واقع شوي. یو شاعر د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله په شعر کې وایي:
انمامحمد بشر لیس کالبشر
بل هو یاقوت والناس کالحجر
نبي کریم صلی الله علیه وسلم بشر دی، خو د ده صلی الله علیه وسلم او د نورو انسانانو داسې فرق دی، لکه د یاقوت قیمتي ډبرې ارزښت، له یوې عامې ډبرې سره چې څومره توپير لري.
دا دیوه شاعر احساس دی، په حقیقت کې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم پرتله موږ په دې فاني نړۍ کې له هیڅ شي سره نشو کولای. همدا رنګه یو بل شاعر د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله په یوه شعر کې وایي:
بعد از خــــدا بـــــــزرګ تویی، بس قیصـــــــــه مختصر
۴: کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ماشوم ؤ؛ په مکه معظمه کې داسې قحطي راغله چې خلکو هډوکې ایشول، دمړو حیواناتو پوستونه یې خوړل، حيوانات له منځه ولاړل، حتی د انسانانو ژوند په خطر کې شو، دمکې مشران  حضرت عبدالمطلب ته راغلل  او ورته یې وویل، چې خدای ته به زارۍ وکړو چې باران وکړي، که نه نو ټول به هلاک شو، حضرت عبدالمطلب نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې وړوکی ؤ، په غیږ کې له ځانه سره واخیست، کله چې دوی غره ته د دعا لپاره پورته شول؛ هلته دعاوي، ژړاوې او فریادونه لا نه وو ختم شوي، چې وریځ راغله او باران شروع شو، تر څو چې عبدالمطلب صاحب له غره نه راکوزیده؛ نو ټول لوند شوی ؤ؛ چې دا ټول د فخرالموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارک برکت ؤ.
۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې ډېر وړوکی ؤ؛ د خپلې رضاعي مور (بي بي حلیمې سعدیې) له راسته تي څخه یې شیدې رودلې او د هغه بل تي شیدې یې خپل رضاعي ورور ته پریښودلې، چې دا دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په وړکتوب کې عدل ؤ. په وړکتوب کې به ېې ټول بدن پټ ؤ او که فرضاً بدن یې لوڅ شوی وای؛ نو ملائیکو د هغه مبارک بدن پټوه.
۶: ابونعیم دعبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه څخه روایت کوي او عبدالرحمن بن عوف د خپلې مور شفاء څخه نقل کوي چې هغې ویل: کله چې حضرت بې بې امینې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وزېږاوه؛ نو زما لاسو ته یې راووړ، کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم اواز وکړ، نو یو اواز مي واوریده، چې ورته وویل شول: (رحمک الله) یعني دالله رسول صلی الله علیه وسلمه! پر تا دې دالله رحمت وي، شفاء وایي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د پیدایښت پر مهال یوه رڼا له ختیځه تر لویدیځه خپره شوه، چې ما دروم ځیني ځایونه پرې ولیدل او بیا مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شیدې ورکړې.
۷: عبدالمطلب چې به نبي کریم صلی الله علیه وسلم  هر کار ته ولیږه، هغه کار به وشو.
یوه ورځ دعبدالمطلب اوښ ورک او نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې پسې ولېږه، څه لږ وخت تیر شو، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اوښ سره راغی.
۸: نبي کریم صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وروسته وفرمایل، چې تر نبوت مخکې ما ته په مکه مکرمه کې ډبرو سلام کولو، ماته هغه ډبرې اوس هم معلومي دي او زه یې پېژنم.
۹: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم لومړۍ خبره- بیهقی او ابن عساکر دابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي چې حضرت بې بې حلیمې ویل، چې کله ما نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته شیدې ورکړې او ده شیدې ورودلې؛ نو ده مبارک داسې کلمات وویل:
الله اکبر کبیراً والحمدلله کثیراً وسبحان الله بکرة واصیلا.
۱۰: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم دپیدایښت سره دشام او فارس دپاچاهیو زوال راغی، دده د پیدایښت په ورځ د قیصر او کسری په ماڼیو کې زلزله راغله او ۱۴ لوړ څلی یې و نړېدل، دطبریه بحیره فوراً وچه شوه ، دفارس آتشکدې چې له ۱۰۰۰ کلونو راهیسی اور پکښې بل ؤ؛ هغه اور یې مړشو او داسې نورې هېښونکې پیښي رامنځته شوې، چې ددې ټولو روایت بیهقي، ابونعیم او ابن عساکر کړی دی.
۱۱: حلیمه سعدیه وایي، چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له برکته زه د بخت مېرمن شوم، دا وایي چې زه دبنی سعد له ښځو سره په شیدو خوړونکو ماشومانو پسې مکې ته ولاړم، له ما سره یو بل ماشوم هم ؤ او په ما کې دومره شیدې نه وې؛ چې د ده لپاره کفایت وکړي او دی په موړ او ویده شي، اونه هم هغې اوښې شیدې درلودې، چې له موږ سره وه، هغه اوښه ډيره ډنګره او لویدلې وه، د نورو اوښانو سره نشوه تللی، کله چې مکې ته راغلو؛ نو خبره شوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅوک نه قبلوي، ځکه چې دی یتیم ؤ او داسې معاوضه نه وه، ما خپل خاوند ته وویل چې دا به ښه نه وي چې له مکې څخه خالیي لاس ځم، نو دا یتیم ماشوم به له ځانه سره بوځم، خاوند مې راته وویل چې کیدای شي الله برکت درباندې زیات کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک مې خپل ځای ته راوست او په غیږ کې مي واچاوه، تر څو شیدې ورکړم، کله چې مې تي ته واچاوه؛ نو په ما کې شیدې دومره ډيرې شوې، چې د ده صلی الله علیه وسلم د رضاعي ورور لپاره یې هم بسنه وکړه، کله چې مې خاوند اوښې ته ورغی؛ نو د هغې تي هم داسې له شیدو څخه ډک وو، چې د نورو شیدو ځای پکښې نه ؤ، هم ماشومانو او هم موږ شیدې په خوندسره وخوړلې او شپه مو په ارامه تېره کړه، چې مخکې داسې شپه زموږ لپاره مشکله وه، خاوند مې راته وویل، چې برکت والا ماشوم دې راوستلی دی، ما ورته وویل چې بلې امید دی؛ له دې څخه وروسته موږ پر اوښه باندې سپاره شو، چې اوښه مو تر ټولو اوښانو تیزه او چالاکه وه، یو اوښ هم په موږ پسې نشو رارسیدلی،زماسره چې کومي ښځي وې؛ هغوی به راته ویل چې حلیمې! لږه ورو ځه! او دا پوښتنه به یې کوله، چې دا هغه اوښه نه ده، پر کومې چې له موږ سره راغلې وې؟، مابه ورته ویل، بلې هو! دوی به ویل چې کومه خبره ضرور شته،  کورته را ورسیدو، یو څو بزې مو درلودې، زموږ بزو ډېرې زیاتي شیدې کولې، چې داسی شیدې د هیچا بزو نه کولې، حتی ځینو به یو څاڅکی هم نه کاوه، زموږ د قوم خلکو به چوپانانو ته ویل چې تاسی هم هلته مالونه څروئ چېری چې د حلیمې مالونه څري، دوی به هلته خپل مالونه بوتلل، خو چې کله به راغلل، ددوی مالونو به یو څاڅکی شیدې نه کولې او زمونږ مالونو به داسې شیدې کولې، چې ساری یې نه درلوده؛ کله چې مې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته دوه کاله شیدې ورکړې؛ له نورو ماشومانو څخه یې زیاته نشو نمو کوله ، له نورو ماشومانو څخه ډير غټ ؤ.
۱۲: عثمان بن ابی العاص دخپلې مور فاطمه بنت عبدالله څخه روایت کوي، چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدایښت وخت راغی نو ما به چې کله خانه کعبې ته وکتل؛ هغه له نوره ډکه وه، کله چې مې د اسمان ستورو ته وکتل، هغه دومره راښکته شوی وو؛ چې ما داسې فکر کاوه چې را باندې شوه به شي.
یهودي چې کله مهــــر نبوت ولیده، بې هوښه شو
۱۳: یعقوب بن سفیان رحمة الله علیه په اسناد حسن سره د ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه روایت کوي، چې یو یهودي د تجارت لپاره په مکه مکرمه کې اوسېده، په هغه شپه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم پیدا شو، نو دې یهودي د قریشو د یوې ډلې څخه پوښتنه وکړه چې آیا په قریشو کې یو ماشوم نه دی پیدا شوی؟ قریشو ورته وویل چې موږ خبر نه یو، نو دې یهودي ورته وویل چې نن شپه ددې امت نبي پیدا شوی دی، یوه علامه یې داده چې د اوږو په منځ کې یې د نبوت مهر شتون لري، دمجلس څخه فوراً خلک ولاړ شول او چې معلومات یې ترلاسه کړل؛ نو ورته معلومه شوه چې د عبدالله  بن عبدالمطلب یو زوی پیدا شوی دی؛ یهودي خلکو ته وویل چې ما هلته بوځئ او هغه هلک په ما باندي ووینئ، کله چې یهودي هغه د نبوت مهر ولیده؛ نو فوراً بې هوښه شو، کله چې په هوښ کې شو، نو ویې ویل، چې نبوت له اسرائیلو څخه کډه وکړه او زیاته یې کړه، چې ای قریشو! دا به پر تاسې باندې داسې حمله کوي، چې ددې حملې خبر به له مشرقه  تر مغربه پوری ورسیږي.
۱۴: نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله د عبدالمطلب له وفات وروسته د ابوطالب تر پالنې لاندی شو، نو کله چې به نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ابوطالب له ماشومانو سره پر ډوډۍ ناست ؤ؛ نو ټول ماشومان به ماړه شول او کله چې به رسول الله صلی الله وسلم ورسره ناست نه ؤ؛ نو ټول به وږي پاتې وو.
۱۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ټول هغه صفات الله جل جلاله ورکړل چې ټولو انبياء علیهم السلام ته یې ورکړي وو، هغه معجزې او ځانګړتیاوې چې الله جل جلاله ټولو انبياء علیهم السلام ته ورکړې وې؛ هغه یې ټولې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورکړې؛ یو شاعر په دې هکله وایي:
حُسن یوسف دم عیسی ید بیضا داری
آ نچه خوبان همه دارند؛ تو تنها داری
نوربیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply