ډاډه اوسه !اسدالله غيرت

0 1,276

هر څه بېرته خدای ج ته ورستانيدونکې دي ، هغه وخت لرې نه دی چې ، د نړۍ پر مخ به هر بنيادم د ځمکې او اسمانونو عظيم ذات ته د خپلو عملونو حساب ورکوي ، هغه وخت رالنډيدونکی دی ، په کوم کې به چې اسرافيل ع ددې دنيا د له مينځه تلو لپاره شپېلۍ وکړنګوي او په دې نړۍ به هر څه ته د پای ټکی کيښودل شي .

هيله کوم خپلې اوښکې وچې کړه ، بې ځايه تشويش او ژړا ته د پای ټکی کيږده .

زه پوهيږم چې له تا سره د انسانانو لخوا ترسره شوی ظلم او ستم ، په يو عالم اوښکو تويولو او سوچ کولو ارزي ، له تا سره د انسانيت په جامه کې ترسره شوې کړنې رښتيا هم ، ډيرې دردونکې او حيرانونکې دي .

خو ، ګوره بې فايدې اوښکې مه تويوه ، ته پوهيږې چې دلته د بل په درد دردمن کيدل او په غم يې غمجن کيدل ، ددې نړۍ د انسانانو له وسه نه دي پوره ، له ظالمانو څخه د مظلومانو او بې چاره خلکو انتقام اخستل اوسمهال له وسه پورته خبره ده .

ټولې معاملې او پورونه هغه ذات ته وسپاره ، کوم چې ستا په وجود کې ساه اچولې ده ، الله ج ته دعا وکړه چې ، په دې حالت صبر او زغم درپه برخه کړي .

ډاډه اوسه ، چې الله ج به د هر مظلوم د زرې ، زرې حساب له ظالمانو سره کوي او په خپله سزا به يې رسوي .

انشاالله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply