پاکستان لوبه وکړه؛ خپل ليست يې عملي خو زمونږ يې هير کړ / خوشحال آصفي

0 1,109

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان په لاهور ښار او سند ايالت کې خونړي ترهګريز بريدونه ترسره شول؛ پاکستاني حکومت له افغانستانه د یو شمېر پاکستاني ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه وکړه. وروسته افغانستان هم پاکستان ته ورته لیست وسپاره. په دغه ليست کې د ۳۲ هغو تروریستي مرکزونو نومونه هم ياد شوي چې په پاکستان کې دي او د افغان حکومت پر ضد په کې تروریستان روزل کیږي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې په دغه ليست کې په تکراري ډول د حقاني شبکې په شمول د طالبانو د مشرانو او نورو تروریستي ډلو د ۸۵ چارواکو چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د جنایتونو د ترسره کولو مسئولیت ور ترغاړې دی هم پاکستان ته تسلیم شوی تر څو پاکستان د هغوی په نیولو او افغانستان ته د هغوی سپارلو کې اقدام وکړي.

پاکستان افغان حکومت ته د ورکړل شويو ترهګرو ليست مساله جدي ونيوله خو د افغانستان لخوا د ورکړل شولو ترهګر ليست يې هیر کړو. تيره ورځ افغان حکومت ۴۹ بندیان پاکستان ته وسپارل خو پاکستان د افغانستان لخوا په ورکړل شوي ليست غوږ هم ونه ګرولو. د ټي این این د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو ۴۹ تنه پاکستاني اتباع په بېلابېلو جرمونو له نیولو وروسته ورسپارلي دي. د افغانستان حکومت تراوسه د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ته د ۴۹ تنو پاکستاني بندیانو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، حکومت په ملګرو ملتونو کې له پاکستان څخه شکایت ته چمتووالی نیولی او که چېرې دغه هېواد له افغانستان سره خپله رښتینې همکاري په عمل کې ثابته نه کړي، رسمي شکایت به ترې وکړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد ويلي « موږ انتظار باسو څو پاکستان له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې ښه والی راولي او د هغو ترهګرو لېست مو چې ورته سپارلی پر وړاندې یې اقدامات وکړي که چېرې بیا هم پاکستان د تل په شان ژمنې وکړې او عملي ګام یې پورته نه کړ زموږ وروستی اقدام به دا وي چې په ملګرو ملتونو کې له دې هېواد نه رسمي شکایت وکړو»

که څه هم انګيرنې دا دي چې په پاکستان کې وروستي خونړي بريدونه پخپله د پاکستان حکومت او استخباراتو پلان کړي و چې نړيوالې ټولنې او امريکا ته وښايې چې دوی د ترهګرو پالونکي نه بلکې پخپله د ترهګرۍ قرباني دي؛ خو اصلي موضوع دا نده چې بريدونه چا کړي دي.  په پاکستان کې بريدونه که حکومت او استخباراتو کړي وي او که وسله والو ترهګرو، خو د بحث وړ موضوع د يادو بريدونو تور په افغانستان پورې کول او بيا افغان حکومت ته د پاکستاني ترهګرو ليست ورکول دي چې بايد پاکستان ته يې وسپاري. افغانستان ولې پاکستان ته بنديان چې ګمان کيږي وسله وال ترهګر به وي؛ وسپارل خو پاکستان د افغانستان لخوا د ترهګرو د ورکړل شوي ليست په اړه هيڅ اقدام ونه کړ؟

پاکستان ته د افغانستان لخوا د ۳۲ تروريستي مرکزونو او ۷۵ ترهګرو د نوملړ له ورکړې وروسته په کابل کې ترهګريز بريدونه وشول، د بغلان ولايت د تاله و برفک ولسوالۍ سقوط شوه، د لغمان ولايتي چارواکو په وينا د دغه ولايت د مرکز د سقوط هڅه وشوه او همداشان د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ترهګريز بريدونه ترسره شول. باور دا دی چې دا ټول بريدونه د پاکستان په اشاره ترسره شوي او موخه يې دا ده چې افغان حکومت بوخت وساتي او پاکستان ته د ترهګرو د ورکړل شوي نوملړ مساله شاته وغورځوي.

اوس چې پاکستان له افغانستان سره لوبه وکړه او خپل کار يې وکړ او زمونږ په ليست يې سترګې پټې کړې نو افغان حکومت بايد خپل جديت وښيې. اوس چې افغان حکومت ګواښ کړی که پاکستان د افغانستان لخوا هغوی ته د ترهګرو د روزنځايونو او ترهګرو د ورکړل شوي ليست په اړه لازم اقدامات ونه کړي نو ملګرو ملتونو امنيت شورا ته به شکايت وکړي؛ پر ځای ګواښ دی او بايد عملي شي. که څه هم افغان حکومت په تير کې هم ورته ګواښونه کړي خو تش ګواښ پاتي شوي او عملي شوي نه دي،  اما دا ځل بايد حکومت خپل جديت وښيې او ملګرو ملتونو امنيت شورا ته دې شکايت وکړي. که داسې ونه کړي نو د ولس له پراخ غبرګون سره به مخامخ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply