لنډه کیسه – د اوښانو لار / علي سيد سيدي

0 1,347

دغه کیسه ما څو کاله وړاندې لیکلې او په ۱۹۹۴ کال کې د تورخم پولې حال بیانوي. اوس حال له هغه وخت هم بدتر ښکاري، د موضوع د تړاو له مخې یې خپروم. د خوښیدو پکي څه نشته، خو د هغه وخت تصویر به مو تر سترګو شي. سر لوړي اوسئ.

لنډه کیسه – د اوښانو لار
لیکونکی: علي سيد سيدي
اوړی و، هوا ډپ وه، ګرمې شرمول کول. د یوې لوې وسپینيزې دروازې مخته ډېر خلک راغونډ شويٍ وو. د ماشومانو ژړاوې او د ښځو خیراوې اوریدل کیدې. دروازه لوړه وه، په سر يې تیره سیخان نیغ ښکاریدل، دواړو خواو ته يې لوړ برجونه ولاړ وو. خلک ګړئ په ګړئ ډېریدل، ګرمی هم ورسره. ځوان وم، نه راسره غوټه وه نه واړه، ځان مې د دروازې تر خولې ورسوو. د دروازې مخته څلور – پینځه په رنګ تور سړیان ولاړ ول، خولې پري ماتې وې، بریتونه يې لرل، خاورين کالي یې په تن وو. کږې خولۍ يي په سرونو وې. په ملا پورې يې کمربندونه تړلي ول، لښتې ورسره وې، په خلکو يي وارونه کول. د دروازې له مخې يې ټیل وهل. تورخم و، پاکستان پوله تړلې وه. ځان مې د لښتو له ګوزاره په څنګ ساتو. دوه افغان ټوپکوال هم ولاړ ول، د ګډوډئ لپاره. شور و، ټیلې ډېرې وې، دروازه نه خلاصېده. ګرمې وارخطا کړم، د خلکو له منځه راووتم او په څنګ ودریدم. زه باید نن پیښور ته رسیدلی وای، ورور سره مې لوظ و، له بهره يې تېلېفون کولو، کابل کې د بريښنا روغه ډاګه نه وه پاتې، تېلېفون خو پر ځای پریږده. د اړیکو دښمنان حاکم ول. کمیس مې په ملا پورې سريښ و، د خولو له لاسه. یوغږ مې تر غوږ شو:
– ځوان هلک يي ولې دغره په لاره نه ځې؟
په غږ پسې مې وکتل، يو تور ګردی سړی ولاړ و، سپینه خوله يي په سر وه، ګردو وړو سترګو یې ماته کتل. ومې ویل:
– په غره؟
راوړاندې شو، بد بوی ترې ختو، د خولو. وې ویل:
– وو په شمشاد.
– بلد نه یم.
وچ – وچ يې راته کتل، سترګې يي نه رپولې، ويې ویل:
– زه سړی پیژنم، سلګون درنه اخلي.
سلګون ډېر نه و، غر لوړ و. کابلی وم، د پاخه سړک. د سختې ورځې بهادر نه وم. سړي سترګې رانه نه اړولې، زیاته يې کړه:
– چې لس ورځې هم ودریږې لار نه خلاصیږي.
جیب ته مې لاس کړ، دستمال مې راوویست، خولې مې وچې کړې، ومې ویل:
– ځینې خلک خو تېریږي!
– وو تېريږي، خو پیسې ورکوي.
– چاته؟
– ملیشو ته.
– څو غواړي؟
– دوه سوه پنځوس کلدارې.
– دا خو ډېرې پیسې دي.
سړي همداسې راته کتل، د سوچ موقع يې نه راکوله، وې ویل:
– یو پکي لږ ښه دی، کمې اخلي، دوه سوه.
سړی لاس اخیستونکی نه و، ورته ومې ویل:
– دا خو هم کمې ندي خو څنګه يې پیدا کړم.
– اوس به را پیدا شي. زه به دې ورولم، پیسې دې ماته راکړه، نوربې غمه اوسه.
سړي خولۍ له ويښتو پورته کړه، خیرن سر يې وګراوه، بیرته يې په ځای کیښوده. پیسې مې ورکړې، د خلکو ټیل ماټیل کې د دروازې تر خولې ورسېدو، سړي ځان یو ډنګر بریتو ته ورنږدې کړ، بریتو لښته لرله، په کيڼ لاس کې يې څه ورکیښودل، هغه موټی ټینګ کړ، زه يې وروښودم. سړی له ټیل ماټیله ووت. بریتو به وار نیم سترګو کې را کتل، راښوده يې چې نږدې پاتې شم. د خلکو شور ډېر شو، هارنډونه مې واوریدل، خلک په منځ دوه نیم بیل شول، دوه ډاډسنې د خلکو په منځ کې د دروازې تر خولې را ورسیدې. دوه سیټه وې، نوې ښکاریدې. خړې ښیښي يي تړلې وې، خلک پکې ناست وو، ږيرور. اسوده ښکاریدل، کیدای شې سیټونه ساړه وه، باډۍ يي تشې وې. ملیشو په خلکو وارونه وکړل، ټوپکوالو د موټرو له څنګو خلک ټیل وهل. د خلکو غږونه لوړ شول، له دروازې په شاه شول، زه بريتو سره نیږدې ولاړ وم، بريتو د دروازې په خوله کې و. دروازه په خلاصېدو شوه، موټر په ننوتو شول، بريتو اشاره وکړه، ورنږدې شوم، باډۍ ته د پورته کېدو سترګه يې راته ووهله، ما د واره ځان ورواچاوه، په خلکو يې د لښتو وارونه وکړل، ماته يې وویل:
– ته قوماندان سره يې.
زه پوه شوم. موټر ورو روان و، خلکو د دروازې په لور زور راوړو، ځینو باډۍ ته د ختو کوښښ وکړ، کونداغونه يې وخوړل. موټر دننه شو، دوهم ورپسي و، له دروازې دننه ټولو خاورین کالې لرل، ټوپکې ورسره وې، ځېنو سره یې لښتې. خولۍ يې کږې ایښې وې، راباندې پوه شول، د کوزیدو يې راته وویل، ما ځان قوماندان پسې وتړو، زړه ته يې ونه لویده، له مټ يې کش کړم، ما د سيټ په ښئ ښېښه ځان ورکوږ کړ، ناره مې کړه:
– قوماندان صاحب دا څه وايې؟ زه خو تاسو سره یم!
په سيټ کې ناست سړي رانه مخ واړاوه. ملېشو ته خدای ورکړه، له مټ يې ونیولم، ما ځان ټینګ کړ، کش يې کړم، له باډۍ لاندې ګوزار شوم. لکه مچان راباندې ټول شول، د دروازې خواته يې ټیله کړم. یوه لښته مې د ملا په منځ وخوړه، درد راغی، پسې ومې وکتل، وار يې رانکړ. دوهم ډاډسن د ننوتو په حال کې و، څولاسونو د سترګو په رپ کې، په ټېله له دروازې وویستم، دوهمه ډاډسنه ننوته، دروازه بنده شوه. خلکو د دروازي په لور زور راوړو، ملیشو د لښتو وارونه کول، د خلکو منځ کې ګېر وم، ساه مې بنده بنده شوه، د وتو هڅه مې وکړه، له ګڼې ګوڼې راووتم، ساه مې واخیسته. شاه او خوا مې وکتل، په تور ګردي سړي پسې مې سترګې وغړولې، درک يې نه و. بريتو هم د دروازې سره نه لیدل کیده. ما ویل، خیر، راپیدا به شي، خو پیدا نشول. د ګردي او بریتو ورکیدل، د خلکو ګډوډ غږونه، د ماشومانو ژړا، د هوا ګرمې او نا څرګند راتلونکی ستړی کونکی، ځورونکی وو.
څنګ ته مې یوه ښځه ولاړه وه. ماشوم يې غيږ کې و، بې حاله. د ښځې خوا ته یو سړی را نږدې شو. نيم تندی يې لمر ته ځلیدو، چارخانه دستمال يې په اوږه او یو بوتل اوبه یی په لاس کې وې، ماشوم ته یې ورکړې. ښځې سړي ته وویل:
– کلګي از او راه دیګه میرن، مام بریم از او راه،
سړي ماشوم ترې واخیست، وې ویل:
– ګمیش کو، اونجه هم همي حال است.
ښځې زړه نا زړه وویل:
– میګن از اینجا کده خوب است، خدا میدانه اګه يي راه واز شوه.
سړي ومنله، دوی روان شول، زه هم ور پسې. چپ لاس ته له سړک نه خوړ ته کوز شول، زه ورپسې وم، مخته ولاړل، خوړ کې کانتینرونه ایښي وو، د کانتینرونو سره خرونه، کچرې او اوښان ولاړ وو، ما لونه پرې باریدل. لږ نور مخته ولاړو، د خلکو شور تر غوږ شو، غږونو پسې ولاړو، ورنیږدې شوو، د خدای مخلوق سره لمر ته ولاړ وو، مونږ هم ور ګډ شوو. دخاورو د دوه غونډیو منځ کې لس دولس ګزه لار وه. په منځ کې يې خلک ولاړ ول، توربخن کالي يې په تن وو، په کیڼ مټ يې ټاپه لرله، په سینه جیبونه. توربخنې کږې خولۍ يې په سر وې. لښتې ورسره وې، لار يې څارله، « د اوښانو لار ». بار کړي څاروي تلل، راتلل، کسان به هم ورسره وو. یو نیم بل به هم د تلو هڅه وکړه، لښته به يې وخوړه. بیرته به راوګرځید. لواړګینيان ګرد تاویدل،« روزي يې د پولې په سر وه »، مفتې پیسې يې ګټلې، خلک يې په پوله اړول. نرخ معلوم و، یو سل او پنځوس کلدارې. کار يې اسان و، سړي ته به يې خپله سپینه خوله ور په سر کړه، یا به يې د اوښ پړی په لاس ورکړ، سړی به په یوه لښته تیر شو. ما هم یو سره خبر وکړه، یوه غیږ تاوو کړي واښه يې راته په سر کېښودل، کالې مې هسې هم له کاره وتي ول، سر مې وښو کې پټ شو، لاره مې لیده. څو اوښان بار کړي روان وو. ماته يې د اوښانو په مخ کې د تګ وویل، روان شوم. زړه مې دربېدو، د لومړنې لښته والا پام بل خوا و، ترې تیر شوم. د دوهم راته پام شو، رامنډه يې کړه، تر څو رارسېدو، دریم مې له ملا شړق تیر کړ. درد یې وکړ، ټکنی شوم، په اوږه يې ډب راکړ. مخته يې ټيله کړم، سړی خپل ښکاره شو، ارتباطي. بله لښته يې راکړه، بده ونه لګیده، پوه شوم، د څارویو په لار روان وم.

پای
۱۲ / ۰۴ / ۲۰۱۱
هلفرسوم – هالتډ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply