د داعش له بنده ازاد شوي ښځې او ماشومان له حکومته خوندیتوب غواړي

0 1,517
يوسف ظريفي

جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ٩٥): په  ننګرهار ولايت کې د داعش له بنده خوشي شوي بې سرپرسته ښځې او ماشومان اوس هم له یادو وسله والو وېرېږي او له حکومت غوښتنه کوي چې خوند ځای ورکړي.

داعش ډلې د دغه ولايت  له کوټ ولسوالۍ څلور مياشتې مخکې ۶ ښځې، دوه ماشومان او ۱۲ سړي بیولي وو چې نارينه يې ټول ووژل،  ښځې او ماشومان يې د داعشي ښځو په بدل کې راخوشې کړې.

دوه ښځې (خواښې او نګور) چې موده مخکې له یوه سړي او دوو ماشومانو سره داعش وسله والو د سید احمدخېلو له سیمې بوتلل او بیا یې له څو ورځو وروسته مامند درې ته ورسول.

کونډه صبرۍ (مستعار نوم) چې خاوند يې پخوا مړ شوی و او د زوی ګټې ته ناسته وه، اوس ترې داعش وسله والو دغه سيوری هم اخیستی او په ميراث کې يې ورته کونډه نګور او دوه يتيم لمسي پرېيښي دي.

دواړه کونډې اوس په خپل کلي کې د نورو لاسته ناستې دي او درې وخته په دې تمه وي چې له کوم ګاونډي کوره به ورته د خوراک څه ورشي.

صبرۍ له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، اوس يې ژوند ډېر تريخ دی او مرستې ته ډېره اړه ده.

هغه وايي، د زوی تر مرګ وروسته يې سرپرست نشته او حکومت هم ورسره څه مرسته نه ده کړې.

د دې کونډې او بورې مور کيسه يوازې دا نه ده، بلکې د مرکې پر مهال يې هغه وخت له سترګو د مايوسۍ اوښکې تويې شوې چې د داعش وسله والو په بند کې د ژوند د تېرو کړو شپو ورځو سخته کيسه يې پيل کړه.

کونډې صبرۍ ويل، ۲۴ ساعتونو کې يې ورته دوه درې ډوډۍ او دوه درې الوګان ورکول، هغه به يې ايشول او بيا به يې پرې درې وخته تېرول؛ خو زياتوي، تر ټولو سخته يې دا وه چې له خپلو کوچنيو لمسيانو سره به يې په يوه توره خونه کې ساتل.

نوموړې زياته کړه: ((داعش څنګه دي؛ خو سم همدا ستاسو په شان انسانان دي، يوازې ويښته يې لږ لوی کړي دي او هغه چې يې د پېژندلو وو، هغوی مخونه پټ کړي وو، په هر رقم ژبو يې خبرې کولې، افغاني ژبې هم کولې، پاکستانۍ هم.))

د صبرۍ کونډه نګور غوړګه (مستعار نوم) وايي، اوس چې د داعش له بنده ازاد شوي هم دي؛ خو بيا هم د شپې له خوا ورسره دا وېره وي چې هسې نه بيا يې داعش يرغمل کړي.

نوموړې خپله کيسه داسې کوي: ((له کوره یې موږ له خاوند سره روان کړو، کله چې د هغوى اصلي ساحې ته ورسېدو، نو خاوند يې راته وواژه او موږ يې په ډېرو سختو ورځو شپو کې هلته وساتلو، د ورځې به يې په يوه تياره کوټه کې اچولي وو او د شپې به يې بيا راباندې مزل کاوو؛ خو کله چې د اچين مامند درې ته ورسېدو؛ نو بيا يې ډېر مزل راباندې نه کاوو يوازې يې هره شپه له يوه کوره بل کور ته اړولو.))

د غوړګې په وينا، داعش وسله والو ځکه هره شپه له يوه کوره بل کور ته اړول چې د دولتي ځواکونو له لوري پر کور باندې بمبار ونه شي.

دا وايي، هغه وخت به ډېره ځورېده چې بچيان به يې وږي شول او داعش وسله والو به يې بچيان له ژړا منع کول او هغوی به يې پر خولو لاسونه کېښودل.

د غوړګې د معلوماتو له مخې، اوس يې هم نومونه له داعش ډلې سره شته او که حکومت يې خوندي ځايونو ته ونه لېږدوي نو ډارېږي چې بيا به يې ځای د داعش تورو ټمبو شا ته زنداني شي؛ ځکه چې کور يې هېڅ سرپرست نه لري او پر ښځو کور نه ساتل کېږي.

دغه مېرمنې له څلورو نورو مېرمنو او دوو کوچنيانو سره هغه مهال د داعش له بنده ازادې شوې چې په بدل کې يې د داعش ډلې دوه نيول شوې مېرمنې خوشې شوې.

پژواک هڅه وکړه چې د غوړګې له کوچنۍ لور خاطرې سره هم خبرې وکړي؛ خو مور يې ويل، هغه وخت چې د داعش نوم واخيستل شي؛ نو خاطره بيا د خبرو جرئت نه لري.

د کوټ ولسوالۍ قومي مشر او د ننګرهار په شينوارو ولسواليو کې د ولسي پاڅون کوونکو مشر ملک حيات خان له پژواک سره د خبرو پر مهال  تاييد کړه چې د دغو مېرمنو په بدل کې يې داعش ډلې ته د هغوی دوه روزل شوې مېرمنې ورکړې دي.

نوموړی وايي، له داعش ډلې سره ۱۲ نارينه، شپږ ښځې او ۲ ماشومان اسير وو چې ماشومان او مېرمنې را خوشی شوي، لس نارينه وژل شوي او د دوو په اړه يې کره معلومات نشته.

ملک حيات خان وايي چې د داعش دوه مېرمنې له حکومت سره بندي وې؛ خو کله چې پرې د ترهګرۍ کوم ثبوت پيدا نه شو او محکمې ازادې اعلان کړې؛ نو دوی له داعش سره له خپلو بندي مېرمنو سره تبادله کړې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د ولايت مقام نه يوازې له دې ډول کورنيو سره، بلکې د داعش له سيمو څخه نورو سلګونو کډوالو کورنيو سره مرستې کړې او په راتلونکي کې هم د مرستو پلان لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply