د سبناري نه کول د صحت له منځه وړل دي

0 2,453

ژباړه: محمد طاهر (ابشار)/ هلمند

ايا تاسو کله نا کله سبناری (د سهار ناشته ) پريږدی؟ که هو! تا سوخپل صحت له منځه وړی، دا چاره د يو لړ ناروغيو سبب کيږي.

ويل کيږي چي د سهار ناشته د ورځني خوراک تر ټولو غوره خوراک دي او دا خوراک بايد په هيڅ ډول هم پرې نه ښودل سي. نو لازمه ده چي په دې خبره وپوهيږو چي کله هم نهاری پريږدو نو زموږ پر بدن کوم اثرات شيندي ـ

شکره:

د نهاري په نه کولو سره په شکري غوندي ژوند اخيستونکي ناروغۍ د اخته کيدو خطر زياتيږي په ځانګړي ډول د ښځو دپاره ډير زيانمن دی. طبي څيړونو ښودلې ده هغه ښځي چي نهاری نه کوي د شکري  ټاپ ټو ډول په ناروغي د اخته کيدو چانس تر هغهو زياته وي کوم چي نهاری خوري.    

د زړه ناروغۍ

هغه کسان چي هر ورځ سهارنۍ خوري په هغوی کي هغه عناصر چي د زړه د ناروغۍ سبب کيږي کموي يې، د يو طبي څيړني په ترڅ کي دا خبره په ثبوت رسيدلې ده، کوم کسان چي د سهار خوارک نه کوي دويني فشار يې زياتيږي، د ويني شکره يې لوړيږي او د انسولينو د مزاحمت سبب هم کيږي.

نيم سری ( د نيم سر دردر)

د نهاري په پريښوولو سره په بدن کي د شوګر کچه ډيره کښته کيږي چي له امله يې د ګلوکوز سطحه هم کښته کيږي، لکه څنګه چي مو مخکي يادونه کړې ده چي د سهارنۍ په پريښودلو سره د ويني فشار لوړيږي ځکه نو د نيم سر درد هم له همدغه څخه پيښيږي.

د ويښتانو تويدل

سهارنۍ د ورځني خوراک ډيره اړينه برخه ده چي د ويښتانو د ريښو په تقويه کولو کي خورا مهم رول لري، په لوړه کچه د پروټينو لرونکو خوړو په کارولو سره د ويښتانو پر تقويه کولو منفي تا ثير کوي، له امله يې وريښتيان تويږي او د ويښتانو د ختلو ( پک کيدو) خطر منځ ته راځي.

نوټ: دا ليکنه د عام معلوماتو دپاره ده، لوستونکي کولاي سي چي خپل د ډاکټر سره په دې اړه مشوره وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply