ترکيې په پښتو ژبه ليکل شوی څو پیړۍ پخوانی کتاب افغانستان ته وسپاره

0 3,332

ترکيې د صوفيزم په تړاو د يوه افغان ليکوال ليکل شوی کتاب پرون (سې شنبه) افغانستان ته وسپاره.
 دغه کتاب چې تحفة القادريه نومېږي د ابن منير له خوا د اتلسمې پېړۍ په لومړې نيمايي کې ليکل شوی و، د کتاب د ليکلو نېټه ښايي ۱۷۲۲ یا ۱۷۲۳ ز کال وي.
دغه کتاب په کابل کې مېشت يوه ترکي دېپلومات د ايرلينډ د دبلن ښار په يوه کتابتون کې موندلی و.
دېپلومات سنان ايهان د ترکيې انادولو خبري اژانس ته ويلي، د کتابتون خاوند دغه کتاب د کردي ژبې په کتابونو کې ايښی و؛ ځکه هغوی د پښتو ژبې سره نا اشنا وو.
د يک تلويزيون د راپور پر بنسټ، دغه کتاب د ټيکا په نوم يوه سازمان افغان چارواکو ته وسپاره.
 د افغان ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون په غونډه کې د ولسمشر وينا واوروله او له ترکيې يې د دوستانه اړيکو او ملاتړ کولو مننه وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply