دنيا چې نه ورانېږي، داسې انسانان لا ژوندي دي

0 1,000

د افريکا يو بزګر هره ورځ يو د اوبو ټانکری ډکوي، اوږده لاره وهي او بيا د دښتې او ځنګله د ځناورو تنده ماتوي.
دغه زړه‌سواند انسان اوس د واټرمېن يا د اوبو د سړي په نامه مشهور دی.
دی وايي، يوه ورځ روان و چې د ځنګله په ځناورو يې سترګې ولګېدې چې له تندې يې ژبې راوتلې وې او نږدې وو ټول مړه شوي وای، بس ده هم د اوبو ټانکر ډک کړ او ځناورو ته يې اوبه ورسولې.

واټرمېن وايي، د ځنګله تندې اخيستې ځناور داسې ورته خوشحاله وو چې دی يې وپوهاوه چې سخت ورباندې ګران دی، نور يې نو له ځناورو سره يارانه شوه او اوس يې په تنده کې نه شي پرېښووای.

د ده په خبره، اوس چې د ځنګله ځناور دی ويني، له فيله نيولې، تر کچر، هوسيو او نورو پورې، ټول منډې پسې وهي، لوبې او ترپکې ورته کوي او دا ورته ښيې چې واټرمېن پر دوی څومره ګران دی.

دی چې د اوبو ټانکر بوځي، هلته يې په يوه ډنډ کې تش کړي او بيا نو ځناور ورباندې خپله راټول شي، تنده ماته کړي، ده ته لوبې وکړي، دی خوشحاله شي، بس همدا ژوند دی. همدا انسانيت.

موږ ته راشه، که پر دېواله ناسته مرغۍ ووينو، که په هوا يا ونه کې، بس توپک مو ورته نيولی وي او ځای پر ځای مو وژلې وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply