پاکستان کې به اوس څوک د جهاد فتوا ورکړي؟/ مولوي عطا محمد

0 3,292

د افغانستان په ورانۍ کې له ټولو لوى لاس د پاکستان دى، د پاکستان عالمانو هم د افغانستان په ورانۍ کې لاس لرلى دى، ځکه چې دوى ټول عمر په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړې ده او بې ګناه افغانان د دوى د فتوو له لاسه په شهادت رسېدلي دي. څومره زيان چې افغان ولس ته پاکستاني استخباراتو او پاکستاني پوځ رسولى، همدومره ورته پاکستاني ديني عالمانو هم رسولى دى.

که يو خوا پاکستاني ديني عالمانو، لکه مولانا طارق جميل، مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق، طاهر اشرفي، زېد حامد، مولانا منور حسن، سراج الحق او داسې نورو ملايانو په افغانستان کې د جهاد کولو په اړه فتوې ورکړي دي، نو بلخوا هغه پاکستاني سياسيونو هم په افغانستان کې فتوې ورکړي، چې تراوسه يې خپل لمونځونه هم نه دي ياد او پاکستاني ولس هم په دې کې خپل رول ترسره کړى، ځکه همدا دوى دي، چې په افغانستان کې يې په ورانۍ او ويجاړۍ کې برخه اخيستې ده.

د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټيډيوم کې د پي اېس اېل پايلوبه ترسره کېږي، چې د دې لوبې لپاره د لاهور ښار د قذافي سټيډيوم خوا و شا يو شمېر جوماتونه تړلى شوي دي، خو پاکستانى ولس پرې خاموشه ناست دى.

ويل کېږي، چې د لمانځه لپاره د کعبې شريفې طواف هم ودرېږي، ځکه لمونځ فرض دى او په قبر کې به هم لومړى د لمونځ پوښتنه کېږي، خو د اسلام په نوم جوړ شوي هېواد کې د کرکټ د يوې لوبې لپاره د جوماتونو تړل، کوم اسلام او کوم شريعت دى؟

په پنجاب کې د ١٠٧ ترهګرو ډلو مرکزونه دي، چې يواځې په لاهور کې يې ٧٠ ترهګرې ډلې خپل مرکزونه لري، خو د لاهور د جوماتونو په تړلو ټول غلي او خاموشه ناست دي؟ اخر ولې؟

په لاهور کې د تبليغيانو مرکز رايونډ شته، دلته هغه ټول ديني عالمان وجود لري چې غواړي شريعت راولي او په همدې خاطر لګيا دي طالبان روزي، خو دوى دلته د جوماتونو په تړلو ولې غلي پاتې دي؟

هغه خلک چې ټول عمر يې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړي کړې ده، ټول عمر يې دا چيغې وهلي دي چې دلته جهاد روا دى او دلته جهاد وکړئ، هغوى به اوس په دې خبره څنګه غلي کېني، چې پاکستان ولې د يو کرکټ لوبې لپاره جوماتونه وتړل؟

چيغې وهي، چې د پاکستان مطلب څه، لا اله الله، خو د کليمې په نوم جوړ شوي په دغه هېواد کې اخر هم په جوماتونو بندېز ولګېد، دغه هېواد چې د اسلام په نوم جوړ شوى و، اخر يې هم په جوماتونو تړلو سره خپله رښتونې څېره نړۍ ته ښکاره کړه او وې ښودله چې اسلام دوى ته هيڅ اهميت نه لري.

اسلام پاکستان ته دومره اهميت هم نه لري، چې د يوې کرکټ لوبې لپاره ډېرى جوماتونه تړلى شي، هغه خلک به نو نور څه څه نه شي کولاى؟

د اسلام په نوم چې پاکستان څومره پښتانه په شهادت رسولي دي، دومره په يو نوم هم تراوسه نه دي وژل شوي، خو همدغه هېواد بيا راپاڅېږي او د يوې کرکټ لوبې لپاره جوماتونه تړي، نو اخر د نړۍ مسلمانان به په دې تر څو خاموشه ناست وي؟

په هند کې په دې خبره چې يو هندو په محکمه کې عريضه کړې وه، چې جومات يې کور ته بېخي نزدې دى او سحر کې د اذان په اورېدو له خوبه راپاڅېږي، نو بايد چې د سحر اذان په لاسپېکر کې کولو باندې بندېز ولګي، د جماعت اسلامي ټول کارکنان سرکونو ته راوتي و او چيغې يې وهلې چې په هندوستان کې په اسلام بندېز لګي، خو اوس چې پاکستان په خپله د کرکټ د يوې لوبې لپاره جوماتونه تړي، نو جماعت اسلامي چېرته ويده ده؟

زما د خاورې وروڼو! تاسې به اوس هم نه پوهېږئ، چې پاکستان د اسلام لپاره نه، د اسلام د بدنامولو لپاره جوړ هېواد دى، چې له هرې لارې کېږي، دوى اسلام ته زيان رسوي او همدا پاکستان دى، چې اوس په نړۍ کې خلک مسلمانانو ته په بده سترګه ګوري.

ولې وروڼو! تاسې به تر څو په دې خبره ځان له دوکه ورکوئ، چې پاکستان زموږ اسلامي ورور دى، هغه پاکستان چې زما جوماتونه راورانوي، هغه پاکستان چې زما عالمان راوژني، هغه پاکستان چې د اسلام په نوم يې زما هېواد راوران کړو، هغه پاکستان اوس په خپله د کرکټ د يوې لوبې لپاره جوماتونه تړي.

اوس به په پاکستان کې داسې څوک ديني عالم راپاڅېږي، چې په پاکستان کې د جهاد فتوا ورکړي، اوس به وګورو چې مولانا طارق جميل، مولانا سميع الحق، مولانا فضل الرحمان، مولانا منور الحسن او سراج الحق په پاکستان کې د جهاد فتوا ورکړي، اوس به وګورو چې کله به د پاکستاني جوماتونو د لاسپېکرو نه دا غږ پورته شي، چې پاکستان کې جهاد وکړئ.

مولانا سميع الحق، چې وايي طالبان يې بچي دي او د خپل روحاني پلار په شان يې ګڼي، کله به د اکوړي مدرسې نه په خپلو بچو غږ وکړي، چې نور په پاکستان ورشئ او د دې شريعت او اسلام ضد کار کولو سزا ورکړئ، کله به دى غږ کوي چې په پاکستان کې جهاد روا دى او پاکستان کې جهاد وکړئ.

خو، که داسې ونه شول، پاکستان کې د جهاد غږ پورته نه شو، نو پوهه شئ چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره ټول عمر افغانان قرباني کړي دي، ټول عمر د دغه هېواد ديني عالمانو په موږ پورې ملنډې وهلي دي او ټول عمر د همدوى دلاسه موږ مړه شوي يو.

زما په تېره ليکنه ماته کنځلې کوونکي افغانان دې اوس دې له ځواب پېدا کړي، ماته په کنځلو کولو به هيڅ هم ترلاسه نه کړئ، خو د حقيقت په سنجولو به په هر څه پوهه شئ.

اوس که ماته کنځل کوئ، نو پوهه شئ چې تاسې اوس هم د جهالت په تيارو کې ډوب پراته يئ، نور خو د خپل ولس او د خپل هېواد غم وخورئ، که تاسو د جهالت نه راوتي يئ، نو حتماً به د خپل ولس او خپل هېواد غم خورئ.

نور خو له خوبه راويښ شئ.

نور په خپل هېواد کې جنګ ته نه ووايئ.

نور نړېوالو ته د پاکستان رښتونې څېره وښايئ.

نور د خپلو افغانانو د وژنې نه لاس واخلئ.

نور په پاکستان کې د جهاد فتوا ورکړئ.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply