د پاکستان دومخې لوبه او د امریکایانو ناخبري/هلمند پردیس

0 1,906

زلمی خلیلزاد په خپل (استازی ) نوم کتاب کې د پاکستان له دومخي توب څخه ډیره ښه پرده پورته کړی ده، خو جالبه یې دا ده، چې په پاکستان د امریکا متحده ایالتونو سفیرې ((نانسي پاول)) له ده سره همغږې نه وه، خلیلزاد لیکلي:
«یو وخت ما او په پاکستان کې د متحده ایالتونو سفیرې ((نانسې پاول )) واشنګټن ته غبرګ پیغامونه واستول.ما هغو څارګریزو معلوماتو ته ګوته ونیوه، چې د پاکستان د دوه مخې لوبې څرګندونه یې کوله،‌پاکستان به د القاعدې یو شمیر غړي نیول، خو په ورته مهال کې به یې د طالبانو ، حقاني شبکې، او حزب اسلامي سره مرسته کوله.د پاکستان تر کنترول لاندې لویدیزې سیمې د ترهګرو لپاره پر داسې خوندي ځالو بدلې شوی وي، لکه د سیپټمبر له پیښې مخکې افغانستان وو، حتې القاعده هم د خپلو کمپونو پر جوړولو لګیا وه.»
مګر په پاکستان د امریکا متحده ایالتونو سفیره ((نانسي پاول)) په بل نظر وه:
«نانسي پاول ویل، چې پاکستان د باور وړ ملګری دی او د همکاری په برخه کې تر هر چا مخکې دی، د هغې په نظر، پاکستان نه شي کولی، هر هغه څه کنترول کړي، چې افغان پولې ته څیرمه په ناکنتروله سیمه کې رامنخته کیږي»
ښاغلی زلمی خلیل زاد ناهیلی شوی،‌خو چوپ نه دی پاتې شوی، هغه داسې زیاتوی:«زه نهیلی شوم وم،یوازې په څرګند ډول مې په پاکستان کې د پټنځایونو په اړه څرګندونې کولی شوې؛یوه ورځ راته نانسي پاول ( په پاکستان کې د امریکا سفیره) زنګ وواهه، چې د یادو مسلو په اړه له سپینو څرګندونو تېر شم، ځکه چې مشرف له ما سره د کار په برخه کې له ستونزو سره مخ کېده.
ما ورته وویل،‌زه چې څه وایم، ناسم دی؟هغې ځواب رانکړ.که هغې ویلی وای، چې د پاکستان پوځ جنګیالیو ته پټنځایونه او مرستې ورکوي، نو موږ باید دې مسلې ته نوی تګلاره پیدا کړی وای.
ما ټینګار وکړ، چې اغلې سفیرې!زه هره ورځ هغه استخباراتي معلومات لولم،چې حکومت ته د پټنځایونو په اړه رارسیږي،‌زه نه پوهیږم، چې تاسو له ستونزې سره څه ډول چلند کوئ؟زه ویره لرم،‌تاسې لکه چې ګواښ نه وینئ، او که تاسې یې وینئ، او د له منځه وړلو لپاره یې په راتلونکي کې کومه تګلاره لرئ، نو مهرباني وکړئ، ما هم پوه کړئ!
زه به مو ملاتړ وکړم.
«نانسې پاول زما خبرې له غوږه تېرې کړې، او رانه و یې غوښتل، چې په دې اړه څرګندونې بندې کړم.»
دا وې ، د ښاغلی خلیلزاد ریښتنې خبرې چې په خپل کتاب کې یې ورته اشاره کړی ده، دلته یو بل حقیقت دا دی، چې د امریکا تر خاصو لوړپوړو چارواکو سم معلومات نه رسیږي، ځکه چې د پاکستان څارګره اداره په دې توانیدلی ده، چې داسې امریکايي چارواکي لکه د امریکا سفیره ((نانسي پاول )) او نوره مهم چارواکي چې په واشنګټن کې یې خبره منل کیده، دوی په رواني لحاظ استخدام کړی و،او په دې یې قانع کړی وو، چې پاکستان له دوی سره د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې ریښتینی دوست هیواد دی،نو ځکه داسې امریکايي چارواکو  د پاکستان ګټو ته یې ډیره ترجیع ورکړي ده، نسبت د افغانستان ښې راتلونکي ته.
دغې خبرې لپاره هم علتونه شته، ځینې هغه یې دا دی :
ډیر وخت په داسې څارګریزو جګړو کې داسې هم شوی دی، چې د یوه ملک لوړپوړی چارواکي د بل هیواد په استخباراتي لومه کې ښکیل شي، او بیا د مجبوریت له مخې د خپل کاري ځای ساتلو لپاره د هغې هیواد د ګټو لپاره کار کوي، تر څو چې د کار وي،‌تر هغې مجبور وي، چې ورته کار وکړي.
او یو بل علت یې شخصي ګټې دی، داسې هم شوی دی، چې داسې چارواکي د بل هیواد لپاره په ډیر مهارت سره څارګریزه دنده ترسره کړي، او د هغه په بدل کې دوی ښې پیسې ترلاسه کوي، او ښه وظیفه هم پرمخ وړي.
دلته زما هدف له دغې لیکنې دا دی، چې په اول قدم کې افغان دولت خصوصآ د بهرنیو چارو وزارت، اوپه امریکا کې د افغانستان سفارت په دغه برخه کې نه ستړی کیدونکی هلې ځلې او کار وکړي، دوی باید دومره کار وکړي، چې دغه د پاکستان د دوه مخې توب لوبه د امریکا اول لاس پریکړې کونکو چارواکو تر ګوتو ورسوي،‌او همدا رنګه په تبلغاتي لحاظ هم باید په دغه جګړه کې له ښو مهارتونو څخه کار واخلي، ځکه چې افغان ولس داسې انګیري، چې امریکایان د پاکستان له دوه مخي لوبې خبر دی، خو حقیقت بل ډول دی،په دې سره ما ته په امریکا کې د افغان مهاجر ډاکتر هیواد همت هغه خبرې رایادې شوې، چې ده په خپلو څرګندونوکې د امریکا کانګریس غونډه کې د ګډون څخه ورورسته له سناتورانو سره کړې وې.
ډاکتر هیواد همت وايي:
«ما هلته د کانګریس په هغه غونډه کې د میلمه په حیث ګډون درلود، کومه چې د ښاغلی ټرمپ د ولسمشر کیدو څخه وروسته د لومړۍ وینا لپاره ترتیب شوه وه، او په دغه غونډه کې ټرمپ باید د امریکا سناتورانو او د امریکا ولس لپآره خپله لومړنۍ هغه وینا کړی وای، کومه چې د امریکا ولس او هیواد لپاره یې د ښې راتلونکی اهمیت درلودو،ما هلته له ډیرو سناتورانو سره ولیدل،‌او له دوی سره مې د افغانستان د دردونو او د پاکستان د دوه مخې لوبې په اړه خبرې وکړې، نو دوی به حیران شول، چې دا څنګه امکان لري، پاکستان سره د دومره مرستو چې موږ (امریکا متحدا ایالات ) یې ورسره کوو،‌دوی بیا هم د ترهګرو ملاتړ او په افغانستان کې زموږ ځواکونه، افغانان ځواکونه،‌او عام افغانان د ورباندې ووژني، او یا د په ټوله کې دوی د ترهګرو ملاتړي وي!»
دغه خبرې مې ځکه دلته راوخستې، چې افغان حکومت باید دغه حقیقت نوره وننګوي، او پاکستان ته باید په دغه برخه کې داسې چلینج ورکړي، تر څو د پاکستان څارګره ادره له افغان وژنې څخه لاس واخلي،او د ښه ګاونډیتوب په اړه په بل بدیل فکر وکړي، کنه دا جګړه به لسیزې لسیزې نوره هم دوام وکړي!!!

«استازی، زلمی خلیلزاد، ژباړن:لطف الله لطف،‌چاپ کال ۱۳۹۵ل/۲۰۱۶ز،مخ ۲۶۹،۲۷۰»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply