د پنجاب ایالتي وزیر: په پوځي عملیاتو کې به تمرکز په ځانګړي قوم وي

0 1,249

د پاکستاني پنجاب د قانون ایالتي وزیر رانا ثناالله ویلي، ځایي پولیس په هغو سیمو کې چاڼیزعملیات کوي، چې ډېر اوسېدونکي یې افغان کډوال او پښتانه وي.

رانا ثناالله تېره ورځ له بهرينو رسنیو سره په مرکه کې وویل، چې په عملیاتو کې به ډېر پام ځانګړي قوم ته وي؛ پر وینا یې د صوبې مرکز لاهور په خونړیو بریدونو کې د قبایلي سیمو اوسېدونکي ښکېل وو.

د پنجاب دغه چارواکي زیاته کړې، چې تېر کال د لاهور یو پارک کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ۱۱ کسان نیول شوي وو، چې د ده پر وینا، د مومندو او باجوړ سیمو اوسېدونکي وو.

ثناالله وايي، نظامي ځواکونه به په افغان کډوال مېشتو، مومندو او باجوړ سیمو کې چاڼیز عملیات وکړي.

د پنجاب ایالتي وزیر د دې څرګندونو په غبرګون کې د عوامي نيشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ویلي، چې د پنجاب ايالت پوليس د تعصب له مخې د پښتنو خلاف عمليات کوي.

ایمل ولي خان وايي، داسې حکومت یې په کار نه دی، چې هلته د پښتنو بې عزتي کېږي.

څېړونګی او خبريال شميم شاهد هم د پنجاب د قانون ايالتي وزير څرګندونې غندي او وایي، چې دا د پښتنو بدنامولو هڅه ده.

شاهد له دندې د رانا ثناالله د ګوښه ګولو غوښتنه کوي.

پاکستان کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د سخت دریځۍ پر ضد د “ردالفساد” په نوم عملیات پیل شوي او په پنچاب کې د افغانانو خلاف عملياتو هم زور اخیستی.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply