د کونړ اوسېدونکي: پاکستان پر سرکاڼو بمبار او راکټي حملې کړي

0 1,498

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار پاکستانۍ هليکوپټرې له ډیورنډ کرښې را اوښتې دي او د سرکاڼو ولسوالۍ پر اړوندو سیمو يې بمبار کړی دی.

دوی وايي، د دوشنبې ورځې په سهار څه باندې اووه بجې د پاکستانیو هوايي ځواکونو درېیو هلېکوپټرو د یادې ولسوالۍ پر ګلابپړۍ او ننګه سر سیمو بمبار کړی دی.

د سرکاڼو اوسېدونکي حاجي زرګل ازادي راډیو ته وویل:

“سهار پاکستانۍ هليکوپټرې را اوښتې دي، د بهار اباد پورې يې پروازونه کول او بمبار يې د ګلابپړۍ او ننګه سر یې کاوه.”

هغه وايي، د تېرې شپې نه یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د توپونو خولې د دوی سیمې ته مخامخ کړي او تر اوسه يې په لسګونو ګولۍ راویشتلي.

نوموړي زیاته کړه:

“د شپې نه بریدونه شروع شوي دي، هغوی په ډېسې او د غټو توپونو یو سل او دوه دېرش ګولۍ را وښتي دي د شونکړۍ، ګلابپړۍ او ننګه سر باندې لګېدلي دي.”

زرګل وايي، د تازه بریدونو شل ورځې پوره شوي چې پکې یو شمېر عام وګړي وژل شوي او په زیات شمېر کې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودوته اړې شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته وویل چې پاکستانیو هلیکوپټرو د ډیورنډ پر کرښه پروازونه او بمبار کړی خو دوی ته دا نه ده جوته چې دغه بمبار د پولې کومې خواته شوی، دوی وايي، په دې اړه پلټنې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

“هغو طیارو چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه پروازونه کړي، د ملي اردو او سرحدي ځواکونه يې څېړنه کوي چې دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې شوي دي او که بلې غاړې ته شوي، کېدای شي د محل د خلکو خبرې هم یو څه رښتیا وي.”

هغه وايي، هر څوک چې د افغانستان پر خاوره برید کوي دوی يې ځواب ورکولو ته چمتووالی لري:

“زموږ ټول ځواکونه ځواب ورکولو ته چمتو دي، ولسمشر موږ ته امر کړی چې په کلکه د خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړو.”

خلک وايي، په یوه اوونۍ کې دا دوهم ځل دی چې پاکستانۍ هليکوپټرې له پولې راوړي او د سرکاڼو د ولسوالۍ په هوا کې پروازونه کوي، خو تراوسه دولتي چارواکو د دغه سرغړونو تائید نه دی کړی.

راپور: روح الله انوري

سرچینه: ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply